Rhea
رېا
مملکه ژوی
عمومي بڼې Chordata
ځانتياوي بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
طبقه مرغان
ځغاستونكى مرغان
کورنۍ Rheidae
جنس رېایان

رېایان یا رهېایان (په لاتين: Rhea) د لویو مرغانو یو جنس دي چې په سهيلي امريکا کې ژوند کوي. په اوس وخت کې په سهيلي امريکا کې د دغو مرغانو دوه ډوله ستره رېا او ډاروين رېا وجود لري. نوموړی مرغان په ۱۷۵۲ کال کې د الماني طبيعت پوه Paul Heinrich Gerhard Möhring لخوا نوم شول. Rhea د يوناني ژبې څخه اخيستل شوي دي او د لرغوني یوناني خدای نوم دي. خو نوموړی مرغه په سهيلي امريکا کې د ڼاډو په نومه هم پېژندل شوي دي.