رام نات کووېند

رام نات کويند د ۲۰۱۷ ز کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې، له خپلې سیالې ميريا کمار Meira Kumar نه میدان وگټلو او تقريبا دوه پر درې رايې يې خپلې کړې او تر پرناب موکرجي وروسته به د جولای په ۲۵ مه د جمهور رييس په توگه دندې ته اوږه وکړي. کویند د ۱۹۴۵ ز کال د اکټوبر میاشتې په لومړۍ نېټه، د اوتر پردېش Uttar Pradesh په کانپور دهات Kanpur Dehat ولسوالۍ کې زېږیدلی دی. پلار يې بزگر او د یو کوچنی دکان مالک هم و، چې د خپلې کورنۍ گوزاره يې ورباندې کوله. کویند د پنځو ورڼو او خويندو تر منځ تر ټولو کشر و او ۵ کلن و، چې مور يې له لاسه ورکړه. په کلي کې د لومړنيو زده کړو د تر سره کولو ورسته، اړ شو چې گاونډي کلي ته، چې ۶ کيلومتره يې له دوی نه واټن درلود، د زده کړې د دوام لپاره هره ورځ مزل وکړي. د دوی په کلي کې هیچا حتی یو بایسکل هم نه درلود. په تجارت کې لیسانس (Bachelors degree in commerce and a LLB from DAV College) او همداراز په حقوقو کې هم زده کړې کړي او له کانپور پوهنتون نه فارغ شوی دی. کويند لکه مو چې مخکې وويل، يو داليت دی او د بهارتیا جاناتا (بي. جې، پي) گوند لخوا يې ملاتړ کيده.

دندې او مسؤليتونه: سمول

• د بهارتیا جاناتا گوند پخوانی مشر. • له ۲۰۱۵ – ۲۰۱۷ ز کلونو پورې د بیهار ایالت گورنر يا والي. • له ۱۹۹۴ ـ ۲۰۰۶ ز پورې د پارلمان غړی.

رام نات کويند په ۱۹۷۴ ز کال کې له له «ساویتا» سره واده وکړ او د مينې حاصل يې يو زوی او يوه لور دي.

سرچينې: • ويکيپېدیا