لاوا ويلې شوې يا نيمه ويلې شوې ګاره (ماګما) ده، کومه چې د ځمکه لورنکې سياري (لکه ځمکه) يا سپوږمۍ له  داخل څخه د هغې سطحې ته راوتلې وي. شونې ده چې لاوا له اورشېندي يا په قشر کې له چاودونو څخه راووځي، يا ځمکې ته راوځي يا له اوبو لاندې راوځي، عموماً له ۸۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ سانتيګراد (۱۴۷۰ څخه تر ۱۱۹۰ فارنهايت) په تودوخه کې چاودنه کوي. له دې وروسته د منځ ته راغلي يخوالي په پايله کې جوړ شوی اورشېندې ګارې ته هم لاوا ويل کېږي.

د يوې لاوا بهېدل د يوې خوټکېدونکې چاودنې پر مهال د لاوا دباندې بهېدل دي. انفجاري چاودنه د اورشيندي د ايرو او نورو ټوټو ګډوله منځ ته راوړي چې د لاوا د بهېدو پر ځای «ټيفرا» بلل کېږي. د ډېريو لاواګانو ټينګوالی (غلظت/سرېښناکوالی) د روب (شيره/زوښه) په اندازه وي، له اوبو څخه له شا اوخوا ۱۰۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰۰ پورې زیات. له يخېدو مخکې چې د سختېدو لامل ګرځي، لاوا تر ډېر واټن پورې بهېدای شي، ځکه چې د هوا په وړاندې لوڅه شوې لاوا په تېزۍ سره يو سخت قشر جوړوي، کوم چې پاتې مايعه لاوا سره جلا کوي، په ګرمه ساتلو کې له هغې سره مرسته کوي او په هومره اندازه يې نرمه ساتي، څو بهېدو ته دوام ورکړي.[۱]

لاوا ټکی له ايټاليې ژبې اخيستل شوی دی او احتمالاً د لاتيني ژبې له « labes» ټکي څخه ايستل شوی دی، د کوم معنا چې ده غورځېدل يا ښوېدل. د سطحې له لاندې څخه د «ماګما» د راوتلو په اړوند د دې ټکي لومړۍ پېژندل شوې کارونه په يو لنډ روايت کې شوي چې د ۱۷۳۷ز کال د «وزويوس» د چاودنې په اړه و، دا روايت «فرانچسکو سرايو» ليکلی، چا چې «د اور لرونکې لاوا بهېدل»، له سخت باران څخه وروسته د اورشېندي په شا اوخوا کې (لهر) د اوبو او خټو له لاندې بهېدو سره د تشبيه په توګه تشریح کړی و.[۲][۳][۴]

د لاوا خصوصيتونه سمول

ترکيب (جوړېدل) سمول

د ځمکې په قشر سخته شوې لاوا غالباً له «سليکيټ» (د سليک اسيد مالګه) کاني موادو څخه جوړه شوې: تر ډېره بريده فيلډسپارس، فيلډپاتويډس، اوليواين، پاروګسينس، امفيبوليس، ميکاس او کوارټس. ډېرې کمې هغه ماګماګانې چې سليکيټ نه لري، شونې ده چې د سليکيټ نه لرونکو کاني سيمه ييزو زېرمو له ويلې کېدو څخه جوړه شي، يا په دې ډول چې ماګما په جلا جلا ډول په نه ګډېدونکو سليکيټي او غېر سلکيټي مايعاتو برخو کې ووېشل شي.[۵][۶]

سليکيټ لاواګانې سمول

سليکيټ لاواګان ويلې شوې ګډولې دي چې اکسيجن يا «سليکن» (يوه فلزي ماده ده) پکې پياوړی وي، همدا راز د ځمکې تر ټولو زيات کيمياوي عناصر، يوه کمه اندازه المونيم، کلسيم، ماګنيسيم، وسپنه، سوډيم او پوټاشيم لري، په ډېر کم مقدار کې د نورو عناصرو لرونکې هم ده. ګاره پېژندونکي عموماً د سليکيټ لاوا جوړښت د وزن د سترو عناصرو د اکسايډونو (له اکسيجن پرته) د اوبه شوې مادې د برخې واحد ته په کتنې سره څرګندوي، کوم چې په لاوا کې موجود وي.[۶][۷]

