عبدالله بن عبدالعزیز آل سعود

عبدالله بن عبدالعزیزالسعود (په عربي ژبه عبدالله بن عبدالعزیز آل سعود، لاتیني ʿAbd Allāh ibn ʿAbd al ʿAzīz Āl Saʿūd،د عربي ژبې په النجدیه لهجه یې تلفظ: [ʢæbˈdɑɫ.ɫɐ ben ˈʢæbdæl ʢæˈziːz ʔæːl sæˈʢuːd] ؛ د ۱۹۲۴ ز کال د اګست په لومړۍ زېږېدلی او د ۲۰۱۵ ز کال د جنوري په ۲۳ مه مړ شوی.) د سعودي عربستان سیاستوال او د پوځ قومندان و، چې د ۲۰۰۵ ز کال د اګست له لومړۍ څخه تر مړینې (په ۲۰۱۵ز کال کې) پورې د سعودي عربستان پاچا و. د هغه تر رسم ګذشت مخکې ،هغه د ۱۹۸۲ کال د جون د دیارلسمې نېټې راهیسې د سعودي عربستان ولیعهد و.هغه د سعودي عربستان د بنسټ اېښودونکي پاچا عبدالعزیز لسم زوی او د عبدالعزیز له هغو شپږو زامنو څخه چې پاچهي يې کړې پنځم دی. (نور یې سعود، فیصل، خالد، فهد او سلمان وو.)

د سعودي عرب هېواد د آل سعود قبیلې څخه شپږم ټولواک پاچا

عبدالله د پاچا عبدالعزیز او فهدة بنت عاصي الشوریم زوی و. د هغه مور د الرشید له کورنۍ څخه وه چې د السعود کورنۍ تاريخي سیالان وو. عبدالله د لوی ‌والي په عمر کې اړین سیاسي پوستونه ترلاسه کړل. په ۱۹۶۱ ز کال کې د مکې ښاروال شو، چې د هغه لومړۍ دولتي دنده وه. په ورپسې کال کې د سعودي عربستان د ملي ګارد قوماندان وټاکل شو، نوموړي دا موقف لا د خپل سلطنت تر مهاله په واک کې درلود. هغه د مرستیال دفاع د وزیر په توګه هم خدمت وکړ او په ۱۹۸۲ ز کال کې، کله چې د هغه ناسکه ورور فهد واک ته ورسېد، ولیعهد وټاکل شو. وروسته له هغې چې په ۱۹۹۵ز کال کې پاچا فهد له سختې مغزي سکتې سره مخامخ شو، عبدالله په واقعي ډول د عربستان واکمن شو، تر هغه چې یوه لسیزه وروسته پر تخت کېناست. [۱]

عبدالله د خپلې واکمنۍ پرمهال له متحده ایالاتو او بریتانیا سره نږدې اړیکې درلودې او د میلیاردونه ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات یې له دواړو څخه وپېرل. هغه د ښاروالۍ په شورا کې ښځو ته د رایې ورکولو حق او په المپيک کې د ګډون اجازه ورکړه.  کله چې د عربي پسرلي (د افریقا په شمال او د اسیا په سویل لویدیځ کې په ۲۰۱۰ ز کلونو کې د دولت خلاف د لاریونونو، پاڅونونو او انقلابونو ټولګې ته ویل کېږي. دا چې تر ډېره په عربي هېوادونو کې پېښ شوي، نو ځکه د عربي پسرلي په نوم یادیږي، ژباړن) په بهیر کې په پاچهۍ کې دلاریونونو څپې راپورته شوې، عبدالله وکولی شوی، موجود حالت خوندي کړي. د بي بي سي د ۲۰۱۳ ز کال د راپور پر بنسټ، سعودي عربستان د عبدالله د واکمنۍ پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ  د ښو اړیکو له امله وکولی شوی، په خپله خوښه له پاکستان څخه اتومي وسله ترلاسه کړي.  [۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د عبدالله د واکمنۍ په بهیر کې درې ولیعهد شهزادګان د پاچا فهد سکه( اصلي) وروڼه وو. عبدالله په ۲۰۰۵ ز کال کې تر پاچا کېدو وروسته خپل ناسکه ورور سلطان بن عبدالعزیز د ولیعهد په توګه وټاکه. کله چې په ۲۰۱۱ ز کال کې سلطان مړ شو، د سلطان سکه ورور نایف يې د تاج او تخت وارث وټاکه، خو په خپله نایف هم کال وروسته  مړ شو. عبدالله وروسته سلمان بن عبدالعزیز د ولیعهد په توګه وټاکه. د بېلابېلو راپورونو پر بنسټ، پاچا تر ۳۰ ځله پورې ودونه کړي او له ۳۵ څخه زیات بچیان لري. هغه په نړۍ کې تر ټولو شتمن شهزاده و. عبدالله په ۲۰۱۵ ز کال کې د ۹۰ کلونو په عمر مړ شو او د هغه ناسکه ورور سلمان یې ځایناستی شو.

