د آزادیو ستر منشور یا مګنا کارټا د حقوقو یو سلطنتي منشور دی چې د ۱۲۱۵ ز کال د جون په ۱۵مه نېټه د انګلستان پاچا «جان» په رن‌مېډ کې وېنډسور ته نږدې صادر کړ. دغه منشور په لومړي ځل د کانټېبوري کلیسا لوی راهب «سټېفن لانګټون» د نامنلي پاچا او «بارونانو» د یاغي ډلې تر منځ د سولې راوستلو لپاره چمتو کړ. دغه منشور د کلیسا د حقونو ملاتړ، له ناقانونه بندي کېدو څخه د بارونانو ساتنه، عدالت ته لاسرسی او پاچا یا د تاج‌ او تخت خاوند ته پر فیوډالي ورکړو محدودیتونه تضمین کړل او وټاکل شوه چې د بارونانو د ۲۵ کسیزې شورا له لارې عملي شي. د دغه منشور ژمنې یوه لوري هم عملي نه‌کړې، دا منشور د درېیم اینوسنټ پاپ له‌خوا لغوه اعلان شو او د بارونانو د لومړۍ جګړې لامل شو.[۱][۲]

ستر منشور
ستر منشور
ستر منشور

د شخص معلومات
عملي ژوند
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د جان له مړینې وروسته د هغه د کشر زوی «درېیم هنري» نایب السلطنه دولت ځان ته د سیاسي ملاتړ پیدا کولو لپاره په ناکامه هڅه کې دغه سند په ۱۲۱۶ ز کال کې بیاځلي خپور کړ او څه ناڅه اصلي محتوا یې ترې لرې کړه. دغه سند د ۱۲۱۷ ز کال د جګړې په پای کې د سولې د هغه تړون یوه برخه وه چې په لمبت کې شوی و او هلته يې نوم «مګنا کارټا» شو، تر څو د فورېسټ له هغه کوچني منشور سره یې توپير وشي چې هماغه وخت صادر شوی و. هنري د بودیجې له کمښت سره مخامخ و، خو کله چې نوي مالیات راټول شول، په ۱۲۲۵ زکال کې یې بیاځلي خپور کړ. د ده زوی «لومړي اېډوارډ» هم په ۱۲۹۷ ز کال کې دغه کار تکرار کړ او دا ځل یې دا منشور د انګلستان د اساسي قانون د یوې برخې په توګه تایید کړ. دغه منشور د انګلستان د سیاسي ژوند یوه برخه شوه او هر پاچا به په خپل وار سره نوی کاوه. له دې سره سره یې د وخت په تېرېدو او د انګلستان د تازه جوړ شوي پارلمان له‌خوا د نویو قوانینو په تصویب سره څه ناڅه عملي اهمیت هم بایلود.

د شپاړسمې پېړۍ په پای کې مګنا کارټا ته لېوالتیا ډېره شوه. هغه مهال حقوق‌پوهان او تاریخ‌پوهان په دې باور وو چې، داسې لرغونی انګریزي اساسي قانون شته چې د انګلو ساکسونانو دورې ته ور ګرځي او د انګریزانو د فردي آزادیو ساتنه کوي. دوی استدلال کاوه چې په ۱۰۶۶ ز کال کې د نورمنانو یرغل دغه حقونه له منځه وړي، مګنا کارټا د دغو حقوقو د بېرته را ګرځولو لپاره یوه عمومي هڅه وه او منشور یې د پارلمان د اوسنیو واکونو او د قضايي خوندیتوب د قانون په څېر قانوني اصولو لپاره پر اساسي پایله بدل کړی. که څه هم دغه تاریخي قضاوت ډېر ناسم و، خو بیا هم«د سر اېډوارډ کوک» په څېر حقوق‌پوهانو د اوولسمې پېړۍ په لومړیو کې له مګنا کارټا څخه په پراخه کچه استفاده وکړه او د سټیورټ پاچایانو له‌خوا د وړاندیز شوو پاچاهانو د الهي حق [دا یوه نظریه ده چې پاچا د خدایۍ له رتبې سره برابروي] پر وړاندې یې استدلال وکړ. هم لومړي جېمز او هم یې زوی لومړي چارلېز هڅه وکړه چې د مګنا کارټا بحث کم‌رنګه کړي، تر دې چې دا موضوع په ۱۶۴۰ ز کال کې د انګلستان د کورنۍ جګړې او د چارلېز د اعدام سبب شوه. د مګنا کارټا او له لرغونو شخصي آزادیو څخه د دغه منشور د ملاتړ سیاسي کیسه د ۱۶۸۸ ز کال له ویاړلي انقلاب را وروسته تر ۱۹مې پېړۍ پورې روانه وه. دغه کار په دیارلسو مستعمرو کې پر لومړنیو امریکايي مستعمره‌مېشتو او د امریکا متحدو ایالتونو د قانون پر جوړېدو اغېز وکړ چې د متحدو ایالتونو په نوي جمهوریت کې د هېواد پر عالي قانون بدل شو. د ویکتوریايي تاریخ‌‌پوهانو څېړنو وښوده چې د ۱۲۱۵ ز کال اصلي منشور د عادي خلکو د حقونو پر ځای په منځنیو پېړیو کې د پاچا او بارونانو تر منځ په اړیکو پورې اړوندېده، خو منشور د یوه پیاوړي او سمبولیک سند په توګه پاتې شو، ان تر دې چې وروسته یې په ۱۹مه او ۲۰مه پېړیو کې د اساسنامې له کتابونو څخه نږدې نیمايي محتوا لغوه شوه.

