زلمی ویسا

د کندهار ولايت والۍ

زلمي ویسا د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي زیږیدلي. هغه ٧١ کلن دي او اوسني دنده يي د کندهار واليتوب دي. [۱] زلمي ويسا درې نظامي اکاډمۍ ويلي، او تر اوسنۍ دندي وړاندي د شاهين قول اردو قوماندان او د پکتيا ولايت د والي په توګه يي دندي ترسره کړي.[۲]

تورن جنرال حرب ارګان زلمي ویسا 
زلمي ویسا په سیمییزو کالو کی
زلمي ویسا په سیمییزو کالو کی
زلمي ویسا په سیمییزو کالو کی

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۴۷ (۷۶–۷۷ کلن)
ارغنداب، کندهار، افغانستان
تابعیت افغانستان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب اسلام
ګوند کمونیسټ
واک
د کندهار ولایت والي   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۱ مې ۲۰۱۷  – ۴ فبروري ۲۰۱۹ 
عبدالحنان منيب  
حیات الله حیات  
عملي ژوند
تعلیم شوروي اتحاد
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري  افغانستان
برخه Afghan National Army seal د افغانستان پوځ
مقام جنرال
جګړه/جګړې د افغان شوروي جګړه
د ارغنداب جګړه (۱۹۸۷)
د افغانستان جګړه (۲۰۰۱-۲۰۱۴)

والۍ کیدنه سمول

 
زلمی ويسا هغه مهال کله چې يې د کندهار د والي په توګه خپله دنده د رازق او نورو قومي مشرانو په دعا سره شروع کړه

.هغه وخت د کندهار والۍ سو کله چي د کندهار پخواني والۍ د کندهار په چاودنه کي زخمي سو نو ځکه ولسمشر اشرف غني ورته زلمي ویسا د والي په توګه وټاکي، او همایون عزیزي یي د هالنډ سفیر کړ.[۳]

کورنۍ او څپلوان سمول

 
زلمي ويسا د بلخ په ٢٠۵ قول اردو قوماندانۍ کي افغان ځواکونو ته د وينا پر مهال

او زلمي ویسا د کندهار د پخواني والي ډاکتر توریالی ویسا مشر ورور دي، توریالي ویسا هم دهمایون عزیزی مخکی دکندهاروالی وو زلمی ویسا ژمنه وکړه چي د کندهار په امنیت او ثبات په ټینګښت کي به ډیر کار وکړي او د قانون په ماتولو کي به د چا خبره ونه مني [۴]

تعلیم سمول

زلمي ویسا په نظامی برخه کښی خپلی لوړی زدکړی په ۱۹۸۰ کلونو کی په روسیه کښی سرته رسولی او دتورن جنرال رتبه لری .

د کندهار ولايت لپاره د هغه کړني او لاسته راوړني سمول

  • په تېرو (۱۷) کلونو کي د افغانستان د نوي دولت په راتلو سره په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کي د پام وړ بدلونونه رامنځ ته سوي چي په کندهار کي هم دا بدلونونه محسوس دي او دبیا رغوني، حکومتولۍ، ښووني او روزني، روغتیا، بنسټیزو پروژو، کرهڼي او د ولسي یووالي په برخه کي د پام وړ کارونه سويدي؛ خو دا لاسته راوړني او پرمختګونه بیا هم زموږ په ګرانو هیوادوالو د تیرو څلوېښتو کلونو ناخوالو او مشکلاتو ته ځواب ویونکي ندي او لا هم ډېر کار کولو ته اړتیا سته چي ګرانو هیوادوالو او خصوصاً د کندهار خلګو ته د متوازن انکشاف له لاري پر مختيايي او بنسټیز کارونه ترسره سي ترڅو د امنیتي، اقتصادي، روغتیا، پوهني او زراعت په برخو کي خود کفايي ته رسېدلي يو .
  • څرنګه چي کندهار ولایت د افغانستان په سطحه یو له ډېر نفوس لرونکو ولایتونو څخه دی او ستراتیژیک موقعیت يې په تجارتي، ټرانزیټي او زراعتي برخه کي د ډېر اهمیت وړ دی نو پکار ده چي د کندهار ولایت لپاره پر بسنټیزو او اساسي پروژو کار وسي ترڅو د کورنيو تولیداتو، کار موندني او عوایدو په لوړولو کي ټاکلي هدف ته ورسېږو چي په نتیجه کي به يې سوله او ثبات ټینګ او اقتصادي وضيعت مو مثبت بدلون کړی وي .
  • د کندهار د والي په حیث د زلمي ویسا د دندي له شروع کيدو سره سم ولایتي ادارې هڅه کړې چي د متوازن انکشاف، ښه حکومتولۍ او بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره اقتصادي او  ټولنیز پرمختګ ته لار هواره کړي.
  • په تېر یوه کال کي د کندهار ولايتي ادارې ځني لاسته راوړني چی په امنیتي، ښه حکومتولۍ، پوهني، اقتصاد او انکشافي بروخو کي کړيدي په لاندی ډول دي .

