زرینه اسلامي دوره

د اسلام زرینه یا طلایي دوره (عربي: العصر الذهبي للإسلام - al-'asr al-dhahabi lil-islam) د اسلام په تاريخ کې د کلتوري، اقتصادي او علمي ودې او غوړېدو يوه دوره وه، چې په دوديزه توګه له ۸مې پېړۍ نه تر ۱۴مې پېړۍ پورې ګڼل کېږي. دا دوره په دودیز ډول د عباسي خلیفه هارون الرشید د واکمنۍ پرمهال (۷۸۶ تر ۸۰۹) په بغداد کې د حکمت ماڼۍ یا بیت الحکمه له پرانیستلو سره پیل شوې چې تر هغه وخته د نړۍ په کچه تر ټولو لوی ښار و او هلته د نړۍ له بېلابېلو برخو د بېلابېلو کلتوري بګرونډونو لرونکو اسلامي پوهانو او نورو سترو علماوو ته دنده سپارل شوې وه چې د نړۍ ټول پېژندل شوي کلاسیک علوم راټول او سریاني او عربي ژبې ته وژباړي.[۱][۲][۳][۴] په دودیز ډول ویل کېږي چې دا پېر د مغول د یرغلونو او په ۱۲۵۸ ز کال کې د بغداد د کلابندۍ له امله د عباسي خلافت له پرځېدو سره پای ته رسېدلی. یو څو پوهان د زرینې دورې پای په شاوخوا ۱۳۵۰ کې ګڼي او د تیموریانو له رنسانس سره تړاو ورکوي. په داسې حال کې چې ډېری عصري تاریخپوهان او څېړونکي د زرین اسلامي دور پای د ۱۵مې پېړۍ له وروستیو وختونو تر ۱۶مې پېړۍ پورې ګڼي چې د اسلامي باروتو (Islamic Gunpowders) دورې ته رسېږي. (د اسلام د منځنیو پیړیو دوره که بیخي یو شان نه وي خو ډېره مشابه ده چې یوه سرچینه یې د ۹۰۰ تر ۱۳۰۰ زیږدیزو کلونو پورې تعریفوي.[۵][۶][۷][۸]

د مفاهیمو تاریخچه سمول

د دغې اصطلاح غیر مبهم او روښانه تعریف نشته او په دې پورې اړه لري چې ایا دا اصطلاح پر کلتور او که پر پوځي لاسته راوړنو له تمرکز سره کارېږي، ځکه نو بیا ښایي د یوه متفاوت وخت مودې ته راجع شي. له دې امله د ۱۹مې پېړۍ يو ليکوال دا د خلافت تر دوام يا تر شپږ نيمو پېړيو پورې غځولې، په داسې حال کې چې یوه بل بیا د راشدينو له فتوحاتو څو لسيزې وروسته د عمر رضي الله عنه له وفات او لومړۍ فتنې سره پای ته رسولې.[۹]

د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې، دغه اصطلاح یوازې کله کله کارېده او ډېری وختونه د راشده خلفاوو د لومړنیو پوځي بریاوو په توګه پېژندل کېده. د ۲۰مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې بیا دا اصطلاح په تکرار سره کارېده. اوس تر ‌ډېره له ۹مې پېړۍ نه تر ۱۱مې هغې پورې د خلافتونو پر مهال د ساینس او ​​ریاضیاتو کلتوري ودې ته راجع کېږي (په بیت الحکمت کې د منظمو بورسونو رامنځته کولو او د صلیبي جګړو د پیل ترمنځ)، مګر بیا هم ډېری وختونه د ۸مې پېړۍ د وروستیو وختونو څه برخه یا له ۱۲مې پېړۍ د ۱۳مې پېړۍ تر لومړیو پورې رانغاړي. تعریفونه ممکن لاهم پام‌وړ توپیر ولري. د زرین دور پای د خلافت له پای ته رسېدو سره برابر ګڼل د تاریخي نښانو پر بنسټ یو مناسب ټکی دی، مګر دغه استدلال کېدای شي چې اسلامي کلتور ډېر مخکې تدریجي زوال ته د ننه شوی و. په دې توګه، خان (۲۰۰۳) مناسبه زرینه دوره د ۷۵۰ او ۹۵۰ کلونو ترمنځ دوې پېړۍ ګڼي او استدلال کوي چې د هارون الرشید تر واکمنۍ لاندې د سیمو له لاسه ورکولو پیل په ۸۳۳ کال کې د مامون له مړینې وروسته نور هم چټک شو او هم وایي چې په ۱۲مه پېړۍ کې صلیبي جګړې د اسلامي سترواکۍ د کمزوري کېدو لامل شوې چې بیا هېڅکله هم پر پښو ونه درېده.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

