قلندر مومند (زېږېدنه:۱ د سېپتمبر ، ۱۹۳۰ ز. - مړينه: ۴ د فبروري، ۲۰۰۳ ز.) (په انگرېزي: Qalandar Momand) د پښتونخوا يو شاعر ، کره کتونکی ، ليکوال ، اديب او خبريال ؤ. نوموړي په سيندکښنې کې هم نوم درلود او د درياب په نامه د يوه پښتو سيند ليکلو امتياز هم ور په برخه دی. نوموړی په سياسي چارو کې هم ښکېل ؤ او د پاکستان د کمونېست گوند غړی هم ؤ. دا چې نوموړی څه نا څه يو هر اړخيزه شخصيت ؤ خو د نوموړي د ژوند په وروستيو وختونو کې کله چې قلندر مومند د پټې خزانې د جعلي ثبوتولو په موخه يو کتاب، پټه خزانه في الميزان وليکه نو په دې توگه يې د پښتو په ادب کې يوه ناندريزه بحث ته لمن ووهله.

قلندر مومند

مخينه

د قلندر مومند اصلي نوم صاحبزاده حبيب الرحمن قلندر مومند ؤ او د پېښور د صاحبزاده مومند په کلي کې نړۍ ته راغلی ؤ.

زده کړې

دندې

قلندر مومند د پېښور گڼو رسنيو سره دندې ترسره کړي. نوموړی په ۱۹۶۲ ز. کال کې د اردو ورځپاڼې انجام د خبري څانگې ايډيټر پاتې شوی. همدا راز يې د بانگ حرم، خېبر مېل او د پښتو اوونيزې رهبر سره خبريالي کارونه سر ته رسولي. قلندر مومند د اردو ورځپاڼو آج او د مشرق ورځپاڼې لپاره مسلسل کالمونه ليکلي او د پېښور د پرېس کلب بنسټ ايښودونکی هم پاتې شوی.

ادبي ژوند

چاپ شوي آثار

  1. سباوون - د شعرونو ټولگه
  2. گجرۍ - د لنډو کيسو جونگ
  3. پټه خزانه في الميزان - يو انتقادي اثر
  4. درياب - پښتو سيند

انځورتون