سیکولاریزم د سیکولار او طبیعت ګرایانه ملاحظاتو له مخې د انساني چارو د تر سره کولو په خاطر د هلوځلو اصل دی. د دې اصطلاح زیاتره عام تعریف له مدني چارو او دولت څخه د دین بېلتون دی او کېدای شي د ژوند په هر ډګر کې د دین د ونډې د لري کولو یا حداقل ته رسولو په خاطر په ورته موضع کې نورهم پراخ شي. دغه اصطلاح پراخې معناګانې لري خو په ټول قیاسي حالت کې ښايي هره هغه موضوع چې په هره برخه کې د سیکولار د لوړتیا لامل ګرځي، هغه له ځان سره ولري. دا کېدای شي له روحانیت سره ضد لرل، الحاد او

د سيکولريزم هېوادونو نخښه
طبیعت ګرايي اوسي یا هم له عامه ادارو څخه د مذهبي نښو نښانو لري کول وي.[۱][۲][۳][۴]

د یوې فلسفې په توګه، سیکولاریزم په دې لټه کې دی چې ژوند د هغو اصولو له مخې تفسیر کړي کوم چې یوازې له مادي نړۍ څخه  اخیستل شوی دی، پرته له دې چې دیني سرچینو ته ور وګرځي. سیکولاریزم له دین څخه پام «زماني» او مادي اندیښنو ته را ګرځوي. [۵]

په لویدیځ کې د سیکولاریزم په اړه دودیز توپیرونه شته، لکه د فرانسې، ترکیې او انګریز- امریکايي ماډلونه او تر دې هاخوا، لکه هند چې په دغو هېوادونو کې زیاتره د قانون پروړاندې په برابرۍ او د دولت پر بې پلوۍ ټینګار کېږي نه دا چې بشپړ بېلتون غواړي. له سیکولاریزم څخه د ملاتړ په برخه کې موخې او استدلالونه ډېر توپیر لري، له دې ادعاوو نیولې چې دا د عصري کېدو لپاره بنسټیز عنصر ګڼل کېږي یا دا چې دین او دودیز ارزښتونه د شاته پاتې والې او تفرقې په معنی دي او تر دې ادعا پورې چې سیکولاریزم په ازاده توګه د دیني چارو تر سره کولو یوازینی ضامن دی.  

بیا کتنه سمول

هغه کس چې د سیکولاریزم لغت یې د لومړي ځل لپاره د اوسني مفهوم له مخې وکاراوه هغه په ۱۸۵۱ کال کې یو بریټانیايي لیکوال، جورج هالي اوک ؤ. دا چې د هغه په نظر «الحاد» یوه ډېره غصناکه کلیمه وه، نو د داسې اصطلاح په لټه کې شو څو وکړای شي داسې یوه موضع توصیف کړي چې له مخې یې ژوند یوازې د طبیعت ګرایانه (سیکولار) ملاحظاتو له مخې پر مخ یوړل شي، پرته له دې چې دین پکې رد شی، چې په دې توګه له هغو کسانو سره چې عقیده لري د هغوی همکاري به هم ممکنه شي. له سیکولاریزم څخه د هالي اوک تعریف له هغه څه سره چې بیا را وروسته لیکوالو تعریف کړی، توپیر لري. لکه څرنګه چې د Humanist Heritage وېب پاڼه کې ورته اشاره شوې ده، هالي اوک د سیکولاریزم تعریف داسې کړی چې «تر زیاتې کچې پورې د هیومانیزم له اوسنيو تعریفونو سره او د الحاد له تعریف څخه ډېر پراخ دی». د سیکولاریزم په اړه زیاتره اوسني تعریفونه په زیات احتمال سره د شخصي باورونو په پرتله د کلیسا او دولت تر منځ د بېلتون په اړه دي.[۶][۷]

کولای شو سیکولاریزم په دوو ډولونو ووېشو، «سخت» او «نرم»:‎ سخت سیکولاریزم دیني وړاندیزونه له معرفتي اړخه نامشروع بولي او هڅه کوي تر کومه ځایه چې  شونې وي هغه رد کړي. خو نرم سیکولاریزم بیا پر زغم او لیبرالیزم باندې ټینګار لري. [۸]

