عبدالجبار قهرمان

افغان سياستوال
عبدالجبار قهرمان
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۳۳۷
کندهار ولايت، سپين بولدک ولسوالۍ
مړینه ۲۵ میزان/اکتوبر ۱۳۹۷
هلمند ولایت
د مړینې لامل بم ايښودنه
هيواد غړيتوب  افغانستان
مذهب اسلام
عملي ژوند
دنده سياستوال
پوځي خدمت
برخه افغان ملي پوځ  د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

عبدالجبار قهرمان د محمد حسن زوی په کال ۱۳۳۷ (۱۹۵۹) د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې زېږېدلی[۱]. نوموړي له سپین بولدکه له خلق دیموکرایتک ګوند حکومت سره همکاري پیل کړه او وروسته یې د ژوند ډېره برخه او د پوځي ماموریت دوره د کندهار په میوند ولسوالۍ او هلمند کې تېره کړه.

شخصي ژوند سمول

قهرمان نورزی پښتون و، چې په کال ۱۳۶۱ کې د کابل له حربي لیسې فارغ او د لیسانس سند یې په کال ۱۳۶۳ کې د کابل له حربي پوهنتونه ترلاسه کړی و.

په پخوا کي سمول

افغان خبریال جیلاني ځواک د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر مهال د قومي کنډکونو یوه مشر په توګه د ښاغلي قهرمان د فعالیت په تړاو وايي، چې هغه د ده پرېکړه نه وه، بلکې د هغه مهال د حکومت پرېکړه وه، چې د ده په خبره 'ناکامه تجربه ' وه:

هغه پالیسي زیانمونکې وه، خپله د ډاکټر نجیب حکومت په سقوط کې هم دغو قومي کنډکونو، چې د جنرال دوستم وو، یو مهم رول درلود، هغسې کنډکونه پرون هم د افغانستان لپاره زیانمونکي وو او که نن هم جوړېږي، زیان رسوي، خو د پارلمان د وکیل په توګه چې ما دی پېژانده تل یې په ډېر جراات سره د ملي دریځ ملاتړ کاوه او خپله خبره یې کوله او د کوم مصلحت تابع نه و. 

جنازه سمول

د هلمند ولایت له مقامه یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د جبار قهرمان جنازه به پلازمېنه کابل کې کېږي

سياست سمول

قهرمان د افغانستان د خلکو دیموکراتیک ګوند او بیا وروسته د پخواني ولسمشر نجیب الله په مشرۍ د وطن ګوند غړی و.

نوموړي په دا وروستیو کې د وطن ګوند یو ځای کولو لپاره هلې ځلې کولې او پر بېلا بېلو ډلو د ویشلي ګوند وحدت لپاره یې مبارزه کوله.

د سیاسي چارو افغان شنونکی توپان وزیري وايي، نوموړی نه و توانېدلی په ګوند کې یوالی راولي:

زه فکر کوم په هېواد کې دننه او بهر په ګوند کې اختلافونه خورا ژور دي، ده دې لړ کې ډېرې منډې ترړې وکړې، خو د ده په شتوالي کې هم دغه اختلافونه لږ نه شول، دا چې اوس دی نه شته، فکر کوم ګوندي ملګري به یې بېرته د تره کي، امین، کارمل او نجیب په ډلو کې سره ووېشل شي او بېرته به خپلو ډلو ته ستانه شي، زه ګومان کوم له دې وروسته به که وطن ګوند موجود هم وي، یوازې سمبولیکه بڼه به ولري او د خپل انسجام او تشکیلاتو ساتلو کې به بریالي نه شي. 

د جبار قهرمان یو سیاسي او پوځي ملګری عبدالواحد طاقت وايي، قهرمان یو زړور او په جګړه کې سرلاری قومندان و.

د ده په خبره له همدې امله ورته د ډاکټر نجیب الله حکومت په نظامي برخه کې د قهرمان لقب ورکړ، خو له یوې ځايي رسنۍ سره مرکه کې جبار قهرمان ویلي و، هغه مهال یې د کندهار میوند ولسوالۍ کې د یوه پوځي افسر په توګه خدمت کاوه او د سولې لپاره یې د خدمتونو بدل کې حکومت د قهرمان لقب او مډال ورکړ.

ښاغلی طاقت وايي:

"رښتینی اتل و، د طن لپاره یې فعالیتونه او مبارزه کوله، دا چې د وطن لپاره یې سخته مبارزه کوله، د وطن دښمنانو هدف وګرځاوه او ویې واژه "

ښاغلی قهرمان د ډاکټر نجیب الله حکومت پر مهال د تورن جنرالۍ پوځي رتبې ته ورسېد.

نوموړی د کورنیو جګړو پر مهال تر څه وخته کابل کې و او بیا لومړی پاکستان او بیا روسیې ته کډوال شو.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت پر مهال ښاغلی قهرمان د ولسي جرګې په ۱۶ دوره کې د هلمند د خلکو استازی و او اوس له هلمنده راتلونکو ټاکنو کې ولسي جرګې ته کاندید و، چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال د هلمند والي دفتر ته څېرمه خپل ټاکنیز دفتر کې ووژل شو.

که څه هم ښاغلی قهرمان د حکومت له سختو نیوکه کونکو یو و، خو ۲۰۱۶ کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د هلمند جګړې مدیریت لپاره واستول شو.

نوموړي هلته د سنګوریانو په نامه د ملي امنیت ادارې په چوکاټ کې د اربکیانو یوه درې سوه کسیزه ډله جوړه کړه، چې د حکومت له وسله والو مخالفانو سره یې سختې جګړې وکړې.

نوموړي درې میاشتې وروسته هغه دنده پرېښوده او د وطن ګوند د بیا فعالولو لپاره یې سیاسي هلې ځلې پیل کړې.

دا هم ولولئ سمول

هغه په پښتو، دري او روسي خبرې کولې او یو زوی او دوې لوڼې ترې پاتې دي.

سرچینې سمول

  1. بي بي سي پښتو (١٧ اکتوبر ٢٠١٨). "عبدالجبار قهرمان: د ملېشې له مشرۍ تر پارلمانه" – عبر بي بي سي پښتو. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)