صنعتي کېدل

صنعتي کېدل (صنعتي کول )د ټولنيزو او اقتصادي بدلونونو یوه دوره ده چې د کرنيزي ټولنې یوه بشري ډله یې  صنعتي ټولنې ته بدله کړه، چې په دې کې په پراخه توګه د اقتصاد بېرته منظم کول هم  شامل و. تاریخ ته په کتو د صنعت کارۍ وده د هغو صنعتونو په زیاتوالی پورې تړاو لري، کوم چې چاپېریال ککړوي او د فوسیل تیل یې په واک کې دي. په دوامدارې پراختیا او شني صنعتي پالیسي تمریناتو باندې په ډېره کچه تمرکز سره ، صنعتي کېدل په زیاتېدونکي توګه ټیکنالوژیک خوځښتونه لري او ورسره په ډېرو پرمختللو او واضح ټیکنالوژي کې مستقیمي پانګونې شاملې دي. [۱]

د اقتصاد بیا منظم کول، له ټولنیز او اقتصادي پلوه  ډېرې غیرارادي پایلې لري. لکه څنګه چې د صنعتي کارکوونکو عاید لوړېـږي، د هر ډول مصرفي توکو او خدمتونو بازارونه پراخېـږي ، صنعتي پانګونې او د اقتصادي ودې خوځښت ته لاره هواروي. له دې ور هاخوا د کورنۍ جوړښت بدلون ته اړتیا لري، ځکه سترې کورنۍ نور دې ته نه دي چمتو چې په یوه کور کې په ګډه سره ژوند وکړي.

مخینه سمول

د لومړني صنعتي کېدلو له وروستۍ پړاو وروسته، د کرنې څخه صنعتي اقتصاد ته لومړنۍ بدلون د صنعتي انقلاب په نوم پېـژندل کېـده او د اتلسمې پېـړۍ څخه د نولسمې پېـړۍ تر لومړیو پورې د اروپا او شمالي امریکا په ځېنو سیمو کې پیل شو. په بریټانیا کې د پيلېدلو وروسته په بلجیم، سویس، جرمني او فرانسه کې هم دا صنعتي انقلاب پیل شو. د دې لومړني صنعتي کېدلو ځانګړتیاووي د ټیکنالوژی وده وه، د کلیوالي کار څخه صنعتي کار ته بدلون، مالي پانګونې په نویو صنعتي جوړښتونو کې او  هم د دې اړوند نظریو او شعور کې نوي لومړني پرمختګونه وو. وروسته مبصرینو دا د لومړي صنعتي انقلاب په نوم یاد کړ. [۲][۳][۴]

دویم صنعتي انقلاب د نولسمې پېړۍ په نیمايي کې د بخار ماشین اصلاح کولو وروسته، د داخلي تیلو د انجن اختراع، د برېښنا اداره کول او د کانالونو جوړول، د ریل پټلۍ ، بريښنايي کرښې او داسې نور بدلونونه ښیي. د تخنیکي سیسټم له جوړېدو سره دغه پړاو پياوړی شو. د ډبرو سکرو، پولادو جوړولو او د نساجۍ کارخانو کورونه د کار په ځایونو بدل کړل.  [۵][۶][۷]

د شلمې پېړۍ په پای کې، ختیځه آسیا د نړۍ یوه تر ټولو نوې صنعتي سیمې باندې بدله شوه. د بریکس هېوادونه ( برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا ) د صنعتي کېدو بهیر پر مخ وړي. [۸][۹]

د صنعت د نوي کولو په برخه کې او د تصدۍ د پرمختګ لپاره کافي ادبیات موجود دي. [۱۰]

په ختیځه اسیا کې صنعتي کېدل سمول

د ۱۹۶۰ ز لسيزي او ۱۹۹۰ ز لسیزي تر منځ، څلور اسیایي پړانګان (هانګ کانګ، سنګاپور، سویلي کوریا او تایوان ) په چټکۍ سره صنعتي شول او په ډېره لوړه کچه یې وده وکړه.

