نوم يې عثمان ,ابو عبدالله او ابو عمر يې کنيت ,او ذوالنورين يې لقب وو . دپلار نوم يې عفان او دمور نوم يې اروى وو ,دپلار له لورې يې دنسب پوره لړۍ داسې ده :عثمان بن عفان بن ابي العاص بن اميه بن عبد شمس بن عبد مناف بن قصى القرشي . او د مور له لورې يې د نسب پوره لړۍ پدې ډول ده :اروى بنت کريز بن ربيعه بن حبيب بن عبد شمس بن عبد مناف , پدې ډول عثمان ذوالنورين رضي الله عنه دنسب په پنځمه کړۍ له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يوځای کيږي . دعثمان ذوالنورين رضي الله عنه دمور مور (انا) بيضاء ام الحکيم دعبدالله بن عبدالمطلب سکه خور اودرسول الله صلى الله عليه وسلم ترور وه ,له دې پلوه عثمان ذوالنورين رضي الله عنه دمور له لورې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د قريشي توب په خپلو ي هم تړل کيږي . دعثمان ذوالنورين رضي الله عنه کورنۍ دجاهليت په زمانه کي هم دعربو په منځ کې ډيره محترمه کورنۍ گڼل کيده ,او د خپل پت ,رياست او غزواتو له امله يې په نورو قومونو کې ځانگړې بڼه درلوده . دعثمان ذوالنورين رضي ا لله عنه نيکه اميه بن شمس د قريشو دقبيلې مشرتوب په غاړه درلود,داموي خليفه گانو نسبت هم دې اميه بن شمس ته کيږي له همدې کبله د(امويين) په نامه باندې پيژندل کيږي . دقريشو قومي بيرغ (عقاب) هم دهمدې کورنۍ په قبضه کي وو ,دفجار دوتلي جگړې سرلښکر حرب بن اميه او دزور اوځواک څښتن داسلام وتلى دښمن عقبه بن معيط,همداراز ابوسفيان بن حرب چې داسلام له راوړو مخکي يې دبدر له غزا پرته په نورو ټولوغزاگانو کي دقريشو دمشر په توگه درسول الله صلى الله عليه وسلم سره مقابله کوله دهمدې (اموي) کورنۍ سترگي اوڅراغونه وو . دعثمان رضي الله عنه دعمر څلورديرشم پسرلى په سپړيدو وو چې په مکه مکرمه کي دتوحيد زړه راښکونکي اوازونه پورته شول , دملکي رسم ورواج اودعربو دمذهبي تخيل له کبله عثمان رضي الله عنه له دې اوازونو سره نااشنا وو, خو دفطري سپيڅلتيا ,ريښتينولي او ديانت درلودو له کبله عثمان رضي الله عنه حق ته درابلونکو شاځلموددې اوازونو قبلولو ته تيار وو . داسلام لومړي خليفه ابو بکر صديق رضي الله عنه چې کله ايمان راوړ نو داسلام تبليغ او پر مخ بيول يې خپله ديني دنده بلله ځکه يې نو دخپلو ملگرو په کړۍ کې داسلام دتلقين او لارښوونې په کار پيل وکړ ,دجاهليت په زمانه کې د ابوبکر صديق رضي الله عنه له عثمان رضي الله عنه سره خوږه ملگرتيا وه ,او ډيرى مهال به يې ډير ځانگړي مجلسونه سره کول دهمدې پيژندگلوي له امله يوه ورځ عثمان رضي الله عنه دابو بکر صديق رضي الله عنه مجلس ته راغى او داسلام په اړه يې خبرې اترې ورسره پيل کړې دابو بکر صديق رضي الله عنه خبرو په عثمان رضي الله عنه کې دومره اثر وکړ چې عثمان رضي الله عنه دنبوة دربارته په تللو سره داسلام قبلولو ته اماده شو . دواړه ملگري درسول الله صلى الله عليه وسلم لورې ته د ورتلو په تکل کې وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د دوی مجلس ته تشريف راوړ, کله چې درسول الله صلى الله عليه وسلم سترگې په عثمان رضي الله عنه ولگيدې نو ورته ويې فرمايل :عثمانه :دخدای جل جلاله جنت قبول کړه ,زه ستا او دټول مخلوق د لارښوونې لپاره ټاکل شوى يم .دنبوة دژبي دې ساده اوپاکو تورو په عثمان رضي الله عمه کې دومره اغيزه وکړه چې بې اختياره يې د(اشهدان لااله الاالله واشهدان محمداعبده و رسوله) کلمه ترخوله ووته او درسول الله صلى الله عليه وسلم په مبارک لاس کې يې لاس ورکړ او داسلام سوچه او حق مذهب يې قبول کړ . دعثمان رضي الله عنه شمير له هغو کسانو څخه کيږي کومو چې آن دجاهليت په زمانه کې ليک لوست تر سره کړي وو .

