ستر جنرال عبدالرحيم وردگ د عبدالغني وردگ زوی دي چې په ۱۳۲۳ هجري لمریز کال کې دمیدان وردگو په ولایت کې نړۍ ته سترگې پرانیستې،د ملي دفاع وزير ، محمد ظاهر شاه پلوی او پخوانی پوځي افسر دی .

ستر جنرال عبدالرحيم وردگ

مخينه

جنرال وردگ د رباني په وخت کې د جنگسالار سيد احمد گيلاني په تنظيم کې غړيتوب درلود او وروسته يې د امريکا استخباراتي کړيو ته جاسوسي پيل کړه .

زده کړې

ښاعلي وردگ دحبیبیې له لیسې څخه له فارغیدو وروسته په حربي پوهنتون کې شامل او دخپلو لوړو زده کړو ددوام لپاره یې دمصر او دامریکا دمتحده ایالاتو هېوادونو ته سفرونه وکړل.

ستر جنرال عبدالرحیم وردگ خپلې لوړې زده کړې په پیاده مسلک، دښوونې اوروزنې په میتودیک، پراشوت، کماندو، موټردار، دمخابرې اوالکترونیک دکورسونو په لوستلو سره سرته رسولي او ارکان حربي یې دامریکا له متحده ایالاتو او دمصر دعلیا ناصر له اکادمۍ څخه ترلاسه کړې ده.

دندې

  • د امريکا څخه د ارکانحرب تر درجې پورې خپله زده کړه سر ته رسولې.
  • د جهاد په کلونو کې د سيد احمد گيلاني په تنظيم ملي محاذ کې د نظامي مرستيال په توگه دندې ترسره کړي .
  • په افغانستان کې د اسلامي لومړي حکومت په مهال چې جهادي ډلې په خپل منځي جگړو بوختې شوې، د دفاع د وزير د مرستيال په توگه يې خپلې دندې پريښودې او دباندې ولاړ ځکه چې د جگړې دواړې خواوې د هيواد ملي گټو پرخلاف عمل کاوه.

باندنۍ تړنې

سرچينې