فریدریخ اېبرت

فریدریخ اېبرت
(الماني: Friedrich Ebert د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فریدریخ اېبرت
فریدریخ اېبرت

د شخص معلومات
پيدايښت ۴ فبروري ۱۸۷۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 28 فبروري 1925 (54 کاله)[۱][۱۰][۲][۳][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
برلين[۱۱][۱۰]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت جرمني  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه[۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
فریدریخ اېبرت
فریدریخ اېبرت

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فریدریش ایبرت (۴ فبروري ۱۸۷۱ – ۲۸ فبروري ۱۹۲۵ زکال) د جرمني د سوسیال دیموکراتیک ګوند جرمنی سیاستوال او له ۱۹۱۹ زکال څخه تر ۱۹۲۵ زکال پورې په خپل دفتر کې د مړینې تر مهاله د جرمني لومړنی ولسمشر و.

ایبرت په ۱۹۱۳ زکال کې د اګوست بیبیل له مړینې وروسته د جرمني د سوسیال دیموکرات ګوند منتخب مشر و. په ۱۹۱۴ ز کال کې وروسته له هغه چې له مشرۍ یې لنډه موده تېره شوې وه، ګوند په لومړۍ نړیواله جګړه کې د جرمني د جګړه یيزو هڅو لپاره د مالي پورونو له برابرولو څخه د ایبرت د ملاتړ له امله په ژور ډول وویشل شو. د منځني سوسیال دیموکرات په توګه، ایبرت د بورګفرایډن سیاست پلوی و، هغه سیاسي پالیسي چې د جګړې پر مهال یې خپل ټول پام د سیاسي ګوندونو ترمنځ د داخلي مسایلو پر ځای ټولنې او د ځواکونو تمرکز ته اړاوه، څو د جګړې په هر ډګر کې بریاوې ترلاسه کړي. هغه هڅه وکړه چې په ګوند کې له جګړې سره مخالف کسان له صحنې وباسي، خو د ګوند د وېش مخنیوي یې ونه شو کړای.  

ایبرت د ۱۹۱۸-۱۹ زکال د جرمني په انقلاب کې یو له محوري څېرو څخه و. هغه مهال چې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته جرمني په جمهوري دولت واوښت، نوموړی یې لومړی ولسمشر شو. هغه مهال د نوموړي د سیاستونو موخه تر ډېره په جرمني کې د سولې او نظم ټینګښت او هم  د کیڼ اړخو ځپل و. دغو موخو ته د رسېدو له امله نوموړي له محافظه کاره او ملت پاله سیاسي ځواکونو په ځانګړې توګه د جنرال ویلهلم ګرونر تر مشرۍ لاندې پوځ او فرای کورپس کمونیزم ضد ملیشه ډلې سره لاس یو کړ. د دوی په مرسته د ایبرت حکومت وکولای شول یو شمېر سوسیالیستي او کمونیستي بغاوتونه وځپي او همدارنګه یې د ښي اړخو یو شمېر پلانونه لکه کاپ کودتاه شنډه کړه، هغه موضوع چې نوموړی یې په یو بحث جوړوونکې تاریخي څېره واړوه.

