محمد گل خان مومند

محمد گل خان مومند (په انگرېزي: Muhammad Gul Momand) (زوکړه ١٢٦٣ لمريز لېږدي کال-مړینه ۱۳۴۳ ل ل کال) يو افغان سیاستوال او پښتو ژبی ليکوال وو.

محمد گل خان مومند بابا

مخينه

محمد گل خان مومند د محمد خورشيد خان زوى، د مومند خان لمسې، د عبدالكريم كړوسې، په خټه وديزى مومند، په وديزو كې حسن خېل و. دې په١٢٦٣ لېږديز لمريز (۱۳۰۳ هجري سپوږميز) كال د کابل د اندرابيو په كوڅه كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې په ځانگړې ډول وكړې او بيا په ۱۳۲۷ هجري سپوږميز كال د حربي ښوونځي په دوهم ټولگي كې شامل شو. په پېنځه كلو كې يې خپله پوڅي زده کړه سرته ورسوله.

دندې او پوځي ماموریتونه

د عسکري ښوونې وروسته د اردليانو په غونډ كې د كوميدان په رتبه وټاكل شو. دغه وخت يې هم شاهي ټولگي ته درس وركاوه او هم يې د حربي ښوونځي د سرښوونكي دنده ترسره كوله. ددغه خدمت له مخې د سپه سالار صالح محمد د ياور په توگه وټاكل شو او بيا د شاهي گارډ قومندان شو. يو څه وخت يې په تركيه كې د افغاني سفارت د نظامي اتشه په توگه خپله دنده ترسره كړه. محمد گل خان مومند په ۱۳۰۰ هجري لمريز كال د مجموعه عسكري د مجلې مديريت هم كړی، چې د دفاع وزارت لخوا خپرېده. دی په ۱۳۰۳ ل كال د پكتيا د عسكري قومندان او اعلى حاكم په توگه وټاكل شو. په ۱۳۰۶ ل كې د مزار شريف د ملكي پلټنې د رييس په توگه او بيا د ننگرهار د عسكري قومندان په توگه وټاكل شو. د سقوي اړودوړ په وخت كې يې لومړی له سردار محمد هاشم خان سره او بيا يې په پكتيا كې له سردار محمد نادر شاه سره په كلكه ملا وتړله او په زړه پورې خدمتونه يې سرته ورسول.
محمد گل خان مومند د هېواد د نجات نه وروسته د سردار محمد هاشم خان په كابينه كې د كورنيو چارو وزير په توگه وټاكل شو، خو ورسره يې لومړی په ننگرهار ولايت كې او بيا پروان ولايت كې د تنظيمه رييس چارې ترسره كړې. په دغو ولايتونو كې چې يې پوره كراري راوستله، نو په ۱۳۱۱ ل كال د كندهار او فراه د ولايتونو د تنظيم لپاره ولېږل شو. په ۱۳۱۳ ل كې د كتغن، بدخشان، مزار شريف او مېمنې د ولايتونو د تنظيمه رييس په توگه وټاكل شو. په هر ځاى كې يې خپله اسلامي او هېوادنۍ دنده په پوره ايماندارۍ ترسره كوله او د خپلو ښو خدمتونو له مخې د لمر په اعلى لوړ نښان ونازول شو. دی په ۱۱۹ ل كال د دولت د وزير په توگه وټاكل شو او تر دې وروسته يې نور عمر د پښتو ژبې په علمي او ادبي خدمت كې تېر كړ.
مومند بابا تر ۱۳۲۷ ل كال پورې په سمنگان كې اوسېده. بيا په دغه كال د شاه محمود خان د صدارت په وخت كې كابل ته راغى او پاتې عمر يې په كابل، ننگرهار كې په خپله خوښه تېراوه. څو ژمي يې د كونړ په نرنگ كې او نور ژمي يې په خپل اصلي ټاټوبي (گولايي) كې تېر كړل، خو په اوړي كې به تل كابل ته راته او په دې ډول يې د خپل كوچاني ژوند كړۍ هم ټينگه ساتله. مومند بابا په ۱۳۳۴ ل كال د لويې جرگې د رييس په توگه غوره شو او خپله ملي هېوادنۍ دنده يې په ښه ډول ترسره كړه.

ادبي ژوند او ليکنې

  1. پښتو سيند(پښتو قاموس).
  2. د پښتو د ژبې لياره (پښتو صرف او نحوه).
  3. لنډه كۍ پښتو(د نظرياتو مجموعه).
  4. پښتني روزنه (تعليم او تربيه).
  5. پښتو او پښتونواله ( پښتني فرهنگ).
  6. د پښتو لويه نحوه(معاني او بيان).
  7. د پخلي ډولونه(د پخلي ښوونه).

محمد گل بابا د خپل عمر په دوران كې خورا ډېر علمي او عمراني خدمتونه كړي دي. په کندهار كې د محمديه مدرسي تاسيس، د پښتو د ادبي انجمن جوړول، د طلوع افغان د ورځپانې پښتو كول، د ښوونځيو ودانول، د ځوانو ليكوالو روزنه، د ميرويس نيكه د مزار وداني، د سړكونو او لارو وداني او داسي نور.

