رقم جوړؤنکي وسایل

رقم جوړؤنکي وسایل د:رقم جوړونکې وسايل( Digitizing the Real World )

کمپيوټر مخکې له دې چې په لاس ليکل شوی او يا چاپ شوی متن يوله بله وپيژني هماغه متن بايد په رقمي ډول بدل کړي تر څو د کمپيوټر په حافظه کې وساتل شي. څرنگه چې معلو مات په بيلا بيلو بڼو سره دي نو د هغوی د رقمي جوړولو لپاره بايد له بيلا بيلو وسايلو څخه کار واخيستل شي ددې وسايلو ځيني ډولونه په لاندې ډول دي:

1:سکنر(Scanner ): سکنر د معلوماتو د ننه کولو يوه وسيله ده چې کولای شي د گرافيکي بڼو او د متنونو رقمي ښودنه برابره کړي. سکنر په بيلا بيلو بڼو سره موندل کېږي د بڼو د نه په پام کې نيولو سره سکنر کولای شي چې فوتو گراف،رسامي،چارت،او دچاپ شوو معلوماتو نور ډولونه د Bit په ډولونو بدل کړي تر څو د گرافيکي پروگرامونو په مرسته کمپيوټر وکولای شي چې هغه ذخيره او پراسس کړي.

2:ديجيتل کمره(Digital Camera): ديجيتل کمره د يوه رقمي انځور په بڼه د حقيقي بڼو د سملاسي انځور اخيستلو لپاره په کار وړل کېږي. د پاڼې پر مخ د چاپي بڼو پورې محدوده نه ده بلکې هر هغه څيز چې عادي کمره يې اخيستلای شي هغه ثبتوي .ديجيتل کمره کولای شي چې دډيسک د معلوماتو د ساتنې د وسايلو لکه د فلش حافظه،د بيټي (Bit) بڼو ډولونه ذخيره کړي.ديجيتل کمره له کمپيوټر سره د USB پورټ له لارې نښليدای شي.

ويديويي رقم جوړؤنکی ( Video Digitizer ): دا دسرکتونوهغه مجموعه ده چې کولای شي له ويديويي کمرې ،تلفاز او يا نورې ويديويي سرچېنو څخه ورودي واخلي او هغه رقمي سگنالونو ته واړوي. له هغې وروسته کولای شي چې رقم شوي سگنالونه د کمپيوټر په ساتنځي کې وساتي او په سکرين يې وښيي. څرنگه چې ديجيتل ويديويي کمره اشکال په رقمي بڼه اخلي نو کولای شو چې ويديويي سگنالونه په مستقيمه توگه او له ويديويي رقم جوړؤنکي پرته کمپيوټر ته وليږدوي.

4:د غږ رقم جوړؤنکي( Sound Digitizer ): د غږ رقم جوړؤنکي د يوه داسې سرکت لرونکي دي چې کولای شي د مايکروفون او نورو غږيزو وسايلو غږ رقمي کړي. د غږ ورودي ذکي پروگرامونو ته اړتيا لري تر څو وکولای شي چې دا غږونه کمپيوټر ته په سمه توگه تفسير کړي. غږونه په هوا کې د څپو په بڼه خوځيږي،مايکروفون دا څپې د انالوگ په اليکتريکي سگنالونو بدلوي له هغې وروسته د ADCپه مرسته انالوگ سگنالونه باينري بڼي ته اوړي.ADC معمولاً د غږ دکارت د پاسه ځای لري.

5:حس کوونکي( Sensor ): له حس کوونکو څخه د تودوخې،رطوبت،فشاراو نورو فزيکي مقاديرو د اندازه کولو لپاره گټه اخيستل کېږي. له دې وسايلو څخه د روبوت په جوړولو ،د جوي حالاتو وړاندويېنه ،پوهنيزو څيړنو او نورو سلگونو برخواو تطبيقاتو کې ترې کار اخيستل کېږي.تردې پورې چې زموږ او ستاسو د خوښۍ او خندا احساس هم حس کوونکي کولای شي ،تقليد کړي.

ژباړن:ب.بهیر وردگ