د ژوند لومړي کلونه سمول

ایبرت د ۱۸۷۱ زکال د فبروري په ۴ مه نېټه د جرمني سترواکۍ په هیډلبرګ کې وزېږېد، هغه د خیاط کارل ایبرت (۱۸۳۴-۱۸۹۲ زکال) او د هغه د مېرمنې کترینا (په هینکل مشهوره ۱۸۳۴-۱۸۹۷ زکال) له نهو ماشومانو اووم و. د هغه له وروڼو او خویندو درې یې د ځوانۍ په عمر کې مړه شول. په داسې حال کې چې هغه غوښتل پوهنتون ته لاړ شي، خو د کورنۍ د مالي ستونزو له امله دغه چاره ناشونې وه. د دې پر ځای نوموړي له ۱۸۸۵-۱۸۸۸ زکال پورې زین (د آسونو زین) جوړول زده کړل. وروسته له هغه چې نوموړی په یو ماهر کارګر بدل شو، د جرمنیانو د رواج له مخې یې په ۱۸۸۹ زکال کې د جرمني له یو ګوټ څخه بل ګوټ ته سفر پیل کړ څو ټول هېواد وګوري او همدارنګه د خپل نوي کسب یا سوداګرۍ اړوند تازه معلومات ترلاسه کړي. په مانهایم کې د هغه یو تره نوموړی سوسیال دیموکرات ګوند ته ورمعرفي کړ او په ۱۸۸۹ زکال کې له دغه ګوند سره یوځای شو. په داسې حال کې چې ایبرت د کارل مارکس او فردریش انګلز لیکنې لوستې، خو ډېر لږ یې له داسې سازماني او عملي ایډیالوژیو سره لېوالتیا لرله چې کولای یې شو، هماغه مهال او همالته د کارګرانو وضعیت ښه کړي. ایبرت د خپلو سیاسي فعالیتونو له امله د پولیسو په تور لیست کې شامل شو، له همدې امله به هغه تل خپل استوګنځای ته تغییر ورکاوه. له ۱۸۸۹ زکال څخه تر ۱۸۹۱ زکال پورې نوموړي په کاسل، برانشوایګ، البرفیلډ-بارمن، رمشایډ، کواکنبروک او برمن کې ژوند وکړ، چېرې چې ده د Sattlerverband (زین جوړونې) سیمه ئیزې ټولنې جوړې کړې او د هغو مشري یې پر غاړه لرله. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په ۱۸۹۱ زکال کې په برمن کې د ژوند کولو پر مهال ایبرت د خپل ژوند تېرولو په موخه ډول ډول چارې ترسره کولې. په ۱۸۹۳ زکال کې نوموړي په Bremer Bürgerzeitung سوسیالیستي نشریه کې د سرمقاله لیکونکي دنده ترلاسه کړه. د ۱۸۹۴ زکال په مۍ میاشت کې نوموړي د یوه عادي کارګر له لور لویس رمپ (۱۸۷۳-۱۹۵۵ زکال) سره واده وکړ، نوموړي هغه د کور د چارو د ترسره کولو او په قطیو د ټاپې نښلولو په موخه استخدام کړې وه او همدارنګه د ټولنې په چارو کې فعاله وه. وروسته له هغه نوموړی د یوې میخانې څښتن شو چې له هغې به یې د سوسیالیستي او اتحادیې د فعالیتونو لپاره کار اخیسته او همدارنګه په برمن کې د سوسیال دیموکرات ګوند منتخب مسئول وټاکل شو. ایبرت په ۱۹۰۰ زکال کې د کارګري اتحادیې د منشي په توګه وټاکل شو او په سوسیال دیموکرات ګوند کې یې د وګړو د کمیټې یو منتخب غړی د ځان استازی وټاکه. په ۱۹۰۴ زکال کې ایبرت په برمن کې د ګوند د ملي کنوانسیون مشري پر غاړه لرله، دا هغه ځای و چې نوموړی په پراخه کچه د عامو خلکو له خوا وپېژندل شو. نوموړی د سوسیال دیموکرات ګوند د منځنۍ یا معتدلې څانګې مشر شو او په ۱۹۰۵ زکال کې د یاد ګوند د عمومي منشي چوکۍ ته ورسېد، له همدې امله برلین ته وکوچېد. له دې سره نوموړی د اجرائیوي برخې تر ټولو ځوان غړی هم و. [۲۰][۲۱]

په ورته مهال، ایبرت څو ځله له هغو ټاکنیزو حوزو څخه ځان رایشتاګ (جرمني پارلمان) ته نوماند کړ چېرې چې SPD یا سوسیال دیموکرات ګوند د بریا هیڅ چانس نه درلود: په ۱۸۹۸ زکال کې له ویچتا (اولډنبرګ) او په ۱۹۰۳ او ۱۹۰۶ زکلونو کې له سټیډ ( هانور له ولایت) څخه، خو له دې سره نوموړي په ۱۹۱۲ زکال کې وکولای شول، د البرفیلډ – برمن (نن ورځ دووپرټال برخه ده) ټاکنیزې حوزې څخه رایشتاګ ته لار پیدا کړي. دا هغه ټاکنې وې چې SPD په کې د رایشتاګ له ۳۹۷ څوکیو څخه ۱۱۰ خپلې کړې او مخکښ کاتولیک مرکزي ګوند یې شاته کړ. د ۱۹۱۳ زکال د اګست په ۱۳ مه د اګوست بیبیل له مړینې وروسته، ایبرت د سپټمبر په ۲۰ مه نیټه په ینا کنوانسیون کې له ۴۷۳ رایو څخه په ۴۳۳ موافقو رایو د ګوندي ډلو د ګډ مشر په توګه وټاکل شو. د هغه مرستیال هوګو هاس و.

