سټیفن جې ګولډ

سټیفن جې ګولډ
(انګلیسي: Stephen Jay Gould د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Stephen Jay Gould د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۰ سپټمبر ۱۹۴۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 20 مې 2002 (61 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيويارک[۱۰][۱۱]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د سږو سرطان  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات[۱۲][۱۳]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب اګنوسټېزم[۱۴]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده ليکوال[۱۵]
فیلسوف
غږ ورکونکی ستوری  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۶][۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه لرغونې ژوند پوهنه
د علم تاریخ
تکامل  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون
د نيويارک پوهنتون  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ځانګړي کړنې منقطع تعادل[۱۸]  د (P800) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر نوم چومسكي
پیټر کروپوتکین  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
سټیفن جې ګولډ
سټیفن جې ګولډ

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

سټیفن جې ګولډ (د ۱۹۴۱ کال د سپتمبر له ۱۰مې – د ۲۰۰۲ ز کال د مې تر ۲۰مې) یو امریکایی پیلونټولوژیست (پخوانی ژوند پېژندونکی)، د تکامل بیولوژي پوه او د ساینس تاریخ پوه و. هغه د خپل نسل د دودیز ساینس له ډېرو اغېزمنو لیکوالانو نه و چې آثارو یې په پراخه کچه لوستونکي درلودل. ګولډ په هارورډ پوهنتون کې د تدریس په برخه کې او په نیویارک کې د امریکا د طبیعي تاریخ په میوزیم کې په دنده کې د خپل مسلک زیاتره برخه تېره کړه. په ۱۹۹۶ ز کال کې، ګولډ په نیویارک پوهنتون کې د وینسنټ ستور د څېړنې د مېلمه استاد په توګه وګمارل شو، چې له هغه وروسته نوموړي خپل وخت د دې پوهنتون او هارورډ ترمنځ ووېشه. [۱۹]

د تکامل بیولوژي په برخه کې د ګولډ تر ټولو لویه ونډه د غیر مسلسل انډول (punctuated equilibrium) تیوري وه چې په ۱۹۷۲ ز کال کې د نیلس ایلډریج سره یو ځای وړاندې شوه. دا تیوري وړاندیز کوي چې،  تکامل ډېری د تکامل د اوږد مهاله ثبات پر بنسټ مشخص کېږي، چې په ندرت سره نوعې پراخېدونکې زیاتوالي د چټکو دورو له خوا ځنډول کېږي. دا تیوري د فایلیټیک ګراجولیزم (د نژاد تدریج) پر وړاندې را منځ ته شوه چې هغه مشهوره تیوري ده چې پر بنسټ یې د تکامل بدلون په فوسیلي ریکارډ کې د یو ډول د نرم او دوامداره بدلون پر بنسټ را منځ ته کېږي. [۲۰][۲۱][۲۲]

د ګولډ ډېری تجربوي څېړنې د ځمکې د شاپېټي (حلزون) د نسل په پایسیلوزونیت او سیریون ډولونو را څرخېږي. نوموړي د تکامل د نمو بیولوژي په برخه کې ارزښتناکه ونډه درلوده او د خپل کتاب Ontogeny and Phylogeny (د واحد موجود تکامل او د نوعې تکامل) پر مټ یې پراخ مسلکي شهرت ترلاسه کړ. په تکاملي تیوري کې هغه د محدودې ټاکنې، د ټولنپوهنې چې په انسانانو کې پلي کېږي او د تکاملي ارواپوهنې مخالف و. نوموړي د خلقت پلوۍ پر ضد کمپاین وکړ او وړاندیز یې وکړ چې ، ساینس او ​​دین باید دوه جلا برخې وګڼل شي ("له یو بل جلا  چارواکي") چې واکونه یې سره ګډ نه شي. [۲۳][۲۴]

د عامو خلکو تر منځ ګولډ په عمده توګه د طبیعي تاریخ په مجله کې د هغه د ۳۰۰ مشهورو مقالو او د نوموړي د زیاتره کتابونو چې هم د متخصصو او غیر متخصصو لپاره لیکل شوي وو، پر بنسټ شهرت ته رسېدلی و. د ۲۰۰۰ز کال په اپریل کې، نوموړي د متحده ایالاتو د کانګرس د کتابتون له خوا د "ژوندۍ افسانې" په نوم وویاړل شو. [۲۵][۲۶][۲۷]

