Sapphire
شين یاقوت

ډله معدن/کان
کیمیایي فرمول اکسید آلومینیوم Al2O3
رنگ ، زيړ، شین، زرغون
ټینگوالی ۴، ۰۳ گرامه/سم
سختی ۹

شين ياقوت، نيلی یا نیلم (په انگرېزي: Sapphire) د کوروندونو څخه یوه طبیعی یا مصنوعی قیمتي ډبره ده چی کيمیایی فرمول او نوم یی Al2O3 اکسید آلومینیوم دی. اگر چی کوروند یوازې د اکسید آلومینیوم څخه جوړ شوی دی نو نيلی کولای سی د مس، کروم،اوسپنې او مگنيزيم جزونه ولري او په دی سبب نیلی کولای سی شین، سور، زیړ، نارنجي، چوڼيا او زرغون رنگ درلودلای سی.

طبیعی نیلیونه سمول

طبیعی نیلی په آسټراليا، تايلنډ، مادغاسکر، لاووس، ميانمار، کشمير او سریلانکا کی اسخراج کېږي. شین نیلی د نیلیونو څخه تر ټولو قیمتي ډبړه بلل کېږي چی رنگ یی د ټیټانیم او اوسپنې د جزونو لخوا انجاد شوي دی. دغه د نیلی ډله په کشمير او سریلانکا کی استخراج کېږي. شين یاقوت په ځانگړي ډول د گاڼو د جوړولو لپاره کارېږي.