دعثمان رضي الله عنه واده

داسلام له قبلولو وروسته عثمان رضي الله عنه ته هغه وياړ ور په برخه شو کوم چې ډيرو صحابۀ کرامو ته نه وو ورپه برخه شوى , هغه داچې رسول الله صلى الله عليه وسلم ده ته خپله لور رقيه رضي الله عنها په نکاح ورکړه او دخپل ځوم توب وياړ يې عثمان رضي الله عنه ته ورپه برخه کړ . رقيه رضي الله عنها لومړى دابو لهب د زوی عتبه په نکاح کې وه مگر داسلام له راتلو وروسته دابو لهب له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دښمني دې پوړ ته رسيدلې وه چې خپل زوی عتبه يې اړ کړ چې درسول الله صلى الله عليه وسلم پتمنې لور ته طلاق ورکړي هماغه وو چې عتبه طلاق کړه او رسول الله صلى الله عليه وسلم يې له عثمان رضي الله عنه سره نکاح وتړله .


دبدردغزا پيښه او درقيي رضي الله عنها ناروغي

دکفر او اسلام تر ټولو لومړۍ جگړه چې د بدر په څيره کي ښکاره شوه عثمان رضي الله عنه ديوې اتفاقي پيښې له امله چې درقيي رضي الله عنها دناروغي په صورت کې ورپيښه شوه دبدر په غزا کې گډون ونه کړ . دعثمان رضي الله عنه ميرمنه او درسول الله صلى الله عليه وسلم دزړه ټکړه رقيه رضي الله عنها چې کله بيماره شوه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم عثمان رضي الله عنه ته وفرمايل چې ته بدر ته مه ځه , بلکې دخپلې ميرمنې د دارو درملو څه چاره وکړه ,که څه هم دبدر په غزا کې دگډون نه کولو خبر اوريدل دعثمان رضي الله لپاره تر يوې لويې پيښې لږ نه وو خو درسو الله صلى الله عليه وسلم امر وو ځکه يې په سرا وسترگو منلو ته تيار شو. رسول الله صلى الله عليه وسلم دده دلا خوښۍ لپاره ورته وفرمايل چې ته به دبدر په غزا کې په گډون نه کولو سربيره هم گډ شميرل کيږې او د بدر د غزا په ثواب او دغنيمت په مالونو کي (په دواړو کي) به تاته هرو مرو خپله برخه درکول کيږي . خو درقيي رضي الله عنها دا ناروغي په اصل کې دمړينې يو پيغام وو, ناروغي ورځ په ورځ مخ په زياتيدو وه تردې چې درسول الله صلى الله عليه وسلم دنه موجوديت په مهال يې څو ورځې وروسته دمرگ ملائکې ته ښه راغلاست وويل . انا لله وانا اليه راجعون عثمان او اسامه بن زيد رضي الله عنهمادجنت د دې ملکي په جنازه او خښولو بوخت وو چې زيد بن حارثه رضي الله عنه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم په اوښه سپور وو او په بدر کې يې دمسلمانانو دسوبي زيرى راوړ. عثمان رضي الله عنه دخپلې ميرمنې په مړينې ډير غمجن وو ,يوه ورځ عمررضي الله عنه ورته وفر مايل چې څه چې خدای جل جلاله ليکلي وو هغه وشو دومره غمژن کيدو ته اړتيا نه ليدل کيږي .عثمان رضي الله عنه ورته وفرمايل : زه چې دخپل نصيب په محرومۍ باندې هرڅومره غم وکړم بيا هم لږ دي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې دقيامت په ورځ به زما له خپلوۍ پرته ټولې خپلوۍ پای ته رسيږي , زه افسوس کوم چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له کورنۍسره زما تړاو پرې شو. کنز العمال 6ټوک 379 مخ . که څه هم دعثمان رضي الله عنه د خوښۍ لپاره رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته دبدر د غزا غنيمت هم يوه برخه ورکړه او هغه ته يې د بدر د ثواب د وړلو زيرى هم ورکړى وو خو پدې سربيره يې خپله دوهمه لور ام کلثوم رضي الله عنها هم عثمان رضي الله عنه ته په نکاح ورکړه چې پدې سره په دوهم ځل دعثمان رضي الله عنه له نبوي کورنۍ سره تړاو راغى . درسول الله صلى الله عليه وسلم له دوو لوڼو (رقيه رضي الله عنها او ام کلثوم رضي الله عنها) سره په پرله پسې ډول دنکاح کولو له امله عثمان رضي الله عنه ته د(ذوالنورين) (دوو رڼاوو��رقيه ,ام کلثوم,, خاوند) لقب ورکړل شوى