دولتي سیکولاریزم سمول

په سیاسي اصطلاحاتو کې، سیکولاریزم د دین او دولت تر منځ د بېلتون یو خوځښت دی (چې زیاتره د کلیسا او دولت تر منځ د واټن رامنځ ته کولو په اصطلاح هم کاریدلی). دغه اصطلاح کېدای شي د حکومت او دولتي دین تر منځ د اړیکو کمېدو ته هم اطلاق شي، چېرې چې مدني قوانین د شریعت او نورو سپیڅلو کتابونو ځای نیسي او د مذهب له مخې تبعیض له منځه وړي. ویل کېږي چې په دې کار سره د دیني لږکیو د حقونو د ملاتړ له امله دیموکراسي نوره هم  ټینګیږي. [۹]

د کلیسا او دولت بېلتون یوازې یو له هغو ممکنو ستراتیژیو څخه دی چې د سیکولار دولتونو له خوا تر کار لاندې نیول کېږي. له ډیموکراتیکو نیولې تر استبدادي حکومتونو پورې، دا ټول یوه اندیښنه لري او هغه په اړیکو کې د مذهبي اړخ محدودول دي. هر دولت کېدای شي د خپلې تګلارې لپاره ځانګړي مقررات ولري. دغه کېدای شي بېلتون واوسي یا هم د فرانسې، ترکیې او نورو هېوادونو په څېر په دقت سره ادیان تر څار لاندې ونیسي او تنظیم یې کړي.[۱۰]

د دولتي ادیانو د ازادي د نظریې په اړه ستر اغېز د جان لاک له لیکنو راغلی، کوم چې د زغم په اړه لیک کې یې د دینی زغم په اړه استدلال کړی وو. هغه دغه استدلال کړی وو چې حکومت باید له ټولو اتباعو او ادیانو سره په برابره توګه چلند وکړي او بل دا چې د هغوی اعمال محدود کړي خو نه د هغو ترشا پروت دیني مقصد. [۱۱]

د ۱۹مې پیړۍ په لومړۍ نیمايي کې د سیک امپراطورۍ واکمن ماهاراجه رانجیت سنګ د هند په پنجاب کې په بریالیتوب سره یو سیکولار دولت رامنځته کړ. دغه سیکولار واکمن د ټولو نژادونو او ادیانو غړو ته درناوی درلود او هغوی ته یې اجازه ورکړه چې له تبعیض پرته د رنجیت سنګ په دربار کې ګډون وکړي او له همدې امله د هغه په دربار کې د سیک، مسلمان او هندو ادیانو استازي شامل وو. رنجیت سنګ همداشان په پراخه کچه زده کړې، دین او د بېلابېلو ادیانو او ژبو هنرونه تمویل کړل.  [۱۲][۱۳]

سیکولاریزم زیاتره په اروپا کې د روشنګري په عصر کې مطرح شو چې د لویدیځې ټولنې په رامنځته کولو کې یې اصلي ونډه ترسره کړه. په امریکا کې له سیاست څخه د دین بېلتون او په فرانسه کې لایسیته په پراخه کچه د سیکولاریزم له مخې رامنځته شوی دی. سیکولار دولتونه په منځنیو پیړیو کې په اسلامي نړۍ کې هم شته (اسلام او سیکولاریزم وویني).[۱۴]

له دولت څخه د کلیسا د بېلتون له عقیدې سره سم، سیکولاریستان دې ته ترجیح ورکوي څو سیاست وال د دیني دلایلو په پرتله سیکولارپرېکړې وکړي. په دې برخه کې، د جنین د سقط، له امېندواره کېدو څخه پر مخنیوي، د بنیادي حجرې په اړه څېړنې، د همجنس بازانو ودونه او د سکس د زده کړې په اړه د امریکا سیکولار سازمانونه لکه Center for Inquiry ډېر زیات تینګار کوي. [۱۵][۱۶][۱۷]

ځینې مسیحي بنسټ پالان او عالمان (په تیره بیا په متحده ایالاتو کې) له سیکولاریزم سره مخالف دي او ادعا کوي چې په اوسني وخت کې د «راډیکال سیکولاریستانو» ایدیالوژی منل شوې ده او دوی سیکولاریزم د «مسیحیانو د حقونو» او ملي امنیت پر وړاندې یو ګواښ بولي.[۱۸][۱۹]

دغه استدلال شوی چې په متحده ایالاتو کې د سیکولاریزم مفهوم زیاتره وختونه غلط تعبیر شوی دی. ژاک برلینروبلاو لیکلي چې: «سیکولاریزم باید د امریکا د سیاسي اصطلاحګانو په قاموس کې تر ټولو بده او خدشه داره کوونکې اصطلاح وي» او دا چې له ۱۹۷۰ کلونو راهیسې دیني ښي پلوو په قصدي ډول دا له الحاد، کمونیزم او نورو ایدیالوژیو سره برابر بللی دی. [۲۰]