د جرمني ولسمشر سمول

په وایمار کې د ملي شورا له غونډې پنځه ورځې وروسته د جرمني د لومړیو ولسمشریزو ټاکنو له مخې چې د ۱۹۱۹ زکال د فبروري په ۱۱ مه نېټه ترسره شوې، ایبرت د جرمني د لنډ مهاله ولسمشر په توګه وټاکل شو. نوموړی د نوي اساسي قانون تر اجرایي کېدو او د ۱۹۱۹ زکال د اګست په ۲۱ مه د رایش ولسمشر په توګه د لوړې کولو تر مهاله لنډ مهالی ولسمشر و. نوموړی د جرمني لومړنی منتخب دیموکراتیک ولسمشر او همدارنګه لومړنی عادی کس، لومړی سوسیال دیموکرات، لومړی ملکي وګړی او لومړنی پرولتاري مخینه لرونکی کس و چې دغه ځایګي ته ورسېد. له ۱۸۷۱ زکال څخه تر ۱۹۴۵ زکال پورې د یو موټي رایش آلمان یوازنی ولسمشر و چې په کلکه سره دیموکراسۍ ته ژمن و. [۲۲]

د ولسمشر په توګه د ایبرت لومړنۍ دنده دا وه چې د وارسا هوکړه ترسره کړي. هغه مهال چې د ۱۹۱۹ زکال د مۍ په ۷ مه نېټه د دغې هوکړې شرایط څرګند شول، د ټولو آلماني سیاسي لورو له خوا هغه «آمرانه» وبلل شوه، په ځانګړې توګه له دې امله چې دغه هوکړه آلمان ته سپارل شوې وه او له هغو یې غوښتي و چې له کوم بحث پرته یې دې لاسلیک کړي. ایبرت خپله دغه هوکړه «نه پلې کېدونې او نه زغمل کېدونې» وبلله. له دې سره ایبرت ډېر ښه په دې پوهېده چې جرمني په داسې موقعیت کې نه دی چې دغه هوکړه رد کړي. هغه باور درلود چې که چېرې هم رد یې کړي نو متفقین به له لویدیځ لوري دوی برید وکړي. نوموړي د عامه افکارو د رضایت جلبولو په موخه له هینډنبورګ نه پوښتنه وکړه چې د متفقینو د بریدونو په بیاځلي پیل کېدو سره پوځ د دې وړتیا لري چې مقاومت وکړي. ده ژمنه وکړه که چېرې ډېر لږ دا امکان هم ومومي چې پوځ مقاومت کولای شي نو دغه هوکړه به رد کړي. هینډنبورګ د ګرونر په هڅونه دې پایلې ته ورسېد چې پوځ آن په ډېره لږ کچه هم نور د جګړې د پیلولو توان نه لري. هغه د دې پر ځای چې خپله ایبرت ته ووايي، ګرونر یې ولېږه، څو ولسمشر ته د پوځ د ارزونې پایله وړاندې کړي. له همدې امله ایبرت ملي شورا ته لارښوونه وکړه، څو دغه هوکړه تصویب کړي چې د جولای په ۹ مه د رایو په اکثریت تصویب شوه. [۲۳][۲۴]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118528610  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12215693p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gb5hq4 — subject named as: Friedrich Ebert — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. subject named as: Friedrich Ebert — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/98460ca24d234e9ea377036326127bc6 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ https://frankfurter-personenlexikon.de/node/2056 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/ebert-friedrich — subject named as: Friedrich Ebert — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0023377.xml — subject named as: Friedrich Ebert — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=friedrich;n=ebert — subject named as: Friedrich Ebert
  9. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/19085 — subject named as: Friedrich Ebert — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ پیوستون : 118528610  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Эберт Фридрих (р. 1871) — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  11. پیوستون : 118528610  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  12. پیوستون : 118528610  — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  13. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12215693p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  14. "Biografie Friedrich Ebert (German)". Deutsches Historisches Museum. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جولای ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Biografie Friedrich Ebert (German)". Bayerische Nationalbibliothek. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Dennis Kavanagh (1998). "Ebert, Friedrich". A Dictionary of Political Biography. Oxford: OUP. د کتاب پاڼې 157. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Friedrich Ebert: Leben 1871–1888 (German)". Stiftung Reichspräsident-Friedrich-Ebert-Gedenkstätte. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Herzfeld, Hans, المحرر (1963). Geschichte in Gestalten:1:A-E (German). Fischer, Frankfurt. د کتاب پاڼي 335–336. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Harenberg Personenlexikon: Ebert, Friedrich. Harenberg Lexikon Verlag, Dortmund. 2000. د کتاب پاڼي 274–275. د کتاب نړيواله کره شمېره 3-611-00893-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Friedrich Ebert (1871–1925).Vom Arbeiterführer zum Reichspräsidenten (German)". Friedrich Ebert Stiftung. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اگسټ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. کينډۍ:Cite EB1922
  22. Kolb, Eberhard (2005). The Weimar Republic. Psychology Press. د کتاب پاڼې 226. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-34441-8. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Koppel S. Pinson (1964). Modern Germany: Its History and Civilization (الطبعة 13th printing). New York: Macmillan. د کتاب پاڼې 397 f. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-88133-434-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. William Shirer, The Rise and Fall of the Third Reich (Touchstone Edition) (New York: Simon & Schuster, 1990)