ضروري توضيح :

دمخه تردې چې تاسي د عروض علم وپېژنئ، دا نكته بايد تاسي په زړه ولرئ چې د پښتو ملي اشعار چې ددې ادب مهم ركن دى د عربي ژبى د عروض تر قواعدو لاندي كورت نه راځي، بلكي د اروپايي ژبو د اشعارو په څېر د سيلاب او سيلابل له رويه وېشل كېږي، او په هجايي صورت يې سم او ناسم سره بېلېږي، چې وروسته به درته راوړه شي. هو ! د پښتو ځيني اشعار په عربى عروضو تكلفاً برابرېږي مگر دا اشعار د دېوانو اشعار دي چې شاعرانو يې د عربى او پارسي په تقليد اشعار ويلي دي په دې تكلفي اشعارو كي هم اكثر شعرونه نه برابرېږي، ځكه چې د پښتو د ځينو كلمو ابتداء په ساكن كېږي نو كه دا كلمې د بيتو په سر كي راشي ددې دپاره په عربى عروضو كي هيڅ قاعده نه لري، ځكه چې په عربي كي ابتداء په ساكن له سره شته نه، او بل دا چې خليل بن احمد د عربى ژبي دپاره بحور ټاكلي نه ( ددوي په اصطلاح) دعجمي ژبو دپاره، تر دې يادوني وروسته به نو اوس دعروض دعلم په ښووني پيل وكړو، او څنگه چې پښتو شعرونه اصلاً نه پر برابرېږي او هغه چې برابرېږي هم بې خونده دي نو مثالونه د پارسي څخه راړو كه څه هم دا عروض د پارسي ژبي دپاره هم نه دي وضع شوي.

تعريف :

عروض عرضه كولو ته وايي (1) او اصطلاحاً هغه علم دى چې دعربي شعر د اوزانو كره او ناكره صحيح او فاسد په پېژندل كېږي (2).

موضوع :

ددې علم موضوع شعر ته د سموالي اوناسموالي له حيثه كتل دي.(3)

واضع :

د عروض د علم واضع خليل بن احمد الفراهيدي دى چې په دوهم هجري قرن كي يې ژوند كاوه. (4) كه څه هم تر دې دمخه نورو شاعرانو پر همدې عروضو برابر نظمونه ويلي وه مگر دا علم چا نه وْ ورته وضع كړي.

دا علم ولي عروض بولي ؟

ځكه چې اشعار د خليل پر قواعدو عرضه كېږي، او څوك لا وايي چې خليل دا قواعد په عروض كي چې يو ځاى دي وضع كړي دي نو د هغه ځاى په نوم يې ياد كړيدي. (5)

د عروض اركان :

د عروض د علم ركنونه ددې علم اجزاء او افاعيل دي افاعيل هغه متحركات او سكنات دي چې بيت ځيني جوړېږي، بيت په عربي خوني او كور ته وايي هر بيت دوې برخي وي ، چې هري برخي ته مصراع يا مصرع وايي، او مصراع د دروازې يوې پلې ته وايي د بيت د لومړۍ مصراع لومړي جز ته صدر وايي او آخر جز ته يې عروض د دوهم مصراع لومړى جز ابتداء او وروستى جز ضرب يا عجز بولي او هغه اجزاء چې د صدر او عروض يا ابتداء او ضرب په مينځ كي راځي هغه ته حشو وايي.(6)

افاعيل :

افاعيل لس كلمې دي : فعولن، فاعلن، مفاعيلن، فاعلاتن، مستعفلن، مفاعلتن، متفاعن، مفعولات، فاعلاتن، مس تفع لن، چې دوره يې پنځه حرفيز او نور ټول اوه حرفيز دي، د درو شيانو څخه تركيبېږي : سبب، وتد، فاصله. سبب دخېمې مراندو ته وايي، وتد يې زيرك دى فاصله د دوو مراندو تر منځ جلاوالي ته وايي، او دلته سبب دوه حرفيزه كلمه ده، نو كه يې آخر ساكن وْ لكه "تن" خفيف سبب ورته وايه شي، او كه متحرك وْ " تنه " (غير ملفوظي هـ) ثقيل سبب دى، وتد درې حرفيزه كلمه ده نو كه يې د مينځ تورى ساكن وْ لكه "تان" هغه مفروق وتد دى او كه يې آخر ساكن وْ لكه (وزر) مجموع وتد ورته وايي، فاصله څلور حرفي يا پنځه حرفيزه كلمه ده دا هم كه اول درې توري متحرك او څلورم ساكن وْ، لكه اچول د اصغرا فاصله بولي او كه څلور توري متحرك او پنځم تورى ساكن وْ، لكه اچولى دا نو كبرى فاصله ده.

زحافات :

افاعيل كله كله د خپل اصلي حاله تغير خوري،دې تغير ته زحاف وايي زحاف له مقصده ليري كېدل دي دا زحافات پر درې قسمه دي : يو دا چې متحرك ساكن كړي، بل دا چې د ركن له تورو يو تورى كم كړي، دريم دا چې پر اصلي تورو نور څه اضافه كړي، ټول ازحيف پنځه دېرش دي. (7)

1. اخمار : په لغت كي بوټول او ډنگرولو ته وايي، اصطلاحاً د متفاعلن (ت) ساكنول دي، او څنگه چې دا غير مانوس كېږي نو متفاعلن په مستفعلن اوړي، اخمار خاص په بحر كامل كي راځي.