دعثمان رضي الله عنه حليه

عثمان رضي الله عنه ډير ښکلى او ښايسته غنم رنگى سړى وو, قد يې برابر, پوزه يې لوړه او بند درلودونکې وه, مخ يې له غوښې ډک او د چيچک لږ لږ داغونه هم ورباندې وو, ږيره يې گڼه او لويه وه , د سر ويښتان يې گڼه او ډير لوی وو چې څڼې يې آن تر غوږونو پورې رسيدې , دځينو رواياتو له مخې به يې په ويښتانو نکريزي هم لگولې ,غاښونه يې تک سپين , ځليدونکي , پرله پسې او د سرو زرو په تارونو باندې ټينگ کړي وو . ابن حنبل 1ټوک 73 مخ اومستدرک حاکم 3ټوک 96 مخ


ميرمنې او اولادونه يې

عثمان رضي الله عنه تر يوه ډير ودونه کړي وو لومړۍ نکاح يې له رقيي رضي الله عنها سره وتړله ,او له هغې څخه يې عبدالله نامي زوی پيدا شو چې په وړوکوالي کې په حق ورسيده . بيا يې درسول الله صلى الله عليه وسلم له دوهمې لور ام کلثوم رضي الله عنها سره نکاح وکړه هغه هم شپږ کاله وروسته په حق ورسيده او له هغې څخه يې کوم اولاد نه دى شوى . له هغه وروسته يې له لاندې ميرمنو سره نکاح کړي وه : فاخته بنت غزوان :له دې څخه يې هم عبدالله نامى هلک پيداشو چې هغه هم په وړوکوالي کې مړ شو . ام عمرو بنت جندب :له دې څخه يې عمرو,خالد,ابان,عمر او مريم پيدا شوو . فاطمه بنت وليد: دا دعثمان رضي الله عنه دزامنو وليد او سعيد مور وه . ام ا لبنين بنت عتيه : له دې څخه يې عبد الملک نومى ماشوم پيداشو چې په وړوکوالي کي مړ شو . رمله بنت شيبه : عايشه ,ام ابان او ام عمروله دې څخه پيداشوي وو . نائله بنت فرافصه : دا دعثمان رضي الله عنه دشهادت په مهال موجوده وه . په زامنو کې يې ابان وتلى دى او دبنو اميه په زمانه کي دځانگړي اعزاز څښتن وو.