امنیت سمول

له نېکمرغه د ولایت مقام د رهبرۍ او امنیتي اورګانونو ترمنځ دښه همږغۍ او مديريت په پايله کي کندهار ولایت نسبت د افغانستان نورو ولایتونو ته د ښه امنیت لرونکی ولايت دی خو بیا هم پدې برخه کي لازیاتو هلوځلو ته اړتیا ليدل کېږي ترڅو هیوادوال خصوصاً د کندهار ټول اوسېدونکي د لاښه امنیت او ارامتیا احساس وکړي او په ډاډمنه فضاء کي ورځنۍ چاري سمبال کړي.

له کومه  وخته چي تورن جنرال زلمی ويسا د کندهار د والي په حيث ټاکل سوی د امنیت په برخه کي د ټولو امنيتي اورګانونو سره اونيزه غونډي ترسره کېږي، همدارنګه په ولسواليو کي د امنيتي وضيعت د ارزوني په موخه تر دامهاله ولسوالیو ته ( غورک، میوند، شاولیکوټ، ارغستان ) بېلا بېل سفرونه، د امنیتي ځواکونو د لیکو څخه د لیدني او ارزوني په موخه ترسره سوي . د امنیتي سکتور د پیاوړتیا او تجهیز کولو په موخه د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا اړيکي او غونډي چي له مرکزي ادارې او بهرنیو ځواکونو سره يې کړي د یادوني وړ دي .

حکومتدارۍ سمول

د تورن جنرال زلمي ويسا د کار له پیل سره سم د ولایت مقام دروازه د عام ولس، قومي متنفذینو، ولسي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالینو، ژورنالستانو، د ښځو چارو فعالانو او ځوانانو پرمخ خلاصه ساتل سوې او هره ورځ مجلسونه او غوڼدي د شخړو د حل، اقتصادي او سیاسي موضوعاتو، ټولینزو مسایلو، دولتي خدماتو او پرمختیایي کارونو لپاره ترسره کېږي، چي د تېر یوه کال په جریان کي (۱۲۱) مجلسونه دائر سوي او د دولت اړوند اداراتو ته يې د حل په برخه کي د لازمو اجراأتو سپارښتنه سوېده .

د ولس او دولت ترمنځ د واټن د له منځه وړلو او ښه حکومتدارۍ په خاطر (۳۰) ولسواليو ته سفرونه سوي او د خلګو ستونزي له نژدې اورېدل سوي دي چي د حل په موخه يې اړوندو ارګانونو ته د حل لپاره لازمي لارښووني او سپارښتني ورکړل سويدي.

د دولتي ادارو اړوند د (۸۰۰) پنځم اوشپږم بستونو لپاره د کانکور په شکل په شفاف ډول آزموینه اخستل سوېده چي وړ او مستحق کسان ورته بريالي سوي دي.

د ټاپي پروژې اړوند د عامه پوهاوي او ملاتړ لپاره د شپږو ولسوالیو او مرکز څخه د راغلو ولسي مخورو، علماوو او مشرانو سره (۳) غوڼدي تر سره سوي دي چي پايله يې د همدې پروژې لپاره مؤثره تمامه سوېده .

