قناعت یا د قناعت هنر

قناعت یا د قناعت هنر د اغېزښندنې یوه عمومي اصطلاح ده. قناعت هڅه کوي چې د یو کس باورونه، دریځ، هوډ، لمسه، یا چلند تر اغېز لاندې راولي. [۱]

پروپاګند د قناعت یوه بڼه ده چې د هغې لویې کچې د مخاطبینو د قانع کولو لپاره کارول کېږي چې په یو فرد یا د یو فرد په لیدلوري یا د یوې ډلې له خوا په خپور شوي پروپاګند باور کوي.  جبر، که څه هم په ځینو حالاتو کې له قناعت څخه د دې اصطلاح توپیر ستونزمن دی، د قناعت یوه بله بڼه ده چې د وګړو کړنې د ګواښ له لارې تر اغیز لاندې راولي. سیستماتیک قناعت هغه بهیر دی چې پر بنسټ یې دریځ یا باور د منطق او استدلال له اړخه تر بحث لاندې راځي. له بلې خوا تجربي قناعت هغه بهیر دی چې په بنسټ یې دریځ یا باور د عادت یا احساساتو له اړخه تر بحث لاندې راځي.  [۲][۳][۴][۵][۶][۷]

قناعت په ډېرو برخو کې مطالعه کېږي. بلاغت په وینا او لیکنه کې د قناعت تګلارې تر مطالعې لاندې نیسي او ډېری وختونه د کلاسیک یا دودیز مضمون په توګه تدریس کېږي.

تاریخچه او فلسفه سمول

د قناعت علمي څېړنه د یونانیانو له خوا پیل شوه چې د بریالي سیاستوال لپاره یې په بلاغت او فصاحت د لوړ معیار په توګه ټینګار کولو. ټولې محاکمې د قانون جوړوونکي پلاوي په وړاندې ترسره کېدي چې څارنوال او مدافع د وینا کوونکي په قانع کوولو تکیه کوله. فصاحت هغه وړتیا ته ویل کېدل چې په هره ممکنه لاره یې د قناعت لپاره شته لاملونه لټول.  [۸]

یوناني فیلسوف ارسطو د قناعت د هنر د زدکړې لپاره څلور لاملونه وړاندې کوي.

  1. حقیقت او عدالت کامل دي؛ که چېرې یوه قضیه بایلي، دا د ویناکوونکي نیمګړتیا ده.
  2. د تدریس لپاره یوه غوره وسیله ده
  3. یو غوره فصاحت لرونکی اړ دی چې پوه شي چې څنګه دواړه طرفو ته استدلال وکړي ترڅو په ټوله ستونزه او د حل ټولو لارو باندې پوه شي، او
  4. له ځان څخه د دفاع تر دې غوره لار نشته. 

د ارسطو د فصاحت دلایل

  1. ایتوس (اعتبار): په هغه هڅه دلالت کوي چې د خپل اعتبار یا شخصیت په بنسټ مخاطب ته قناعت ورکړئ.
  2. ایګوس (دلیل): په هغه هڅه دلالت کوي چې د منظق او دلیل په بنسټ خپل مخاطب ته قناعت ورکړئ
  3. پاتوس (احساس): په هغه هڅه دلالت کوي چې د مخاطب د احساساتو په بنسټ هغه ته قناعت ورکړئ. [۹][۱۰]

د قناعت اخلاق سمول

ډېرو فیلسوفانو د قناعت د اخلاقو په اړه څرګندونې وړاندې کړې دي. سقراط استدلال کولو چې فصاحت د یوې موضوع د ماهیت پر ځای په ظاهري بڼه ولاړ دی. توماس هوبس د تناقض د رامنځ ته کېدو له امله د فصاحت په کارولو، په ځانګړې توګه د استعارو په کارولو، نیوکه کوله. ایمانویل کانت په فصاحت نیوکه کوله او استدلال یې کولو چې فصاحت د دې لامل کېږي چې وکړي له هغو پایلو سره متضادې نتیجې ته ورسېږي، چې د بشپړ قضاوت په کارولو سره ترلاسه کېدای شي. هغه د فصاحت د دندې او د ماشين په توګه د ذهن قاطع دندې تر منځ موازي کرښي باسي. [۱۱][۱۲]

دارسطو د قناعت نیوکه کوونکی و، که څه هم هغه استدلال کولو چې قاضیان د دلیل پر ځای د احساساتو په کارولو خپل ځان ته د قناعت اجازه ورکوي. خو هغه استدلال وکړ د یو وګړي د هڅولو لپاره چې له دلیل او قضاوت څخه ګټه واخلي، له قناعت څخه کار اخستل کېدای شي. [۱۳]

سرچینۍ سمول

  1. Gass, Robert H. Seiter, John S. (2010). Persuasion, social influence, and compliance gaining (الطبعة 4th). Boston: Allyn & Bacon. د کتاب پاڼې 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-205-69818-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Toye, Richard (2013-03-28). Rhetoric: A Very Short Introduction (په انګلیسي ژبه کي). OUP Oxford. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-965136-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Albarracin, Dolores; Johnson, Blair T. (2018-10-10). The Handbook of Attitudes, Volume 1: Basic Principles: 2nd Edition (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-351-71240-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Cacioppo, John T.; Cacioppo, Stephanie; Petty, Richard E. (April 2018). "The neuroscience of persuasion: A review with an emphasis on issues and opportunities". Social Neuroscience. 13 (2): 129–172. doi:10.1080/17470919.2016.1273851. ISSN 1747-0927. PMID 28005461. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Persuasion". Business Dictionary. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ جولای ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Fautsch, Leo (January 2007). "Persuasion". The American Salesman. 52 (1): 13–16. کينډۍ:ProQuest. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Welch, David (2013-11-27). Propaganda, Power and Persuasion: From World War I to Wikileaks (په انګلیسي ژبه کي). Bloomsbury Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85772-481-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ancient Greece
  9. Higgins, Colin; Walker, Robyn (2012). "Ethos, logos, pathos: Strategies of persuasion in social/environmental reports". Accounting Forum. 36 (3): 194. doi:10.1016/j.accfor.2012.02.003. S2CID 144894570. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Toye, Richard (2013-03-28). Rhetoric: A Very Short Introduction (په انګلیسي ژبه کي). OUP Oxford. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-965136-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Soules, Marshall (2015-02-13). Media, Persuasion and Propaganda (په انګلیسي ژبه کي). Edinburgh University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7486-9643-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Garsten, Bryan; Garsten, Assistant Professor of Political Science Bryan (2006). Saving Persuasion (په انګلیسي ژبه کي). Harvard University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-02168-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Garsten, Bryan; Garsten, Assistant Professor of Political Science Bryan (2006). Saving Persuasion (په انګلیسي ژبه کي). Harvard University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-02168-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)