رابرټ هوک (۱۸ جولای ۱۶۳۵ – ۳ مارچ ۱۷۰۳) يو انګريز عالم، مهندس او ټولنپوه ؤ هغه څوک چې د مايکروسکوپ په کارولو يې په لومړي ځل کوچني موجودات ولېدل. د ځوانۍ پر مهال بې وزله علمي څېړونکی و، هغه مهال يې شتمني او عزت دواړه تر لاسه کړل کله يې چې په ۱۶۶۶ ز کې د لندن له ستر اور وروسته له نيمايي د زياتو ودانيو ارزونه یې وکړه. هوک د شاهي ټولنې غړی هم و او له ۱۶۶۲ زکال وروسته د شاهي ټولنې د تجربو متصدي هم و. هوک په ګريشم پوهنځي کې د هندسې پروفيسر هم و.[۱][۲]

رابرټ هوک (۱۸ جولای ۱۶۳۵ – ۳ مارچ ۱۷۰۳)

د فزيک پوه رابرټ بايل د مرستيال په توګه یې، د ګاز قانون په اړه د بايل د تجربو په کارولو سره هوک د خالي کولو پمپ جوړ کړ او خپله یې هم تجربې وکړې. په ۱۶۷۳ ز کال کې، هوک لومړی ګريګورين تيليسکوپ جوړ کړ او له هغې وروسته هوک د مريخ او مشتري سيارو څرخېدنه ولېدله. په ۱۶۶۵ ز کال کې هوک مايکروګرافيا کتاب کې د مايکروسکوپي څېړنو لپاره هڅونه کړې او په دې توګه یې د مايکروسکوپي پاتې شونو په کتلو سره هوک بيولوژيکي انقلاب رامنځ ته کړ. د ليدلو د قوې په برخه کې د څېړنو پر مهال په ځانګړي ډول د رڼا د ماتېدو، هغه د رڼا د څپو نظريه استخراج کړه. او د تودوخې د پراختيا ماده یې په لرې واټن کې د کوچنيو زراتو په واسطه د هوا د جوړښت او د انرژۍ په توګه د تودوخې فرضيې د هغه لومړۍ ثبت شوې فرضيې دي.[۳][۴]

په فزيک کې، هغه د دې تجربوي تايید اټکل وکړ چې د جاذبې قوه د متضاد مربع پر قانون عمل کوي. او په لومړي ځل يې د سيارو د خوځښت تر منځ د دا ډول اړيکې فرضيه وړاندې کړه کوم اصل چې د اسحاق نيوټن له خوا د کايناتو د جاذبې په اړه د نيوټن په خپل قانون کې یې رسمي کړ. د دې پوهې په اړه لومړيتوب د هوک او نيوټن تر منځ د سيالۍ په رامنځته کېدو کې مرسته وکړه او په پايله کې هغه د هوک له نظريې سره مخالفت وکړ. په ځمک پېژندنه او لرغون پېژندنه کې، هوک د خاورينې کرې يوه نظريه رامنځ ته کړه چې د ځمکې د ژوند په اړه يې د بايبلیکل نظريه تر بحث او جنجال  لاندې راوسته، د ژونديو موجوداتو د محوه کېدو نظريه يې وړاندې کړه او استدلال يې وکړ چې د غرونو او غونډيو پر سر پاتې شوني د ځمک پېژندنې په واسطه پورته تللي دي. د ځمکې د ارزونې او نقشې جوړولو په برخه کې د هوک مخکښوالي لومړۍ هوارې نقشې په جوړولو کې مرسته وکړه، سره له دې چې د شته لارو په اوږدو کې د بيا رغولو په ګټه د لندن لپاره د هغه د شبکې نظام رد شو خو بيا هم هوک د لندن لپاره د ضوابطو د وړانديزونو په يوه لړۍ کې مهمه دنده درلوده چې اوس هم په لندن کې اغېزناک دي. په وروستيو وختونو کې هغه ته د انګلستان ليونارډو ويل کېده.[۵][۶][۷]

