فهم په ساده ډول د ادراک يا د داخلي يا بهرني موجوديت د پوهاوي معنا لري. د فيلسوفانو او عالمانو په واسطه د تجزيې او تحليل د وختونو، تعريفونو، تشرېحاتو او مناظرو تر څنګ، فهم (consciousness) يوه معما او جدي بحث په توګه زموږ د ژوند يو له تر ټولو مشهور او تر ټولو مرموز اړخ په اوسېدلو سره پاتې دی. کېدای شي د دې موضوع په اړه يوازينی پراخه توافقي نظريه، د دې اصطلاح شتون وی. د فهم په توګه په حقيقي ډول د څه څېړلو او تشرېح کولو په اړه نظريات بېلابېل دي. ځیني وختونه د فهم کليمه له ذهن سره په ورته معنا کارول کېږي او ځينې وختونه يې د ذهن د يوه اړخ په توګه کاروي. په تېرو وختونو کې دې وییکي د يوه شخص د داخلي ژوند، خپل ځان ته د کتنې نړۍ، د شخصي فکر، تصور يا ادراک معناګانې درلودې. دا کېدای شي پوهاوی، د پوهاوي پوهاوی يا په پر له پسې ډول بدلېدونکی يا نه بدلېدونکی د ځان پوهاوی وي. کېدای شي د فهم د ترتيب بېلابېلې کچې، يا د فهم بېلابېل ډولونه او يا په بېلابېلو بڼو د فهم يو ډول شتون ولري. په نورو پوښتنو کې دا شاملېږي، چې ايا يوازې انسانان د فهم حس لري، ټول حيوانات يې لري او که ان ټول مخلوقات يا طبيعت يې لري. د څېړنې دا نابرابره ساحه، نظريات او فکرونه په دې اړه شکونه راپيداکوي، چې ايا سمې يا اصلي پوښتنې پوښتل شوې دي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د تشرېحاتو، تعريفونو يا وضاحتونو د ساحو بېلګې دا دي: ساده بې خوبي يا ويښوالی، د يو چا د فرديت يا شخصيت حس يا د روح دننه کتنې له مخې سپړل شوی دی، د منځپانګو يوه مجازي وياله اوسېدل يا د مغز يو ذهني حالت، ذهني پېښه يا ذهني پړاو اوسېدل، phanera، qualia او معروضيت لرل، هغه څه اوسېدل چې، لکه: د لرل يا اوسېدل په شان دي، دننني نندارتون اوسېدل يا د ذهن د اجرائيوي اداره کولو سيستم. [۱۲]

د لويديځ فيلسوفانو د دېکارت (Descartes) او لاک (Locke) له وخت راهيسې هڅه کړې ده چې د فهم يا ادراک په اصليت او د نړۍ يوه پراخ انځور ته د هغې د برابرېدو په څرنګوالي وپوهېږي. دا مسئلې په ښکارندپوهنه او د ذهن په فلسفه کې د احترام په ډول د لويې وچې او analytic دواړو فلسفو ته مرکزي پاتې کېږي. ځينې بنسټيزې پوښتنې دا دي: ایا فهم، لکه: مادې شي ( څيز) ته ورته ډول دی، ايا د محاسبې د ماشينونو لپاره به دا، لکه: د کمپيوټرونو يا ماشيني انسانانو (روبوټ) غوندې کېدای شي، ممکن وي، چې فهم يا درک اوسي. د فهم حس له ژبې سره څه ډول تړلی دی، فهم د يوه موجود په توګه د تجربې له نړۍ سره څرنګه اړه لري، په تجربه کې د ځان ونډه، ايا فردي فکر په ټوله کې ممکن دی او ایا ياد مفهوم په بنسټيز ډول تړلی او نښتی دی. [۱۳]

