محمد قسيم فهيم په ۱۹۵۷ ز کال کې په پنجشېر کې زېږېدلی او د دې ولسوالۍ د عبدالمتين زوی و چې تر دې مهاله يې عمر ۵۳ کاله و. وېل کېږي چې فهیم قسیم د پخواني کمونستي رژيم د(خلق او پرچم) په څانگه کې د خاد استخباراتي غړی هم پاتې شوی چې وروسته د کمونيستي حکومت د ړنگېدو څخه ېې د جميعت او بيا ېې د شورای نظار سره کار پیل کړ. نوموړی د بون د تړون له مخې د موقت حکومت د دفاع وزير وټاکل شو چې بيا له ۲۰۰۲ ز. تر ۲۰۰۴ ز. پورې د ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستيال و. نوموړی د جهاد په مرحله کې او بيا وروسته د کورنۍ جگړې په مهال د شورای نظار قوماندان و چې په کورنۍ جگړه کې د رول له امله په جنگي جنايتونو هم تورن و.

محمد قسيم فهيم
محمد قسيم فهيم
محمد قسيم فهيم

د افغان ولسمشر مرستيال
د واکمنۍ دوران
د نومبر په ۱۹ د ۲۰۰۹ – ۹مارچ ۲۰۱۴
ولسمشر حامد کرزی
احمد ضيا مسعود
یونس قانونی
د دفاع وزیر
د واکمنۍ دوران
سپتمبر۲۰۰۱ – ډسمبر ۲۰۰۴
ولسمشر برهان الدين رباني
حامد کرزی
احمد شاه مسعود
عبدالرحيم وردگ
د شخص معلومات
اصلي نوم محمد فهیم
پيدايښت 1957
پنجشېر , افغانستان
مړینه ۹ مارچ ۲۰۱۴ (۵۶ کال کلنۍ کي)
کابل, افغانستان
تابعیت  افغانستان
لقب مارشال فهیم
مذهب سنی اسلام
اولاد ۱۲
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
پوځي ځواک   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري  افغانستان
برخه افغان ملي پوځ   د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام مارشال
مشرتوب شمالي اتحاد
د بهرنیو چارو د امنیت اداره
جګړه/جګړې د افغانستان او روس جګړه
د افغانستان داخلی جګړه (۱۹۹۶–۲۰۰۱)
د طالبانو په وړاندې جګړه

قسيم فهيم د طالبانو خلاف د احمدشاه مسعود سره اوږه په اوږه جگړه وکړه او په افغانستان يې د امريکا د بريد په مهال د امريکايانو سره ملگری شو چې په موقت حکومت کې د دفاع وزير وټاکل شو. قسيم فهيم د حامدکرزي په لومړۍ دوره کې په اپوزيسيون خو په دويمه دوره کې بيا لومړی مرستيال شو چې د مرگ تر لحظې په همدې دننه بوخت و.

نوموړي او کورنۍ یې د امريکايانو له بري وروسته اقتصادي امپراتورۍ جوړولو ته مخه کړه. د طالبانو خلاف له امريکا څخه په لسگونه مليونه ډالر یې او نورې مجهول المصدر پيسې یې په کار واچولې، او په حيرانونکي توگه دی او ملگري يې د سلگونو مليونونو ډالرو څښتنان شول.

د نوموړي ورور په دې تورن دی چې په کابل بانک کې شريک دی او له خپل بانک څخه یې د عوامو سل مليونه ډالر قرض اخيستي دي چې له قوانينو سرغړونه او څرگند فساد دی.