ژوندلیک سمول

سټیفن جې ګولډ د ۱۹۴۱ ز کال د سپتمبر په ۱۰ مه نېټه د نیویارک په کوینز ښار کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. پلار یې لیونارد، د محکمې راپور لیکونکی او د متحده ایالاتو په سمندري ځواک کې د دویمې نړیوالې جګړې پخوانی سرتېری و. د نوموړي مور ایلینور، یوه هنري لوبغاړې وه چې مور او پلار یې یهودي کډوال وو چې د ښار په ګارمینټ ولسوالۍ کې یې ژوند او دنده ترسره کوله. ګولډ او د هغه کشر ورور پیټر په بایسایډ سیمه کې لوی شول چې د کوینز په شمال ختیځه برخه کې د منځنۍ کچې ګاونډۍ سیمه ده. نوموړی د رفوس کېنګ په لومړنۍ ښوونځۍ کې شامل او د جامیکا له عالي لیسې نه فارغ شو. [۲۸][۲۹][۳۰]

پلار یې په پنځه کلنۍ کې هغه د امریکا د طبیعي تاریخ په موزیم کې د ډیناسور سالون ته یووړ، چې په لومړي ځل د ټیرانوسورس ریکس سره مخامخ شو. هغه وویل: "زه نه پوهېدم چې داسې شیان هم شته دي، زه حیران وم". دا هغه شېبه وه چې نوموړي پریکړه وکړه، چې پالیونتولوجیست شي.  [۳۱][۳۲]

هغه چې په یوه بې دینه یهودي کورنۍ کې لوی شو، په رسمي ډول په دین عمل نه دی کړی او غوره یې ګڼله چې، له خدای نه منکر و ګڼل شي. کله چې د شکاکیت د مجلې له خوا په مستقیم ډول وپوښتل شول چې ایا له خدای نه منکر دی، نوموړي ځواب ورکړ: [۳۳]

که تاسو په مطلق ډول ما دې ته اړ کړئ چې د دودیز انسان ډوله خدای په شتون شرط بند کړم، زه وایم چې نه. مګر اساساً هکسلي ریښتیا ویل: کله چې هغه وویل چې له خدای نه انکار یوازینی ویاړمن درېځ دی، ځکه چې موږ په رښتیا سره نه پوهېږو او دا سمه ده. زه به په رښتیا  حیران شم، که چېرې یو دودیز خدای شتون ولري.

که څه هم ګولډ "د مارکسیست پلار له خوا روزل شوی و" هغه وویل چې، د هغه او د پلار په سیاسي لیدلوري کې یې "ډېر توپیر" تر سترګو کېده. د خپلو سیاسي نظریاتو تشرېح کې هغه وویل چې: سیاسي لیدلوری یې "د مرکز کیڼ اړخ ته تمایل لري." د هغه له قوله: ترټولو اغېزمن سیاسي کتابونه، چې هغه لوستي دي، د رایټ ملز د غوره ځواک کتاب او د نوام چومسکي سیاسي لیکنې دي. [۳۴][۳۵][۳۶]

د  ۱۹۶۰ز  لسیزې په لومړیو کې، کله چې هغه د انټیوچ په کالج کې شامل شو، ګولډ د مدني حقونو په غورځنګ کې کارنده غړی و او د ټولنیز عدالت لپاره یې ډیری وختونه کمپاین کاوه. کله چې نوموړي د لیډز په پوهنتون کې د مېلمه لېسانس محصل په توګه ګډون وکړ، هغه د برادفورډ نڅا له تالار بهر نه چې تور پوستو ته یې اجازه نه ورکوله، اونیز لاریونونه په لاره واچول. ګولډ تر هغه وخته پورې دې لاریونونو ته دوام ورکړ، چې دا کړنلاره لغوه شوه. نوموړي د خپل مسلک او لیکنو په اوږدو کې، د دودیز جبر پر ضد او د هغه د ټولو ډولونو پر وړاندې درېځ خپل کړ، په ځانګړې توګه د علم مشابه کړنې چې د توکمپالنې او جنسیت پالنې په چوپړ کې کارول کېږي. [۳۷][۳۸][۳۹]