په وروستيووختونو کې، فهم د ادراک په علم کې د interdisciplinary څېړنې يوه مهمه مقاله ګرځېدله ده،لکه: د روانپوهنې، ادبياتو، انسان پېژندنې، د عصب بيولوژي او د عصب علم ساحې رانغاړي. بنسټيز تمرکز په دې دی، چې دا د معلوماتو لپاره چې په فهم يا درک کې شته وي څه معنا ورکوي؛ چې په بيولوژيکي او روانپوهنيز ډول چې د فهم د neural او روانپوهنيزو يو له بل سره منظمو اړيکو په مشخص کولو باندې وي. اکثريت ازمېښتي څېړنې په انسانانو کې له اشخاصو او فاعلينو څخه د هغوی د تجربي يو شفاهي راپور لپاره د فهم ارزيابي کوي. (د بېلګې په ډول: ووايه: کله چې زه دا کوم، ايا ته کوم څه يادښت کوې؟). د لېوالتيا مسئلې، لکه: د تحت الشعور، blindsight، د تاوان انکار (denial of impairment)، د فهم بدل شوي حالتونه، چې د الکولو او نورو درملو په واسطه توليد شوي دي او يا معنوي يا فکري تخنيکونه رانغاړي. [۱۴]

په طبابت کې فهم د يوه ناروغ د تحريک او حساسيت په مشاهده کوونې سره ارزول کېږي او کولی شي، له بشپړ بدلون او پوهېدنې څخه د حالتونو په محدوده کې د نابلدتيا، سرسامتوب (delirium)، د معنا لرونکې مفاهمې له لاسه ورکولو او په پای کې دردناکه انګېزې ته په غبرګون کې د حرکت له لاسه ورکولو په واسطه د يوې لړۍ په توګه وکتل شي. د عملي اړيکې يا علاقې مسئلې رانغاړي، چې د فهم شتون څرنګه کولی شي، په يوه جدي يا سخت ناروغ، بې هوشه يا نېشه شوو (انستيزي ورکړل شوو) خلکو کې ارزيابي شي او هغه حالتونه څرنګه معالجه کولی شو، چې فهم په کې ګډوډ يا نامنظم دی. د فهم درجه، لکه: د Glasgow د کوما (بې هوشۍ) ميزان ( تله) (Glasgow Coma Scale)، د معياري شوي سلوک د ارزونې په تلې (ميزان) سره کچ کېږي. [۱۵]

رېښه سمول

د شلمې پېړۍ په وروستيو کې د هملېن (Hamlyn)، رورټي (Rorty) او وېلکس (Wilkes) غوندې فيلسوفان له کاهن (Kahn)، هارډای (Hardie) او مودراک (Modrak) سره د دې له امله توافق نه درلود، چې ايا ارستو ان کله هم د فهم مفکوره درلوده. ارستو دې ښکارندو ته هېڅ کوم وییکی يا اصطلاح نه کاروي، بلکې د فهم لغت ډېر وروسته په ځانګړي ډول د جان لاک (John Locke) په واسطه کارول کېږي. کېسټون (Caston) ادعا کوي چې، د ارستو لپاره ادراکي پوهاوی همغه څه وو، چې معاصر فيلسوفان ورته فهم وايي. [۱۶]

د فهم د معاصر مفهوم مبدا ډېر ځله د لاک (Locke) مقالې ته ورګرځي، چې په ۱۶۹۰ز کې (د انسان درک) تر عنوان لاندې خپره شوه. لاک، فهم د يوه شخص په خپل ذهن کې د تېرېدونکو شيانو د ادراک په توګه تعريف کړ. د نوموړې مقالې د ۱۸ مې پېړۍ د فهم نظريه اغېزمنه کړه او د هغې تعريف په ۱۷۵۵ ز کال د سميول جانسن (Samuel Johnson) په مشهور قاموس کې راښکاره شو. فهم (فرانسوي Conscience) په ۱۷۵۳ ز کې د ډايډروټ (Diderot) په کتاب او د المبرټ    (d'Alembert) په انسایکلو پیډیا        Encyclopedie کې (د مفکورې يا هغه داخلي احساس، چې موږ يې له هغه څه څخه چې کوو يې، په خپله لرو) په توګه تعريف شوی دی. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

