نری رنځ(سرطان)، د ناروغيو يوه ډله ده، چې د حجرې غير عادي وده رانغاړي او د دې توان لري چې د بدن نورو برخو ته خپور شي يا پرې برید وکړي. سرطانونه له benign (سليم) تومورونو سره توپير لري. سليم تومورونه د بدن نورو برخو ته نه خپرېږي. په ممکنه نښو او علايمو کې غوټې، غيرعادي توليد مثل، اوږدمهاله ټوخی، د وزن ناڅرګند بايلل او د کولمو په حرکتونو کې بدلون شاملېږي. که څه هم یادې شوي نښې سرطان په ګوته کوي، مګر نور سببونه هم لرلی شي. د سرطان له ۱۰۰ نه زيات ډولونه انسانان اغېزمنوي. [۱][۲][۳]

د سرطان له امله د ٪۲۲  مړينې سبب د تمباکو استعمال دی. ٪۱۰ نور يې د چاغوالي، کمزوري غذايي رژيم، د فزيکي فعاليتونو د کموالي او يا د الکولي مشروباتو د زيات څښاک له امله دي. په نورو عواملو کې ځيني انتانونه، د ايوني وړانګو پر وړاندې واقع کېدل او چاپېريالي ککړونکي شاملېږي. په مخ پر وده نړۍ کې د سرطان ٪۱۵ د ځينو انتانونو، لکه: Helicobacter pylori, hepatitis B, hepatitis C, human papillomavirus infection, Epstein–Barr virus او ايډز له امله دي. ذکر شوي عوامل لږ تر لږه د يوې برخې په توګه د يوې حجرې د جينونو بدلولو په واسطه عمل کوي. په نمونه يي ډول د سرطان له پرمختګ کولو نه وړاندې زياتو جنيټيکي بدلونونو ته اړتيا ده. نږدې له (٪۱۰ – ۵) سرطانونه د ارثي جنيټيکي نيمګړتياوو له امله دي . سرطان د هغې د معلومو اعراضو او نښو يا هم د سکريننګ (screening) ازموينې په واسطه معلومېدلی شي. وروسته بيا په نمونه يي ډول د طبي انځور (Medical Imaging) په واسطه پلټل کېږي او د biopsy په وسیله تاييديږي. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د ځينو څرګندو سرطانونو د پرمختګ خطر، د سګرټ نه څښلو، د صحي وزن ساتلو، د الکولو محدود څښاک، زياتو سبزيجاتو په خوړلو، مېوه جاتو او په ټوله کې د غله جاتو، د معلومو انتاني ناروغيو پر وړاندې واکسين اخيستلو، د پروسس شوې او سرې غوښې لږ مصرف او د لمر وړانګو له مستقيم تماس په محدودولو سره کمېدلی شي. د screening په واسطه د cervical او colorectal سرطانونو ابتدايي تشخيص ګټور دی. د سينو د سرطان تشخيصول د screening په واسطه د بحث وړ (جدي بحثونه) دي. سرطانونه زياتره د وړانګو تداوي (radiation therapy)، جراحي، کيموترافي او targeted therapy په واسطه معالجه کېږي. د درد او نښې (علامې) تنظيم د پاملرنې يوه مهمه برخه ده. لږوونکې پاملرنه (palliative care) په هغو خلکو کې په ځانګړي ډول مهمه ده، چې پرمختللې ناروغي لري. د ژوندي پاتې کېدلو موکه يا چانس د سرطان په ډول او د تداوۍ په پيل کې د ناروغۍ په وسعت او پراخوالي پورې اړه لري. له ۱۵ کلنۍ نه د کم عمره ماشومانو په تشخيص کې په پرمختللې نړۍ کې د ۵ کالونو ژوندي پاتې کېدو منځنۍکچه ۸۰ سلنه ده. په متحده ايالتونو کې د سرطان لپاره د اوسط پينځه کاله ژوندي پاتې کېدلو اندازه ٪۶۶ ده. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په ۲۰۱۵ ز کې نږدې ۹۰،۵ ميليونه خلکو سرطان درلود. لکه د ۲۰۱۹ز په کلني ډول نږدې ۱۸ ميليونه نوې پېښې واقع کېږي. په کلني ډول د سرطان له امله د مړينې کچه ۸.۸ ميليونه يعنې د ټولې سلنې (٪۱۵.۷) ده. په نارينوو کې د سرطان تر ټولو عام ډولونه د سږو، پروستات، colorectal او معدې سرطانونه دي. په ښځو کې تر ټولو عام ډول د سينې، colorectal، سږو او cervical سرطانونه دي. که چېرې د پوستکي سرطان د (melonama) د نورو په پرتله د سرطان له کلنۍ جمله نوو پېښو سره شامل شي، دا به نږدې ٪۴۰ پېښې تشکيل کړي. په کوچنيانو کې acute lymphoblastic leukemia او د عصب تومورونه له افريقا پرته ډېر عام دی. non-Hodgkin lymphoma سرطان زيات واقع کېږي. په ۲۰۱۲ کې په نږدې ۱۶۵۰۰۰ له ۱۵ کالونو نه کم عمره کوچنيانو کې سرطان تشخيص شوی و. د سرطان خطر په څرګند ډول په عمر سره زياتېږي او زياتره سرطانونه په عام ډول په پرمختللو هېوادونو کې واقع کېږي. تر زړښته د وګړو د ژوند کولو او په مخ پر وده هېوادونو کې د ژوند ډول د بدلون له مخې د سرطان کچه او اندازه زياتېږي. د سرطان مالي بيې د يوه کال لپاره د ٪۲ د معلوماتو له مخې ۱.۱۶ تريليونه امريکايي ډالر اټکل شوي وو. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