د ټاکنو (انتخاباتو) لپاره د نوم ثبتوني د پروسې له اعلان سره سم د عامه پوهاوي او په دې پروسه کی د ټولني د فعال ګډون په خاطر د بېلابېلو اقشارو (علماء، قومي مشران، متنفذین، ځوانان ، محصلین او ښځینه فعالان) سره مجلسونه او غونډي ترسره سوي ترڅو په دې پروسه کي فعال ګدون وکړي، چي په پايله کي يې د کندهار ولایت په مرکز کي تر دامهاله (۲۹۰۰۰۰ دوه لکه نوي زره) کسانو نومونه ثبت کړي او له دې جملې څخه (۳۷۶۵۶) تنې ښځي دي .

د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د منع کمېسیون جوړ سوی او تر دامهاله د همږغۍ ترعنوان لاندي (۴) پکښي جوړي سوي دي .

د فساد پر وړاندي مبارزه د تورن جنرال زلمي ويسا په لومړيتوبونو کي ده او په حکومتي چارو کي چاته د فساد کولو اجازه نه ورکوي همدارنګه په دې برخه کي په جدي ډول سره مخ په وړاندي درومي .

د تورن جنرال زلمي ويسا په واکمني کي د ښه حکومتولۍ په برخه کي د اصلاحاتو لپاره هلي ځلي دوام لري او د اساسي قانون او جلالتمأب ولسمشر د فرامینو او احکامو د تطبیق لپاره هلي ځلي په خورا چټکۍ سره مخ په وړانډي رواني دي.

١. د غصب پر وړاندي مبارزه

٢. د نشه يي توکو پر وړاندي مبارزه

٣. د مالياتو راټولول

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا په خپل ټول توان سره هڅه کړې چي د غصب مخنیوی وکړي ترڅو غصب سوي مځکي د غاصبینو او زورواکو له منګولو څخه خلاصي کړي، چي له نېکمرغه د تېر کال په جریان کي (۹۲۰۰) جریبه مځکه په ولسوالیو او (۴۰) جریبه په ښار کي له غصب څخه خلاصه سوې او د دولت لخوا څخه مستأُجرینو ته په قانوني اجاره ورکول سوېده.

د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې په پايله کي تېر کال (۲۲۴۹۶) کیلوګرامه مختلف ډوله مواد نیول سوي او له منځه وړل سوی دي .

د تېر کال په اوږدو کي د کرنیز فصل په جریان کي (۵۰) هکتاره مځکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه سوېده .

د معتادینو د تداوۍ په مرکزونو کي (۱۳۶۰) معتاد کسان تداوي سوي او ټولني ته سالم وړاندي سوي دي .

د تورن جنرال زلمي ويسا د ولايت پرمهال د مالياتو په برخه کي پوره هلي ځلي ترسره سوي ترڅو دولتي عواید په شفاف ډول راټول او د دولت خزانې ته يې ورسوي، چي په پايله کي په ګمرکي عوایدو کي د (۱۳۹۵) مالي کال په پرتله (٪۸،۴۸) سلنه (څلور سوه یوپنځوس میلیونه، څلور لکه اته زره، درې سوه، دوشپېته افغانۍ ۴۵۱،۴۰۸،۳۶۲)زیاتوالی راغلی او مجموعاً د (۱۳۹۶) مالي کال عواید (پنځه ملیارده اووه سوه دري اویا ملیونه درې سوه شپاړس زره اووه سوه پنځه څلویښت افغانۍ؛ ۵،۷۷۳،۳۱۶،۷۴۵) ترلاسه سوي ‎او د دولت خزانې ته د افغانستان بانک له لاري استول سوي دي .

د هوايي ډګر ګمرک مدیریت د اسیکوډا کمپیوټري سيستم سره په (۱۳۹۶) مالي کال کي وصل کول .

د ښاغلي ويسا د هلوځلو په پايله کي برېښنا تر پخوا زیاته تنظیم سوې، باقیات يې تصفیه سوي او عواید يې زیات سوي دي چي د (۱۳۹۵) کال عواید يې (۲۱۰) میلیونه افغانۍ وه چي د (۱۳۹۶) کال د عوایدو ګراف يې (۴۸۱) میلیونه افغانۍ ته لوړ سوی دی  او نظر تیرو وختونو ته (٪۶۰) سلنه زیاتوالی ښيي .

