محمد اکرم خپلواک

ډاکټر محمد اکرم خپلواک د حاجي محمد ګلاب احمدزي زوي چې په کال ۱۳۵۲ ه ش کې د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ د سلام خیلو په کلي کې زیږیدلی دی، نوموړي نه یوازې دا چې په سیاسي برخه کې یوه فعاله څیره ده  بلکې په ټولنیزو، ادبي او فرهنګي اړیکو کې فعال او خورا مخکښو اشخاصو  له ډلې څخه شمیرل کیږي، د مقدس جهاد د پیل څخه بیا تر ننه پورې د یو سوله ایز او باثباته افغانستان پلوي کوله او نه یې غوښتل چې ګران هیواد د استعمار تر سیوري لاندې وي او افغانان دې په وروسته پاتې ټولنه کې ژوند وکړي.

محمد اکرم خپلواک
ډاکټر محمد اکرم خپلواک
ډاکټر محمد اکرم خپلواک
ډاکټر محمد اکرم خپلواک

د شخص معلومات
پيدايښت (۱۳۵۲) هجري شمسي پکتیا ولایت
پکتیا
هديره پکتیا ولایت احمد آبا ولسوالۍ
عملي ژوند
تعلیم د کابل پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د فعالیت وخت • له 2020 م کال د اګست له میاشتې څخه تر اوسه پورې د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال.

• د2018 م کال د جنوري له لومړۍ نیټې څخه د 2018 کال د سپټمبر پورې د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس . • د 2017 م کال د سپټمبر د میاشتې څخه تر 2018 کال د ډسمبر پورې د حزب اسلامي سره د سولې تړونلیک د پلي کولو ګډ کمیسون رئیس. • د 2015 م څخه تر 2018 کال پورې په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی. • د 2013 م څخه تر 2014 کال پورې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د قومونو او قبایلو چارو وزیر. • د 2011 م څخه تر 2012 کال پورې د فراه ولایت والي . • د 2006 م کال څخه تر 2009 کال پورې د پکتیکا ولایت والي. • 2007 م کال کې د مصوربنسټ مشر