عثمان رضي الله عنه په لاندې غزاوو کې گډون کړى وو

داحد په وتلې غزا کې عثمان رضي الله عنه گډون درلود ,همدا راز دهجرت په څلورم کال کې چې دذات الرقاع غزا پيښه شوه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم غزا ته ولاړ او عثمان رضي الله عنه ته په مدينه منوره کې د قايم مقام لوی وياړ ورپه برخه شو . بيا د بنو نضيرو دجلا وطنۍ او په پنځم هجري کې دغزوۀ خندق په پيښو کې هم عثمان رضي الله عنه گډون کړى دى .دهجرت په شپږم کال کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دکعبې شريفې د ليدلو هوډ وکړ نوکله چې حديبيي نومې ځای ته ورسيدل نو دوی ته خبر ورسيده چې مشرکين جنگ ته تيار ناست دي خو څنگه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم موخه دجنگ کول نه وو ځکه يې نو عثمان رضي الله عنه د مشرکينو لورې ته دسولې لپاره دمسلمانانودسفيرپه توگه وروليږه .طبقات ابن سعدقسم اول 3 ټوک دتذکرۀ عثمان رضي الله عنه په بحث کې


دعثمان رضي الله عنه دخلا فت په مهال فتوحات

دطرابلس دفتحې لپاره که څه هم دهجرت په 25 کال تياري شوې وه خوخونړى بريد ورباندې په کال 27 هجري کې دعبدالله بن زبير اوعمرو بن العاص او عبدالرحمن بن ابې بکر رضوان الله عليهم اجمعين غوندې وتلو جهادي سرلښکرو تر ځانگړې مشرۍ لاندې وشو .کله چې طرابلسي مشرانو وليدل چې دمسلمانانو مقابله ممکنه نه ده نوپدې جگړه کې د مجاهدينو دعمومي مشر عبدالله بن ابي السرح رضي الله عنه حضور ته راغلل او په 25لکه ديناره يې سوله وکړه . يعقوبي 2 ټوک 189 مخ . افريقيه : کومو سيمو ته چې نن الجزائر او مراکش ويل کيږي هغه هم دعثمان رضي الله عنه په زمانه کې د عبدالله بن زبير رضي الله عنه تر مشرۍ لاندې دهجرت په 26 کال فتح شوې . اسپين : نننۍ هسپانيه هم دعثمان رضي الله عنه په زمانه کې دعبدالله بن نافع بن عبد قيس او عبدالله بن نافع بن حسين رضي الله عنهما تر ځانگړې څارنې لاندې فتح شوه . قبرص : چې نن په (سائپرس) نامه باندې ياديږي, دروم او شام بحر ته څيرمه خورا شنه او زړه راښکونکي جزيره ,اوداروپا او روم له لورې دمصر او شام دفتح کولو لپاره ددروازې بڼه لري پدې سيمه هم دعثمان رضي الله عنه په زمانه کې داميرالبحرعبدالله بن قيس حارثې رضي الله عنه او بيا دهغه له شهادته وروسته دسفيان بن عوف ازدي رضي الله عنه تر مشرۍ لاندې دلاندې شرائطو په منلو سره سوله وشوه : 1-قبرصيان به اووه زره ديناره کلنى خراج ادا کوي . 2-په بحري جنگونو کي به قبرصيان دمسلمانانو ددښمنانو دخوځښت يا نقل وحرکت خبر مسلمانانو ته ورکوي . 3- مسلمانان به دقبرص دساتلو پړه په غاړه نلري . خودهجرت په 33 کال قبرصيانو دا پريکړه ماته کړه او دمسلمانانو په مقابل کي يې درومي جهازونو مرسته وکړه ,ځکه نو امير معاويه رضي الله عنه ددوهم ځل لپاره په قبرص بريد وکړ او هغه ځمکه يې دمسلمانانو تر لاس لاندي راوسته . دهجرت په ديرشم کال عبدالله بن عامر او سعيد بن عاص رضي الله عنه په دوو ځانگړو لارو دخراسان او طبرستان لورې ته مخه وکړه .له سعيد بن عاص رضي الله عنه سره امام حسن , امام حسين, عبدالله بن عباس, عبدالله بن عمر, عبدالله بن عمروبن العاص او عبدالله بن زبير رضوان الله تعالى عليهم اجمعين غوندي جليل القدره صحابۀ کرامو گډون درلود او دې کسانو دخپل پر مختگ په ترڅ کي دعبدالله بن عامر رضي الله عنه تر رسيدو مخکي جر جان ,خراسان او طبرستان فتح کړل . عبدالله بن عامر رضي الله عنه خپله ورسپارل شوې دنده مخ پر وړاندې بوتله او دهرات ,کابل او سجستان له فتح کيدو ورسته يې دنيشاپور لورې ته مخه کړه او هلته يې اسبرائن ,ارغيان او نورې څيرمه سيمې ونيوې نيشاپوريانو له دې ښار څخه څو مياشتې دفاع وکړه خو بالاخر اړ شول او دکال اوو لکو درهمو په ورکولو سره يې له اسلامي لښکر سره سوله وکړه . عبدالله بن عامر رضي الله عنه له نيشاپوره وروسته عبدالله بن خازم دسَرَخس په لورې وليږه او پخپله يې دماوراءالنهر لورته مخه کړه دسَرَخس اوسيدونکو اطاعت قبول کړ او دماوراءالنهر اوسيدونکي له عبدالله بن عامر رضي الله عنه سره سولې کولو ته اماده شول عبدالله بن عامر رضي الله سوله ورسره وکړه او قسي بن الهيثم رضي الله عنه يې خپل قائم مقام وټاکلواو پخپله له سامان وړلو سره سره پلازمينې ته ستون شو . ابن اثير 3ټوک 84 مخ . دهجرت په 31 کال دعثمان رضي الله عنه په زمانه کې خبيب بن مسلمه فهري آرمينيه فتح کړه .دهجرت په 32 کال امير معاويه رضي الله عنه تر قسطنطنيي پورې ټولې سيمي فتح کړې .په همدې کال عبدالله بن عامر مرو,طالقان ,فارياب او جوزجان فتح کړل .دهجرت په 33 کال امير معاويه رضي الله عنه دروم دخاوري په حصن المرأة سيمه بريد وکړ.


