معافيتي ځواب

د اجنبی عواملو په مقابلو کی د معافیتی سیستم د تشکیل شو عناصرو څخه عبارت دی د معافیتی سیستم فزیولوژيک عکس العمل د پتوجن انتاناتو په مقابل کی منځته راځی همداړنګه دغه عکسل العمل کیدای شی د غیر انتانی اجنی عواملو پّ مقابل کښی هم منځته راشی

معافیتی عکس العمل علاوه له دینه چه د انتانی عواملو په مقابل کی محافظت کوی او د اجنبی اجسام د لمنځه وړلو سبب کیږی کیدای شی د انساجو د تخریب سبب هم و ګرځی او په نتیجه کی معافیتی امراض منځته رواولی

معافیتی عکس العمل: د اجنبی اجسامو په مقابل کی لکه انتانات ، ماکرومالیکولونه ، پروتینونه او پولی سکرایدونه بغیر له کوم فزیالوژیک او پتولوژیک پایلی څخه عبارت دی د معافیتی جواب ډولونه : معمولا په دوه دوله دی ابتدایی او ثانوی Primary response (ابتدایی جواب) په ابتدایی معافیتی جواب کی د میزبان او محیط تر منځ اصلی مانع د جلد اپيتل ـ تنفسی مجرا – هضمی جهاز او د بولی تناسلی جهاز څخه عبارت دی پتوجنیک مایکرواورګانیزمونه د جلد د اپتیل ، د مخاطی غشا دهضمی او تنفسی جهاز له لاری عضویت ته داخلیږی او د میزبان د منتن کیدو سبب ګرځي همداړنګه اپیتل د میکروب په مقابل کی یو فزیکی دیوال جور کری علاوه د میکروب له ممانعت څخه د میکروب ضد عوامل د میکروب د رشد په مقابل کی تولیدوی کله چی میکروبونه د اپیتیلیم له فزیکی مانع څخه عبور وکری د ذاتی معافیت له میکانیزمونو سره مخامخ کیږی چی دا میکانیزم د میکروبونو او د هغوی د محصولاتو په مقابل کی د شدید عکس العمل لپاره جور شوی ده فاګوسایتونه د نیوتروفیل او ماکروپاژ څخه عبارت دی چه میکروبونه بلع کوی او خپل سایتوپلازمیک ویزیکول ته داخلوی هم دغه فاګوسایتی حجرات د میکروب ضد مواد د میکروبونو په مقابل کښي تولیدوی اود میکروبونو د وژل کیدو سبب ګرځی چی دغه حالت د معافیتی جواب او معافیتی عکس العمل سبب ګرځي Secondary response(ثانوی جواب) دمعافیتی سیستم د جواب زیاتوالی د یو بیګانه انتیجن په مقابل کی په دوامدار دول ور څخه عبارت دی چه نظر ابتدایی جواب ته د یو شدید، چابک او با کیفیته عکس العمل د جوریدو سبب کیږی

د انتی جن هر تماس د لفوسایت په وراندی د انتیجن مقدار د زیاتوالی سبب کیږی چی په نتیجه کی ځانګری لمفوسایتونه memory cell شکل اختیاروی او د طولانی عمر لرونکی به شی 

د memory cell عمده خصوصیت مخکی له تحریک څخه نسبت B لمفوسایت ته د شدید ترکیبی خصوصیت لرونکی دی همداړنګه memory cell په ښه دول کولی شی په منتن ځایونو کی ځای پر ځای شی او د معافیت لپاره تطابقی رول لوبوی