که څه هم، د تر ټولو لرغوني انګليسي د وجدان او فهم د کليمو کارونه وروسته نېټې يعنې ۱۵۰۰ پېړۍ ته ورګرځي. انګليسي وییکی (Conscious) په اصل کې له لاتيني conscius څخه مشتق شوی دی چې (con) د يو ځای او (scio) د پوهېدلو معنا لري، خو لاتيني وییکی د انګليسي لغت ته ورته معنا نه درلوده؛ يعنې په لاتيني کې د (knowing with) يا (سره پوهېدل) معنا لري يا په بله وینا: پيوند لرل يا له يو بل سره د عامې پوهې معنا لري. که څه هم په لاتيني ليکنو کې د (conscius sibi) عبارت زيات راغلی و، چې د ادبياتو له مخې «په خپل زړه کې پوهېدل» ژباړل کېږي او يا په بله وینا: «له ځان سره د کوم څه په اړه د معلوماتو شريکولو» معنا لري. دې عبارت، «په هغه پوهېدلو چې يو څوک پرې پوهېږي» مجازي معنا درلوده، لکه څرنګه يې چې د معاصرې انګليسي (conscious) وییکی(لغت) لري. په ۱۵۰۰ مه پېړۍ کې د دې کليمې په لومړنيو وختونو کې، انګليسي (conscious) د لاتيني (conscius) معنا حفظ کړې ده. د بېلګې په ډول: توماس هوببیس (Thomas Hobbes) په ليوياتان (Leviathan) کې وليکل: کله چې دوه يا له دوو څخه زيات سړي په يوه يا ورته حقيقت پوهېږي، دوی ته د يو بل فهم يا Conscious ويلی شو. د لاتيني عبارت (consius sibi) چې معنا يې د فهم له اوسني مفهوم سره په نږدې ډول اړه لري، په انګلیسي کې د په خپل ځان سره د پوهېدلو (Conscious to oneself) يا په خپل لوري د فهم (conscious unto oneself) په ډول وړاندې شوی و. د نمونې په ډول: ارچبيشوپ يوسشر (Archbishop Ussher) په ۱۶۱۳ ز کې ذکر شوی عبارت، د “being so conscious unto myself of my great weakness” (زما د سترې کمزورۍ پر لورې ډېر پوه اوسېدل) په توګه وليکه. د لاک (Locke) د ۱۶۹۰ز تعريف تشرېح کوي چې، په معنا کې يو تدريجي بدلون رامنځته شوی و. [۲۱][۲۲][۲۳]

يو اړونده لغت Conscientia و، چې په اساسي ډول د اخلاقي وجدان يا ضمير معنا ورکوي. په وروستۍ برخه کې، conscientia له پوهې سره يعنې شريکې شوې پوهې معنا ورکوي. یاد شوی لغت، په لومړي ځل د لاتيني ژبې په قانوني او قضايي متنونوکې، لکه: د سيسرو غوندې ليکوالانو په واسطه راښکاره شو. په دې ځای کې conscientia هغه پوهه ده، چې يو شاهد يې د کوم بل چا د کړنې په اړه لري. په عمومي ډول رينه دیکارت (René Descartes) (۱۶۵۰ – ۱۵۹۶ز) لومړنی فيلسوف ګڼل کېږي، چې conscientia لغت يې له دې دودیزې معنا څخه په بېل ډول وکاراوه. دیکارت د conscientia کليمه هغه ډول وکاروله، چې معاصر ويناوال یې conscience يا وجدان کاروي. هغه په (له حقيقت څخه وروسته څېړنه) کې (Regulæ ad directionem ingenii ut et inquisitio veritatis per lumen naturale, Amsterdam 1701) هغه ورته «وجدان يا داخلي شاهدي» وايي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې سمول

