مارټین وان بورېن

مارټین وان بورېن
(انګلیسي: Martin Van Buren)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مارټین وان بورېن
مارټین وان بورېن

د شخص معلومات
زیږون نوم (ولندیزی: Maarten van Buren د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۵ ډيسمبر ۱۷۸۲[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه 24 جولای 1862 (80 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۱][۸][۹][۱۰][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات[۱]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 188 سانتي متره  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند
ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت سالنډي[۱]  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 5   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سياستوال
ډیپلوماټ
ليکوال[۱۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه نېدرلنډي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۳]
نېدرلنډي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
مارټین وان بورېن
مارټین وان بورېن

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مارټین وان بورېن (د سمبر ۵، ۱۷۸۲- جولای ۲۴، ۱۸۶۲ ز) یو امریکایی مدافع وکیل او سیاستوال و، چې له ۱۸۳۷ ز څخه تر  ۱۸۴۱  ز پورې یې د امریکا د ۸ ام ولسمشر په توګه خدمت کړی دی. مارټین د دموکراټیک ګوند یو بنسټګر، د نیویارک ۹ ام والي، د امریکا د بهرنیو چارو ۱۰ ام وزیر او د متحده آیالتونو ۸ ام مرستیال ولسمشر و.  وروسته هم، وان بورین یو مشر سیاستوال او د غلامۍ ضد یو مهم رهبر و، چې په ۱۸۴۸ز کال  کې یې په ولسمشریزو ټاکنو کې د فري سایل ګوند ټکټ مشري کوله.

وان بورین د نیویارک په کېنډرهوک کې وزېږېد. په هغې سیمه کې ډېری اوسېدونکي په خټه هالنډیان وو او په خپل منځ کې به يې په هالنډۍ ژبه خبرې کولې. دی لومړنی ولسمشر دی چې، د امریکا له انقلاب څخه وروسته زېږېدلی، پلار يې د امریکا په ګټه په دې انقلاب کې برخه درلوده او دی یوازینی ولسمشر دی چې انګلیسي يې مورنۍ ژبه نه، بلکې دویمه ژبه ده. وکالت د هغه مسلک و، خو سیاست ته د دموکراټیک جمهوري غوښتونکي ګوند د غړي په توګه ورننوت. ده د نیویارک ایالت د سنا چوکۍ وګټله اوبیا په ۱۸۲۱ز کال کې د امریکا متحده آیالتونو د سنا چوکۍ ته وټاکل شو. د بکټېلز (Bucktails) اړخ د مشر په توګه، وان بورین په ۱۸۲۰مو ز کلونو کې د نیویارک تر ټولو اغېزناک سیاستوال شو او البانی نایب السلطنت (Albany Regency) په نامه يې یو سیاسي سازمان رامنځته کړ.

د ۱۸۲۴ز کال له ولسمشریزو ټاکنو څخه وروسته، وان بورین د سیاسي شیانو او ګوندي مخالفتونو پر ځای د ایډیالوژۍ پر بنسټ د ګوندي تفاوتونو درلودنکی دوه ګوندي نظام بیاځلي رامنځته کړ. هغه په همدې هدف د ۱۸۲۸زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د جکسن له ولسمشرۍ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. هغه د جکسن د کمپاین د ملاتړ په موخه د نیویارک ایالت والیتوب وګاټه، خو ډېر ژر يې د ولسمشر په توګه د جکسن د پرانیستې مراسمو څخه وروسته استعفا ورکړه، تر څو د جکسن په کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر په توګه وګومارل شي. په کابینه کې، دی د جکسن کلیدي سلاکار شو او د دموکراټیک ګوند د پیوستون لپاره يې سازماني جوړښت رامنځته کړ. هغه په پای کې د پېټي کوټ افېیر (Petticoat Affair) په نامه رسوايۍ د هواري په موخه استعفا ورکړه او د لنډې مودې لپاره يې په بریتانیه کې د امریکا د سفیر په توګه خدمت وکړ. د جکسن په غوښتنه، د ۱۸۳۲ز کال دموکراټیک ملي کنوانسیون وان بورین، د امریکا د مرستیال ولسمشر په توګه ونوماوه او هغه د ۱۸۳۲ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د دموکراټیک ټکټ په ګټه ټولټاکنې(انتخابات) وګټلې.

