معلوماتي ټیکنالوژي

معلوماتي ټیکنالوژي یا آی ټي (انګلیسي: Information technology (IT)) د هر ډول برېښنايي موادو او معلوماتو د رامنځته کولو، پروسس کولو، ذخیره کولو، بیا ترلاسه کولو او تبادلې لپاره د کمپیوټرونو کارولو ته ویل کېږي. آی ټي د شخصي یا تفریحي ټیکنالوژیو خلاف معمولا د سوداګریزو عملیاتو په ساحه کې کارېږي. معلوماتي ټیکنالوژي (IT) د معلوماتي او مخابراتي ټیکنالوژۍ (ICT) فرعي مجموعه ګڼل کېږي. د معلوماتي ټیکنالوژۍ سیستم (آی ټي سیستم) عموما یوه معلوماتي سیستم، د مخابراتو سیستم، یا په لا ډېر مشخص ډول د کمپیوټر سیستم ته –د هارډویر، سافټویر، او نورو جانبي او الحاقي وسایلو په ګډون– ویل کېږي، چې د آی ټي کاروونکو د یوې محدودې ډلې لخوا پرمخ وړل کېږي.[۱][۲]

له هغه وخته چې سومریانو تر میلاد شاوخوا ۳۰۰۰ کاله وړاندې په بین النهرین کې لیکل دود کړل، له هماغه راهیسې انسانانو د معلوماتو ساتل، ترلاسه کول، بدلول رابدلول او په اړیکو کې کارول پیل کړي دي. که څه هم د معلوماتي ټیکنالوژۍ اصطلاح د هغې په عصري معنا سره لومړی ځل په ۱۹۵۸ کال کې د "هاروارډ بیزنس ریویو" مجلې په یوه مقاله کې راښکاره شوه. لیکوالانو "هارولډ جې لیویټ" او "توماس ایل ویسلر" وویل چې "نوې ټیکنالوژي لاهم یو واحد نوم نه لري. موږ به یې د معلوماتي ټیکنالوژۍ یا آی ټي په نوم یاده کړو." د دوی تعریف له دریو کټګوریو جوړ دی: د پروسس تخنیکونه، د تصمیم نیولو لپاره د احصایوي او ریاضياتي میتودونو کارول، او د کمپیوټري پروګرامونو له لارې د لوړې مرتبې تفکر سمول او شبیه کول.[۳][۴]

دا اصطلاح عموما د کمپیوټر او کمپیوټري شبکې لپاره د مترادفې اصطلاح په توګه کارېږي، خو بیا هم د معلوماتو د وېش نورې ټیکنالوژۍ لکه تلویزیون او ټیلیفونونه هم رانغاړي. په اقتصاد کې ګڼ محصولات یا خدمات له معلوماتي ټیکنالوژۍ سره تړلي دي، چې د کمپیوټر هارډویر، سافټویر، الکترونیکي توکي، سیمي کنډکټرونه، انټرنیټ، مخابراتي تجهیزات، او اي-کامرس پکې د یادولو وړ دي.[۵]

د ذخیره کولو او پروسس لپاره کارېدولو ټیکنالوژیو ته په کتلو، د معلوماتي ټیکنالوژۍ د پراختیا څلور ځانګړي پړاوونه مشخصېدای شي: تر میخانیک وړاندې پړاو (له ۳۰۰۰ قبل المیلاد تر ۱۴۵۰ میلادي پورې)، میخانیکي پړاو (له ۱۴۵۰ تر۱۸۴۰ میلادي پورې)، الکترو میخانیک پړاو (۱۸۴۰-۱۹۴۰)، او بالاخره الکترونیکي یا برېښنایي (له ۱۹۴۰ څخه تر اوسه پورې). دا مقاله یې په تر ټولو وروستۍ دوره (الکترونکي یا برېښنایي) تمرکز لري.[۶]

معلوماتي ټیکنالوژۍ همدا راز د کمپیوټر ساینس یوه څانګه هم بلل کېږي، کوم چې د موادو د بېلابېلو ډولونو د پروسیجر، جوړښت، او پروسس د ټولیزې مطالعې په توګه تعریفېدای شي. دا چې دغه ډګر په ټوله نړۍ کې د پراختیا او تکامل په حال کې دی، عمومي لومړیتوب او اهمیت یې هم زیاتوالی موندلی، او له همدې کبله ده چې موږ د ښوونځي یا دولسو ټولګیو (K-12) په زده‌کړو کې د کمپیوټر ساینس اړوند کورسونه هم وینو. له دې سره سره، په دې اړه لا اندېښنې هم شته دي چې ډېری ښوونځي په دې برخه کې پرمختللي کورسونه نه لري.[۷]