مګنا کارټا لا هم د آزادۍ مهم سمبول دی چې تر ډېره یې سیاستوال او مبارزین کاروي او د بریتانیا او امریکا حقوقي ټولنو ته ډېر درناوی کوي. لرډ ډنینګ دغه منشور «په ټولو زمانو کې د اساسي قانون تر ټولو لوی سند او د خپل‌سرې ظالمې واکمنۍ پر وړاندې د فردي آزادۍ بنسټ ګڼي». په یووېشتمه پېړۍ کې د ۱۲۱۵ ز کال د اصلي منشور څلور بېلګې شته. دوې نمونې یې د بریتانیا په کتابتون کې دي، یوه یې په لینکلن کلا او بله یې په سالسبري کلیسا کې ده. همدا راز د ۱۲۹۷ ز کال د منشور د ځینو نسخو په څېر وروستي نور د ګوتو په شمېر منشورونه هم په عمومي او خصوصي مالکیت کې په امریکا متحدو ایالتونو او استرلیا کې موجود دي. اصلي منشورونه د منځنیو پېړیو په لاتیني ژبه په اختصاري بڼه د پرو په قلم پر څرمنو لیکل شوي وو چې هغه مهال د قانوني اسنادو د لیکلو لپاره کارېدل. هر یو منشور په لوی سلطنتي مُهر سره (چې د شاتو د مچیو له موم او د کنډ له موم څخه جوړ و) مُهر شوی و چې دا مهال دغسې مُهرونه ډېر کم دي. د ۱۲۱۵ ز کال څلور اصلي منشورونه د ۲۰۱۵ز کال د فبرورۍ میاشتې په درېیمه نېټه د مګنا کارټا د ۸۰۰مې کلیزې په مناسبت د بریتانیا په کتابتون کې د یوې ورځې لپاره نندارې ته کېښودل شول.[۳]

تاریخچه سمول

۱۳مه پېړۍ سمول

مګنا کارټا په ۱۲۱۵ ز کال کې د سلطنتي او یاغي لورو تر منځ د سولې لپاره یوه ناکامه هڅه وه او د هغو پېښو د یوې برخې په توګه رامنځته شوچې له امله یې د بارونانو لومړۍ جګړه پېښه شوه. هغه مهال انګلستان د انګون پاچایانو (Angevin kings) د درېیم پاچا «جان» له‌خوا اداره کېده. که څه هم دې پاچهۍ پیاوړی اداري سیستم درلود، خو د انګوین پاچایانو تر سلطنت لاندې د حکومت ماهیت نامشخص او نامعلوم و. جان او تر هغه وړاندې پاچایانو د (vis et voluntas) یا د «زور او ارادې» له اصل څخه په استفادې اجرايي او کله ناکله خپل‌سرې پریکړې کولې او تر ډېره به یې دا کارونه پر دې اساس توجیه کول چې پاچا تر قانون لوړ دی. ډېری اوسني لیکوالان په دې باور وو چې پاچایان باید له دود او قانون سره سم د قلمرو له مخکښو او اصلي غړو سره په مشوره حکومت وکړي، خو د دې لپاره هېڅ داسې څه نه وو موجود، چې که پاچا د قانون له اجرا کولو ډډه وکړي، څه به پېښ شي.[۴][۵]

په فرانسه کې د جان ډېرې پلرنۍ ځمکې په ۱۲۰۴ ز کال کې د فرانسې دویم پاچا فلیپ نیولې وې، ده کلونه کلونه د دغو ځمکو د بېرته نیولو لپاره مبارزه وکړه او د جګړې لپاره یې د پیسو راټولولو په موخه پر بارونانو مالیات لوړ کړل، خو دا جګړه په ۱۲۱۴ ز کال کې له سختې ماتې سره پای ته ورسېده. د جان متحدانو، چې کله د بووین په جګړه کې ماتې وخوړه، دی اړ شو چې د سولې غوښتنه وکړي او تاوان ورکړي. جان له دې وړاندې په خپله د زیاترو هغو بارونانو پوروړی و، چې شاهي کورنۍ ته یې پیسې ورکولې، د هغوی تر منځ یې چندان محبوبیت نه درلود او د دواړو لورو تر منځ ډېر لږ باور موجود و. لږ تر لږه یوې بریا د جان له غښتلي کېدو سره مرسته کوله، خو دی چې کله له فرانسې څخه بېرته را وګرځېد، له ماتې سره په مخامخ کېدو کې پوه شوچې، د انګلستان په شمال او ختیځ کې یاغي بارونان د ده د حکومت پر وړاندې د مقاومت د تنظیم په حال کې دي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

سرچينې سمول

  1. "Magna Carta 1215". British Library. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اکتوبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Peter Crooks (July 2015). "Exporting Magna Carta: exclusionary liberties in Ireland and the world". History Ireland. 23 (4). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Danziger او Gillingham 2004، ص. 268.
  4. Turner 2009، ص. 149.
  5. Carpenter 1990، ص. 8.
  6. Turner 2009، ص. 174.
  7. Carpenter 1990، ص. 9.
  8. Carpenter 1990، صص. 6–7.
  9. Warren 1990، ص. 181.
  10. Turner 2009، ص. 139.
  11. Danziger او Gillingham 2004، ص. 168.
  12. Carpenter 1990، ص. 7.