ټولنیزي پایلې سمول

صنعتي انقلاب په ټولنیزو جوړښتونو کې په ډېره کچه بدلونونو سره مل و،  اصلي بدلون د کرنې د کار څخه د کارخانې اړوند کارونو ته بدلېدل و، چې دې کار یو طبقه ييز جوړښت رامنځته کړ چې عام وګړي د کار او ګټې د کتګورۍ توپیر وکړي. دې کار د کورنۍ جوړښت ړنګ کړ، ځکه چې ډېری خلک ښارونو ته لاړل او د کرنې سیمي یې پرېښودي. په پایله کې د ناروغیو د لېـږد لامل شوي. په ټولنه کې د ښځې ځای د کور له مشري  څخه په کار ګومارل شوي کارکوونکې بدل شو او له دې سره په هره کورنۍ کې د ماشومانو شمېر را ښکته شو. په دې سربېره صنعتي کېدل د ماشومانو د کار د قضیو په ډېرېدو او وروسته د ښوونې او روزنې سیسټمونو کې مرسته وکړه.   [۱۱][۱۲]

ښاري کول سمول

لکه څنګه چې صنعتي انقلاب د کرنيزي ټولنې څخه یو بدلون دي ، همداسې خلک هم د کار په لټه کې له کلیو څخه هغه ځای ته کډوال شول چېرې چې کارخانې جوړې شوې وي. د کلیوالو وګړو دغه بدلون د ښاري کېدلو او د ښارونو په نفوس کې د زیاتوالي لامل شو. په کارخانو کې د کارونو په چټکۍ سره مخ ته تګ ښاري کېدل او د استوګنې اندازه زیاته کړه ، تر څو د کارخانې کارکوونکو ته ځای ورکړي او مرسته ورسره وکړي.  

استثمار سمول

چین سمول

چین، د نړۍ د نورو ډېرو سیمو سره یوځای د صنعتي کېدلو له خوا اداره کېـږي او د نړۍ نه ختمیدونکي عرضې او تقاضا د زیاتوالي له امله اغېزمن شوي دی. د نړۍ تر ټولو ډېر نفوس سره ، چین د کورنیو توکو څخه نیولې تر ډېرو لوړو ټیکنالوژي وسایلو یو اصلي صادرونکی هېواد دي. [۱۳]

د کورنۍ په جوړښت کې بدلونونه سمول

د کورنۍ جوړښت له صنعتي کېدلو سره بدلېـږي. ټولنپوه ټالکوټ پارسن یادونه کوي چې: د صنعت څخه مخکې ټولنو کې، د لویې کورنیو جوړښتونه ډېر نسلونو رانغاړي، څوک چې ښایي په همدې ځای کې د څو نسلونو لپاره پاتې شوي وي. په صنعتي ټولنو کې اټومي کورنۍ ، چې یوازې مور او پلار او د دوی د وده کوونکو ماشومانو څخه جوړه شوي ده، غالبه وه. د کورنۍ د ټولو غړو عمر لوړ شي ډېره خوځنده  وي او هڅه کوي هغو ځایونو ته لاړ شي چېرته چې روزګار وي. همداراز د ګن مېشتو کورنیو اړیکې ترینګلي کېـږي. [۱۴]

اوسني حالت سمول

تر ۲۰۱۸ م کال پورې، نړیوالې پرمختیايي ټولنې، نړیوال بانک، د اقتصادي او پرمختیايي همکاری سازمان ( OECD )، د ملګرو ملتونو ډېرو دفترونو،د خوړو او کرنې سازمان، د روغتیا نړیوال سازمان، د کار نړیوال سازمان او یونسکو داسې پراختیايي پالیسیو سره لکه د اوبو پاکول یا ابتدايي زده کړې یا هم د درېیمي نړۍ هېوادونو د ټولنو تر منځ د همکاری سره همغږي و. د اقتصادي ټولنو ځینې غړي د نړیوال سوېل ( درېیمي نړۍ هېوادونه ) لپاره د عصري صنعتي کېدلو پالیسي کافي یا د اوږدې مودې لپاره ګټورې نه بولي. په دې انګېرنه چې دوی ممکن یوازې بې کیفیته سیمه ييز صنعت رامنځته کړي چې نشي کولای چې په ازادي سوداګرۍ کې چې سیاسي نظم یې تر واک لاندې ده سیالۍ وکړي چې د هغه صنعتي کېدلو ته یې وده ورکړي. چاپيریال او شنه پالیسي ممکن صنعتي ودې باندې له ډېري نیوکې وکړي. په ظاهره خو د بریالۍ صنعت کارۍ په تاریخ کې ( بریټانیا، شوروي اتحاد، جنوبي کوریا، چین او نور.... ) مثالونه کېدای شي دوديزه صنعتکارۍ جوړه کړي چې ډېره په زړه پورې ښکاري او حتا په طبیعي لارو کې مخ ته تګ، په ځانګړې توګه د نفوس د ډېرېدو سره د مصرف کوونکو هیلي ورځ تر بلې ډېرېږي او کرنیز چانسونه په کميدو دي.  [۱۵][۱۶]

