سټېنگر FIM-92 سټېنگر (په انگرېزي: FIM 92 Stinger) د لنډواټنې د مځکې ته هوا ته یو ډول لاسي راکټي سیستم دی چی د اوږې یا هلیکوپترونو څخه توغېږی او د الوتکو، هلیکوپترونو او نورو اهدافو د منځه وړولو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي. نوموړي راکټي سیسمم د ۱۹۸۱ کال څخه کار شوي دي. تر اوسه پورې ۷۰،۰۰۰ راکټونه جوړ شوي دي.

تاريخ

سټېنگر پراختيایی کارونه په ۱۹۶۷ کال کی په امريکا کی پېل شول. لومړني ماډلونه یی په ۱۹۷۸ کال کی د جېنرال ډايناميکس د طرحي شرکت لخوا جوړ شول په ۱۹۸۷ کال کی د سټېنگر FIM-92B جوړ شو. په ۱۹۹۸ کی د دی راکټي سیستم د جوړولو کارونه رایټون شرکت ته انتقال شول. نوموړي وسله په آلمان او ترکيه کی د لایسینس په اساس هم جوړېږي.

سټېنگر په افغانستان کی

دوتنه:First Sting (2008), by Stuart Brown.jpg

کله چی په ۱۹۷۹ کال کی شوروي اتحاد پر افغانستان باندي برید وکړ نو مخالفینو ته یی ژر ژر ماته ورکړه. امریکا، پاکستان او نورو هېوادونو چی پر شوروي اشغال باندی په افغانستان کی نیوکه کول نو افغانو او خارجو مجاهدینو ته یی عصری وسلې هم ور کول. په ۱۹۸۵ کال کی امریکایی کانگريس پر سی ای اېی باندی فشار وچاوه چی افغانو مجاهدینو ته سټېنگر راکټونه ورکړي. په دی کال کې لمړی شوروی هلیکوپتر میل می ۲۴ د ستېنگر په واسطه هم د منځه یوړل شو. شوروی پوځ په افغانستان کی د سټېنگر د بريدونو په سبب ۳۰۰ هلیکوپترونه له لاسه ورکړه. تر جگړې وروسته امریکا مجاهدینو ته د سټېنگر توغندیو په مقابله کی پيسې ورکول خو څو مخالفينو ډلو د امریکایی غوښتنه رد کړل او د هغو راکټونو څخه په نورو جگړو کی یی کارول.

توصيف

 

د ستنگر د توغندې سیستم د لارښودلي توغندی، د توغندی پوښ، بترۍ او لارښونکی سیستم څخه تشکیل کېږی. د ستنگر د سیستم ټول وزن ۱۵،۷ کیلوگرامه دی. د چټکتیا اخري حد یې ۲۵۲۳ کلومتره په ساعت کې دی. د توغندي انداخت حد اکثر ساحه ۸ کلومتره ده. هره توغنده د سون سخته مواد لری. په راکت کې د انفرا رید پلټونکی سینزور نصبیږی. دستنگر راکټي سیستم پر موټر باندی نصبېدلای شي. خاصي ډولونه یی چې د آتاس په نوم یاد شوي دي پر هلیکوپتر باندې نصبېږی. تر ټولو عصری ماډلونه کولای شي د لیزر انداز ولري

د ستنگر موډلونه

  • FIM-92A
  • FIM-92B POST
  • FIM-92C
  • FIM-92D

منابع