ګولډ چې د طبیعي تاریخ د مجلې لپاره د خپلو ساینسي مقالو له امله ستومانه کېده، ډېری یې خپلو غیر علمي لېوالتیاوو او تفرېح ته لومړیتوب ورکاوه. د ماشومتوب په دوران کې هغه د بیسبال کارتونه راټول کړل او د خپل ژوند په اوږدو کې د نیویارک یانکیز مینه وال پاتې شو. د ځوانۍ په دوران کې، هغه د ساینسي افسانو له فلمونو سره مینه درلوده، خو زیاتره وختونه یې د دوی د کمزورې داستان او د ساینس په وړاندې کولو کې خواشیني  څرګندوله. د نوموړي نورې لېوالتیاوې د بوسټن په سیسیلیا کې د باریتون سندرې ویل وو او د ګیلبرټ او سلیوان د اوپرا لوی مینه وال و. هغه کمیابه لرغوني کتابونه راټول کړل، له معمارۍ سره یې لېوالتیا درلوده او په ښار کې یې قدم وهل خوښېدل. هغه ازیاتره اروپا ته سفرونه کول او په فرانسوي، جرمني، روسي او ایټالوی ژبو یې خبرې کولې. هغه کله ناکله د وزن پورته کولو په اړه، خپلې لېوالتیا ته په خواشینۍ سره اشاره کوله. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