لومړنی ژوند

ویل کېږي، چې عبدالله د ۱۹۲۴ ز کال د اګست په لومړۍ نېټه په ریاض کې زېږېدلی، خو ځینې سرچينې دا نېټه ناسمه بولي او ښیي چې، هغه نژدې اته کاله تر دې نېټې مشر و. هغه د پاچا عبدالعزیز لسم زوی و. د هغه مور فهدة بنت عاصي الشوریم د السعود کورنۍ د پخوانیو سیالانو (الرشید کورنۍ)  د کورنۍ  غړې وه. هغه د شمر په ځواکمنه قبیله کې زېږدلې وه او د قبیلې د پخواني رئیس عاصي بن شوریم لور وه. کله چې عبدالله شپږ کلن و ،هغه مړه شوه. عبدالله د نوف او سیتا په نامه دوه کوچنۍ سکه خویندې لرلې او د عبدالعزیز بن سعود او مشعل بن سعود په نامه دوه ناسکه مورني وروڼه لرل چې د سعود بن عبدالعزیز الرشید سره یې د مور د لومړني واده حاصل و. مادوي الرشید داسې استدالال کوي چې: د پاچا عبدالعزیز د زامنو تر منځ د عبدالله لوړ موقف ته په رسېدو کې د ځنډ لامل د هغه مورنۍ جرړې او په خبرو کولو کې يې د ژبې د بندوالي پخوانۍ تجربه وه.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ملي ګارد قوماندان

عبدالله د ۱۹۶۳ ز کال په اګست کې د پاچا سعود د زوی سعد بن سعود پر ځای د سعودي د ملي ګارد قومندان وټاکل شو. دغه پوست هغه ته اجازه ورکړه چې د سعود په کورنۍ کې خپل ځای خوندي کړي. د سعودي عربستان ملي ګارد (SANG) چې د اخوان (د سعودي عربستان لومړنی پوځ چې په دودیز ډول رامنځته شوی و) پر بنسټ جوړ شوی و، د هغه له قوماندې سره په یو مدرن وسله وال ځواک بدل شو. SANG د ۱۹۵۸ ز کال په پیل کې د جنادیریه فستیوال(جشن) مالي ملاتړ هم   وکړ، چې د هغوی سیمه‌ییزې او دودیزې نڅاګانې، د اوښ ځغلولو لوبې او قبیله‌يي میراث ته یې بنسټیز رسمیت ورکاوه. [۱۹]

په دویمه لیکه

د ۱۹۵۷ ز کال د مارچ په ۲۹مه نېټه پاچا خالد تر خپلې پاچهۍ یوازې څلور ورځې وروسته ،عبدالله د لومړي وزیر دویم مرستیال وټاکه چې په دویمه لیکه د سعودي پر تاج او تخت د هغه د ځایناستۍ انعکاس و. په دې توګه يې د عربستان په اداره کې درېیم ځای ترلاسه کړ. که څه هم د هغه ګومارنې د سعود کورنۍ ترمنځ اختلاف رامنځته کړ. وروسته ولیعهد شهزاده فهد له خپلو سکه وروڼو سره چې د اووه سودیري په نوم یاديږي، له خپل سکه ورور سلطان څخه ملاتړ وکړ. عبدالله د دویم مرستیال په توګه د خپلې ګومارنې له امله تر فشار لاندې و او اړ شو، چې د SANG واک پرېږدي. د ۱۹۷۷ ز کال په اګست کې دا چاره په ریاض کې د سلګونه شهزاده ګانو تر منځ د بحث لامل شوه. عبدالله د SANG له واک څخه سترګې پټې نه کړې، ځکه دا وېره ورسره وه چې د هغه اقتدار به کمزوری کړي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د ۱۹۷۹ زکال په مارچ کې، کله چې ولیعهد شهزاده فهد عربستان پرېښود او د اوږد مهال لپاره په اروپا کې پاتې شو، شهزاده عبدالله د وزیرانو د شورا ریاست پر غاړه درلود او د سعودي عربستان په ديپلوماتیکو اړیکو کې يې ډېر فعال د پام وړ رول درلود. په هم‌هغه کال د کورنۍ د داخلي شورا غړی و، چې مشري يې د ملک خالد پر غاړه وه او د عبدالله ناسکه وروڼه شهزاده محمد، ولیعهد فهد، شهزاده سلطان او شهزاده عبدالمحسن او د هغه ترونه شهزاده احمد او شهزاده مسعید په کې شامل و. [۲۴][۲۵]