د سليکيټ ماګما فزيکي خصويت د «سليکا» (بلوري ډبره) د اجزاوو تر غلبې لاندې ده. په لاوا کې «سليکون ايونونه» (ايون یو ډول اتوم دی) په څلور ضلعي ترتيب کې له څلورو اکسیجن ايون سره په پياوړي ډول تړلي دي. که يو اکسيجن ايون په ويلې کېدلو کې له دوه سلیکون ايونونو سره تړلی وي، دا د پول اکسجين په توګه تشريح کېږی او د اکسجين د اینونو د پل په مټ سره نښتي سلکان ايون ډېرې ډلو یا ځنځيرونو لرونکې لاوا تر يو بريده د يو ځای شوې په توګه تشريح کېږي. له الکلي فلز اکسايډز (سوډيم او پوټاشيم) سره يو ځای شوي المونيم هم د لاوا د يو ځای کولو طبيعيت لري. د وسپنيزه وسپنه، کلشيم او ميګنيشم په څېر نور کيشنونه (مثبت ايون)، له اکسيجن سره ډېر زيات کمزوري نښلي او د يو ځای کېدو خصوصيت کموي. نيمه يو ځای کېدل لاوا ټينګه ګرځوي، په همدې بنسټ هغه لاوا چې زیاته سلیکا لري، له هغې لاوا څخه ډېره زياته ټينګه وی، چې کمه سلیکا لري.[۸][۹][۹]

له دې امله چې سليکا د ټينګوالي په ټاکنه کې ونډه لري او له دې امله چې د لاوا نور زيات خصوصيات (لکه د هغې تودوخه) ليدل شوي چې د سليکا له اجزاوو سره اړيکه لري، سليکيټ لاواګانې په څلورو کیمياوي بڼو وېشل شوي چې د سلیکا د اجزاوو پر بنسټ دا وېش ورکړل شوی دی: فلزيک، انټرميډيټ، مافيک او الټرا مفک.[۱۰]

فلشيک لاوا سمول

فلشيک يا سليسي لاواګانې د سليکا اجزا لري چې اندازه يې له ۶۳٪ څځه زياته وي. په دوی کې «ريهوليټ» او «ډيسايټ» لاواګانې شاملې دي. د سليکا له دومره سترې محتوا سره، دا لاواګانې ډېرې زياتې ټينګې وی، ټينګوالی د تودې «ريهوليټ» لاوا لپاره چې په ۱،۲۰۰ سانتيګراد تودوخې درجه (۲،۱۹۰ فارنهايت) وي له 108 cP (105 Pa⋅s) څخه نيولې، بيا په ۸۰۰ سانتيګراد (۱،۴۷۰ فارنهايت) تودوخه کې د يخې «ريهوليټ» لاوار لپاره يې ټينګوالی  1011 cP (108 Pa⋅s) ته رسېږي. د پرتلې لپاره، اوبه نږدې 1 cP (0.001 Pa⋅s) ټينګوالی لري. د دې زيات ټينګوالي له امله، فلشيک لاواګانې عموماً د انفجار په ډول چاودنه کوي، څو ټوټه ټوټه کېدونکې (تيت پرک شوی/ټّوټه ټوټه شوي) زېرمې اخراج کړي. په هر حال، «ريهوليت» لاواګانې کله کله په سختۍ سره چاودنې کوي، تر څو د لاوا ستنې، د لاوا ګومبدې، يا تنګې درې جوړوي (کوم چې د لاوا ډبل او لنډ جريان وي). څومره چې لاوا بهر راوځي، هومره په ټوټو وېشل کېږي، او د بلاکونو په ډول د لاوا جريان توليدوي. دا چارې عموماً ابسيډين لري.[۱۱][۱۲][۱۳]

فلشيک ماګماګانې د ۸۰۰ درجه سانتيګارد (۱،۴۷۰ فارنهايت) په تودوخه کې هم چاودنه کولای شي. عموماً توده (>950 °C; >1,740 °F) ريهوليتي لاواګانې، شونې ده چې لسګونه کيلومتره لرې واټن پورې وبهېږي، لکه د شمال لوېديځو متحده ايالاتو د «سنيک ريور پلين» په سيمه کې. [۱۴][۱۵]

انټرميډيټ لاوال سمول

انترميديټ يا انډيسي لاواګانې له ۵۲٪ څخه تر ۶۳٪ پورې سليکا لري، د المونيم اندازه پکې کمه او عموماً د فلشیکي لاواګانو په پرتله په ميګنيشيم او وسپنې يو څه زیات غني وي. انټرميډيټ لاواګانې انډيسي څوکې او بلاک ته ورته لاواګانې جوړوي او شونې ده چې په ولاړو منظمو اورشېندو کې پېښې شي، لکه د «انډيس». دا عموماً د ۸۵۰ څخه تر ۱۱۰۰ سانتيګراد (۱۵۶۰ څخه تر ۲۰۱۰ فارنهايت) تودوخې په اندازه کې هم ګرمې وي. له دې امله چې دوی کمه سليکا لري او د تودوخې درجه يې لوړه او چاودېدونکې ده، دوی عموماً تر ډېره بريده لږې ټينګې وي، په ۱۲۰۰ سانتيګراد (۲۱۹۰ فارنهايت) تودوخه کې يې عام ټينګوالی 3.5 × 106 cP (3,500 Pa⋅s) وي. دا په ټينګوالي کې د بادام د نرمو کوچو څخه يو څه اندازه زيات وي. انټرميډيټ لاواګانې د «فينوکريسټ» د جوړولو زيات ميلان لري. لوړه وسپنه او د ميګنيشيم ژورې سيمې د يوې تورې ځمکې د کتلې په څېر راڅرګندېږي، د «ايمفيبول» يا «پايروکسين فينو کريسټ» په ګډون.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

