معمر محمد ابو منيار القذافي (1 – جون 1942زېږدي__20- اکټوبر2011زېږدي) په لنډه توگه د معمر قذافي په نوم يادېږي . دی د ليبيا يو پاڅونگر مشر و چې د يوه غلي پاڅون په ترڅ کې کال ۱۹۶۹م.زېږدي کې د ۲۷شتو کلونو په عمر په ليبيا کې په رسمي توگه ولسمشر شو .

معمر القذافي

پخواني وختونه زده کړې

معمر القذافي د ۱۹۴۲ ز د جولای پر ۷ مه نېټه په سرت نومي کلي کې نړۍ ته سترگې پرانېستې. کورنۍ يې په کرنه او دڅارويو په روزنه بوخته وه او له همدې لارې يې خپله ورځ گوډوله. القذافي د ۱۹۵۶ او ۱۹۶۱ ز ترمنځ په خپل کلي کې درس ووايه. همدغه مهال نوموړي له خپلو نورو ملگرو سره يوځای د انقلابي خوځښت بنسټ کېښود خو ترې خبر نه و، چې وروسته به همدا بنسټ د گردې نړۍ پام د ځان لور ته راواړوي. سره له دې ، چې القذافي په زده کړه کې لاسبری و، خو د سياسي فعاليت له کبله له ښوونځي وشړل شو. له هماغه کوچنيتوبه له جمال عبدالناصر څخه اغيزمن و.

په ۱۹۶۳ ز کې حربي پوهنتون ته ولاړ او په ۱۹۶۵ ز کې ورځينې فارغ شو. وروسته بيا ورسره بخت ياري وکړه او د انگلستان په ساندهرست کې يې شاهي حربي پوهنتون ته ورغی.

کودتا

معمر القذافي په ۱۹۶۴ ز کې د ملتپالو ضابطانو ډله رامنځته کړه او په ليبيا کې يې د پاچا ادريس السنوسي پر ضد کودتا کې يې کارنده رول ولوباوه. او له برياليتوب وروسته يې په طرابلس کې جمهوريت اعلان کړ. ډگروال قذافي په ۱۹۷۰ ز کې له امريکايي او انگليسي چارواکو سره د خبرو اترو ميز ته کيناست او دې پايلې ته ورسيدل، چې له بنغازي څخه انگليسي نظامي اډې ووځي او درې مياشتې وروسته بيا د امريکا هويلس نظامي اډه هم له سيمې وکوچيده.

فکري تگلوری

ډگرمن القذافي په ۱۹۷۶ ز کې د شين کتاب په نوم يو پېړ کتاب وليکه او خپل سياسي افکار يې په کې راغونډ کړل. نوموړي په دغه کتاب کې د رېيم نړيوال نظر وړاندې کړ او دا يې د مارکسيزم او پانگوالۍ له بريده وراخوا وربولي او په ليبيا کې يې دواک بنسټ بولي. القذافي په نړۍ کې له ازادۍ غوښتونکو خوځښتونو لکه په اسپانيا کې د باسک خوځښت، په ايرلنډ کې جمهوري گوند، بوليساريو او فلسطيني خوځښتونو سره بېسارې مرسته کوله ځکه خو په ۱۹۸۰ ز کې امريکايي ځواکونه د سرت خليج ته ننوتل او د ليبيا له ځواکونو سره ونښتل. د ليبيا د سرتيرو د مقاومت په ترڅ کې شا تگ ته اړ شول، خو په ۱۹۸۶ ز امريکا د ډگرمن قذافي پر دفتر بريد وکړ.

دليبيا او امريکا اړيکې د لړ ستونزو له کبله ډېرې ترينگلې شوې دي. يو لامل يې خپله د القذافي فکر تگلوری گڼل کيږي. نوموړې امريکا ته د پانگوانگې د سمبول په سترگه گوري او له ترهگرو ډلو ټپلو سره يې په مرسته تورنوي . د اړيکو ترينگلتيا هغه مهال خپل اوج ته ورسيده، چې په ۱۹۸۶ ز کې امريکايي الوتکو د القذافي دفتر ترخپل بريد لاندې ونيوه، خو له نوموړي سره بخت ياري وکړه او له بريده روغ رمټ ووت.