اخلاق او شخصيت يې

په دې بايد هر څوك پوه شي چي ارواښاد محمد گل خان مومند بابا د يو لوړ شخصيت، سپېڅلي كركټر، او كلك هوډ څښتن وو، پر مذهبي آرونو ټينگ ولاړ، پر پښتو او پښتونواله بېخي مين وو، د پښتانه له تاريخ او عظمت سره يې ډېره مينه لرله، بې پښتو او بې همته پښتانه يې نه خوښېدل، د ښو خويونو او ښو اخلاقو په جامه ښايسته وو. د ده بانډار او مركه د پښتو او پښتونولي يو لوى ښوونځي وو، تل به يې پښتنو ځوانانو ته د پښتني خويونو سپارښتنه كوله، بې پښتوگي يې بده گڼله، د ده په وجود كې عسكريت، سياسي، پوهه او ادب ټول رايو ځاى سوي وو او په دغو ټولو برخو كي يې عملي ونډه اخيستې وه، له همدې امله په هېواد كې د يو ملي شخصيت په توگه پېژندل شوی دی.

مومند بابا د يوې نه بدلېدونكي گروهي خاوند وو، په سختۍ او نرمۍ په خزان او بهار، لنډه دا چي په هر ډول حالت كي پر خپل هوډ، ننگ، پښتو او پښتونواله لكه غر ټينگ ولاړ وو. ده لكه د تېرو مېړنيو پښتنو غوندې د پيسو پر ځاى كيسې گټلې او په دولت او پيسو پسې دومره نه گرځېدى، همدا لامل وو چې تل به د كابل په يوه كرايي كور كي اوسېده او تر مرگه هم په كابل كې د كوم كورگي خاوند نه شو، تر دې چي سا يې هم په بل كور كې وختله او همدا خبره د ده لوى وياړ او امتياز گڼل كېداى شي.

مومند پر نورو ښېگڼو سربېره يو ځواكمن خطيب او ويناوال هم وو. په ويناوو كې يې پوره فصاحت، ډېر جرئت او ځواكمن منطق شتون درلود. هر مهال او هر ځاى به يې له اخلاقي زړورتيا څخه كار اخيست او هيڅكله يې له رښتيا وينا څخه نه دی اوښتی.

پوهنيز او ادبي خدمتونه: مومند بابا پر سياسي او عسكري چوپړونو سربېره په پوهنيزه او ادبي برخه كي هم پاخه بنسټونه ايښي دي او د پښتو ژبي د ژوندانه لپاره يې لوى لوى كارونه كړي دي. كله چې د كندهار تنظيمه رئيس وو، نو هلته يې د محمد نادر شاه په اراده په ۱۳۱۱ لمريز كال كې د پښتو انجمن لومړۍ ډبره كښېښوده چې بيا همدغه انجمن كابل ته راوغوښتل شو او د كابل له ادبي انجمن سره يو ځاى شو چې وروسته بيا پښتو ټولنه ځنې جوړه شوه.

محمد گل خان مومند په كندهار كې هم رسمي دفترونه په پښتو اړولي ول، چې وروسته بيا چا دغه لار ټينگه نه كړاى شوه. په كندهار كې يې ډېر زلميان وروزل او د پښتو د چوپړ لپاره يې ډگر ته راوايستل. د كندهار طلوع افغان هم د ده په امر په پښتو واوښت؛ د ده نيت او ارادې ډېر مهال د پښتو د ژوند او پرمختگ سره زياته مرسته كړې ده او تل يې د پښتو د لوړتيا هيله په رسمي او ځاني ډول ښه پاللې ده.

د ده لومړى پوهنيز چوپړ له (پښتو سيند) څخه پيلېږي. د دې قاموس د ليكلو لپاره د لغتونو په راټولولو له پخوا څخه بوخت وو، خو د كتاب په بڼه په ۱۳۱۶ لمريز كال كې د كابل په عمومي چاپخونه كي چاپ شو. دغه قاموس دوه ټوكه دى چې ۷۶۵ مخه لري. پر دې قاموس ډېر زيار كښل شوى او په پارسي باندې د پښتو يو ارزښتمن سيند گڼل كېږي.

(پښتو ليار). دا د پښتو ژبې يو گرامر دى، چې په پښتو ليكل شوى او په ۱۳۱۷ لمريز كال په لاهور كې د عبدالعظيم ساپي په اهتمام چاپ شوى دی. په دې گرامر كې داسې نوي څېړنې راغلې چي په پخوانو هغو كې نه وې. په پاى كي د مصدرونو يو بشپړ نيوليك لري، چې مخونه يې ۴۰۰ ته رسېږي.

د مومند بابا بل اثر لنډكۍ پښتو ده، چي وروسته به پر وږغېږو. مومند ځينې نور كتابونه هم لري، لكه (پښتني روزنه)، د «پښتو پښتونواله»، «د پښتو لويه نحوه د معاني او بيان» «د پخلي كتاب» په ۴۰۰ مخونو كې، خو موږ نه پوهېږو چي دا كتابونه به تر اوسه لا چاپ شوي وي او كه نه.