د اقتصادي ودې، کار ګمارل او د بې وزلې کچې تر منځ اړیکې پېچلي دي. په دې بحث شوي چې په لوړه کچه تولید د کارکوونکو کچه را کموي. د بېلابیلو څانګو تر منځ توپیرونه ددې باعث ګرځي چې د تولید کچه راټيټه او د دندو او روزګار پیداکولو کې هم پاتې راشي، په دې توګه دا تر درېیمې درجې هم راټيټه ده. د نړۍ د ۴۰ سلنه څخه زیات کارکوونکي ( بې وزله کار کوي )دچا عاید د ورځې د دوو ډالرو څخه لږ دي او د خپلو ځانونو او کورنیو په ساتلو کې پاتې راغلې. هلته د غیري صنعتي کېدلو یو پديده هم شتون لري، د سارې په توګه د پخواني شوروي اتحاد اړوند هېوادونو اقتصادي بازار ته راتګ او د کرهڼې په برخه کې د بې روزګارو خلکو را جذبول خورا اړینه مسئله وه.  [۱۷]

سرچينې سمول

  1. O'Sullivan, Arthur; Sheffrin, Steven M. (2003). Economics: Principles in Action. Upper Saddle River, New Jersey 07458: Pearson Prentice Hall. د کتاب پاڼې 472. OCLC 50237774. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-13-063085-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: location (link)
  2. Griffin, Emma, A short History of the British Industrial Revolution. In 1850 over 50 percent of the British lived and worked in cities. London: Palgrave (2010)
  3. Sampath, Padmashree Gehl (2016). "Sustainable Industrialization in Africa: Toward a New Development Agenda". Sustainable Industrialization in Africa. Springer. د کتاب پاڼي 1–19. doi:10.1007/978-1-137-56112-1_1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-349-57360-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Verify source
  4. Pollard, Sidney: Peaceful Conquest. The Industrialisation of Europe 1760–1970, Oxford 1981.
  5. Buchheim, Christoph: Industrielle Revolutionen. Langfristige Wirtschaftsentwicklung in Großbritannien, Europa und in Übersee, München 1994, S. 11-104.
  6. Jones, Eric: The European Miracle: Environments, Economics and Geopolitics in the History of Europe and Asia, 3. ed. Cambridge 2003.
  7. Henning, Friedrich-Wilhelm: Die Industrialisierung in Deutschland 1800 bis 1914, 9. Aufl., Paderborn/München/Wien/Zürich 1995, S. 15-279.
  8. Industry & Enterprise: A International Survey Of Modernisation & Development, ISM/Google Books, revised 2nd edition, 2003. کينډۍ:ISBN. [۱] Archived 11 May 2016 at the Wayback Machine.
  9. Sampath, Padmashree Gehl (2016). "Sustainable Industrialization in Africa: Toward a New Development Agenda". Sustainable Industrialization in Africa. Springer. د کتاب پاڼي 1–19. doi:10.1007/978-1-137-56112-1_1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-349-57360-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Verify source
  10. Lewis F. Abbott, Theories Of Industrial Modernisation & Enterprise Development: A Review, ISM/Google Books, revised 2nd edition, 2003. کينډۍ:ISBN.[۲]
  11. revolution, social. "social effects of industrial revolution". مؤرشف من الأصل في ۱۷ مارچ ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. revolution, social. "social effect of industrial revolution". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  13. Lee, Robin (2016-09-26). "Industrialization and Exploitation". Medium (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۳ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. The effect of industrialisation on the family, Talcott Parsons, the isolated nuclear family Archived 20 November 2010 at the Wayback Machine. Black's Academy. Educational Database. Accessed April 2008.
  15. United Nations Millennium Development Goals Archived 4 May 2007 at the Wayback Machine.. Un.org (2008-05-20). Retrieved on 2013-07-29.
  16. Child, development. "development and the whole child" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۷ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Claire Melamed, Renate Hartwig and Ursula Grant 2011. Jobs, growth and poverty: what do we know, what don't we know, what should we know? Archived 20 May 2011 at the Wayback Machine. London: Overseas Development Institute