سرچینې

  1. (په 30 October 2007 باندې). Who's who: Senior Saudis. BBC.
  2. US confirms $60bn Saudi arms deal Archived 9 December 2013 at the Wayback Machine. Al Jazeera 20 October 2010.
  3. Saudi Arabia profile Archived 27 May 2018 at the Wayback Machine. BBC
  4. Saudi Arabia: Fundamental change? Archived 29 January 2014 at the Wayback Machine. Al Jazeera 19 October 2010.
  5. Saudi nuclear weapons 'on order' from PakistanArchived 11 January 2020 at the Wayback Machine. BBC.
  6. "King Abdullah said Nawaz was his friend, had to let him go: Musharraf". Dunya News. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Zeeshan Haider (په 8 September 2007 باندې). Saudi Arabia urges ex-Pakistani PM to stay in exile. Reuters.
  8. "King Abdullah bin Abdulaziz". Saudi Embassy. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "King of the Kingdom of Saudi Arabia". Ministry of Higher Education of Saudi Arabia. Saudi Arabia. 4 August 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Too Many Saudi Princes". The National Interest. 7 December 2012. د کتاب پاڼې 1. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۱۶. King Abdullah’s advanced age—a leaked U.S. cable placed him at ninety-six, much older than the previously estimated eighty-eight or eighty-nine الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. P. R. Kumaraswamy; Md. Muddassir Quamar (2016). "More effective as regent than as monarch: Abdullah's reform legacy". Contemporary Arab Affairs. 9 (3): 445–460. doi:10.1080/17550912.2016.1189108. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Nabil Mouline (April–June 2010). "Power and generational transition in Saudi Arabia". Critique Internationale. 46: 1–22. doi:10.1080/17550912.2016.1238110. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Winberg Chai (2005). Saudi Arabia: A Modern Reader. Indianapolis, IN: University of Indianapolis Press. د کتاب پاڼې 193. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-88093-859-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hassan Hanizadeh (2010). "Saudi Arabia without King Abdullah". PPP. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Christopher Dickey (30 March 2009). "The Monarch who Declared His own Revolution". Newsweek. 153 (13): 40. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Karen Hedwig Backman (په 16 June 2012 باندې). Born of Hassa bint Ahmad al Sudairi. Daily Kos.
  17. Talal Kapoor (1 February 2007). "Analysis: Al Rashid Opposition Group (part one)". Datarabia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Madawi Al Rasheed (2009). "Modernizing authoritarian rule in Saudi Arabia". Contemporary Arab Affairs. 2 (4): 587–601. doi:10.1080/17550910903244976. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. کينډۍ:Cite thesis
  20. Gulshan Dhanani (19 June 1982). "The King Is Dead, Long Live the King". Economic and Political Weekly. 17 (25): 1021–1022. JSTOR 4371042. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Nadav Safran (1985). Saudi Arabia: The Ceaseless Quest for Security. Ithaca, NY; London: Cornell University Press. د کتاب پاڼې 218. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8014-9484-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. P. Edward Haley; Lewis W. Snider; M. Graeme Bannerman (1979). Lebanon in Crisis: Participants and Issues. Syracuse, NY: Syracuse University Press. د کتاب پاڼې 118. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8156-2210-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Simon Henderson (August 2009). "After King Abdullah" (PDF). Washington Institute. د اصلي (Policy Paper) آرشيف څخه پر ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Joseph A. Kéchichian (2001). Succession In Saudi Arabia. New York: Springer. د کتاب پاڼې 54. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-312-29962-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Gulshan Dhahani (1980). "Political Institutions in Saudi Arabia". International Studies. 19 (1): 59–69. doi:10.1177/002088178001900104. S2CID 153974203. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)


نوري سرچينې

کينډۍ:S-houکينډۍ:S-regکينډۍ:S-roy
واک اخيستنه له
Fahd
څخه
King of Saudi Arabia
1 August 2005 – 23 January 2015
واک سپارنه و
Salman
تـــه
واک اخيستنه له
Fahd
څخه
Crown Prince of Saudi Arabia
13 June 1982 – 1 August 2005
واک سپارنه و
Sultan
تـــه

کينډۍ:SaudiKings کينډۍ:Saudi Crown Princes کينډۍ:Sons of ibn Saud کينډۍ:Saudi Arabia topics کينډۍ:Arab-Israeli Conflict