د سیاره‌گۍ په اړه ځینې لنډ مالومات په لاندې ډول دي:

۱- که لمر د یوه وره (دروازې) هومره لوی وای؛ نو ځمکه به د کیلي د سوري؛ او سیاره‌گیانې لکه پلوټو (Pluto) او اېرس (Eris) به د ټومبوني (سنجاق) د سرونو هومره وای.

۲- د سیمې له مخې، تر پلوټو خو روسیه لا یو لږ نوکی (یانې: ۲،۷٪) لویه ده.

۳- سیاره‌گیانې هم پر لمر را چورلي؛ او ډېری یې د نیپټون د چورلېځ (مدار) ها خوا ته د کایپر هسکړۍ (Kuiper Belt) په کنگلنۍ سیمه کې دي. پلوټو [چې په سیاره‌گیانو کې تر ټولو لویه او مشهوره ده] له لمر څخه ۵،۹ ملیارډ کیلو متره یا ۳۹،۴۸ س.ی. واټن لري. خو بله سیاره‌گۍ چې بیا سېریز (Ceres) نومېږي د ستوروزمو په هسکړۍ (Asteroid Belt) کې د مریخ او مشتري تر منځ ده.

۴- د سیاره‌گیانو ورځې او کلونه یو له بله توپیر لري. د بېلگې په توگه، د سېریز (Ceres) یوه ورځ یې د ځمکې نهه ساعته او کال یې بیا د ځمکې ۴،۶ کاله کېږي.

۵- سیاره‌گیانې یا خو ډبرین او یا هم کنگني (icy) جوړښتونه لري --- چې دا په لمریز غونډال کې د هغوی له موقعیت سره تړاو لري.

۶- ډېرې سیاره‌گیانې [خو ټول یې نه] سپوږمیانې لري.

۷- سیاره‌گیانې کړیانې (rings) نه لري.

۸- د پلوټو او اېرس نرۍ هواوېجې (اټموسفیرونه) لمر ته د نږدېوالي پر مهال غځېږي او د لیریوالي پر مهال بیا بېرته عادي حالت ته گرځي.

۹- سیاره‌گیانو ته لومړنی ماموریت د ډان (Dawn) په نامه د ناسا یوه روبوټ ترسره کړ چې د ۲۰۱۵ کال د مارچ پر ۶مه سېریز ته ورسېد.

۱۰- په سیاره‌گیانو کې ژوند کول ناشونی دی.

۱۱- پلوټو په ۲۰۰۶م کال کې له سیاره‌توبه ووته.