لاملونه سمول

مذهبي نفوذ سمول

بېلابېل قرآني احکام او احادیث (یا د محمد صلی الله علیه وسلم کړه وړه) چې ښوونې او روزنې ته ارزښت ورکوي او د پوهې د لاسته راوړلو پر اهمیت ټینګار کوي، له امله یې د دې دورې مسلمانانو د علم په لټون او د ساینس په وده کې خورا مهم رول لوبولی دی.[۱۵][۱۶][۱۷]

دولتي ملاتړ سمول

اسلامي سترواکۍ د علماوو کلک ملاتړ کاوه. د ژباړې په غورځنګ کې د ځینو ژباړو لپاره لګول شوې پیسې د انګلستان د طبي څېړنو شورا د کلنۍ څېړنیزې بودیجې دوه چنده اټکل شوې دي. مخکښو پوهانو او ژباړونکو، لکه حنین بن اسحاق، تنخواوې لرلې چې اټکل کېږي د اوسني وخت د مسلکي ورزشکارانو په کچه وې. د حکمت ماڼۍ یا بیت الحکمه یو کتابتون و چې د عباسي دورې په بغداد کې د عراق د خلیفه المنصور له خوا تاسیس شوی و.[۱۸][۱۹]

بېلابېل ډوله ونډې اخیستنې سمول

په دې دوره کې، مسلمانانو د فتح شویو تمدنونو د ساینسي پوهې په راجذبولو او یوځای کولو کې کلکه لېوالتیا ښودلې. د لرغونې دورې ډېری کلاسیک اثار چې ښایي له منځه تللي وای له یوناني، سریاني، منځنۍ فارسي او سنسکرت نه سریاني او عربي ته ژباړل شوي چې ځینې یې وروسته په نورو ژبو لکه عبراني او لاتیني هم ژباړل شوي.[۲۰]

زده‌کړې سمول

د مقدسو متنونو محوریت او په اسلامي دود کې د هغو مطالعې د اسلام په تاریخ کې په ټولو وختونو او ځایونو کې د دین د مرکزي ستنې په توګه د ښوونې او روزنې او تعلیم په مطرح کولو کې مرسته کړې. په اسلام کې د زده کړې اهمیت په یو شمیر احادیثو کې منعکس شوی چې محمد صلی الله علیه وسلم ته منسوب دي. په دغو منسوبو احادثیو کې یو یې هغه دی چې مؤمنانو ته په کې لارښوونه شوې: "علم ترلاسه کړئ، ان که په چین کې هم وي". دا حکم په ځانګړې توګه پر علماوو د تطبیق وړ و، مګر تر یوې اندازې د ټولو مسلمانانو لپاره هم دی. همدا راز د الزرنوجي وینا یې: "زده کړه پر زموږ ټولو فرض ده" یوه بېلګه ده. که څه هم ناشونې ده چې تر عصري-مخکې اسلامي ټولنو کې د سواد کچه محاسبه شي، خو دا تقریبا یقیني ده چې کچه یې لږ تر لږه د دوی د اروپايي سیالانو په پرتله نسبتا لوړه وه.[۲۱]

ټولنیز علوم سمول

ابن خلدون د عصري ټولنپوهنې، تاریخپوهنې، ډیموګرافي یا نفوس پېژندنې، او اقتصاد له بنسټ اېښودونکو شمېرل کېږي.[۲۲]

ارشیف کول په دغه دور کې په اسلام کې د درناوي وړ وو، که څه هم د وخت په تېرېدو سره ډېری حکومتي اسناد لادرکه شوي. له دې سره سره، مکتوبونه او پاتې اسناد د هغه مهال ټولنیز وضعیت ښيي او همدا راز دا ترې جوتېږي چې ارشیفونه په خپل وخت کې مفصل او پراخ وو. د حکومتي ارګانونو له لوري ټول ترلاسه کېدونکي او لېږل کېدونکي لیکونه کاپي کېدل، ارشیف کېدل او د ثبتولو لپاره په نښه کېدل. د ارشیف کوونکي پوست یو داسې مقام بلل کېده چې باید د لوړې کچې باورمندي ولري ځکه دوی د ټولو اړوندو معاملو ریکارډونه په واک کې لرل.[۲۳]