رېښه او تعريفونه

سرطان وییکی، د لرغوني يونان له (καρκίνος) نه راغلی دی، چې د پنجه پړاو او تومور معنا لري. د نورو عالمانو له منځه يوناني عالم (فزيکپوه) هايپوکرات او ګالين د پنجه پړاو او تومورونو ورته والی په پړسېدلو رګونو سره يادښت کړ. ذکر شوی ويیکی، په نږدې ۱۶۰۰ کې په انګليسي کې د معاصر طب په برخه کې معرفي شو. [۲۵]

سرطانونه د ناروغيو يوه پراخه کورنۍ رانغاړي چې د حجرې د غير عادي ودې په شاملولو سره د بدن په نورو برخو باندې د حملې او په کې د خپرېدلو توان لري. دوی د نيوپلازم يوه فرعي ډله تشکيلوي. نيوپلازم يا تومورد حجرو يو ګروپ دی، چې undergone نامنظمه وده لري او زياتره يوه کتله يا غوټه (لمف) تشکيلوي، مګر کېدای شي په تيت او پرک ډول وېشل شوی وي. [۲۶][۲۷]

ټولې تومور حجرې، د سرطان شپږ عمومي نښې (hallmarks) ښيي. دا نښې د يوه خطرناک تومور د توليدولو لپاره اړينې دي، چې په لاندې ډول دي: [۲۸]

  • د حجرې وده او وېش مناسب سيګنالونه له لاسه ورکوي.
  • پر له پسې وده او وېش ان سيګنالونه برعکس ورکړل شوي دي.
  • د تنظيم شوو حجرو له منځه تلنې مخنيوی.
  • د حجروي وېش نامحدوده شمېر.
  • د وينې رګونو (مجرا) جوړښت ته وده ورکول.
  • د نسج حمله او د ناروغيو د هجوم جوړښت. [۲۹]

له عادي حجرې نه هغې حجرې ته پرمختګ چې د سرطان د بشپړولو په موخه يوه د کشف وړ کتله تشکيلولی شي، د خطرناک پرمختګ په توګه پېژندل شوي ګڼ پړاوونه شاملوي. [۳۰][۳۱]

نښې او علامې

کله چې سرطان پيل شي، هېڅ نښې نه توليدوي. نښې او علايم هغه وخت ښکاره کېږي چې کتله وده وکړي يا ټپ رامنځته شي. پايله لرونکې موندنې د سرطان په ډول او موقعيت پورې اړه لري. محدودې نښې يې مشخص دي. ډېر کله په هغو اشخاصو کې په مکرر ډول واقع کېږي، چې نور حالتونه لري. د سرطان تشخيص ستونزمن کېدلی شي او د يوه ستر مقلد په توګه په نظر کې نيول کېدلی شي. [۳۲]

له تشخيص نه وروسته کېدای شي، خلک خپه يا خوابدي شي. په سرطان لرونکو خلکو کې د ځان وژنې خطر دوه برابره دی. [۳۳]

محلي(موضعي) نښې

کېدای شي د تومور د کتلې يا د تومور د زخم (ټپ) له امله محلي (موضعي) علايم ښکاره شي. د بېلګې په ډول: د سږو له سرطان نه د کتلې اغېزې د سږو کڅوړې بندولی شي، چې د ټوخي يا سينه بغل کې پايله لري. د مرۍ سرطان د مرۍ د تنګېدو لامل کېږي، چې د غذايي توکو په خوړلو کې د ستونزې يا درد باعث کېږي او colorectal سرطان کېدای شي، په کولمو کې د تنګښت يا بندېدو لامل شي، چې د کولمو عادتونه اغېزمنوي. په سينو يا خصيو کې کتلې کېدای شي د پام وړ غوټې (لمپونه) توليد کړي. ټپي کېدنه د وينې بهېدنې لامل کېدلی شي چې، لکه وينه لرونکی ټوخی (د سږو سرطان)، د وينې کموالی يا له مقعد نه وينه بهېدنه (د غټو کولمو سرطان)، په تشو بولو کې وينې (د مثانې سرطان) يا له مهبل نه غير عادي وينه بهېدنه (cervical) سرطان نښې لري، رهبري کوي. که څه هم کېدای شي په پرمختللي سرطان کې موضعي (د بدن د سرطاني برخې) درد واقع شي، مګر ابتدايي تومور په عادي ډول درد نه لري. ځيني سرطانونه د سينې قفس په دننه يا ګېډه کې د مايع او ګاز جوړولو سبب کېدلی شي. [۳۴]