دعثمان رضي الله عنه ځانگړتياوې

1- دعثمان (ذوالنورين)رضي الله عنه ترټولو لويه ځانگړتيا دا وه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم دوه لوڼې يې په پرله پسې ډول په نکاح کې راغلې وې . 2-عثمان رضي الله عنه دمسلمانانو ددريم خليفه په توگه وټاکل شو . 3-عثمان رضي الله عنه يو له هغو لسو کسانو څخه وو چې درسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې ورباندي دجنت زيرى وشو. 4-دعثمان رضي الله عنه په اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې : ��ان عثمان اول من هاجر باهله من هذه الامة ,, عثمان د دې امت تر ټولو هغه لومړى سړى دى چې له خپلې کورنۍ سره يې هجرت وکړ .اصابه 8 ټوک تذکرۀ رقيه رضي الله عنها 5-عثمان رضي الله عنه دبير رومه په نامه باندې څا دمسلمانانو لپاره له يوه يهودي څخه په دوو وارو په شل زره درهمه واخيسته او عامو مسلمانانو ته يې وقف کړه . 6-عثمان رضي الله عنه دخپل ښه ليک دليکلو له کبله درسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې دوحي دليکونکي په توگه وټاکل شو .


دعثمان رضي الله عنه دشهادت پيښه

که څه هم دبصرې , کوفې او مصر فتنه اچوونکي چې په زوراو زياتۍ سره دخپلو غوښتنو دپوره کولو لپاره راغلي وو په لمړي ځل دعلي رضي الله عنه په دريم گړيتوب سره بيرته ستانه شول او خلکو نوره داهيله درلوده چې داسلام په چمن کې به چې له شپږو کلونو راهيسې دخزان بادونو وهلى وو اوس يو پسرلى راشي خويوه ورځ په ناڅاپي توگه دمدينې په کوڅو کې داسونو د قدمونو غږ شو صحابۀکرام وويريدل او له کورونو نه راووتل چې ويې کتل نو دا فتنه گر بيا راغلي او د(انتقام,انتقام) چيغې وهي . علي رضي الله عنه له دوی څخه دبيرته راتللو لامل وپوښت دوی ورته وويل چې مونږ په لاره دتلو په مهال دخلافت ددربار يو قاصد وليد چې ډير په چټکۍ سره روان وو نو گمان مو وکړ چې گواکې د عثمان رضي الله له لورې به زمونږ په اړه د مصر والي ته څه احکام جاري شوي وي نو کله چې مو له دې سړي څخه تالاشي وکړه نو يو ليک مو ورڅخه راپيداکړ چې په هغه کې دمصر والي ته لارښوونه شوې وه چې هغه دې زمونږ سرونه پرې کړي ځکه نو دعثمان رضي الله عنه ددې ژمن ماتي (وعده خلافي) له کبله له هغه څخه کسات اخيستلو ته راغلي يو . کله چې عثمان رضي الله عنه ته ددې ليک خبر ورسيد نو لوړه يې وکړه چې زه له دې ليک نه هيڅ خبر نه يم او ماته ددې ليک په اړه هيڅ معلومات هم نشته , کله چې فتنه گرو داخبره واوريده نو ويي ويل چې که څه هم دا کار به مروان کړى وي خو يو خليفه دوخت چې دومره کمزورى شي چې هغه ته دداسي امورو په اړه هيڅ معلومات نه وي نو هغه خليفه ددې وړ نه دى چې نوردې په خلکو حکومت وچلوي ځکه يې نو وغوښتل عثمان رضي الله عنه دي له خلافته لاس په سرشي . عثمان رضي الله عنه چې د دوی له دې غوښتن خبر شو نو ويي فرمايل چې ترڅو په ماکې يو نفس ساه موجوده وي نو دغه دخدای جل جلاله له لورې راکړل شوى منصب به پرې نږدم اودرسول الله صلى الله عليه وسلم له وصيت سره سم به دخپل ژوند تر آخيري سلگۍ پورې صبر غوره کړم .