روغتیا پالنه سمول

لومړنی مشهور اسلامي روغتون په ۸۰۵ کال کې په بغداد کې د هارون الرشید په امر جوړ شو او د بغداد تر ټولو مهم روغتون بیا په ۹۸۲ کال کې د ابي بویه واکمن عضد الدولة له خوا جوړ شو. ترټولو ښه مستند شوي لومړني اسلامي روغتونونه د ۱۲مې او ۱۳مې پېړیو ستر سورو-مصري تاسیسات دي. په ۱۰مه پیړۍ کې، بغداد پنځه نور روغتونونه لرل، په داسې حال کې چې دمشق تر ۱۵مې پیړۍ پورې شپږ روغتونونه لرل او قرطبې په یوازې سر ۵۰ لوی روغتونونه لرل، چې ډېری یې یوازې د پوځ لپاره وو.[۲۴][۲۵]

زوال سمول

یرغلونه سمول

په ۱۲۰۶ کال کې، د منځنۍ آسیا په مغولو کې چنګیز خان یوه پیاوړې پاچاهي جوړه کړه. د ۱۳مې پیړۍ په جریان کې، د مغول امپراتورۍ په ختیځ کې د چین او په لویدیځ کې د پخواني اسلامي خلافت (همدارنګه کیوان روس - Kievan Rus) په ګډون د یوریشیا د خاورې ډېره برخه فتحه کړه. په ۱۲۵۸ کال کې د هولاکو خان ​​له خوا د بغداد او د حکمت ماڼۍ یا بیت الحکمه ویجاړول ځینې د اسلامي زرین دور پای ګڼي.[۲۶]

اقتصاد سمول

د اسلامي علومو د زوال د توضیح لپاره ویل کېږي چې په ۱۱مه او ۱۲مه پیړۍ کې سني احیاء یو لړ بنسټیز بدلونونه رامنځته کړل چې د ساینسي اثارو تولید ته یې نسبتا تنخوا او امتیازات کم کړل. د مدرسو له خپرېدو او د دیني او مذهبي مشرانو له زیات نفوذ سره، د دیني علم ترلاسه کول ډېر ګټور ګڼل کېدل.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

