زينب بنت خزيمه چې د بي بي زينب په نامه هم پېژندل کېږي لومړى د عبدالله بن جحش رضى الله عنه په نكاح كي وه كله چې حضرت عبدالله رضى الله عنه د احد په غزاكې شهيد شو نو محمد رسول الله په نكاح كړه ,خو دوه درې مياشتې وروسته وفات شوه . د جنازې لمونځ يې محمد رسول الله ادا كړ، او په جنت البقيع كې خاورو ته وسپارله شوه , د وفات په مهال ديرش كلنه وه . بي بي زينب دوهمه ميرمنه وه چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند وفات شوه ,څنگه چې به حضرت زينب رضي الله عنها مسكينانو او بې وزلو ته ډوډۍ وركوله او نوره مرسته به يې ورسره كوله ځكه نو د ام المساكين په نامه هم ياديدله .


دا هم وگورئ