مخينه سمول

  • ډاکټر محمد اکرم خپلواک په ټولنیزو، فرهنگي، سیاسي او ملي کړیوکې یوه پیژندل شوې څیره ده، شخصیت، فکر، عمل، احساس او دریځ یې د افغانستان په پرمختګ او د خپلو هیوادوالو د هوساینې په اړه روښانه او څرګند دی. د پخواني ولسمشر حامد کرزي د لنډ مهالې واکمنۍ پرمهال یې خپله ملي مبارزه له ټولنیزو چارو او له ولسونو سره په تفاهم پیل کړه. د ټولنیزو هلو ځلو د انسجام په موخه یې له خپلو همفکرو ملگرو سره په گډه د افغان ځوانانو ټولنې بنسټ کیښود. یادې ټولنې د ده په مشرۍ گټور ټولنیز، علمي او فرهنگي خدمتونه ترسره کړل. په پکتیا کې د نښتر په نوم د لومړنۍ ازادې مجلې ویاړ او نوښت هم د ډاکټر محمد اکرم خپلواک ته ور په برخه ده . د نوموړي په مالي لګښت چاپېدونکې نښتر مجلې د لوې پکتیا د خلکو د ژوند، ستونزو، غوښتنو او لومړیتوبونو په اړه گڼې او گټورې لیکنې خپرولې.
  • د سیمې او هېواد د لوی عالم او څېړونکي علامه پوهاند عبدالشکور رشاد په نوم (رشاد) علمي او څېړنیزه مجله چې علمي او اکاډمیکو برخو کې یې خپرونې درلودې هم د ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک په نوښت او امتیاز خپره شوه. پر دې سربېره گڼې غونډې، نمانځنې، سیمینارونه ، مجلې او کتابونه د ده په هڅونه او مالي امکاناتو جوړ او چاپ شوي دي. مصور بنسټ چې د شهید محمدهاشم مصور له نوم سره تړلی او په ۱۳۸۶ کال د ډاکټر محمد اکرم خپلواک په امتیاز تاسیس شو. مصور بنسټ تر دې مهاله افغان ماشومانو د ادبیاتو او ذهني ودې لپاره ۱۰۰۰۰۰ علمي، معلوماتي، انځوریز، د شعر او کیسو کتابونه او مجلې په بڼه چاپ کړي، ډاکټر محمد اکرم خپلواک د افغاني ملي کلتوري له ودې او بډاینې سره رښتینې او بې کچه مینه لري.
  • لومړنۍ دنده یې ۱۳۸۱ کال په پلازمېنه کابل کې پیل کړه. په ۱۳۸۵ کال د پکتیکا والي شو. او یاد ولایت ته یې په هر اړخیزه توګه خدمت وکړ.د حکومتولي، له ولسونو سره د تفاهم، بیارغونې، معارف او امنیت په برخه کې یې د پام وړ خدمتونه ترسره کړل. تر څنگ یې په ملي، سیاسي، ټولنیزو، کلتوري او سوله ییزو هلو ځلو هم بوخت وو. نوموړی د ( اضطراري ،اساسي قانون، بیړنۍ ، آمن ، د سولې مشورتي او دودیزې) لویو جرګو فعال غړی پاتې شوی او په ټولو یادو جرگو کې یې په کلکه د ملي گټو ننگه او ملاتړ کړی. په ۱۳۹۱ کال د فراه والي شو. په فراه ولایت کې یې د ولایتي ادارې د سمون او د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د پام وړ هلې ځلې وکړې. د دولتي ځمکواو جایدادونو د پلور او غصب مخه یې ونیوله. د اداري فساد په مخنیوي سره یې د دولت عایدات لوړ کړل.
  • له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۱۴ م کال پوري د ولسمشر حامد کرزي له لوري د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر په توگه وټاکل شو.د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره یې له قومي، ټولنیزو او علمي شخصیتونو سره په ناستو او مشورو پیل وکړ . ډاکټر محمد اکرم خپلواک غوښتل چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د روانې جگړې لاملونه او د ولسونو ستونزې وڅېړي او د له منځه تللو لپاره یې عملي او گټور گامونه پورته کړي، د یاد وزارت په نوښت سره د ډیورنډ فرضي کرښې په دواړو خواوو کې د ولسونو په یوالي او علمي ودې په موخه یې د معارف په برخه کې ځانګړې اقدامات ترسره کړل چې ستره بیلګه یې د پیرمحمد کاکړ لیسې پرانیستل او ورسره د پیر روښان د انیستیتوت د جوړولو یادونه کیدای شي.
  • د ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري په سیاسي چارو کې د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو، په دغه وخت کې نوموړي د افغانستان د سیاسي احزابو، علماؤ، مدني ټولنو، ځوانانو او میرمنو سره د نظام د ملاتړ په موخه پراخه همغږي ترسره کړه.په دغه موده کې د حکومت او ولس ترمینځ واټن راکم شو او د حکومت د سیاسي ثبات د زیاتوالي سبب وګرځيد.
  • په ۲۰۱۷ م کال کې د حزب اسلامي سره د سولې د تړونلیک د پلي کیدو د ګډ کمیسون مشر او مسول په توګه یې خپله دنده اجراء کړه په دغه موده کې د حزب اسلامي د مشرتابه د راتګ نوښت او له حزب اسلامي سره د سولې د تړونلیک د مادو د تطبیق چارې په سم ډول ترسره شوې.
  • په ۲۰۱۸ م کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د سولې پروسې د دارالانشاء د رئیس په توګه وټاکل شو، په دغه موده کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د روانې جګړې په هکله د افغانستان په داخل او د اسلامي نړۍ د جیدو علماو د جګړې ضد فتوا ورکول او تر څنګ یې په افغانستان کې د سولې په هکله د سیاسي احزابو ترمینځ اجماع جوړیدل، د سولې په هکله د علماؤ، قومونو، مدني ټولنو، ځوانانو او میرمنو ناستې، کنفرانسونه او د جګړې ضد سوله ایز خوځښتونه د ډاکتر محمد اکرم خپلواک له مهمو لاسته راوړنو شمیرل کیږي.
  • په ۲۰۲۰ م کال کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې په موخه د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د ځانګړي فرمان په اساس د ملي مصالحې عالي شورای د مرستیال په توګه وګمارل شو.

زده کړې سمول

  • ·   د کابل پوهنتون د طب پوهنځي څخه لیسانس
  • د حضرت عمر فاروق رض له عالي لیسې څخه فارغ

باندنۍ تړنې سمول