فتح الله گلن

فتح الله گلن یو ترکی واعظ او د اخلاقي علوم او الهیاتو د برخي څیړونکی دی چی په 1941 كال كي داېران سرحد ته نژدي د ارزوروم په ولايت كي زيږېدلي ديني علوم يې کړې زده کړي او په ځوانۍ كې د بديع الزمان سعيد نورسي د (نورسالې) د کتابونو لړۍڅخه متاثره شو، بديع الزمان سعيد نورسي په ترکیه کې يو صوفي مشراو دعوتګر تيرشوی دی . نوموړی د منځ لاري اسلام لاروی او د الهی ادیانو د پیروانو ترمنځ په دیالوګ معتقد دی هر ډول مذهبی تاووتریخوالی او تروریزم غندي. ګولن مسلمانان،د نورو مذاهبو اتباعو اوپه ځانګرې توګه له غربي نړۍسره د ورورۍ او برابرۍ پر بناءژوند ته رابولي چې له همدې امله يي په اروپايي او امريكايي ملكونو كي ښه محبوبيت ترلاسه كړی. ګولن په 1998 كال كي رسماًدکاتولیک کلیسا دپاپ له لوري، هلته وروبلل شو اوورسره یې وكتل،همدا راز نوموړي د يهوديانو له بېلابېلو مراکز څخه په وار وار لیدنه کړې ده.. ویل کیږي چی د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۶ نیټه فتح الله ګلن د رجب طیب اردوغان د حکومت په خلاف کودتا وکړه چې په هماغه شیبوکی له ماتي سره مخ شوه خو فتح الله ګلن په دي کودتا کي خپل لاس رد کړی.

دگلن ډله اوفعالیت سمول

د شلمې زېږدیزې پيړۍ په آتمه لسيزه کې دځوانۍ او په نهمه لسيزه كې خپل جوش ته ورسید،دهغه وخت د حكومت له لوري په حكومت ضد فعاليت تورن شو،چې د همدې او نورو مرموزو او نا څرګندولاملونوله امله په 1999كال كې امريكا ته لاړ او د پنسلوانيا په ایالت کې استوګنه غوره كړه،سره له دې چې په 2003 زېږدیز كال كې د ترکیې محکمې هغه ته برائت ورکړ او تركيي ته په راتګ كي يې هيڅ خنډپاتې نشو، خو نوموړی آن تر دې مهاله هماغلته ميشت او خپله ډله له هماغه ځايه رهبري كوي، دګولن لارویان ټول سوداګر او دثروت خاوندان دي، تر اوسه پدي ډله كېب ېوزله او بي وسې غړی ندی ليدل شوی،ځكه دوی له غريبانو سره کاروبار نلري، دنړی په لسګونوهېوادو كي مكتبونه لري. دغه ډله تل خپلو ښوونځیو ته په هر هيواد كې، لايقه او تكړه شاګردان ټولوي چې هر كال دڅو زره شاګردانو څخه يوازې له 50 څخه ترسلو پوري شاګردان د کانکور د ازموینې له لارې یاد مکتب ته لار پیدا کوي،او په همدغه سياست سره يي په تركيه كې هم ممتاز او هوښيار شاګردان تربيه اوپه لوړپوړو ادارو كي ورته دندې پيدا كړې، دوی په هره وړه او لويه خبره كي د خپلې ډلي دمشر نظر اخلي، په ځانګړې توګه د وروستیو ديرشو كلونو کې د یادې ډلې فعالیتونه زیات شول او په تېرو لسو كلونو كې يې وكولای شول څو زیات شمېر پلویان په بهرنيو چارو وزارت، څارنوالۍ، د پوليسو ژاندارم او تعليمي ادارو كي ځای پرځای كړي. دغه ډله په تركيه کې نږدې 3900د كانكور آزموینې ته د تيارۍ او د زده كونكو د تقويي كورسونه او انستیتوتونه لري او ویل کېږي چې هغه زده كونكي چې په دغه كورسونو كې درس وايي هغوی ته دكانكور د سوالونو نقل هم سپارل كېږي ترڅو په ډېره آسانۍ وكولاي شي د خپلې خوښې پوهنتون اوپوهنځي ته لار ومومي، بيا پدې توګه ددغه كورسونو نوم اوچتېږي چي تكړه شاګردان روزي. همدا راز د پوليسو دتقررۍ په امتحان كې هم له ازمويني وړاندي د خپلې ډلې هغه کسانو ته چې غواړي د پولیسو آزموینه ورکړې، د پوښتنو يو نقل رسوي او ددي په بدل كي چې کله نوموړی زده کوونکی دنده ترلاسه كړي، هره مياشت له خپل معاش څخه 400 ترکي ليرې دګولن ډلې ته وركوي او دوی ته به ترپايه وفاداري ثابتوي، تركيه كې ديوه تن پوليس مياشتنۍ معاش كم تر كمه 3000 ليري يعني1500 ډالره دي . په ترکیه کې د فتح الله ګولن د ډلې مالي سرچينې د خلکو له زكاتونو خيراتونو، كانكورته د تيارۍ د خاصو كورسونه او انستيتوتونو د لوړو فيسونو او دقربانۍ د څارويو د قيمت له راټولولو څخه (چي غريبو ممالكو كي حلال او تقسيم كري) او له خبلو اړوندو تاجرانو څخه د نقدي مرستو نه عبارت دي , دغه ګوند يو بانك(اسيا بانك) څو ورځباڼي چي مشهوره ورځبانه يي (زمان) ده او به لسهاوو تلويزيوني او راديويي چينلونه لري او همدا سبب دي چه ددوي تبليغاتي فعاليتونه درجب طیب اردو غان بر ضد زيات قوي دي. همدا راز دغه ډله د كردانو د مشكل له حل سره هم مخالفت لري او نه غواړي چي له هغوي سره روغه وشي (سره له دي چي بديع الزمان سعيد نورسي په خټه ، كردی و.

سرچینه سمول

اصلاح انلاین