په اوسنۍ نړۍ کې د دیني بنسټپالنې تر ټولو ډېر مهم ځواکونه مسیحي بنسټپالنه او اسلامي بنسټپالنه ده. په ورته وخت کې، له دیني اقلیتونو څخه د سیکولاریزم یو مهم جریان رامنځته شوی کوم چې حکومتی او سیاسي سیکولاریزم د برابرو حقونو د ساتنې په برخه کې یوه نه بېلېدونکې برخه بولي.[۲۱]

ځینې هغه مشهور دولتونه چې زیاتره د «مشروطه سیکولار» په توګه پیژندل کېږي، داد دي: له متحده ایالاتو، فرانسې، ترکیې، هند، مکسیکو او سویلي کوریا څخه، که څه هم له دغو هېوادونو څخه هېڅ یو یې د دین له اړخه کوم واحد ډول حکومتولي نه لري. د بېلګې په توګه، د هند په سیکولازیرم کې د دولت لاسوهنه او د دین محدودول شاملیږي، په داسې حال کې چې په فرانسه کې بیا سیکولاریزم په دین کې د دولت د لاسوهنې خنډ ګرځي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سیکولار ټولنه سمول

د ادیانو په مطالعه کې، عصري ډیموکراسي ګانې په عمومي توګه د سیکولار په توګه پېژندل کېږي. دا د دین د نږدې بشپړې ازادۍ (دیني اعتقادات عموماً په قانوني یا ټولنیزو بندیزونو کې شامل نه دي) او په سیاسي پرېکړو کې د دیني مشرانو د اختیار نه لرلو له امله ده. خو بیا هم ادعا شوې چې د پیو د څېړنیز مرکز له خوا تر سره شوې سروې ګانې ښیې چې پر عمومي ژوند باندې د دین د اساسي ونډې لوبولو لپاره امریکایان راحت دي، په داسې حال کې چې په اروپا کې پر عمومي ژوند د کلیسا اغیز مخ په کمېدو دی.[۲۸][۲۹]

سپېره رنګ‌ لرونکي هېوادونه د سيکولريزم نظام سره مخالف دي، او خپل دين يې رسمي کړی. زرغون رنګ هېوادونو کې سيکولريزم نظام عام دی.


د سيکولريزم نوم، د لومړي ځل لپاره په کال ۱۸۴۶ ز. کې د بريټانوي ليکوال جورج هالي اوک له خوا وکارول شو . نوموړي وويل چې سکولريزم هغه عقيده او اند دی چې انسانيت او پرمختګ ته لومړيتوب ورکوي. او هغه کسان چې دين باور نه لري، په دې حقيقت پوهېږي .

پېښليک سمول

هالي اوک په 1896 زیږدیز کال کې د [سيکولريزم انګرېزي] په نوم ، په خپل يوه کتاب کې سيکولريزم په لاندې ډول تعريفوي:

سکولريزم د انساني قانون او مادياتو څخه جوړ يو فکر او عقيده ده، او د هغه کسانو لپاره ده چې دين نا لايق او بې باوره ګڼي.

د سيکولريزم اصول په لاندې ډول دي: (د نوموړي په وینا)

۱: د ژوند پرمختګ

۲: پوهه يا تعليم ، یوازنی وسيله ده چې انسان ورته لاسرسی لري

۳: دا چې خیر په نېکۍ کې دی، څه دین وي څه نه. نو اړتيا نشته چې دين د سياست سره ګډ کړو.

د سيکولر هېوادونه نوملړ سمول

روسیه د تاجکستان، ازبکستان ، ترکیې او ترکمنستان په ګډون ډېر نور آسيايي هېوادونه اروپا ، امريکا او نور.... خو اروپا د سيکولريزم اصلي ريښه لرونکي هېوادونه دي.

د سيکولريزم مخالفو هېوادونو نوملړ سمول

افغانستان، عراق، ایران او څو نور اسلامي هېوادونه، د سيکولريزم نظام سرسخته مخالفين ګڼل کېږي.

د افغانستان پخواني سيکولري نظامونه سمول

ببرک کارمل (د ببرک کارمل په نظام کې هېڅ کوم دين په رسميت پېژندل شوی نه وه او لومړيتوب يې نه درلود.)

ظاهر شاه: د ظاهر شاه حکومت يو خپلواک او شاهي حکومت وو، د نوموړي په حکومت کې هېڅ دين رسميت نه درلود.


او ډېر نور....

د ترکيې سيکولر نظام سمول

که څه هم ترکيه يو له هغو هېوادونو څخه ده چې اوسېدونکي يې اکثريت مسلمانان دي، خو سیکولري نظام پکې د اروپايي هېوادونو څخه هم ډېر عملي شوی.