2. عقب : سر تړلو او د وني د ښاخ غونډولو ته وايي، اصطلاحاً د مفاعلتن د لام- ساكنول دي، دا په بحر وافر كي راځي.

3. خبن : پټولو ته وايي، اصطلاحاً د هغه خفيف سبب ساقطول دي چې د ركن په اول كي راشي فاعلن په فعلن شي دا په رجز، رم، مديد، بسيط، متدارك، سريع، خفيف، مجتث، منسرخ او مقتضب كي راځي. 4. وقف : درېدو ته وايي، او اصطلاحاً د مفعولاتو د (ت) ساكنول دي، دا په سريع، منسرح، مقتضب بحرو كي راځي. 5. طى : د كالو يا كاغذو پېچلو ته وايي، اصطلاحاً د هغو دوو خفيفو سببو د څلرم ساكن توري ساقطول دي چې بې فاصلې د ركن په اول كي وي، نو مستفعلن به مستعلن او مفعولات به مفعلات شي دا په بسيط، رجز، سريع، منسرح او مقتضب بحر كي راځي.

6. قبض : تړلو او بندېدلو ته وايي، مگر اصطلاحاً د پنځم سببي ساكن توري ساقطول دي نو مفاعيلن به مفاعلن او مفعولن به فعول پاته شي.دا په طويل، مديد، هزج اومتقارب كي راځي.

7. عقل : د اوښ زنگون تړلو ته وايي، خو په اصطلاح كي د مفاعلتن د ركن متحرك لام ساقطول دي، دا په بحر وافر كي راځي.

8. كف : د گرځول او جامې د كنارې كنډولو ته وايي، اصطلاحاً د اووم سببي ساكن تورى ساقطول دي، نو مفاعيلن به مفاعيل او فاعلاتن به فاعلات شي دا په طويل، مديد، رمل، خفيف، مجتث او مضارع كي راځي. 9. وقس : مغزي ماتولو ته وايي، مگر اصطلاحاً د متفاعلن د ركن دوهم متحرك توري ساقطول دي دا په بحركامل كي راځي. تبصره : (تردې ځايه پوري مفرد زحافات بلل كېده تردې وروسته يې مزدوجه زحافات بولي)

10. شكل : څلور پښې په رسۍ تړلو ته وايي، اصطلاحاً متصل د فاعلاتن او مستفعلن په ركن كي د خبن او كف يو ځاى كېدل دي، دا په مديد، خفيف، رمل او مجتث كي راځي.

11. خزل : پرېكول، كمول دي، اصطلاحاً مضمن، متفاعلن مطوي كول دي يعني څلرم تورى، ساقطول دي دا په بحر كامل كي راځي.

12. تشعيث : د تيتولو او تللو په معنا دي اصطلاحاً د فاعلاتن د وتد مجموع له دوو متحركو څخه يو تورى ساقطول دي دا په مديد، خفيف رمل او مجتث كي راځي.

13. اذاله : لمن ايله كولو ته وايي، او دلته د آخر ركن په وتد مجموع كي الف زياتول دي نو مستفعلن به مستفلان او فاعلن به فاعلان او متفاعلن به متفاعلان راشي، دا په رجز، متدارك، بسيط، كامل، سريع، منسرخ او مقتضب كي راځي.

14. قصر : لنډولو ته وايي، خو اصطلاحاً دا درې چې سببي ساكن د ركن او آخره څخه وغورځوي او تر هغه دمخه تورى ساكن كړي، نو مفاعيلن به مفاعيل او فاعلاتن به فاعلات او فعولن به فعول او مستفعلن به مستفعل شي او دا په طويل ، مديد، هزج،رمل متقارب،مضارع خفيف او مجتث كي راځي.

15. قطع : پرېكولو ته وايي، اصطلاحاً دادى چې د وتد مجموع ساكن د ركن له آخره وغورځوي او تر ده دمخه تورى ساكن كړي، نو له مستفعلن څخه به مستفعل او له فاعلن څخه فاعل او له متفاعلن څخه به متفاعل پاته شي دا په رجز كامل، متدارك، بسيط،مديد، سريع، خفيف او مقتضب كي راځي.

16. كسف : د اوښ پوندي پرېكولو ته وايي، د مفعولاتو د اووم حرف ساقطول دي يا د وقف او كف اجتماع ده دا په سريع، منسرح، مقتضب كي راځي. 17. حذف : له يو شي څخه يو شى كمول دي، د ركنو له آخر څخه د خفيف سبب ساقطول دي يا دوقف او كف يو ځاى والى دى، دا په مديد، خفيف، هزج، رمل، مضارع، مجتث، طويل او متقارب كي راځي.

18. اخذ : اخيستل او قطع كول دي، دلته د اركانو له آخر څخه مجموع وتد ساقطول دي، دا په كامل، بسيط، رجز او متدارك كي راځي.