کلتور سمول

اقتصادي تاریخپوه جویل موکیر استدلال کړی چې اسلامي فیلسوف الغزالي (۱۰۵۸-۱۱۱۱) "د اسلامي علومو د زوال یوه مهمه څېره وه"، ځکه د هغه اثارو په اسلامي نړۍ کې د تصوف او اوکېشنلیزم (occasionalism) په وده کې مرسته کړې. د دې نظر په مقابل کې، سلیبه (۲۰۰۷) د الغزالي له وخت وروسته د ستورپوهنې د ودې په اړه یو شمېر مثالونه وړاندې کړي دي.[۳۳][۳۴]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. George Saliba (1994), A History of Arabic Astronomy: Planetary Theories During the Golden Age of Islam, pp. 245, 250, 256–57. New York University Press, کينډۍ:ISBN.
  2. King, David A. (1983). "The Astronomy of the Mamluks". Isis. 74 (4): 531–55. doi:10.1086/353360. S2CID 144315162. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hassan, Ahmad Y (1996). "Factors Behind the Decline of Islamic Science After the Sixteenth Century". Islam and the Challenge of Modernity, Proceedings of the Inaugural Symposium on Islam and the Challenge of Modernity: Historical and Contemporary Contexts, Kuala Lumpur, August 1–5, 1994. Ed. Sharifah Shifa Al-Attas. International Institute of Islamic Thought and Civilization (ISTAC). 351–99. 
  4. Gutas, Dimitri 1998. Greek Thought, Arabic Culture: The Graeco-Arabic Translation Movement in Baghdad and Early 'Abbāsid Society (2nd-4th/8th-10th Centuries). London: Routledge.
  5. [[[:کينډۍ:Google books]] Islamic Radicalism and Multicultural Politics] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Taylor & Francis. 2011-03-01. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-95960-8. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Science and technology in Medieval Islam" (PDF). History of Science Museum. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Ruggiero, Guido (15 April 2008). A Companion to the Worlds of the Renaissance, Guido Ruggiero. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780470751619. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ نومبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Barlow, Glenna. "Arts of the Islamic World: the Medieval Period". Khan Academy. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Josias Leslie Porter, A Handbook for Travelers in Syria and Palestine, 1868, [[[:کينډۍ:Google books]] p. 49].
  10. "For six centuries and a half, through the golden age of Islam, lasted this Caliphate, till extinguished by the Osmanli sultans and in the death of the last of the blood of the house of Mahomet. The true Caliphate ended with the fall of Bagdad". New Outlook, Volume 45, 1892, p. 370.
  11. "the golden age of Islam, as Mr. Gilman points out, ended with Omar, the second of the Kalifs." The Literary World, Volume 36, 1887, p. 308.
  12. so Linda S. George, The Golden Age of Islam, 1998: "from the last years of the eighth century to the thirteenth century."
  13. "The Ninth, Tenth and Eleventh centuries were the golden age of Islam" Life magazine, 9 May 1955, .
  14. Arshad Khan, Islam, Muslims, and America: Understanding the Basis of Their Conflict, 2003, [[[:کينډۍ:Google books]] p. 19].
  15. Groth, Hans, المحرر (2012). Population Dynamics in Muslim Countries: Assembling the Jigsaw. Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 45. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-642-27881-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Rafiabadi, Hamid Naseem, المحرر (2007). Challenges to Religions and Islam: A Study of Muslim Movements, Personalities, Issues and Trends, Part 1. Sarup & Sons. د کتاب پاڼې 1141. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7625-732-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Salam, Abdus (1994). Renaissance of Sciences in Islamic Countries. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9971-5-0946-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "In Our Time – Al-Kindi, James Montgomery". bbcnews.com. 28 June 2012. مؤرشف من الأصل في ۱۴ جنوري ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه May 18, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Brentjes, Sonja; Robert G. Morrison (2010). "The Sciences in Islamic societies". The New Cambridge History of Islam. 4. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 569. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Gutas, Dimitri 1998. Greek Thought, Arabic Culture: The Graeco-Arabic Translation Movement in Baghdad and Early 'Abbāsid Society (2nd-4th/8th-10th Centuries). London: Routledge.
  21. Jonathan Berkey (2004). "Education". Encyclopedia of Islam and the Muslim World. Ed. Richard C. Martin. MacMillan Reference USA. 
  22. * Spengler, Joseph J. (1964). "Economic Thought of Islam: Ibn Khaldun". Comparative Studies in Society and History. 6 (3): 268–306. doi:10.1017/s0010417500002164. JSTOR 177577. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) .   • Boulakia, Jean David C. (1971). "Ibn Khaldûn: A Fourteenth-Century Economist". Journal of Political Economy. 79 (5): 1105–18. doi:10.1086/259818. JSTOR 1830276. S2CID 144078253. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  23. Posner, Ernest (1972). "Archives in Medieval Islam". American Archivist. 35 (3–4): 291–315. doi:10.17723/aarc.35.3-4.x1546224w7621152. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Ṭibb". Encyclopaedia of Islam (2nd). (2012). Ed. P. Bearman. Brill. DOI:10.1163/1573-3912_islam_COM_1216. 
  25. "The Islamic Roots of the Modern Hospital". aramcoworld.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ مارچ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Better source needed
  26. Cooper, William W.; Yue, Piyu (2008). [[[:کينډۍ:Google books]] Challenges of the Muslim world: present, future and past] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Emerald Group Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-444-53243-5. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. George Saliba (1994), A History of Arabic Astronomy: Planetary Theories During the Golden Age of Islam, pp. 245, 250, 256–57. New York University Press, کينډۍ:ISBN.
  28. King, David A. (1983). "The Astronomy of the Mamluks". Isis. 74 (4): 531–55. doi:10.1086/353360. S2CID 144315162. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. El-Rouayheb, Khaled (2008). "The Myth of "The Triumph of Fanaticism" in the Seventeenth-Century Ottoman Empire". Die Welt des Islams. 48 (2): 196–221. doi:10.1163/157006008x335930. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. El-Rouayheb, Khaled (2006). "Opening the Gate of Verification: The Forgotten Arab-Islamic Florescence of the 17th Century". International Journal of Middle East Studies. 38 (2): 263–81. doi:10.1017/s0020743806412344. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Hassan, Ahmad Y (1996). "Factors Behind the Decline of Islamic Science After the Sixteenth Century". Islam and the Challenge of Modernity, Proceedings of the Inaugural Symposium on Islam and the Challenge of Modernity: Historical and Contemporary Contexts, Kuala Lumpur, August 1–5, 1994. Ed. Sharifah Shifa Al-Attas. International Institute of Islamic Thought and Civilization (ISTAC). 351–99. 
  32. "Religion and the Rise and Fall of Islamic Science". scholar.harvard.edu. مؤرشف من الأصل في ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Mokyr, J.: A Culture of Growth: The Origins of the Modern Economy. (eBook and Hardcover)". press.princeton.edu. د کتاب پاڼې 67. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ مارچ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "The Fountain Magazine – Issue – Did al-Ghazali Kill the Science in Islam?". www.fountainmagazine.com (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اپرېل ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)