شینګن تړون (شینګن هیوادونه) (په انگرېزي: Schengen Agreement) هغه تړون چې له مخې یې د غړیو اروپایي هیوادونو تر منځ پوله لری کیږي او وگړي یې پرته د ویزی له لرلو څخه له یوه هیواده بل هیواد ته تلای شي.

د شېنگن تړون     د شېنگن غړي هیوادونه     د شېنگن غړیتوب ته څیرمه هیوادونه     هغه هیوا دونه چې لا تر اوسه نه دي غړي شوي     همکار هیوادونه

دغه تړون په ۱۹۸۵ زیږدیز کال کې د پنځو اروپایي هیوادونو تر منځ په لوگزامبورگ کې د بلجيم، فرانسه ،لویدیز المان، هالنډ او لوگزامبورگ تر منځ لاسلیک شو او نور هیوادونه هم په پړاویز ډول له دې تړون سره وتړل شول چی اوسمهال ۲۵ هیوادونه د دغه تړون غړیتوب لري.