ستالنېزم د مارکسیستي – لینینیستي سیاستونو پر بنسټ حکومت کول دي چې له ۱۹۲۷ زکال څخه تر ۱۹۵۳ زکال پورې په شوروي اتحاد کې د ژوزف ستالین له خوا وشو. په دغه ډول کې یو ګوندي تمامیت غوښتونکې حکومتولي، چټک صنعتي کېدل، په یو هېواد کې سوسیالیستي تیوري، د کرنې ټولیزه کول، د طبقاتي تضاد تشدید، شخصیت جوړونه او د شوروي اتحاد له کمونیست ګوند څخه چې د ستالینېزم له خوا هغه مهال د کمونیستي انقلاب مخکښ ګوند بلل کېده د بهرنیو کمونیستي ګوندونو تابعیت شاملېږي. د ستالینېزم زوال د شلمې پېړۍ په ۵۰ مه او ۶۰ مه لسیزه کې د خروشچف په سیاستونو سره پیل شو.[۱][۲][۳]

د ستالین رژیم له زور څخه په کار اخیستنې ټولنه له هغو څخه چې ده د ځان او کمونېزم لپاره ګواښ (همدارنګه ورته «د خلکو دښمنان» ویل کېدل) بلل پاکه کړه؛ په دغو کسانو کې د ده سیاسي مخالفین، غیر شوروي ملت پاله، بورژوازي، کروندګر («کولاکان») او په کارګري طبقه کې هغه کسان چې ځانونه یې «انقلاب ضد» هم فکره بلل شاملېدل. دغه چاره په ټولیزه توګه د یادو کسانو او د هغوی د کورنیو د ځپلو لامل وګرځېده چې په کې ټولیزې نیونې، نمایشي محاکمې، اعدامونه او په ګولاګ باندې په پېژندل کېدونکو د جبري کار او اصلاح په کمپونو کې بندي کېدل شامل کېدل. تر ټولو پام وړ بېلګه یې هم لویه تصفیه او د کولاکانو د له منځه وړو عملیات و. ستالینېزم همدارنګه د جګړې غوښتونکي الحاد او اجباري تبعید له مخې د مذهب ضد ځورونو او قومي تصفیې پر بنسټ مشخص کېږي. یو شمېر تاریخ پوهان لکه رابرت سرویس ستالینیستي پالیسۍ په ځانګړې توګه د هغو راغونډونکې پالیسۍ د قحطيو لکه د هولودومور قحطۍ د جوړېدو له امله غندي. یو شمېر نور تاریخ پوهان او څېړونکي بیا د ستالینېزم د رول په اړه د نظر اختلافونه لري. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]

دغه سیاست په رسمي توګه د کمونېزم پر لور د پراختیا د چټک کولو په موخه طراحي شوی و چې له مخې یې د شوروي اتحاد پر صنعتي کېدو ټینګار کېده ځکه چې شوروي اتحاد له هغو وړاندې د لویدیځو هېوادونو په پرتله له اقتصادي پلوه شاته پاتې و او له همدې امله سوسیالیستي ټولنې د کمونېزم د داخلي او خارجي دښمنانو له خوا د را ولاړیدونکو ستونزو سره د مبارزې په موخه صنعت ته اړتیا لرله. چټک صنعتي کېدل د کرنیزو چارو له ټولیز کېدو او چټک ښاري کېدو سره اړوند و، ځکه یې هم وروسته ډېری کوچني کلي په صنعتي ښارونو واړول. د صنعتي پراختیا د چټک کولو په موخه ستالین له لویدیځې اروپا او متحده ایالاتو څخه توکي، نظریات، تخصص او کارګران هېواد ته راوړل او په عملي توګه یې له لویو خصوصي امریکایي شرکتونو لکه د فورډ موټور کمپنۍ سره د پانګونې مشترکې هوکړې لاسلیک کړې. د ۱۹۲۰ مې لسیزې له وروستیو څخه تر ۱۹۳۰ مې لسیزې پورې دولتي څار د شوري اقتصاد د صنعت له بنسټي کېدو سره مرسته وکړه. وروسته له هغه چې امریکايي خصوصي شرکتونو خپلې دندې پای ته ورسولې د شوروي دولتي شرکتونو د هغو مسئولیت پر غاړه واخیست. [۱۰][۱۱][۱۲]

تاریخچه سمول

ستالینېزم د هغې دورې د توصیف لپاره کارول کېږي چې په کې ژوزف ستالین له ۱۹۲۲ زکال څخه د ۱۹۵۳ زکال د مارچ تر ۵ مې نېټې پورې  د شوروي اتحاد مشري او هم مهاله یې د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه خدمت وکړ.  [۱۳]