د کمپیوټري ټیکنالوژۍ تاریخچه سمول

د کمپیوټر ساینس د نظریو په اړه لومړی ځل تر ۱۹۵۰مې لسیزې وړاندې د میساچوسټس ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ (MIT) او هاروارډ پوهنتون کې یادونې شوې دي، چېرته چې دوی د کمپیوټري سرکټونو او عددي محاسبو په اړه بحث او تفکر پیل کړ. د وخت په تېرېدو سره د معلوماتي ټیکنالوژۍ او کمپیوټر ساینس ډګر لا ډېر پېچلی شو او د ډېرو موادو او معلوماتو د پروسس توان یې وموند او په اړه یې د بېلابېلو سازمانونو له لوري د علمي مقالو خپرول هم پیل شول.[۸]

لومړنیو محاسباتو ته په کتلو سره، الان تورینګ، جې پریسپر ایکرټ، او جان موچلي د ۱۹۰۰مې لسیزې په منځنیو وختونو کې د کمپیوټري ټیکنالوژۍ ځینې ستر مخکښان ګڼل کېږي. د دوی د پرمختګونو له کبله دوی ته دا کریډیټ ځکه ورکول کېږي، چې ډېری هڅې یې د لومړي ډیجیټل کمپیوټر پر ډیزاینولو متمرکزې وې. د دې ترڅنګ، د مصنوعي هوښ یا ځیرکتیا په څېر موضوعات رامطرح کېدل هم پیل شول ځکه ښاغلي ټورینګ د هغې دورې دا ډول ټیکنالوژۍ تر پوښتنې لاندې راوستې.[۹]

ماشینونه او وسایل له زرګونو کلونو راهیسې په محاسبه کې د مرستې لپاره کارول شوي، چې ممکن په پیل کې د شمېر د لرګیو په بڼه وو. د انټيکیتیرا میکانیزم، چې د لومړۍ قبل المیلاد پېړۍ لومړیو وختونو ته رسېږي، په عمومي توګه د لومړني پېژندل شوي میخانیکي انلوګ کمپیوټر، او تر ټولو پخوانی پېژندل شوی د څرخونو یا دندانه لرونکو پولیو میکانیزم ګڼل کېږي. د پرتلې وړ دندانه لرونکي څرخېدونکي وسایل په اروپا کې تر ۱۶مې پېړۍ پورې نه وو راڅرګند شوي، او تر ۱۶۴۵ کال پورې لومړی میخانیکي حساب ماشین چې د څلورو بنسټیزو ریاضیاتي عملیو د ترسره کولو توان ولري، موجود نه و.[۱۰][۱۱]

خدمات سمول

برېښنالیک سمول

هغه ټیکنالوژي او خدمات دي چې د برېښنایي پیغامونو (د "لیکونو" یا "برېښنا لیکونو" په نوم یادېږي) د لېږلو او ترلاسه کولو لپاره یې د یوې وېشل شوې (نړیوالې په شمول) کمپیوټري شبکې له لارې وړاندې کوي. د عناصرو د جوړښت او د عملیاتو د اصولو له مخې، برېښنایي لیک عملا د معمولي (کاغذي) لیک د سیستم ځانګړنې لري، او دواړې اصطلاح ګانې خپل مشترکات لري (بریښنالیک، لیک، پاکټ، ضمیمه، بکس، تحویلي، او نور) او همدا راز ځینې مشخصې ځانګړنې لري – لکه د کارونې اسانتیا، د پیغام د لېږد ځنډ، کافي اعتبار او په ورته وخت کې د لیک د رسېدو د تضمین نشتوالی. د برېښنالیک ګټې دا دي: د شخص له لوري د user_name@domain_name بڼې پته (د بېلګې په توګه somebody@example.com) په اسانۍ سره درک او حفظ کېږي؛ د ساده او فارمټ لرونکي دواړه ډول متن او همدا راز د خپلې خوښې فایلونو د لېږلو وړتیا؛ د سرورونو خپلواکي (په ټولیز ډول دوی یو بل ته په مستقیم ډول مخاطب کېږي)؛ د پیغام رسولو کافي اندازه لوړ اعتبار؛ او د انسانانو او پروګرامونو له لوري په اسانه د کارېدلو وړتیا.