ابن سعدتذکرۀ عثمان رضي الله عنه دعثمان رضي الله عنه دانکار له امله باغيانو دخلافت ددربار ټينگه محاصره وکړه چې تر څلويښتو ورځو پورې يې په پرله پسې ډول دوام درلود په دې موده کې دعثمان رضي الله عنه ځای ته يو غړپ اوبه وروړل هم جرم بلل کيده . عثمان اوابی بن کعب رضي الله عنهما څو ځله دباغيانو دپوهولو لپاره ويناوې وکړې خو په باغيانو باندې دې ويناوو هيڅ اثر ونه کړ او عثمان رضي الله عنه يې آن دلمانځه داداکولو لپاره هم دباندې نه راپريښود . خو کله چې باغيانو وليدل چې دحج موسم په ختميدو دى او د دې موسم له پای ته رسيدو سره سم به خلک بيرته مدينې ته راځي او دا مساعده موقع مو له لاسه وځي نو دعثمان رضي الله عنه دشهيدولو مشورې يې سره پيل کړې , عثمان رضي الله عنه چې دا حالت وليد نو باغيانو ته يې وويل چې تاسي ما په کومه گناه وژنئ ؟ په اسلامي شريعت کې خو يو چاته دبل چا وژل له دريو لارو رواکيږي :لومړى داچې چا بدکاريې کړی وي نو هغه په ډبرو ويشتل کيږي ,يا که يو څوک بل څوک په قصد او اراده ووژني نو وژونکى قصاصا وژل کيږي ,او دريم چې يو څوک مرتد شي نو هغه وژل کيږي . ماخو نه دجاهليت په زمانه کې او نه داسلام په زمانه کې بدکاري کړې,او نه مې څوک وژلي او نه له اسلام راوړو ورسته مرتد شوى يم زه اوس هم دا شاهدي ورکوم چې خدای جل جلاله يو دى او محمد صلى الله عليه وسلم دخدای رسول او بنده دى . ليکن په باغيانو يوې خبرې هم هيڅ اثر ونه کړ .مسندابن حنبل 1ټوک 62 مخ . څنگه چې له يوه پلوه رسول الله صلى الله عليه وسلم دعثمان رضي الله عنه دشهادت وړاندوينه کړې وه او له بله پلوه دعثمان رضي الله عنه دشهادت په اړه دباغيانو مشورې روانې وې نو دعثمان رضي الله عنه دايقين وو چې شهادت دده په برخه کيږي .رسول الله صلى الله عليه وسلم عثمان رضي الله عنه ته دهغه دشهادت خبر ورکړى وو او پداسې حالت کې يې دصبر غوره کولو وصيت ورته کړى وو ځکه نو ذهناَ عثمان رضي الله عنه دې ته تيار وو چې يوه داسې ورځ هم راتلونکې ده او د باغيانو دمحاصرې په مهال په هره لحظه کې دعثمان رضي الله عنه شهادت شونى وو ,ځکه نو دا حالات عثمان رضي الله عنه درسول الله صلى الله عليه وسلم له وصيت سره سم په پوره صبر سره زغمل .