ریښه موندنه/ایتمولوژي سمول

د ستالینېزم اصطلاح ۱۹۳۰ مې لسیزې په نیمايي کې هغه مهال چې د لازار کاګانوویچ په نامه شوروي سیاستوال او د ستالین همکار څرګنده کړه چې «راځۍ ژوندی دې وي لینینېزم! په ژوندی دې وي ستالینېزم! بدل کړو». ستالین دا د بې حده ستاینې په توګه رد کړ خو د هغه د شخصیتي ځایګي جوړولو سره یې همکاري وکړه. [۱۴]

ستالینیستي سیاستونه سمول

په داسې حال کې چې یو شمېر تاریخ پوهان ستالینېزم د لینینېزم او مارکسېزم د ایډیالوژیو انعکاس بولي، خو یو شمېر نور بیا استدلال کوي چې دا له هغو سوسیالیستي ارمانونو څخه جلا و چې له هغو یې سرچینه اخیسته وې. له هغې سیاسي مبارزې وروسته چې د بوخارینستانو (د ګوند د ښي اړخي لیدلورو لرونکو) له ماتې وروسته خپل اوج ته ورسېده؛ ستالینېزم نور ازاد و چې له کوم مخالفت پرته خپل سیاستونه رامنځته کړي همدا و چې له مخې یې شدیده اقتدار ګرایي رامنځته شوه او لګښتونو ته یې له پام پرته د چټک صنعتي کېدو پر لور کار وکړ. [۱۵]

له ۱۹۱۷ زکال څخه تر ۱۹۲۴ زکال پورې، په داسې حال کې چې ستالین، ولادمیر لینین او لئون تروتسکي تر ډېره متحدین ګڼل کېدل خو د دوی ترمنځ پام وړ ایډیالوژیکي توپیرونو شتون درلود. ستالین له تروتسکي سره په خپله مناقشه کې په پرمختلفو کپیټلیستې هېوادونو کې د کارګرانو پر رول ټینګار ونکړ (د بېلګې په توګه هغه د امریکا کارګري طبقه کارګري اشراف «بورژوازي شوي» بلل). ستالین همدارنګه د تروتسکي سره په مقابل کې د بزګرانو د رول لکه په چین کې د بزګرانو د رول اړوند بحث وکړ په داسې حال کې چې تروتسکي د بزګرانو له خوا د چریکي جنګ پر بنسټ د ښاري بغاوتونو پلویتوب کاوه.

د ۱۹۱۷ زکال د اکتوبر په انقلاب کې ټولو بلشویکي رهبرانو په لږ یا زیاته کچه روسیه د نړیوال پراخ انقلاب په لار کې د خیز د تختې پر سر په پام کې ونیوله. ستالین بالاخره د ۱۹۲۴ زکال تر مني پورې په یو هېواد کې د سوسیالېزم تیوري معرفي کړه، هغه تیوري چې نه یوازې د تروتسکي له دایمي انقلاب سره یې شدید مخالف ځایګی درلود؛ بلکې له ټولو پخوانیو سوسیالیستي اساساتو سره یې توپیر درلود. خو انقلاب هغه ډول چې لینین یې تصور کړی و په چټکۍ سره یې له روسیې بهر پراختیا وه نه مونده. آن د روسیې د سترواکۍ په پخوانیو قلمرونو - لکه پولنډ، فنلنډ، لتوانیا، لتویا او استونیا – کې بریالی نه و. برعکس ټول دغه هېوادونه د سرمایه دارۍ په بورژوازي حکومتونو اوښتي و. [۱۶]

له دې سربېره د ۱۹۲۴ زکال په مني کې په شوروي روسیه کې له سوسیالېزم څخه د ستالین تصور په پیل کې د ګوند د سیاسي کمېټې د غړو ترغوږو پورې د کفري ویناوو په توګه ورغی چې په دغو کسانو کې کیڼ اړخي روڼ آندي لکه زینوویف او کامنف، ښي اړخي عملګرایان لکه رایکوف، بوخارین او تامسکي او همدارنګه پیاوړی تروتسکي چې ځان یې یوازې له خپل لوري پرته بل هېچا ته اړوند نه باله؛ شاملېدل. هیچا هم د ستالین مفهوم په کمونیستي ایډیالوژۍ کې د پوتانسیل زیاتونکی نه باله. د ستالین له خوا په یو هېواد کې د سوسیالیزم تیوري تر هغه مهاله وه نه شو کولای کوم ځایګی ومومي کله چې خپله د ۱۹۲۹ زکال په شاوخوا کې د شوري اتحاد د جمهوریتونو اتوکراتیکې/خودکامه واکمنۍ ته نږدې شو. بوخارین او ښي اړخي اپوزیسیون د ستالین د نظریاتو له تحمیل کولو څخه ملاتړ وکړ، ځکه چې تروتسکي تبعید شوی و او زینوویف او کامنف له ګوند ویستل شوي وو. [۱۷]