منظمې نښې

منظمې نښې کېدای شي د سرطان په مقابل کې د بدن د غبرګون له امله رامنځته شيٍ. دا کېدای شي ستړيا، د وزن غير ارادي بايلل يا د پوستکي بدلونونه شامل کړي. ځيني سرطانونه د يوه منظم پړسېدلي(التهابوونکي) حالت سبب کېږي، چې د عضلې پر له پسې له لاسه ورکولو يا کمزورۍ ته لارښوونه کوي، چې د بدهضمۍ (cachexia) په نوم پېژندل کېږي. [۳۵][۳۶]

د سرطان ځيني ډولونه، لکه: Hodgkin ناروغي، leukemia او د پښتورګي او ځيګر سرطانونه د پرله پسې تبې لامل کېدلی شي.

د سرطان ځينې نامنظمې نښې، چې د paraneoplastic syndroms په توګه پېژندل کېږي، د هورمونونو يا د تومور په واسطه د توليد شوو نورو ماليکولونو له امله دي. د paraneoplastic syndroms عام سنډرومونه (ځانګړې نښې)د کلسيم زیاتوالی (Hypercalcemia) رانغاړي، چې د بدل شوي ذهني حالت، قبضيت او د بدن د اوبو له لاسه ورکول (dehydration) يا hyponatremia سبب ګرځي، چې د بدل شوي ذهني حالت، کانګو، سردردۍ يا د عصبي حملې (د عصب تصرف) لامل کېدلی شي. [۳۷]