د جکسن په پیاوړي ملاتړ او د دموکراټیک ګوند د سازماني پیاوړتیا له امله، وان بورین په بریالیتوب سره د ۱۸۳۶ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او په دې توګه يې د وېګ ګوند ګڼ مخالفین مات کړل، خو د ۱۸۳۷ز کال د وارخطايۍ له امله، ډېر ژر د هغه محبوبیت راکم شو. هغه د ماليې د خپلواک نظام لپاره یو پلان درلود، چې له مخې يې به يې د امریکا فدرالي حکومت خپلې پیسې د بانکونو پر ځای په خزانو کې ساتلې، خو په کانګرس کې ډېرو محافظه کارو دموکراټانو او ویګ ګوند غړو، تر ۱۸۴۰ز کال پورې، د دې پلان پلي کول وځنډول. د هغه د ولسمشرۍ بل ګوزارپه دویمه سمینول جګړه کې (د جکسن د سورپوټکو د لېږد سیاست د دوام له امله) ولیدله او بل تاوان يې هغه مهال وکړ، چې په اتحادیه کې د غلامۍ د پلوي ایالت په توګه د تګزاس د وریوځای کولو مخه ډب کړه، تر څو په دې توګه له ګوندي ترېنګلتیا څخه ځان لرې وساتي. په ۱۸۴۰ز کال کې، وان بورېن د دویمې دورې لپاره ولسمشرۍ ته ودرېد، خو د جکسن ضد وېګ ګوند نوماند ویلیام هېنري هاریسون ته يې ټاکنې وبایللې.

په ۱۸۴۴ ز کال کې، وان بورېن په لومړي سر کې د دموکراټیک ګوند مخکښ نوماند و، خو د تګزاس له یوځای کېدو سره يې پرله پسې مخالفت د جنوبي ایالتونو دموکراتان په غوصه کړل او هماغه و چې، د ده پرځای جېمز کې پالک د وروستي نوماند په توګه وټاکل شو. وان بورېن په ۱۸۴۸ ز کال کې د فري سویل په نامه ګوند جوړ او د همدې ګوند د ولسمشرۍ نوماند شو او د هغه دې نوماندۍ د وېګ ګوند له کاندید زاکاري ټایلر سره مرسته وکړه، تر څو د دموګراټ ګوند نوماند لویس کاس ته ماته ورکړي. وان بورېن له ۱۸۴۸ ز کال وروسته بېرته دموکراټیک ګوند ته راستون شو، خو په ډېرېدونکې بڼه د غلامۍ ضد څېره شوه او په دې ډول په ګوند کې د غلامۍ د له منځه وړلو تر ټولو نوموتی پلوی و. هغه د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال د جمهوري غوښتونکي ولسمشر ابراهام لینکلن د سیاستونو ملاتړ وکړ. هغه په کینډرهوک کې د ۱۸۶۲ ز کال د جولای په میاشت کې د ۷۹ کلونو په عمر مړشو.

په تاریخي درجه بندۍ کې، تاریخپوهان او د سیاسي علومو عالمان وان بورېن د منځنۍ یا منځنۍ څخه ښکته درجې امریکایی ولسمشرځکه بولې چې، د ۱۸۳۷ز وارخطايي يې په سمه توګه مدیریت نه شوه کړای، خو نن ورځ وان بورېن ته تر ډېره د داسې ولسمشر په سترګه کتل کېږي، چې د دوه ګوندي نظام رامنځته کولو مشري يې درلوده.

ماشومتوب، ځواني او زده کړې سمول

وان بورېن (مارتېن وان بورېن) د ۱۷۸۲ ز کال د دسمبر په ۵مه نېټه د نیوریاک ښار په کېنډرهوک سیمه کې وزېږېد. دا سیمه په هوډسن سیند دره کې د البانی د جنوب په ۲۰ میلۍ (۳۲ کیلومترۍ) کې پرته ده. [۱۳]

د هغه پلار، ابراهام وان بورېن په خټه د هالنډ د بوورمالسېن د کورنېلیس مېسېن سیمې و، چې په ۱۶۳۱ ز کال کې يې نوي هالنډ ته کډه کړې وه او په منهاټن ټاپو کې يې یوه نمره ځمکه اخېستې وه. ابراهام وان بورېن د امریکايي انقلاب پر مهال، د امریکا په پلوي ولاړ و او وروسته له دموکراټیک جمهوري پلوه ګوند سره یوځای شو. هغه په کینډرهوک کې بارګاه او شرابخانه درلوده او د ډېرو کلونو لپاره يې د کینډرهوک ښارګوټي د منشي په توګه خدمت وکړ. په ۱۷۷۶ز کال کې د ماریا هوس (ګوس) وان الین (۱۷۴۶-۱۸۱۸ ز) سره د کینډرهوک په ښارګوټي کې واده وکړ. ښځه يې ماریا هم په خټه هالنډۍ او د جانېس وان الین (۱۷۴۴-۱۷۷۳ز) کونډه وه. هغې د خپل لومړني واده څخه درې بچیان درلودل، چې یو يې بیا په کې د امریکا د استازو جرګې غړی لومړی جېمز وان الین شو. د دویم واده مېوه يې پنځه بچیان وو، چې مارټين یې درېیم هغه و. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