19. صلم : د غوږ او پزي پرېكول دي، اصطلاحاً د مفعولاتو د پاى مفروق وتد ساقطول دي دا په سريع منسرح او مقتضب كي راځي.

20. قطف : د انگور د وږي يا نور څه پرېكولو ته وايي، اصطلاحاً د مفاعلتن په آخر كي د خفيف سبب ساقطول او دمخه تر هغه ساكتول دي يا د عصب او حذف اجتماع ده، دا په وافر بحر كي راځي.

21. بتر : د لكۍ پرېكولو ته وايي، يا له بيخه كښل ، اصطلاحاً په فعولن كي د حذف او قطع يو ځاى كېدل او په مفاعيلن كي دحب او حزم اجتماع، دا په متقارب، هزج، رمل، مضارع، مجتث او خفيف كي راځي.

22. تسبيغ : لغتاً تمامولو ته وايي، اصطلاحاً په خفيف سبب كي چې د ركن په آخر كي راغلى وي او په عروض او ضرب كي واقع وي الف زياتول دي، دا په هزج، رمل، مضارع، متقارب، مديد، طويل او مجتث كي راځي. 23. ترفيل : لمن اوږدول دي، پر مجموع وتد باندي چې په عروض او ضرب كي واقع شي خفيف سبب زياتول دي دا مختص په عربي پوري دى، په پارسي كي لږ راځي په عربي كه هم په بحر كامل كي دى.

24. جدع : پزه او غوږ او لاس پرېكول دي، د مفعولات څخه د دواړو سپكو سببو غورځول اود "ت" ساكنول دي دا په بحر سريع، منسرح او متقضب كي راځي.

25. حب : خسي كول دي، او اصطلاحاً د مفاعيلن د ركن څخه د دوو خفيفو سببو ساقطول دي دا په بحر هزج او مضارع كي راځي.

26. هتم : په لغت كي غاښ له بېخه كښل دي، اصطلاحاً په ففاعيلن كي د حذف او قصر يوځاى كول دي، دا په بحر هزج او مضارع كي راځي.

27. نحر : د اوښ د غاړي پرېكولو ته وايي، اصطلاحاً د مفعولاتو د تا او د دوو خفيفو سببو ساقطول دي دا په سريع، منسرح او متقضب كي راځي.

28. مراقبه : په لغت كي د يو بل ساتني ته وايي، اصطلاحاً په مفاعيلن مفعولات، مستفعلن كي يوازي د دوو خفيفو سببونهْ حذفول، دا په مشاكل، قريب او جديد كي لازم او په سريع ، منسرح او خفيف كي روا دي.

29. معاقبه : په يو بل پسي تلل، اصطلاحاً دوه خفيف سببونه چې په شعر كي يو ځاى شوي وي د هغو دواړو ساقطول يو ځاى روا نه دي دا په مديد، منسرح، رمل، وافر، هزج، خفيف، طويل كامل مجتث كي راځي.

30. زلل : په لغت كي هغه وزن ته وايي چې غوښي نه لري، اصطلاحاً په مفاعيلن كي د هتم او حزم يوځاى كول دي دا په هزج او مضارع كي راځي.

31. عقص : د وېښتانو پېچل، اصطلاحاً په مفاعلتن كي د حزم او نقص يو ځايوالى دى دا په وافر كي راځي.

32. خبل : په لغت كي لاس او پښه پرېكول دي، په مستفعلن او مفعولات كي دخبن او طى يو ځاى كول دي دا په منسرح او نورو كي راځي.

33. غضب : په لغت كي د پسه يو ښكر كېدل دي، اصطلاحاً د مفاعلتن په ركن كي حزم دى او په وافر كي راځي.

34. خرب : په لغت كي ورانول دي، اصطلاحاً په مفاعلين كي د خرم او كف يو ځاى كېدل دي، دا په هزج او مضارع كي راځي.

35. شتر : د سترگو باڼو اوښتل دي، اصطلاحاً په مفاعيلن كي د خرم او قبض يو ځاى كېدل دي، دا په هزج او مضارع كي راځي.

36. ثلم : په لغت كي كنډو كول او گوښه كېدل دي، اصطلاحاً د فعولن خرم، كول بېله كوم تغيره دا په طويل او مقارب كي راځي.

37. ثرم : د مخ د غاښ ماتولو ته وايي، اصطلاحاً په فعولن كي د قبض او خرم يوځاى كېدل دي دا په طويل او متقارب كي راځي.

38. خرم : پزه پرېكول دي، د هغه مجموع وتد څخه چې د ركن په سر كي راسي لمړى متحرك تورى ساقطول دي دا په هزج او مضارع كي راځي.

39. قصم : غاښ ماتولو ته وايي، اصطلاحاً په مفاعلتن كي د عصب او خرم يو ځاى كېدل دي، دا په بحر وافر كي راځي.

40. جمعه : په جنگ كي سړى بې نېزې كېدلو ته وايي، اصطلاحاً په مفاعلتن كي د عقل او عصب اجتماع ده.

سرچينه

بېنوا (ادبي فنون)