په ( ۱۳۹۶ ) کال کي بشپړي سوي پروژې سمول

په ( ۱۳۹۶ ) کال کي د کندهارولایت ټولي ( ۸۲ )  بېلابېلي پروژې بشپړي سوي دي چي په ترتیب سره په لاندي ډول دي :

ساختماني یا بنسټیزي                               ( ۲۲ ) پروژې

د پوهني، کلتور او سپورټ                                    ( ۱۱ ) پروژې

د کرهڼي او کلیوالي پراختیا                                    ( ۴۲ ) پروژې

د حکومتدارۍ او قانون د حاکمیت          ( ۳ ) پروژې

د اقتصاد او خصوصي سکتور                   ( ۳ ) پروژې

د ټولنیز خوندیتوب                                  ( ۱ ) پروژه

د پوهني په برخه کي پرمختګونه سمول

په ټوليز ډول په کندهار کي دامهال (۳۵۱) ښوونځۍ او (۴۹) مدرسې فعالیت لري چي (۳۵۱۰۰۰) زده کوونکي پکښي په زدکړو بوخت دي .

  • د (۱۳۹۷) کال جدیدالشمول شاګردان (۵۴۰۰۰) دي چي د هغه له جملې څخه (۱۶۰۰۰) انجوني دي .
  • په کندهار ولايت کي (۲۶) ښوونځۍ او (۴) مدرسې نوي ايجاد سوي دي.
  • د فساد او خيالي معلمینو د مخنیوي په موخه د استادانو معاشات بانکي سيسټم ته اړول د کندهار ښار او ارغنداب او ډنډ ولسواليو د ښوونکو معاشات بانکي سيسټم ته اړول سوي چي دا پروسه دوام لري .
  • د لومړي ټولګۍ څخه تر درېيم ټولګۍ پوري د (درې لکه دوپنځوس زره یوسل او دوڅلویښت ۳۵۲،۱۴۲) عدده کتابونو توزېع .
  • د (۹۸) بابه مکاتبو د تعميرنو د ترميم چاري .
  • د معارف اړوند (۱۰) تعميراتي پروژې پيل سوي چي په لاندي ډول دي .
  • د ساينسي مرکز لپاره (۱) تعمير
    • (۳۱) ميليونه افغانۍ
  • د (۲۸۴) زده کوونکو په ظرفيت د ليليې تعمير چي د (۶۲) ميليونه افغانيو په ارزښت بشپړېږي او دا ډول ليليه د ۱۳۳۷ هـ څخه تر اوسه په کندهار کي نده جوړه سوې .
  • په دوهمه ناحيه کي د ( ۱ ) مکتب تعمير
    • ( ۸ ) ميليونه افغانۍ
  • په درېیمه ناحیه کي د ( ۱ ) مکتب تعمیر
    • ( ۸ ) ميليونه افغانۍ
  • په عينومېنه کي د يوه نمونه يي مکتب تعمير
    • ( ۳۹ ) ميليونه افغانۍ
  • په ميوند ولسوالۍ کي د ( ۲ ) مکاتبو تعميرونه
    • ( ۱۰ ) ميليونه افغانۍ
  • په دامان ولسوالۍ کي د ( ۱ ) مدرسې تعمير
    • ( ۶،۳ ) ميليونه افغانۍ
  • په ډنډ ولسوالۍ کي د ( ۱ ) مدرسې تعمير
    • ( ۱۱ ) ميليونه افغانۍ
  • په ارغنداب ولسوالۍ کي د باباولي د ښوونځۍ تعمير
    • ( ۱۵ ) ميليونه افغانۍ

کرهڼه سمول

د ( ۱۲ ) ولسواليو بزګرانو ته د ( ۶۰۰ ) متريکه ټنو اصلاح سوو تخمونو وېشل .

( ۲ ) بابه ترويجي یونيټونه په ( دامان او ژړۍ ) ولسواليو کي جوړ سويدي .

( ۲۰ ) د ابيارۍ کانالونه په ( پنجوايي، ژړۍ، ډنډ او ارغنداب ) ولسواليو کي جوړ سويدي .