د لاکربي پېښه

په ۱۹۸۸ ز امريکا او انگلستان پر ليبيا تور ولگاوه، چې د امريکا د هوايي کرښې د ېوې الوتکې په نسکورولو کې يې لاس درلود، چې په ۱۹۸۸ ز کې د اسکتلنډا په لاکربي نومي سيمه کې راولويده او په دغه پېښه کې ۲۵۹ تنه سپرلۍ پردې سربېره د سيمې ۱۱ تنه هم د الوتکې د راولويدو له کبله مړه شول. متحده ايالاتو په ۱۹۹۲ ز کې پر ليبيا اقتصادي بنديز ولگوه، خو ليبيا په ۲۰۰۳ ز کې وتوانيده، چې دغې ستونزې ته حل لار ومومي. هماغه، چې عبدالباسط المقرحي او الامين فحيمة يې د سکاټلنډ سترې محکمې ته تسليم کړل، چې په هالنډ کې محاکمه شي. محکمې المقرحي په عمر بند محکوم کړ او د دويم يې په پېښه کې پړ ونه باله.

قذافي او ليبيا

قذافي په ۱۹۷۷ ز کې د "الاتحاد الاشتراکي العربي" په نوم ټولنه جوړه کړه او د ملت واک نوم يې پرې کېښود. د ۱۹۷۷ ز د مارچ پر ۲ مه نېټه قذافي ددې ټولنې مشر وټاکل شو او د ليبيا نوم يې له "الجمهورية العربية الليبية" څخه "الجماهيرية العربية الليبية الشعبية الاشتراکية العظمی" ته واړوه. پردې سربېره قذافي د ۱۹۷۹ ز په مارچ کې د واک او اوښتون تر منځ جلا والی رامنځته کړ او د ستر سيند په نوم يې دخوږو اوبه يوه پروژه پيل کړه ، چې د ليبيا له دښتو ښارونو ته دڅښاک اوبه وليږدوي.

د ۲۰۰۳ سپټمبر پر ۱۲ نېټه د جمعې په ورځ د امنیت شورا پريکړه وکړه، چې له ليبيا هغه بنديزونه ليرې کړي، چې دشلمې پيړۍ په اتيايمه لسيزه کې پر طرابلس لگول شوي وو، خو دا پريکړه دومره اسانه نه وه. امريکا او فرانسې هڅه کول، چې د دغې پريکړې پر وړاندې ستونزې راوپنځوي. د دوی غوښتنه دا وه، چې طرابلس بايد د فرانسې د هوايي کرښې يوتا هغې الوتکې د پېښې قربانيانو ته تاوان ورکړي، چې په ۱۹۸۹ ز کې په نيجر کې رانسکوره شوه ليبيا دا ومنله، چې تاوان به ورکوي.

اتومي دوسيه ، ليبيا او قذافي

د لندن د پال مال په سيمه کې د انگلستان څلورو چارواکو له خپلو ليبيايي سيالانو سره د هوټل په ځانگړې خونه کې د ۲۰۰۳ ز د ډيسمبر پر ۲۳ مه نېټه د خبرو اترو په موخه د ميز تر شا غونډه ووهله، تر څو دا خبره باوري کړي، چې ليبيا به له دې وروسته د پراخو ويجاړونکو وسلو نه جوړونې ته ژمنه وي. دغو خبرو پوره ۶ ساعته وخت ونيو، خو انگليسي چارواکي د خبرو اترو له بهيره خوښ برېښيدل. په همدغه ورځ ډگرمن نړۍ ته اعلان کړه، چې طرابلس د پراخو ويجاړونکو وسلو يو ډول هم نه لري او تاسې کولای شې، چې ليبيا ته راشۍ او هر څه له نږدې وگورې. خپله ډگرمن په همدغه ورځ له CNN سره په مرکه کې وويل، "په خپله راشې .... موږ هېڅ هم نه پټوو".

په دې وروستيو ورځو کې په رسنيو کې د قذافي نوم بيا زيات تر سترگو کيږي. له يوې خوا د ﻻ کربي پېښې په عمري قيد محکوم المقرحي د سرطان د ناروغۍ له امله بښل کيږي او له بنده ازاد شو، چې په خپله ليبيا کې د يوه اتل په توگه ترې هرکلی وشو او د هېواد د مشر په توگه د قدافي هرکلی امريکايان او نور متحدين يې په غوسه کړي.

له سويس سره د ليبيا اړيکې وروسته له هغې خړې پړې شوې چې د قذافي زوی "معتصم بلال القذافي" او ميرمن يې، په ۲۰۰۸ ز کال کې د سويس ژنيو ښار ته د يوه سفر په مهال په يوه هوټل کې د خدمتگارانو سره د بد چلند له امله د څو ساعتونو لپاره توقيف شول.

په تير سپټمبر کې که څه هم د هوټل هغه خدمتگارانو خپلې دوسيې له محکمې نه بېرته واخيستې، لېکن ليبيا د پېښې له امله سخت غبرگون وښود او پر سويس يې خپل تيل بند کړل او همداراز ددغه هېواد په بانکونو کې يې خپل پنځه مليارده ډالره پانگه هم وويستله.

سرچينې