د ترکیې سيکولريزم نظام هم نورو اروپايي هېوادونو ته ورته دی.

د اسلامي هېوادونو سيکولريزم سمول

لکه څنګه چې سيکولريزم په غیراسلامي هېوادونو کې توپير لري، همدا شان په اسلامي هېوادونو کې هم توپير لري. او په بېلابېلو دلايلو يې سیکولري نظام غوره کړی.


د اسلامي هېوادونو سيکولريزم او مخالف نظامونه :

د اسلامي هېوادونو سيکولريزم

🔴 اسلامي هېوادونه

🔶 رسمي دين لرونکي هېوادونه

زرغون رنګ: سیکولريزم هېوادونه

ورته لیکنې سمول

سيکولر حکومت

سرچينې سمول

  1. Luke W. Galen. The Nonreligious: Understanding Secular People and Societies. Oxford University Press, 2016. p. 22-23
  2. "Secularism". A Dictionary of Atheism. (2016). Oxford University Press. 
  3. John R. Shook, The Oxford Handbook of Secularism. Oxford University Press, 2017. p. 10
  4. Nader Hashemi (2009). "Secularism". The Oxford Encyclopedia of the Islamic World. Ed. John L. Esposito. Oxford: Oxford University Press. ISBN 9780195305135. 
  5. Yaniv Roznai citing Domenic Marbaniang in "Negotiating the Eternal: The Paradox of Entrenching Secularism in Constitutions", Michigan State Law Review 253, 2017, p. 324
  6. Shook, Zuckerman, pp. 3-4.
  7. "George Jacob Holyoake (1817-1906)". Humanist Heritage. Humanists UK. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Kosmin, Barry A. "Hard and soft secularists and hard and soft secularism: An intellectual and research challenge." (PDF), د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر March 27, 2009 باندې, د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Feldman, Noah (2005). p. 14. "[Legal secularists] claim that separating religion from the public, governmental sphere is necessary to ensure the full inclusion of all citizens."
  10. Berlinerblau, Jacques, "How to be Secular", Houghton Mifflin Harcourt, p. xvi.
  11. Elissa B. Alzate, Religious Liberty in a Lockean Society, Palgrave Studies in Religion, Politics, and Policy, 2017, p. 32
  12. K.S. Duggal, Ranjit Singh: A Secular Sikh Sovereign, Abhinav Publications (1989) کينډۍ:ISBN
  13. Sheikh, Majid (2010-10-31). "Destruction of schools as Leitner saw them". Dawn. مؤرشف من الأصل في ۲۵ مې ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Ira M. Lapidus (October 1975). "The Separation of State and Religion in the Development of Early Islamic Society", International Journal of Middle East Studies 6 (4), pp. 363–85.
  15. Feldman Noah (2005). pp. 6–8.
  16. Washington Post, November 15, 2006 "Think Tank Will Promote Thinking" Archived 2017-10-29 at the Wayback Machine.
  17. "Declaration in Defense of Science and Secularism". Cfidc.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جنوري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 2007-05-19 باندې). 'Jerry's Kids' Urged to Challenge 'Radical Secularism'.
  19. Rev Jerry Falwell (2001-09-15). "Jerry Falwell – Quotations – Seventh quotation". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مې ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Jacques Berlinerblau (په 2012-07-28 باندې). Secularism Is Not Atheism.
  21. Feldman, Noah (2005). p. 13.
  22. Mount, Steve. ""The Constitution of the United States", Amendment 1 – Freedom of Religion, Press". مؤرشف من الأصل في ۳۰ اگسټ ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Secularism and Religious Freedom in France". مؤرشف من الأصل في ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Preamble of the Constitution of India". Indiacode.nic.in. مؤرشف من الأصل في ۱۶ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. See article 3 of the 1917 Mexican constitution, and Article 24. See also Schmitt (1962) and Blancarte (2006).
  26. Das Acevedo, Veena (27 December 2018). "Secularism in the Indian Context". Law & Social Inquiry. 38: 139. مؤرشف من الأصل في ۰۲ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "LAÏCITÉ: A MODEL OR A THREAT FOR FREEDOM OF RELIGION?". Religious Freedom Institute (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۷ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Secular Europe and Religious America: Implications for Transatlantic Relations". Pew Research Center. 2005-04-21. مؤرشف من الأصل في ۰۴ جولای ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. The Protestant Ethic and the Spirit of Capitalism, Max Weber, London, Routledge Classics, 2001, pp. 123–25.