په ( ۷ ) ولسواليو ( ارغنداب، ژړۍ، ډنډ، دامان، پنجوايي، ارغستان او خاکرېز ) کي ( ۷۱ ) بابه کشمش خانې جوړي سويدي .

په ( ۵ ) ولسواليو ( ډنډ، دامان، پنجوايي، ژړی او ارغنداب ) کي ( ۱۵۰ ) بابه شنې خوني جوړي سويدي .

د کندهار په شپږو ولسواليو لکه ( سپین بولدک، تخته پل، ژړۍ، پنجوايي، ارغستان او ميوند ) کي ( ۶۰۰ ) جريبه د پستې باغونه احداث سول .

په ( ۵ ) ولسواليو ( خاکرېز، میوند، ارغستان، ژړۍ او پنجوايي ) کي په ( ۲۵۰ ) جريبه مځکه کي د انګورو د ټریلیس سیسټم نوي باغونه جوړ سويدي .

یوه فابریکه د پختې د پروسس لپاره جوړه سوېده .

پر ( ۶۰۰۰ ) جریبه مځکه باندي نوي باغونه جوړ سويدي .

په ژړۍ ولسوالۍ کي ( ۵۰۰ ) جریبه علفچر ساحه له غصب څخه وژغورل سوې ده .

په ( ۵ )  ولسواليو ( ارغنداب، ژړۍ،ډنډ، دامان او پنجوايي ) کي ( ۸ ) سولري برمې کیندل سويدي .

په ( ۵ ) ولسواليو ( ارغنداب، ژړۍ، ډنډ، دامان او پنجوايي ) کي ( ۵ ) کوچني چک ډمونه جوړ سويدي .

د کندهار ولایت په ( ۳ ) ولسواليو ( ډنډ، دامان او ارغنداب ) کي د غوښینو چرګانو لپاره ( ۲۲ ) پنځه زریز فارمونه او ( ۲ ) د هګۍ ورکونکو چرګانو لس زريز فارمونه جوړ سويدي .

په مرکز ولایت کي ( ۲ ) د چرګ د چیچیانو ایستلو ماشينونه نصب سويدي .

د کندهار ولایت په مرکز او ( ۲ ) ولسواليو ( ډنډ او سپین بولدک ) کي تر ( ۱۰۰۰ ) ډېرو بېوزلو کورنیو ته شیدې ورکونکي غواګاني ورکړل سويدي .

د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کي یو باب قرنطين سټېشن جوړول .

زېربنا، ښاري پراختیا او انکشافات سمول

د کندهار ولایت په ستراتیژیک پلان کي متوازن انکشاف او بنسټیزو پروژو ته په لومړيتوب ورکولو سره تغير راوستل سوی .

د ولسي تړون پروګرام لپاره په شفاف ډول د ټاکنو له لاري ( ۱۴۷ ) شوراګاني جوړي سوي دي چي د هغو له جملې څخه تراوسه ( ۶۶ ) پروژې منظوري سوي او د ( ۱۶ ) پروژو کار يې عملا شروع سوی دی .

په کندهار ښار کي ( ۳۵ ) کیلومتره سړک په پاخه او اساسي شکل د ( اسفالت ) په ډول جوړ سوی دی .

په کندهار ښار کي ( ۱۸ ) کیلومتره پیاده رونه، همدارنګه ( ۱۸ ) کیلومتره چرۍ جوړي سوي دي .

د کندهار ښار په بېلابېلو ساحو کي ( ۳ ) عمومي پارکونه جوړ سوي دي .

د کندهار ښار په بېلابېلو ساحو کي ( ۴ ) چوکونه ( څلورلاري ) جوړ سوي دي .

د کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا د ځانګړو هلوځلو په پايله کي د لوی امپراتور احمدشاه بابا کور او شاوخوا ساحه په ( ۳۰۰ ) میلیونه افغانیو استملاک سوه او د اطلاعات او کلتور ریاست به يې د تاريخي ابداتو په توګه ثبت کړي .

د ولایت مقام د رهبرۍ د هلوځلو په نتیجه کي د عمر بن خطاب جامع جومات ساختماني چاري چي له ډېرو کلونو څخه ځنډېدلي وې بیرته پیل سوې چي په نژدې راتلونکي کي به په بشپړ ډول سره پای ته ورسېږي .