سرچینې

  1. "Cancer". World Health Organization. 12 September 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Defining Cancer". National Cancer Institute. 17 September 2007. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Cancer – Signs and symptoms". NHS Choices. مؤرشف من الأصل في ۰۸ جون ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Obesity and Cancer Risk". National Cancer Institute. 3 January 2012. مؤرشف من الأصل في ۰۴ جولای ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Jayasekara H, MacInnis RJ, Room R, English DR (May 2016). "Long-Term Alcohol Consumption and Breast, Upper Aero-Digestive Tract and Colorectal Cancer Risk: A Systematic Review and Meta-Analysis". Alcohol and Alcoholism. 51 (3): 315–30. doi:10.1093/alcalc/agv110. PMID 26400678. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Anand P, Kunnumakkara AB, Sundaram C, Harikumar KB, Tharakan ST, Lai OS, Sung B, Aggarwal BB (September 2008). "Cancer is a preventable disease that requires major lifestyle changes". Pharmaceutical Research. 25 (9): 2097–116. doi:10.1007/s11095-008-9661-9. PMC 2515569. PMID 18626751. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. World Cancer Report 2014. World Health Organization. 2014. د کتاب پاڼي Chapter 1.1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-832-0429-9. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جولای ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Heredity and Cancer". American Cancer Society. مؤرشف من الأصل في ۰۲ اگسټ ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "How is cancer diagnosed?". American Cancer Society. 29 January 2013. مؤرشف من الأصل في ۱۴ جولای ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Kushi LH, Doyle C, McCullough M, Rock CL, Demark-Wahnefried W, Bandera EV, Gapstur S, Patel AV, Andrews K, Gansler T (2012). "American Cancer Society Guidelines on nutrition and physical activity for cancer prevention: reducing the risk of cancer with healthy food choices and physical activity". CA: A Cancer Journal for Clinicians Cancer J Clin. 62 (1): 30–67. doi:10.3322/caac.20140. PMID 22237782. S2CID 2067308. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Parkin DM, Boyd L, Walker LC (December 2011). "16. The fraction of cancer attributable to lifestyle and environmental factors in the UK in 2010". British Journal of Cancer. 105 (Suppl 2): S77–81. doi:10.1038/bjc.2011.489. PMC 3252065. PMID 22158327. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. World Cancer Report 2014. World Health Organization. 2014. د کتاب پاڼي Chapter 4.7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-832-0429-9. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جولای ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Gøtzsche PC, Jørgensen KJ (June 2013). "Screening for breast cancer with mammography". The Cochrane Database of Systematic Reviews. 6 (6): CD001877. doi:10.1002/14651858.CD001877.pub5. PMC 6464778. PMID 23737396. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Targeted Cancer Therapies". cancer.gov. National Cancer Institute. 26 February 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. World Cancer Report 2014. World Health Organization. 2014. د کتاب پاڼي Chapter 1.3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-832-0429-9. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جولای ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "SEER Stat Fact Sheets: All Cancer Sites". National Cancer Institute. مؤرشف من الأصل في ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. GBD 2015 Disease and Injury Incidence and Prevalence, Collaborators. (8 October 2016). "Global, regional, and national incidence, prevalence, and years lived with disability for 310 diseases and injuries, 1990–2015: a systematic analysis for the Global Burden of Disease Study 2015". Lancet. 388 (10053): 1545–1602. doi:10.1016/S0140-6736(16)31678-6. PMC 5055577. PMID 27733282. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Sciacovelli M, Schmidt C, Maher ER, Frezza C (2020). "Metabolic Drivers in Hereditary Cancer Syndromes". Annual Review of Cancer Biology. 4: 77–97. doi:10.1146/annurev-cancerbio-030419-033612. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. GBD 2015 Mortality and Causes of Death, Collaborators. (8 October 2016). "Global, regional, and national life expectancy, all-cause mortality, and cause-specific mortality for 249 causes of death, 1980–2015: a systematic analysis for the Global Burden of Disease Study 2015". Lancet. 388 (10053): 1459–1544. doi:10.1016/s0140-6736(16)31012-1. PMC 5388903. PMID 27733281. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. World Cancer Report 2014. World Health Organization. 2014. د کتاب پاڼي Chapter 1.1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-832-0429-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Dubas LE, Ingraffea A (February 2013). "Nonmelanoma skin cancer". Facial Plastic Surgery Clinics of North America. 21 (1): 43–53. doi:10.1016/j.fsc.2012.10.003. PMID 23369588. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Cakir BÖ, Adamson P, Cingi C (November 2012). "Epidemiology and economic burden of nonmelanoma skin cancer". Facial Plastic Surgery Clinics of North America. 20 (4): 419–22. doi:10.1016/j.fsc.2012.07.004. PMID 23084294. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Jemal A, Bray F, Center MM, Ferlay J, Ward E, Forman D (February 2011). "Global cancer statistics". CA: A Cancer Journal for Clinicians. 61 (2): 69–90. doi:10.3322/caac.20107. PMID 21296855. S2CID 30500384. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. World Cancer Report 2014. World Health Organization. 2014. د کتاب پاڼي Chapter 6.7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-832-0429-9. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جولای ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "cancer | Origin and meaning of cancer by Online Etymology Dictionary". www.etymonline.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Cancer Glossary". cancer.org. American Cancer Society. مؤرشف من الأصل في ۰۱ سپټمبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "What is cancer?". cancer.gov. National Cancer Institute. 17 September 2007. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Hanahan D, Weinberg RA (January 2000). "The hallmarks of cancer". Cell. 100 (1): 57–70. doi:10.1016/S0092-8674(00)81683-9. PMID 10647931. S2CID 1478778. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Hanahan D, Weinberg RA (January 2000). "The hallmarks of cancer". Cell. 100 (1): 57–70. doi:10.1016/S0092-8674(00)81683-9. PMID 10647931. S2CID 1478778. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Hanahan D, Weinberg RA (January 2000). "The hallmarks of cancer". Cell. 100 (1): 57–70. doi:10.1016/S0092-8674(00)81683-9. PMID 10647931. S2CID 1478778. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Hanahan D, Weinberg RA (March 2011). "Hallmarks of cancer: the next generation". Cell. 144 (5): 646–74. doi:10.1016/j.cell.2011.02.013. PMID 21376230. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Holland Chp. 1
  33. Anguiano L, Mayer DK, Piven ML, Rosenstein D (July–August 2012). "A literature review of suicide in cancer patients". Cancer Nursing. 35 (4): E14–26. doi:10.1097/NCC.0b013e31822fc76c. PMID 21946906. S2CID 45874503. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Holland Chp. 1
  35. O'Dell M, Stubblefield M (2009). [[[:کينډۍ:Google books]] Cancer rehabilitation principles and practice] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). New York: Demos Medical. د کتاب پاڼې 983. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-933864-33-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Fearon K, Strasser F, Anker SD, Bosaeus I, Bruera E, Fainsinger RL, et al. (May 2011). "Definition and classification of cancer cachexia: an international consensus". The Lancet. Oncology. 12 (5): 489–95. doi:10.1016/S1470-2045(10)70218-7. PMID 21296615. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Dimitriadis GK, Angelousi A, Weickert MO, Randeva HS, Kaltsas G, Grossman A (June 2017). "Paraneoplastic endocrine syndromes". Endocrine-Related Cancer. 24 (6): R173–R190. doi:10.1530/ERC-17-0036. PMID 28341725. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)