همداراز عثمان رضي الله عنه دجمعې په مبارکه ورځ خوب هم ليدلى وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له ابو بکر صديق او عمر فاروق رضي الله عنهما سره ناست وي او ده ته وايي چې ,,عثمانه زرراشه مونږستا دافطار په انتظار يو ,,کله چې راويښ شو نو حاضرينو ته يې خوب ووايه او خپلې ميرمنې ته يې وفرمايل چې زما دشهادت مهال راغلى او باغيان ما شهيدوي , هغې ورته وويل چې امير المؤمنينه داسې نشي کيدای, عثمان رضي الله عنه ورته وويل چې ما خوب ليدلى . همداراز په يوه بل روايت کې راځي چې : رسول الله صلى الله عليه وسلم عثمان رضي الله ته ووايي چې عثمانه :نن جمعه له ما سره ادا کړه,,ددې خوب له ليدلو سره سم يې خپل شل غلامان راوبلل او هغه واړه يې ازادکړل ,او قرآنکريم يې پرانست اوپه تلاوت باندې بوخت شو .ابن سعد 3ټوک 53 مخ ,حاکم 3ټوک 99 او 103 مخونه,په مسند ابن حنبل کې يواځي لومړى او په حاکم کي ددواړو خوبونو ذکرراغلى . هماغه وو چې باغيانو دخپلې دې ناوړې موخې دپوره کولو په غرض دعثمان رضي الله عنه په کور بريد وکړ امام حسين رضي الله عنه چې ددروازې په څارلو ټاکل شوى وو له لږ دفاع کولو وروسته زخمي شو ,څلور باغيانو تر ديوال ورټوپ کړ او دبام سر ته وختل ,په دې کسانو کې د ابو بکر صديق رضي الله عنه کشر زوی محمد بن ابي بکر رضي الله عنه هم گډون درلود چې له عثمان رضي الله عنه څخه ديوې لويې دندې د ورسپارلو غوښتنه يې کوله خو دعثمان رضي الله عنه له لورې دنوموړې دندې دنه ورکولو له امله دباغيانو په ډله کې ورگډ او له عثمان رضي الله عنه سره يې ددښمنۍ لار ونيوله . دعثمان رضي الله عنه په کور باندې دباغيانو له لورې له بريدکولو وروسته محمد بن ابي بکر رضي الله عنه راوړاندي شو او عثمان رضي الله عنه يې تر ږيره ونيواوپه ډير زور سره يې وَجړَقَاوه ,عثمان رضي الله عنه په هغه مهال هم ورته وويل چې وراره! که دې پلار ژوندى وای نوداڅه به دهغه نه وو خوښ شوي ,کله چې محمد بن ابي بکر رضي الله عنه دا خبره واوريده نو د شرم ورتلو له کبله په شا شو ,د ده په شاتلو سره سم يو بل تن چې کنانه بن بشرنوميده رامخکې شو اوپه عثمان رضي الله عنه يې داوسپنيز سيخ يوگزار وکړ د وسپنې سيخ دعثمان رضي الله عنه په مبارک تندي ولگيداو دبغل په لورې ولويدواو په دې مهال يې هم د(بسم الله توکلت على الله) توري په ژبه جاري وو ,له لويدو سره سم ورباندي ديوه بل سخت زړي (سودان ابن حمران مرادي) له لورې يو بل گزار وشو چې له دې گزار سره سم دعثمان رضي الله عنه له مبارکه بدنه دسرو وينو فواري پورته شوې ,په همدې حالت کې ورباندې يو بل باغي عمرو بن الحمق په سينه مبارکه ور وختلو اودجسم په مختلفو برخو کې يې دنيزې پرله پسې نهه وارونه وکړل ,يو بل بدبخت