د ښاغلي ويسا په ځانګړې پاملرنه سره د علامه حبيبي واټ د جوړولو او پراختیا پروژې چاري عملاً پیل سوي دي چي د سړک د پراختیا چاري يې جریان لري او په نژدې راتلونکي کي به په پاخه او اساسي شکل جوړ سي .

ایران هیواد ته د سفر په جریان کي ايراني چارواکو توافق کړی چي د افغان سوداګرو ترانسپورتي مالیات به ( ٪۳۰ ) کموي او همدارنګه په دې سفر کي ایران هیواد ته د تلونکو هیوادوالو څخه د ویزې اخستلو تضمین چي مخکي به يې ( ۳۰۰ ) یورو اخيستل لغوه کړي دي .

د ښار او ولسوالیو د متوازن انکشاف لپاره هلي ځلي سوي دي او ټولو دوهمي واحدونو ته لارښوونه سوې چي خپل پلانونه د متوازن انکشاف په اساس جوړ کړي ترڅو د کندهار ټولو اولسونو ته بېله کوم فرق څخه خدمات وړاندي سي .

د فوټبال ستيدیوم ( احمد شاهي لوبغالي ) لپاره په ( ۱ ) میليون ډالرو د مصنوعي چمن د نصب پروژه پیل سوېده .

په عینومېنه کي د يو میلیون ډالرو په ارزښت د کرکت معياري لوبغالۍ بشپړ سوی دی .

په عینومېنه کي د ( ۳۵۰ ) بستریز روغتون ساختماني چاري، د احاطې دېوال او د سرسبزی چاري بشپړي سوي دي .

د کندهار ولایت په مرکز او ( ۸ ) ولسواليو کي ( ۱۳ ) فرعي روغتيايي مرکزونه جوړ سوي دي .

د کندهار ( ۱۷ ) ولسواليو ته د روغتيايي پوستو لپاره ( ۱۸۹ ) عرادې زرنج امبولانسونه توزېع سوي دي چي د لېري سیمو څخه عاجل مریضان تر روغتيايي مراکزو پوري ورسوي .

د کندهار په مرکز او ( ۸ ) ولسواليو ) ډنډ، دامان، ارغنداب، پنجوايي، تخته پل، ژیړۍ، بولدک او میوند ) کي ( ۹۵ ) لويي او کوچنۍ پروژې د کليوبيارغوني اړوند بشپړ سوي دي، لکه : ( ۱۷۴۵۳ ) متره کانال، ( ۶۹۵ ) متره استنادي دېوالونه، ( ۷۰ ) حلقې د سولري سيستم څاګاني، ( ۲۰ ) د څښاک د اوبو لاسي بمبې، ( ۶،۵ ) کيلومتره اسفالت سړک، ( ۴ ) کيلومتره کانګرېټ سړک، ( ۱۲ ) کيلومتره سړک جغل اندازي او ( ۲۳ ) متره کانګرېټي پل يې د یادولو وړ دی .

زموږ د کار د پیل سره سم مو د کندهار د اوسېدونکو لپاره د برېښنا د صرفې په قېمت کي کموالی راوستی ( مخکي د يو کيلواټ برق قېمت د عامو اوسېدونکو لپاره په ( ۶ ) او ( ۳ ) افغانۍ وو ) چي اوس دغه قېمت په ( ۲ ) او ( ۴ ) افغانۍ سوي دي . 

د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا په ځانګړو هلوځلو او د جلالتمآب جمهور ريس په امر د کندهار ولایت د زراعتي محصولاتو او مېوه جاتو د نړيوال مارکيټ لپاره په کندهار کي هوايي دهلېز فعاله سوی، چي په تېرکال کي يې په زرګونو ټنه وچه، لنده مېوه بهرنیو هیوادونو ته صادره سوې او په نژدې راتلونکي کي به دا دهلېز د نړۍ نورو هیوادونو سره هم وصل سي .

تر کارلاندي کليدي فعاليتونه سمول

په کندهار ولايت کي په عمومي ډول ( ۶۰ ) لويي او منځنۍ انکشافي پروژې جريان لري چي له جملې څخه يې لاندي د نمونې په ډول دي .