واده او کورنۍ سمول

ګولډ د ۱۹۶۵ ز کال د اکتوبر په ۳ مه د هنر له لوبغاړې دیبورا لي سره واده وکړ. ګولډ له لي سره په انټیوچ کالج کې د زده کړې په مهال ولیدل. دوی د دوو زامنو خاوندان وو، چې جیسي او ایتان نومېدل او ۳۰ کاله یې له یو بل سره ژوند وکړ. د نوموړي دویم واده، په ۱۹۹۵ ز کال کې د هنري لوبغاړې او مجسمه جوړوونکي رونډا رولانډ شیریر سره و.[۴۴][۴۵][۴۶]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11905524f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Stephen-Jay-Gould — subject named as: Stephen Jay Gould — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w66m3q6d — subject named as: Stephen Jay Gould — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6430432 — subject named as: Stephen Jay Gould — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?21294 — subject named as: Stephen Jay Gould — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/3776209 — subject named as: Stephen Jay Gould — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/gould-stephen-jay — subject named as: Stephen Jay Gould — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/59121 — subject named as: Stephen Jay Gould — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  9. subject named as: Stephen Jay Gould — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF16499
  10. http://muse.jhu.edu/journals/configurations/v014/14.3.jensen.html
  11. http://www.yelp.com/search?find_desc=mirror+repair&find_loc=New+York%2C+NY
  12. http://www.nytimes.com/2006/01/22/magazine/22wwln_q4.html
  13. http://www.nndb.com/honors/151/000165653/
  14. https://www.degruyter.com/document/doi/10.1515/9781400829804.249/html
  15. Guardian topic ID: https://www.theguardian.com/books/2002/may/26/scienceandnature.highereducation
  16. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11905524f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  17. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/15083875
  18. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Stephen-Jay-Gould — ارزښت: Gould graduated ... / With Niles Eldredge, he developed in 1972 the theory of punctuated equilibrium, a revision of Darwinian theory proposing that the creation of new species through evolutionary change occurs not at slow, constant rates over millions of years but rather in rapid bursts over periods as short as thousands of years, which are then followed by long periods of stability during which organisms undergo little further change.
  19. Shermer, Michael (2002), "This View of Science" (PDF), Social Studies of Science, 32 (4): 489–525, doi:10.1177/0306312702032004001, PMID 12503565. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Stephen Jay Gould, Ph.D. Biography and Interview". www.achievement.org. American Academy of Achievement. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Eldredge, Niles, and S. J. Gould (1972). "Punctuated equilibria: an alternative to phyletic gradualism." In T.J.M. Schopf, ed., Models in Paleobiology. San Francisco: Freeman, Cooper and Company, pp. 82–115.
  22. Sepkoski, David (March 19, 2012). Rereading the Fossil Record: The Growth of Paleobiology as an Evolutionary Discipline. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226748580. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Müller, Gerd B. (2013). "Beyond Spandrels: Stephen J. Gould, EvoDevo, and the Extended Synthesis". In Danieli, G.; Minelli, A.; Pievani, T. (المحررون). Stephen J. Gould: The Scientific Legacy. د کتاب پاڼي 85–99. doi:10.1007/978-88-470-5424-0_6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-88-470-5423-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Gould, S. J. (1997). "Nonoverlapping magisteria." Archived 2021-06-15 at the Wayback Machine. Natural History 106 (March): 16–22.
  25. Tattersall I. "Remembering Stephen Jay Gould". د لاسرسي‌نېټه June 7, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Library of Congress. "Living Legend: Stephen Jay Gould". Library of Congress. د لاسرسي‌نېټه June 7, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Fahy, Declan (2015). The New Celebrity Scientists: Out of the Lab and into the Limelight. Rowman & Littlefield Publishers. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Gould, S. J. (2001). "I have landed". Natural History. 109 (10): 46–59. د لاسرسي‌نېټه جون 1, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په October 18, 1994 باندې). Peter D. Gould, 50, Broadway Designer. The New York Times.
  30. (په May 21, 2002 باندې). Stephen Jay Gould, 60, Is Dead; Enlivened Evolutionary Theory. The New York Times.
  31. Green, Michelle (1986). "Stephen Jay Gould: driven by a hunger to learn and to write". People 25 (June 2): 109–114.
  32. Milner, Richard (1990). The Encyclopedia of Evolution. NY: Facts on File, p. 198.
  33. In a January 25, 2001 interview for BBC Radio 4 Gould stated, "Atheists can be highly moral people, I trust. I am myself." (27m:37s); Biologist Jerry Coyne—who had Gould on his thesis committee—described him as a "diehard atheist if there ever was one." (Sam Harris 2015. "Faith vs. Fact: An Interview with Jerry Coyne." Archived 2015-10-06 at the Wayback Machine. May 19. [12m:22s] www.samharris.org.) Gould's close friend Oliver Sacks labeled Gould a "Jewish atheist". (Oliver Sacks 2006. "Introduction." The Richness of Life. W. W. Norton, p. 8.)
  34. Gould, S. J. (1995). "The Pattern of Life's History." Archived April 30, 2019, at the Wayback Machine. In John Brockman (ed.) The Third Culture Archived April 30, 2019, at the Wayback Machine.. New York: Simon & Schuster, p. 60.
  35. Gould, S. J. (2002). The Structure of Evolutionary Theory. Cambridge: Belknap Press of Harvard University Press, p. 1018. کينډۍ:ISBN
  36. Gould, S. J. (1981). "Official Transcript for Gould’s deposition in McLean v. Arkansas." (Nov. 27). Under oath Gould stated: "My political views tend to the left of center. Q. Could you be more specific about your political views? A. I don't know how to be. I am not a joiner, so I am not a member of any organization. So I have always resisted labeling. But if you read my other book, The Mismeasure of Man, which is not included because it is not about evolution, you will get a sense of my political views." p. 153.
  37. Perez, Myrna (2013). "Evolutionary Activism: Stephen Jay Gould, the New Left and Sociobiology" (PDF). Endeavour. 37 (2): 104–11. doi:10.1016/j.endeavour.2012.10.002. PMID 23643447. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Gasper, Phil (2002). "Stephen Jay Gould: Archived November 24, 2015, at the Wayback Machine. Dialectical Biologist". International Socialist Review 24 (July–August).
  39. Lewontin, Richard and Richard Levins (2002). "Stephen Jay Gould—what does it mean to be a radical?" Archived March 17, 2011, at the Wayback Machine. Monthly Review 54 (Nov. 1).
  40. Gould, S. J. (2003). Triumph and Tragedy in Mudville. New York: W. W. Norton & Co. See his essays: "The Streak of Streaks."
  41. Gould, S. J. (1993). "Dinomania". New York Review of Books 40 (August 12): 51–56.
  42. Gould, S. J. (2000). "The True Embodiment of Everything That's Excellent: The Strange Adventure of Gilbert and Sullivan". The American Scholar. 69 (20): 35–49. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Gould, S. J. (1983). Hen's Teeth and Horse's Toes. New York: W. W. Norton & Company. کينډۍ:ISBN.
  44. (په May 21, 2002 باندې). Stephen Jay Gould, 60, Is Dead; Enlivened Evolutionary Theory. The New York Times.
  45. Golden, Frederic (1996) "A Kinder, Gentler Stephen Jay Gould" Los Angeles Times Oct 8.
  46. Green, Michelle (1986). "Stephen Jay Gould: driven by a hunger to learn and to write". People 25 (June 2): 109–114.