  1. کينډۍ:Cite dictionary
  2. Robert van Gulick (2004). "Consciousness". Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. 
  3. Susan Schneider; Max Velmans (2008). "Introduction". In Max Velmans; Susan Schneider (المحررون). The Blackwell Companion to Consciousness. Wiley. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-75145-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. John Searle (2005). "Consciousness". In Honderich T (المحرر). The Oxford companion to philosophy. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-926479-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Jaynes, Julian (2000) [1976]. The Origin of Consciousness in the Breakdown of the Bicameral Mind (PDF). Houghton Mifflin. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-618-05707-2. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۷ اگسټ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Peter Carruthers (15 Aug 2011). "Higher-Order Theories of Consciousness". Stanford Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. P.A. Guertin (2019). "A novel concept introducing the idea of continuously changing levels of consciousness". Journal of Consciousness Exploration & Research. 10 (6): 406–412. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Rochat, Philippe (2003). "Five levels of self-awareness as they unfold early in life" (PDF). Consciousness and Cognition. 12 (4): 717–731. doi:10.1016/s1053-8100(03)00081-3. PMID 14656513. S2CID 10241157. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Peter Carruthers (15 Aug 2011). "Higher-Order Theories of Consciousness". Stanford Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Michael V. Antony (2001). "Is consciousness ambiguous?". Journal of Consciousness Studies. 8: 19–44. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hacker, P.M.S. (2012). "The Sad and Sorry History of Consciousness: being, among other things, a challenge to the "consciousness-studies community"" (PDF). Royal Institute of Philosophy. supplementary volume 70. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Farthing G (1992). The Psychology of Consciousness. Prentice Hall. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-728668-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Cohen A.P., Rapport N. (1995). Questions of Consciousness. London: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781134804696. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Güven Güzeldere (1997). Ned Block; Owen Flanagan; Güven Güzeldere (المحررون). The Nature of Consciousness: Philosophical debates. Cambridge, MA: MIT Press. د کتاب پاڼي 1–67. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. J.J. Fins; N.D. Schiff; K.M. Foley (2007). "Late recovery from the minimally conscious state: ethical and policy implications". Neurology. 68 (4): 304–307. doi:10.1212/01.wnl.0000252376.43779.96. PMID 17242341. S2CID 32561349. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Caston, Victor (2002). "Aristotle on Consciousness". Mind (PDF). Oxford University Press. د کتاب پاڼې 751. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Locke, John. "An Essay Concerning Human Understanding (Chapter XXVII)". Australia: University of Adelaide. د اصلي آرشيف څخه پر May 8, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 20, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Science & Technology: consciousness". Encyclopædia Britannica. 
  19. Samuel Johnson (1756). A Dictionary of the English Language. Knapton. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Jaucourt, Louis, chevalier de. "Consciousness." The Encyclopedia of Diderot & d'Alembert Collaborative Translation Project. Translated by Scott St. Louis. Ann Arbor: Michigan Publishing, University of Michigan Library, 2014. Originally published as "Conscience," Encyclopédie ou Dictionnaire raisonné des sciences, des arts et des métiers, 3:902 (Paris, 1753).
  21. C. S. Lewis (1990). "Ch. 8: Conscience and conscious". Studies in words. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-39831-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Thomas Hobbes (1904). Leviathan: or, The Matter, Forme & Power of a Commonwealth, Ecclesiasticall and Civill. University Press. د کتاب پاڼې 39. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. James Ussher, Charles Richard Elrington (1613). The whole works, Volume 2. Hodges and Smith. د کتاب پاڼې 417. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Barbara Cassin (2014). Dictionary of Untranslatables. A Philosophical Lexicon. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 176. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-13870-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. G. Molenaar (1969). "Seneca's Use of the Term Conscientia". Mnemosyne. 22 (2): 170–180. doi:10.1163/156852569x00670. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Boris Hennig (2007). "Cartesian Conscientia". British Journal for the History of Philosophy. 15 (3): 455–484. doi:10.1080/09608780701444915. S2CID 218603781. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Charles Adam, Paul Tannery (eds.), Oeuvres de Descartes X, 524 (1908).
  28. Sara Heinämaa; Vili Lähteenmäki; Pauliina Remes, المحررون (2007). Consciousness: from perception to reflection in the history of philosophy. Springer. د کتاب پاڼي 205–206. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4020-6081-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)