د هوايي ډګر څخه تر سپین بولدک پوري          ( ۸۰ ) کيلومتره سړک .

له سپين بولدک څخه تر ښورابک ولسوالۍ پوري          ( ۹۰ ) کيلومتره سړک .

له ارغستان څخه تر معروف ولسوالۍ پوري          ( ۷۴ ) کيلومتره سړک پروژه منظور سوې او د قرارداد وروسته به يې کار شروع سي .

له کندهار ښار څخه تر هوايي ډګرپوري          ( ۱۷ ) کیلومتره سړک .

د کندهار او اروزګان ترمنځ          ( ۴۰ ) کيلومتره دوهمه درجه سړک ( خامه ) جوړول .

په کندهارولایت کي د ( ۳۰ ) ميګاواټه لمريزي برېښنا لپاره ( ۳۰۰ ) جريبه مځکه ورکړل سوې او عملاً يې د نقشې او ډيزاین کار شروع دی .

د ( ۱۰ ) ميګاواټه لمريزي برېښنا پروژه ادامه لري او تردې مهاله يې ( ٪۹۹ ) سلنه کار مخ ته تللي دی .

په پنجوايي ولسوالۍ کي د ( ۵ ) ميګاواټه لمريزي برېښنا لپاره مځکه ورکول سوې چی ژر به يې ساختماني چاري شروع سي .

په ميوند او ژړۍ ولسواليو کي د برېښنا د ( ۲ ) سبسټېشنونو کار ( ٪۹۵ ) سلنه بشپړ سوي دي .

د کندهار ولایت د دهلې بند د لوړولو د پروژې سروې دوام لري او دا پروژه درې برخي لري چي یوه يې د بند ( ۸ ) متره لوړول، دوهمه برخه يي د برېښنا د تولید سټیشن جوړول او درېيمه برخه يې د کندهار ښار ته د څښاک اوبو د رسولو شبکه ده .

د کندهار ښاروالۍ اړوند ( ۱۴ ) بېلابېلي لويي او وړې پروژې جریان لري .

د کندهار ښار د پراختیا او ماسترپلان د تطبیق لپاره جدي هڅي دوام لري چي په دوولسمه ناحيه کي عملاً شروع سوي ‌دي .

په کندهار ښار کي د فرقې د سړک پروژه چي ( ۵۰ ) ميليونه افغانۍ ده او  په نژدې راتلونکي کي به يې کار پیل سي .

د پولیو د له منځه وړلو په برخه کي هلي ځلي رواني دي چي په دې برخه کي د قومي مخورو مدني فعالینو او علماو سره ليدني او ولسواليو ته په دې اړه سفرونه سوي دي .

په کندهار ښار کي ( ۱ ) باب تعمير ( د کیفیت د تشخيص لابراتوار ) د پروژې ساختماني کار دوام لري .

په کندهار ښار کي د خصوصي سکتور په مرسته د درملو د تشخيص د لوی لابراتوار ساختماني کار پرانيستل سوی دی .

په پنځو ولسوالیو کي ( دامان، ډنډ، پنجوايي، ژړۍ او بولدک ) کي د ( ۶ )  کلينيکونو  ساختماني پروژې .

 

د ۱۳۹۷ کال لپاره پلان سوي پروژې سمول

د کندهار ولایت لپاره د ۱۳۹۷ کال ټولي ( ۷۰ ) پروژې د اولویت په اساس په پلان کي نيول سوي دي چي د تطبیق لپاره به يې خپل ټول توان په کار واچوو .