بيا ورباندې له بله لورې دتوري وار وکړدعثمان رضي الله عنه وفادارې ميرمن نائله رضي الله عنها چې کله دتوري گزار وليد نو دتوري مخي ته يې دلاس په نيولو سره دعثمان رضي الله له بدن څخه دتوري دنيولو نابريالۍ هڅه وکړه چې له امله يې دنائلې رضي الله عنها درې گوتي شهيدانې شوې او توره دعثمان رضي الله عنه په زړه کې خښه شوه ,دتوري همدې وار دتل لپاره دعثمان رضي الله عنه دژوند ډيوه مړه کړه او عثمان رضي الله عنه دجمعې په مبارکه ورځ , دژړ مازديگري په مهال ,دروژې په حالت کې , دقرآنکريم د تلاوت په سردشهادت له ليلى سره غاړه غړۍ شو. انا لله وانا اليه راجعون . دشهادت پر مهال عثمان رضي الله عنه دقرآنکريم له مخي دسورة البقرة دا آيت ��فَسَيَکْفِيکَهُمُ اللّهُ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ {137} ,,ژباړه: نو ژر ده چې کافي به شي په (دفع دشر) د دوی کې تا لره الله ,او هم دى دى ښه اوريدونکى (داقوالو) ښه عالم (په احوالو) , تلاوت کاوه چې په توره ولگيده او دقرآني پاڼو دنوموړي آيت پاڼي ته په تکوسرو عثماني (رضي الله عنه) وينو درنگيدو وياړ ورپه غاړه شو . تر دوو ورځو پورې د عثمان ذوالنورين رضي الله عنه مړى بې گوراو کفنه پروت وو ,په حرم رسول کې قيامت جوړوو ,دباغيانو له ويرې چا دعثمان رضي الله عنه لورې ته هم نشوای کتلای څه خو يې ښکاره خښول وو,ددوشنبې دورځې له تيريدو سره سم يو څو کسانو دسرښندنې لپاره خپل سرونه په تلي کې کيښودل او دجنازې اوخښولو همت يې وکړ,او له لامبولو پرته يې د دې مظلوم او په وينو کې لت پت شهيد جنازه له کفن ورکولو پرته په خپلووينو لمدو کاليو سره پورته کړه او له کابله تر مراکشه دمسلمانانو د دي محبوب مشرجنازه يواځي اوولسو(17) کسانو اداکړه . په مسند احمد کې يې ليکلي چې زبير رضي الله عنه او په ابن سعد کې يې ليکلي چې جبير بن مطعم رضي الله عنه يې دجنازې لمونځ اداکړ ,او جنت البقيع ته څيرمه په (حش کوکب) نامې سيمه کې دصبر , زغم ,بېکسۍ او مظلومۍ دغه پيکر خاورو ته وسپارل شو .چې وروسته بيا دغه سيمه هم په جنت البقيع کې گډه شوه نن هم دجنت البقيع په پای کې د عثمان رضي الله عنه مزار مبارک موجوددى . دعثمان ذوالنورين رضي الله عنه په دې شهادت باندې ځمکو او اسمانونو وژړل ,دبې کسۍ پدې مهال باندې ځمکنيو او اسماني کائناتو اوښکې توی کړې ,دمظلوميت پدې حالت باندې عالم امکان هم گريوانونه لامده کړل ,دقضا او قدر کارکوونکو وويل :کومه وينې څښونکې توره چې نن بې تيکي شوې هغه به تر قيامته بې تيکي وي , ا و دکومې فتنې او فساد دروازه چې نن پرانستل شوې هغه به بيا تر قيامته ونه تړل شي . رضي الله عنهم ورضوا عنه

سرچينه

ټول افغان ويبپاڼه*