سنځله (ونه)

د سنځلې ونه د انګلیسي: Elaeagnus د Elaeagnus Angustifolia په كورنۍ پوري اړه لري، او يو دوه مشيمه (Dicotyledon) بوټي دي، خپله ډيره نمو د سپرلي او مني په موسم كي تر سره كوي، دا بوټي سپين رنگ ته ورته پاڼي لري ، زيړ گلان توليدوي همدارنگه ددي وني ميوه په اوړي كي منځ ته راځي او تر مني دوام پيدا كوي، ددي وني لوړوالي تر ۳۵ فوټه رسيږي. دا ونه د ريښي، تخم او قلمي په وسيله تكثير كيږي همدارنگه دا ونه د وچكالي په مقابل كي ډير مقاومت لري.

د سینځلو ونه

درمليز ارزښت سمول

د سنځلو د ونې پاڼې د قبض پيداکونکی خواص لري، له گلانو څخه یی د ځینو مایعاتو د خوشبو کولو لپاره کار اخیستل کیږي.

نور خصوصیات سمول

دي وني پاڼي بيضوي او تياره شني دي، كوچني ژيړ او خوشبويه گلان لري چي د مي او جون په مياشتو كي منځ ته راځي، دا ونه وروسته له دريو كلونو څخه ميوه توليدوي. د سنځلو ريښي د Nitrogen Fixing root Nodules درلودونكي دي چي دا ددي ونو سره مرسته كوي تر څو په ډيرو غريبو خاورو كي نمو وكړي او توافق تر لاسه كړي. سنځلي په اصلي ډول په چين او جاپان پوري اړه لري او په 1900 ميلادي كال كي شمالي امريكا ته وپيژندل شوه.

دا بوټي په امريكا كي د ځمكي د تخريب د مخنيوي، د ځمكو د احيا، د وحشي ځناورو د محيط د جوړولو او ښكلا لپاره كرل كيږي، دا بوټي په غربي او منځني اسيا پوري اړه لري او له روسيي او قزاقستان څخه تر تركيي پوري ددي بوټي اصلي وطن دي. ددي بوټي پاڼي متانوبي دي چي د 4-9 سانتي مترو پوري رسيږي او 1-2.5 سانتي متره پراخوالي لري او همدارنگه څنډي يي همواري دي، په لوړه اندازه اروماتيكي گلان چي دوه دري ځونډي يي سره يو ځاي وي او ۱ سانتي متر اوږدوالي لري توليدوي اوددي بوټي گلان د زيړي كرولا درلودونكي دي

دا يوه عالي باد ماتونكي (Wind Break) ونه ده چي د لږو اوبو په مقابل كي مقاومت لري او همدارنگه كولاي شي چي د مالگينو او Alkali خاورو كي وده وكړي ، ددي وني تخم ددريو كلونو لپاره په خاوره كي ژوندي پاتي كيداي شي، ريښي يي ژوري دي دا ونه په ريگي او كلكو كلي خاور كي نمو كولاي شي او د سيلابونو په مقابل كي مقاومت لري. دا ونه په يوه كال كي ۶ فوټه نمو كوي. ددي وني له بيلابيلو برخو لكه ميوه، پوست او شيري څخه صنعتي او طبي گټي لاس ته راځي. ددي وني له پوست څخه تتراهيدروآرمور - متيل – N استخراجيږي ددي وني له پاڼو څخه د آلكانوييد په نامه يوه بله كيمياوي ماده لاس ته راځي چي له دي دواړو مادو څخه ددوا په جوړولو كي گټه اخيستل كيږي. د سنځلي ميوه ددريو برخو (پوست ، منځني برخه او هستي ) څخه منځ ته راغلي. د سنځلي منځني برخه او هسته ډير غذايي اهميت لري ، د سنځلي منځني برخه دوه ډوله قندونه گلوكوز او فركتوز او 7 نوعه اشباع شوي او غير اشباع شوي چربي درلودونكي ده. د سنځلي هسته 17 نوع امينو اسيدونه لري چي هر يو دا امينو اسيد ښه طبي گټه لري. او داسي ويل كيږي چي دا ميوه د صفرا لپاره دوا ده ، په سنتي طب كي دا ميوه د قبض لپاره ، د غاښونو او د معدي د زخم لپاره ديره موثره ده. ددي وني څخه د عطر جوړولو او د لرگي په صنعت كي گټه اخيستل كيږي. دا ميوه د قي د مخنيوي لپاره هم يوه ښه دوا گڼل كيږي. همدارنگه دا ميوه د سړو تبو دلري كولو او د زړه لپاره ښه گتوره ميوه ده. همدارنگه كه چيري دا ميوه د زيتونو په غوړو كي سره شي نو د خارښ، د بندونو د درد او همدارنگه د ويښتانو د نمو لپاره گټوره ده. په اسپانيا كي د سنځلو د گلانو له شيري څخه د شديدو او خطرناكو تبو په مخنيوي كي گټه اخلي. د سنځلي په پوست كي آلكالوئيد الدآگنين او يوبل سريښناك آلكالوئيد شتون لري. د سنځلي ميوه د ويتامين A او B ويتامينونودرولودونكي ده همدارنگه لږ اندازه ويتامين K هم لري. همدارنگه سنځله د بواسيرو لپاره هم گټوره ده، هغه څوك چي ډيري متيازي كړي دهغو د مخنيوي لپاره ښه دوا ده. سنځله د جگر د ناروغيو لكه زيړي لپاره ډيره گټوره ده، په سنځله كي د كلسيم اندازه ډيره ده نو له دي امله د هډوكي لپاره گټوره ده. دا ميوه د درد ضد ، سرطان ضد او د ويني د فشار مخنيونكي ده. او همدارنگه د شكر د ناروغي لپاره ډيره گتوره ده. د سنځلي گلان دوه ډوله يعني د نر او ښځي په شكل پيدا كيږي، سنځلي ته په انگليسي ژبه deaster او Bohemian oleaster او Russian olive ، په فرانسوي ژبه chalef او Eleajne ويل كيږي. په عراق كي ورته غبيده بادام او په عربو كي ورته غبيرا ويل كيږي، د سنځلو د گلانو عطر په 50 متري كي محسوس كيږي. د هغه لوښو او اسبابو تصويرونه چي د سنځلي له لرگي څخه جوړ شوي دي

سرچینې سمول

  • Nonnative Invasive Plants of Southern Forests - USDA Forest Service

http://www.invasive.org/eastern/srs/RO.html - Aug 26, 2004

  • Fire Effects Information System - USDA Forest Service

http://www.fs.fed.us/database/feis/plants/tree/elaang/all.html - Aug 26, 2004

  • Weeds Gone Wild: Alien Plant Invaders of Natural Areas - Plant Conservation Alliance

http://www.nps.gov/plants/alien/fact/elan1.htm - Aug 26, 2004

  • Element Stewardship Abstract - The Nature Conservancy

http://tncweeds.ucdavis.edu/esadocs/documnts/elaeang.pdf Archived 2007-02-07 at the Wayback Machine. - Aug 26, 2004

  • Invasive Plant Atlas of New England - University of Connecticut

http://www.lib.uconn.edu/webapps/ipane/browsing.cfm?descriptionid=49 Archived 2006-09-10 at the Wayback Machine. - Aug 26, 2004

  • Weed of the Week - USDA Forest Service

http://www.na.fs.fed.us/fhp/invasive_plants/weeds/russian-olive.pdf Archived 2016-03-06 at the Wayback Machine. - Nov 7, 2006