زیر بناء ( بنسټیز )          ( ۱۸ ) پروژې

روغتيا ( صحت )          ( ۳ ) پروژې

پوهنه، کلتور او سپورټ          ( ۱۷ ) پروژې

کرهڼه او کليوالي پراختیا          ( ۱۳ ) پروژې

اقتصاد او خصوصي سکتور          ( ۳ ) پروژې

حکومتداري او د قانون حاکميت          ( ۷ ) پروژې

د ټولنیز خوندیتوب          ( ۹ ) پروژې

مشخص وړاندیزونه کوم چي رئيس جمهورته سوي دي سمول

١. د کندهار ولایت د ( ۷) ولسواليو اداري تعميرونو جوړېدل .
٢. په یو شمېر ولسواليو کي د اوبو د بندونو وړاندیزونه.
٣.د هلمند سيند څخه تر کندهار پوري د کانال جوړول.
۴. د امنيتي ځواکونو د تجهيز په برخه کي مرکزي د دولت پاملرنه زیاتول.
۶. کندهار ولایت ته د انکشافي بودجې د پر وخت ورکړي غوښتنه.
۷. د کندهار ولایت د نفوسو د دقیق احصايي معلومول .
۸. د کندهار ولایت (٪۸۰) سلنه ښوونځۍ تعميرونه نلري د هغه د تعميرونو جوړولو لپاره يي د ډونرانو څخه د مرستي غوښتنه . [۵]

د کندهار ولایت ماڼۍ برید، او زلمی ویسا سمول

په ١٧ اکتوبر ٢٠١۸ کي په ډيرو سيمييزو رسنيو کې راغلي وه، چې زلمی هم د کندهار ولايت مقام په بريد په شهادت ورسيدۍ، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په ١٩ اکتوبر ٢٠١٨ کي پر خپله فېسبوک پاڼه د کندهار د والي زلمي ویسا کلپ خپور کړ. په دې کلپ کې زلمی ویسا لیدل کېده چې د روغتون پر بستر پروت وو، او وضعیت یې ښه ښکاره کيدۍ.

د جنرال عبدالرازق په ترور کې لاس لرل سمول

د کندهار ولایت هغه خونړۍ پېښه کې چې جنرال رازق خپل ژوند له لاسه ورکړ؛ د اړوندې پېښې اصلي لامل گلبدین مستعار نومي د کندهار د والي جنرال ویسا ساتونکی و چې دده په سپارښتنه او سلا د ولایت مقام ته لنډو ورځو کې راوړل سوی و. ډېره د شک ګوته د کندهار والي ته نیول کېږي چې دده ساتونکي څنگه وکولای سول چې په داسې حساسه او له امنیتي کړیو راگېر ځای ته ځان ورسوي. د اړوند ترهگریز بریدگر په اړه د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي د کندهار خبري کنفرانس کې ادعی وکړه چې گلبدین نومي شخص په جعلي تذکره د سرحدي ځواکونو لیکو کې ځان ځای کړی و؛ په جعلي تذکره یې ولایت مقام کې د ساتونکي دنده خپله کړې وه او په ولایت کې یې د ضمانت چارې هم جعلي ترسره سوی وي. [سرچينه پکارده]

له هېواده بهر د تېښتې هڅه سمول

ویسا تېره میاشت د کابل هوایي ډگر له لیارې هڅه کوله چې بهر هېواد ته سفر وکړي، مگر د حامد کرزي نړیوال هوایي ډگر کارمندانو یې د بهر تگ مخنیوی کړی ځکه چې دده پاسپورټ باندې د بهر تگ اجازه ترې اخېستل شوې.[سرچينه پکارده]

داهم وګورۍ سمول

سیاسي دفترونه
واک اخيستنه له
همایون عزیزی
څخه
د کندهار ولايت د والي مقام
۲۱ مې ۲۰۱۷- تراوسه
هيڅ
  • دکندهارولایت مقام دمطبوعاتو څانګی څخه
  1. خبریال ډاټ کام (مې ٢٠١٧). "د تورنجنرال زلمی ویسا پیدایښت ارغنداب ولسوالۍ". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  2. کندهار راديو تلویزیون. ډاټ کام (مې ٢٠١٧). "تورن جنرال زلمي ويسا د کندهار د والي په توګه خپله دنده پيل کړه". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. آزادي راډیو (مې ٢٠١٧). "د زلمی ویسا راتګ، د همایون عزيزيتګ او د هالنډ والیتوب". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. کندهار راډیو تلویزیون (مې ٢٠١٧). "د زلمی ویسا د امن په باب مجلس". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. د کندهار ولايت مقام ويبپاڼه (٢٠١٨). "د والی صاحب لاسته راوړنی". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جنوري ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)