وان بورېن، د کلي په ښوونځي کې لومړنۍ زده کړې وکړې او د لنډې مودې لپاره يې په کېنډرهوک اکاډمۍ کې لاتین ژبه او کلاوېراک کې يې د واشنګټن په مدرسه کې زده کړې وکړې. د وان بورېن مورنۍ ژبه هالنډي وه او بیا يې په ښوونځي کې انګلیسي زده کړه. تر ۲۰۲۱ ز پورې، هغه د امریکا یوازینی ولسمشر دی، چې لومړنۍ ژبه يې انګلیسي نه وه. په ماشومتوب کې هغه د خپل پلار په بارګاه کې د بېلابېلو توکمونو، عایدلرونکو او ټولنیزو ډلو له وګړو سره تعامل زده کړ او دې کار په سیاسي هلو ځلو کې ډېره مرسته ورسره وکړه. رسمي زده کړې يې په ۱۷۹۶ ز کال کې پای ته ورسولې او د پیټر سېلوېسټر او د هغه د زوی فرانسیس په دفتر کې يې حقوق لوستل پیل کړل. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

وان بورېن ۵ فوټه ۶ انچه (۱,۶۸ سانتی متره) ونه او کوچنی بدن درلود او پر هغه يې " ټيټکی وان" نوم اېښی و. د حقوقي زده کړو د پیل پر مهال هغه به ګډوډ زاړه کالي اغوستل، همدا و چې سېلوېسټر دغو په ټینګه ورته وویل چې، د خپلو جامو ډېر خیال وساتي، ځکه د یوه ښه مدافع وکیل سره ښايي، چې ښه واغوندي او ښه وګرځي. هغه د دوی مشوره ومنله او بیا به یې د سېلوېسټرخېلو په څېر جامي اغوستې، د هغوی په څېربه ګرځېده، د هغوی په شان به يې ناسته پاسته کوله او هغوی ته ورته چلند یې درلود. له فډرالیسټ ګوند سره د کینډرهوک په پیاوړې اړیکې سربېره، چې د سېلوېسراو پلویان يې هم قوي ملاتړي وو، وان بورېن د خپل پلار دموکراټیک جمهوري غوښتونکي ګوند ته میلان لاره. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچینۍ سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ دوتنه: Sheldon G. Cohen — سرليک: Asthma among the famous. Martin Van Buren (1792-1862), eighth president of the United States — ورځپاڼه: 17 — پاڼه: 370-372 — اعداد: 6 — نشرونه لخوا د: Allergy and Asthma Proceedings — https://pubmed.ncbi.nlm.nih.gov/9091244
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 118803824  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119724137 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6kp80g9 — subject named as: Martin Van Buren — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1054 — subject named as: Martin Van Buren — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32358.htm#i323580 — subject named as: Martin Van Buren — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ KNAW past member ID: http://www.dwc.knaw.nl/biografie/pmknaw/?pagetype=authorDetail&aId=PE00004479 — subject named as: Martin van Buren — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/van-buren-martin — subject named as: Martin Van Buren — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0069487.xml — subject named as: Martin Van Buren — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=vanburenm — subject named as: Martin Van Buren
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=martin;n=van+buren — subject named as: Martin Van Buren
  12. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  13. "Martin van Buren [1782–1862]". New Netherland Institute.org. Albany, NY: New Netherland Institute. د لاسرسي‌نېټه February 24, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Roberts, James A. (1898). New York in the Revolution as Colony and State. Albany: Brandow Printing Company. د کتاب پاڼې 109. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8063-0496-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Kane, Joseph Nathan (1998). Presidential Fact Book. Random House. د کتاب پاڼې 53. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-375-70244-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Foss, William O. (2005). Childhoods of the American Presidents. Jefferson: McFarland Publishing. د کتاب پاڼې 45. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-2382-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Niven 1983، صص. 5–6.
  18. Widmer 2005، صص. 153–165.
  19. Cole 1984، صص. 3, 9.
  20. "Martin Van Buren, 1782–1862". Historical Society of the New York Courts. د لاسرسي‌نېټه March 4, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Alexander, De Alva S. Alexander (1906). A Political History of the State of New York. I. New York, NY: Henry Holt and Company. د کتاب پاڼې 206 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Sidey, Hugh (1999). The Presidents of the United States of America. Washington, DC: White House Historical Association. د کتاب پاڼې 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-912308-73-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Brooke 2010، ص. 230.
  24. Widmer 2005، صص. 6–7.
  25. Cole 1984، ص. 14.
  26. Henretta, James A.; Edwards, Rebecca; Hinderaker, Eric; Self, Robert O. (2015). America: a Concise History, Combined Volume. Boston: Bedford/St. Martin's. د کتاب پاڼې 290. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4576-4862-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Koenig, Louis William (1960). The Invisible Presidency. New York: Rinehart & Company. د کتاب پاڼې 89. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Foss, William O. (2005). Childhoods of the American Presidents. Jefferson, NC: McFarland & Company. د کتاب پاڼې 46. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-2382-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Niven 1983، صص. 14–15.
  30. Niven 1983، صص. 15–17.
  31. Niven 1983، صص. 10–11.
  32. Niven 1983، صص. 8–9.