د مومند زياته بوختيا د لغتونو په څېړنه او پلټنه كې وه. تل به يې له كليوالو پښتنو څخه د نااشنا لغاتو پوښتنې كولې، تل به قلم او كاغذ ورسره وو چې نوى لغت به يې واورېدى نو هغه به يې وليكئ، گډه وډه او ناوړه پښتو يې نه خوښېده. چا چې به له پښتو سره بې پروايي كوله هغه يې ښه نه اېسيدى، د لغاتو په جوړولو كې يې پوره ملكه در لوده او ډېر نوي لغات يې جوړ كړي دي چي اوس بيخي دود شوي دي. لكه خج= د فشار اواز، د ژبي ليار و قانون، وتوځى، مخرج، ننوتوځى، ايره نۍ، (خاكستر دانۍ)، خو ځينې نور يې لا تر اوسه دومره دود شوي نه دي، لكه اڅل= گيلاس، هڅوب= كلچر.

په پښتو ليكدود كي يې هم ځينې بدلونونه راوستي دي، لكه (شا) (سړه ى) خو دا ليكدود هم دود نه سو، يوازي دغه (ۍ) پښتو ليكدود ته راننوته. ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين وايي چې زه د ده تر مړينې درې ورځي مخكې د جمعې په ورځ ورغلم، څو تنه نور پښتانه هم وو، په دغه ورځ سره له دې چې رنځور مالومېده، خو د لغاتو په پوښتنه لگيا وو، قلم ورسره وو او نوي لغاتونه يې په كتابچه كې ليكل. په دغه ورځ يې پوښتنه راڅخه وكړه چې د (بې وزلي) او (اسكېرلي) تر منځ څه توپير دي؟ ما وويل چې زه نه پوهېږم نو ويې ويل چې دغه لغت د كندهار دى له كندهاريانو څخه يې مانا مالومه كړه او بيا يې ماته ووايه.

د مومند بابا ډېره پاملرنه نثر ته وه، له شعر سره يې ډېره جوړه نه وه، خو يو دوه شعرونه يې ويلي چې په كابل مجله كې خپاره سوي دي.

نثر

محمد گل خان مومند نثر ته ډېر ارزښت وركاوه او هغه نثر يې ډېر خوښاوه چې د پښتو ژبې د سوچه لغتونو او رڼې محاورې په گاڼه به پسوللي ول. په نثر كې د متحد ادبي سبك او د پښتو د خپل ځانگړي ډول ټينگ پلوى وو. د (پښتو ژپې ليار) په سريزه كې يې دغه راز نثر په خپله هم ليكلى دى، چې هم د مانا او هم د عبارت له مخې د پښتو خورا ځواكمن نثر دى او څو جملې يې داسې دي:

"هر څه چې دي، د ملت سعادت، سلامتيا، عافيت، راحت، عزت، ملي شتوالى، سره ژوندون، په عزت سره مړينه او له نړۍ څخه په ښه نامه تگ دا ټول د ملي يووالي، مليته پوري او ملت او يووالي د ملي ژبي پورې اړه لري، كه ملي ژبي خلل مينده كړ، دغه ټول خلل مينده كوي او كه محوه شو نو ټول محوه كېږي او د دغه ملت نوم او نښه د نړۍ له مخه څخه وركېږي".

مړينه

دغه ننگيالی، توريالی، خبرلوڅ او جرگه مار پښتون د ۱۳۴۳ ل كال د زمري مياشتې په ۲۷ مه نېټه د سې شنبې په ورځ د سهار پر اتو بجو د ۸۰ كالو په عمر د بريكوټ په يوه كرايي كور كې له دې فاني نړۍ سترگې پټې كړې او په پوره درناوي او عزت د كابل شهداى صالحينو په هديره كې خاورو ته وسپارل شو. دده په جنازه كې د كابل لوى، لوى خلك، ملكي او نظامي جگپوړي مامورين او نورو ډېرو علاقه مندانو برخه اخيستې وه.
د مومند بابا فاتحه د پوهنې وزارت لخوا د زمري په ۲۸ مه، ۲۹ مه د شېرپور په جامع جومات كې واخيستل شوه. په دې فاتحه كې د وخت واكمن محمد ظاهر شاه هم گډون كړی وو.

کورنۍ

محمد گل خان مومند اولاد نه درلود، يوازې يوه لور ورنه پاتې ده چې په خپل ژوند يې د لالپورې صالح محمد تركزي ته وركړې وه.

انځورتون


سرچينې

  1. https://www.avapress.com/fa/news/74722/%D9%85%D8%B1%D8%A7%D8%B3%D9%85-%DB%8C%D8%A7%D8%AF%D8%A8%D9%88%D8%AF-%D9%88%D8%B2%DB%8C%D8%B1-%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%DA%AF%D9%84-%D8%AE%D8%A7%D9%86-%D9%85%D9%88%D9%85%D9%86%D8%AF-%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84-%D8%A8%D8%B1%DA%AF%D8%B2%D8%A7%D8%B1