مافيکي لاوا سمول

په مافيکي يا بسالتي لاواګانې په پرتليز ډول د لوړ مګنيشيم اکسايډ او وسپنې اکسايډ موادو له اړخه وېشل کېږی (د کومو ماليکولي فارمولا چې په مافيک کې موافقت وړاندې کوي) او د سليکا پکې له ۵۲٪ څځه تر ۴۵٪ پورې محدوده وي. دا لاواګانې عموماً د ۱۱۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ سانتيګراد (۲۰۱۰ څخه تر ۲۱۹۰ فارنهايت) تودوخې درجه کې چاودنه کوي او په پرتليز ډول په کم ټینګوالي کې وي له 104  څخه نيولې تر 105 cP (10 to 100 Pa⋅s) پورې. دا د روب په اندازه ټينګوالی دی،  په داسې حال کې چې دا ټينګوالی اوس هم له اوبو څخه زيات سختوالي ترتيب لري. مافيک لاواګانې د ښکته شاخص د سپر ډوله اورشېندي يا بهېدونکي بسالت پيدا کوي، دا ځکه چې مايع لاوا په اوږد واټن کې له سوريو (درزونو او چاودونو) څخه بهېږي. د بسالتي سختې لاوا ډبلوالی بهېدل، په ځانګړي ډول په کم پيچومي کې، شونې ده چې په يو وخت کې د خوځنده بهېدونکې لاوا څخه يې ډبلوالی خورا زيات وي، ځکه چې بسالتي لاواګانې د يو سخت قشر لاندې د لاوا په مهيا کولو سره «پړسېدای» شي. ډېری بسالتي لاواګانې د بلاک د لاوا پر ځای يا خو «aʻā» او يا « pāhoehoe» ډوله وي. د اوبو لاندې دوی «پيلو» لاوا (هغه لاوا چې بڼه يې بالښت ته ورته وي) پیدا کولای شي، کومې چې په ځمکه له «اينټريل» ډول «پاهوهو» لاواګانو سره يو شان دي.[۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې سمول

  1. Philpotts, Anthony R.; Ague, Jay J. (2009). Principles of igneous and metamorphic petrology (الطبعة 2nd). Cambridge, UK: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 53–55. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521880060. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Lava". Merriam-Webster Online Dictionary. 2012-08-31. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Lava". Dictionary.reference.com. 1994-12-07. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Vesuvius Erupts, 1738". Lindahall.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مې ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Harlov, D.E.; et al. (2002). "Apatite–monazite relations in the Kiirunavaara magnetite–apatite ore, northern Sweden". Chemical Geology. 191 (1–3): 47–72. Bibcode:2002ChGeo.191...47H. doi:10.1016/s0009-2541(02)00148-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Philpotts او Ague 2009، ص. 19.
  7. Philpotts او Ague 2009، صص. 132-133.
  8. Schmincke, Hans-Ulrich (2003). Volcanism. Berlin: Springer. د کتاب پاڼې 38. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783540436508. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Philpotts او Ague 2009، ص. 25.
  10. Casq, R.A.F.; Wright, J.V. (1987). Volcanic Successions. Unwin Hyman Inc. د کتاب پاڼې 528. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-04-552022-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Schmincke 2003، ص. 132.
  12. Philpotts او Ague 2009، صص. 70-77.
  13. Philpotts او Ague 2009، ص. 23.
  14. Philpotts او Ague 2009، ص. 20.
  15. Bonnichsen, B.; Kauffman, D.F. (1987). "Physical features of rhyolite lava flows in the Snake River Plain volcanic province, southwestern Idaho". Geological Society of America Special Paper. 212: 119–145. doi:10.1130/SPE212-p119. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8137-2212-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Takeuchi, Shingo (5 October 2011). "Preeruptive magma viscosity: An important measure of magma eruptibility". Journal of Geophysical Research. 116 (B10): B10201. Bibcode:2011JGRB..11610201T. doi:10.1029/2011JB008243. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Schmincke 2003، صص. 21-24,132,143.
  18. Philpotts او Ague 2009، صص. 23-611.
  19. Philpotts او Ague 2009، صص. 1376-377.
  20. Philpotts او Ague 2009، صص. 23-25.
  21. Philpotts او Ague 2009، ص. 53-55, 59-64.
  22. Schmincke 2003، صص. 128-132.