Vulpes lagopus
قطبي گيدړ
مملکه ژوی
شاخ شمزۍ لرونکي ژوي
ټبر تی لرونکي ځناوران
ډله د اړونکي ځناوران
تېره گيدړان

قطبي گيدړ (په لاتين: Vulpes lagopus) د گيدړانو څخه دي چی په امريکا، اروپا او آسيا کی په قطبي سیمو کی ژوند کوي. قطبي گيدړ د نرمی پوستين لپاره هم ښکار کېړي.

توصيف سمول

قطبي گيدړ په ۱۷۵۸ کال کی د یو مشهور سويډني ځناور پوه کارل فون لينې لخوا توصیف شو. اوږدوالي یی ۵۰ سانتمتر دی او وزن یی ۸ کيلوگرامو ته رسېږي. قطبي گيدړان په ځانگړي ډول په جوړو کی ژوند کوي او تر واورې باندي غارونه جوړوي. نوموړي ځناور مرغان او کبان ښکار کوي. قطبی گيدړ هر کال ۳ – ۷ ځوانکان درلودلای سی.