پرولتاري دولت سمول

سنتي کمونیستي مفکوره په دې باور ولاړه ده چې دولت په تدریج سره «له منځه تلونکی» دی، ځکه د سوسیالېزم پلي کېدل به طبقاتي توپیرونه له منځه یوسي. له دې سره ستالین استدلال کاوه چې پرولتاریا دولت (د بورژوايي دولت په مقابل کې) باید د له منځه تلو څخه وړاندې پیاوړی شي. د ستالین له نظره د انقلاب ضد عناصر به هڅه وکړي چې په بشپړه توګه کمونېزم ته لېږد له مسیره وباسي او دولت باید په کافي اندازه پیاوړی وي څو هغوی ته ماته ورکړي. له همدې امله د ستالین تر اغېز لاندې کمونیستي رژیمونه په پراخه کچه د توالیتر په توګه توصیف شوي. نور کیڼ اړخي لکه انارکو کمونېستان په شوروي اتحاد کې د ستالیني دورې پر مهال په ګوندي دولتونو نیوکه کوي او هغه د بروکراسۍ پر لرلو تورنوي او له دې سربېره هغه سوسیال اصلاح غوښتونکې دیموکراسي؛ نه د انقلابي کمونېزم ډول بولي. [۱۸][۱۹]

د شنګ شیکای په نامه چینايي ټوپک مار او د سینکیانګ ایالت واکمن چې کمونیستي لیدلوری یې درلود د شوروي مداخلې ته یې هرکلی ووایه او اجازه یې ورکړه چې ستالیني حکومت د ۱۹۳۰ مې لسیزې پر مهال سین کیانګ ایالت ته پراختیا ومومي. په ۱۹۳۷ زکال کې شنګ د ستالین د لویې تصفیې په څېر عملیات ترسره کړل او نږدې ۱۰۰ زره تنه چې ډېری یې اویغور وګړي و شکنجه، بندیان او وه یې وژل. [۲۰][۲۱]

سرچينې سمول

  1. Deutscher, Isaac (1961). Stalin: A Political Biography (الطبعة 2nd). Oxford University Press. د کتاب پاڼي 7–9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0195002737. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Plamper, Jan (17 January 2012). The Stalin Cult: A Study in the Alchemy of Power. Yale University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780300169522. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bottomore, Thomas (1991). A Dictionary of Marxist Thought. Wiley-Blackwell. د کتاب پاڼې 54. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0631180821. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Rossman, Jeffrey (2005). Worker Resistance Under Stalin: Class and Revolution on the Shop Floor. Harvard University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0674019261. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Pons, Silvo; Service, Robert, المحررون (2012). A Dictionary of 20th Century Communism. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 307. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780691154299. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Service, Robert (2007). Comrades!: A History of World Communism. Harvard University Press. د کتاب پاڼي 3–6. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674046993. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Greeley, Andrew, المحرر (2009). Religion in Europe at the End of the Second Millennium: A Sociological Profile. Routledge. د کتاب پاڼې 89. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780765808219. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Pons, Silvo; Service, Robert, المحررون (2012). A Dictionary of 20th Century Communism. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 308–310. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780691154299. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. کينډۍ:Cite thesis
  10. De Basily, N. (2017) [1938]. Russia Under Soviet Rule: Twenty Years of Bolshevik Experiment. Abingdon, Oxon: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781351617178. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۷. ... vast sums were spent on importing foreign technical 'ideas' and on securing the services of alien experts. Foreign countries, again – American and Germany in particular – lent the U.S.S.R. active aid in drafting the plans for all the undertakings to be constructed. They supplied the Soviet Union with tens of thousands of engineers, mechanics, and supervisors. During the first Five-Year Plan, not a single plant was erected, nor was a new industry launched without the direct help of foreigners working on the spot. Without the importation of Western European and American objects, ideas, and men, the 'miracle in the East' would not have been realized, or, at least, not in so short a time. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kotkin 1997، ص. 70-79.
  12. Kotkin 1997، ص. 70-71.
  13. "Communism". Encyclopædia Britannica Online. Retrieved 4 February 2020.
  14. Montefiore 2004، ص. 164.
  15. Suny, Ronald (1998). The Soviet Experiment: Russia, the USSR, and the Successor States. New York, New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 221. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. On Finland, Poland etc., Deutcher, chapter 6 "Stalin during the Civil War", (p. 148 in the Swedish 1980 printing)
  17. Deutscher, Isaac. [1949] 1961. "The General Secretary." Pp. 221–29 in Stalin, A Political Biography (2nd ed.).
  18. "Stalinism." Encyclopædia Britannica. [1998] 2020.
  19. Price, Wayne. "The Abolition of the State" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Andrew D. W. Forbes (1986). Warlords and Muslims in Chinese Central Asia: a political history of Republican Sinkiang 1911–1949. Cambridge, England: CUP Archive. د کتاب پاڼې 151. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-25514-1. د لاسرسي‌نېټه December 31, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Rudelson, Justin Jon; Rudelson, Justin Ben-Adam; Ben-Adam, Justin (1997). Oasis Identities: Uyghur Nationalism Along China's Silk Road (په انګلیسي ژبه کي). Columbia University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-231-10786-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)