د برېښنالیک زیانونه: د سپم په څېر ښکارندو شتون (ډله‌ییز اعلانونه او ویروسي برېښنالیکونه)؛ د یوه ځانګړي لیک د تضمین شوې تحویلۍ نظریاتي ناشونتیا؛ په پیغام رسولو کې ممکن ځنډ (تر څو ورځو پورې)؛ د یوه پیغام اندازه او په میل باکس کې د پیغامونو د ټولې اندازې محدودیتونه (د کاروونکو لپاره شخصي).

د سېرچ یا لټون سیستم سمول

یو سافټویر او هارډویر د وېب له اړیکې سره په ګډه په انټرنیټ کې د معلوماتو د لټون وړتیا برابروي. د لټون ماشین معمولا د هغه سایټ په معنا دی چې د سیستم د اړیکې (مخکې-پای) کوربه‌توب کوي. د لټون د ماشین د سافټویر برخه د لټون انجن دی – د پروګرامونو هغه ټولګه چې د لټون د ماشین فعالیت وړاندې کوي او معمولا د لټون انجن جوړوونکې کمپنۍ سوداګریز راز دی. د لټون ډېری ماشینونه د نړۍ په کچه په وېب سایټونو کې معلومات لټوي، مګر داسې سیستمونه هم شته چې کولی شي د FTP یا د فایل د لېږد پروتوکول د سرورونو فایلونه، په آنلاین پلورنځیو کې شته توکي، او د Usenet خبري ګروپونو معلومات وګوري. د لټون پراختیا د عصري انټرنیټ یو له لومړیتوبونو څخه دی (د لټون انجنونو په کار کې د اصلي مسائلو په اړه ژور ویب مقاله وګورئ).

د سټاټیسټا د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اکتور کې د لټون د ماشینونو کارول په لاندې ډول وېشل شوي وو:

  • ګوګل – ۸۶،۶۴ سلنه؛
  • بېنګ – ۷ سلنه؛
  • یاهو – ۲.۷۵ سلنه. [۱۲]

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د سټاټ کاونټر ګلوبل د شمېرو له مخې، په آسیا کې چینایي سرچینې بایډو (Baidu) وکړای شول د انټرنیټ د بازار نږدې ۳ سلنه برخه ونیسي. په بدل کې یې بیا په همدې سیمه کې یانډېکس (Yandex) له یاهو څخه وړاندې شو او نږدې ۲ سلنه برخه یې خپله کړه او په ډلبندۍ کې یې دریم ځای خپل کړ.[۱۳]

سرچينې سمول

  1. Daintith, John, المحرر (2009), "IT", A Dictionary of Physics, Oxford University Press, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199233991, د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Subscription required.
  2. "Free on-line dictionary of computing (FOLDOC)". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Butler, Jeremy G., A History of Information Technology and Systems, University of Arizona, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اگسټ ۲۰۱۲ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۱۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  4. Leavitt, Harold J.; Whisler, Thomas L. (1958), "Management in the 1980s", Harvard Business Review, 11 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  5. Chandler, Daniel; Munday, Rod (2011-02-10), "Information technology", A Dictionary of Media and Communication (الطبعة first), Oxford University Press, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0199568758, د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۲, Commonly a synonym for computers and computer networks but more broadly designating any technology that is used to generate, store, process, and/or distribute information electronically, including television and telephone. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  6. Butler, Jeremy G., A History of Information Technology and Systems, University of Arizona, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اگسټ ۲۰۱۲ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۱۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  7. Henderson, H. (2017). computer science. In H. Henderson, Facts on File science library: Encyclopedia of computer science and technology. (3rd ed.).
  8. Slotten, Hugh Richard (2014-01-01). The Oxford Encyclopedia of the History of American Science, Medicine, and Technology. Oxford University Press. doi:10.1093/acref/9780199766666.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-976666-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Henderson, H. (2017). computer science. In H. Henderson, Facts on File science library: Encyclopedia of computer science and technology. (3rd ed.). [Online]. New York: Facts On File.
  10. Schmandt-Besserat, Denise (1981), "Decipherment of the earliest tablets", Science, 211 (4479): 283–285, Bibcode:1981Sci...211..283S, doi:10.1126/science.211.4479.283, PMID 17748027 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  11. Enticknap, Nicholas (Summer 1998), "Computing's Golden Jubilee", Resurrection (20), ISSN 0958-7403, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جنوري ۲۰۱۲ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۰۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  12. Worldwide desktop market share of leading search engines from January 2010 to September 2021 от октября 2021 на Statista
  13. "Где пользователи предпочитают искать информацию". rspectr.com. 2021-09-03. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)