ژوند او کارونه سمول

د ژوند لومړي کلونه سمول

د هوک د ژوند د لومړيو کلونو په اړه چې ډېر څه چې معلوم دي، د هغه له خپل ژوند ليک څخه دي چې هغه په ۱۶۹۶ ز کال کې پيل کړی وو، خو هيڅکله يې هم بشپړ نه کړ. ريچارډ والر د رابرټ هوک له مرګ وروسته کارونو په اړه په معلوماتي لېکنه کې د هغه يادونه کړې، ايم. ډي. ايس. ار. ايس، چې په ۱۷۰۵ ز کال کې چاپ شوی. د والر څېړنه، د جان وارډ د ګريشم پروفيسرانو ژوند (د هغه د سترو کارونو له يو فهرست سره) او د جان اوبري څرګند ژوند، بیا نږدې د هوک د معاصر ژوند ليک په اړه معلومات ورکوي.[۸]

رابرټ هوک په ۱۶۳۵ ز کال کې د اسلي ويټ ټاپو په فريشواټر کلي کې زېږېدلی و، د مور نوم يې سيسيلي ګيلز او د پلار نوم يې جان هوک و، پلار يې يو انجيليکي مسيحي پادري و، د فريشواټر په کليسا کې د پادري د مرستيال په توګه یې کار کاوه. پلار يې جان هوک دوه وروڼه، يعنې د رابرټ ترونه، په کليسا کې مذهبي مشران وو. شونې ده چې شاهي غوښتوونکی جان هوک په هغه ډله کې يو و چې د لومړي چارلس درناوي ته ورشي کله چې هغه د اسلي ويټ ټاپو ته تښتېدلی و.  تمه کېده چې جان به له کليسا سره يو ځای شي او په يو سر سخته شاهي غوښتوونکي به بدل شي. رابرت د څلور خوېندو وروڼو چې دوه وروڼه او دوه خوېندې وې اووه کاله په ټولو کې کشر و. د دوی پلار يو سيمه یيز ښوونځی هم پر مخ ووړ، خو بيا هم رابرت چې تر يو بريده يې کمزورې روغتيا لرله، په کور کې يې زده کړې وکړې. ځوان رابرټ هوک د ميخانيکي کارونو او رسامۍ مينه وال و. هغه د جستو يو ساعت ويجاړ کړ او د لرګي يو يې جوړ کړ چې د معلوماتو پر اساس هغې ساعت کار وکړ او ډېر ښه کار يې وکړ. هغه د ځان لپاره د ډبرو له سکرو، ګچ او روډل (معدني وسپنه) څخه د رسامۍ خپل توکي جوړ کړي وو.[۹][۱۰][۱۱]

په ۱۶۴۸ ز کال کې د پلار له مړینې وروسته، رابرټ ته په ميراث کې ۴۰ پونډه پاتې و. هغه دغه پونډونه لندن ته د شاګردۍ د پیلولو لپاره يوړل او د لنډ وخت لپاره يې له سمويل کاپر او پيټر ليلي سره زده کړې وکړې؛ خو د ويسټ منسټر د ښوونځي د مدير ډاکټر ريچارډ بسبي له خوا دې ته قانع کړای شو چې د دې کار پر ځای بايد په ښوونځي کې داخل شي. هوک ډېر ژر لاتيني او يوناني ژبې زده کړې، د اقليدس عناصر يې زده کړل، د موسيقۍ غږول يې زده کړل او د ميخانيک په اړه یې اوږده مطالعه پيل کړه. [۱۲]

اکسفورډ سمول

په ۱۶۵۳ ز کال کې (چې د موسيقۍ په برخه کې يې د دوه ويشتو درسونو دوره بشپړه کړې وه) په کريسټ کليسا اکسفورډ کې د موسيقي غږونکي دنده تر لاسه کړه. هغه د ډاکټر توماس ويلز لپاره د کیمیاوي مرستيال په توګه وټاکل شو چې د هغه لپاره یې ښې ستاينې راوړې. په همدې ځای کې هغه له طبیعي د فيلسوف رابرټ بويل سره ولیدل او د ۱۶۳۳ او ۱۶۶۲ ز کلونو کې يې د هغه د مرستيال په توګه دنده تر لاسه کړه، چې د بويل د هوا پمپ جوړولو کې يې کار کاوه او تر دې چې په ۱۶۶۲ يا ۱۶۶۳ ز کال کې د استادۍ سند ورکړل شو. په ۱۶۵۹ ز کال کې هوک ويلکينز ته له هوا څخه د درندو عناصرو د الوت په اړه یو لړ طريقې وړاندې کړې خو پايله يې دا شوه چې د انسان عضلات د دې کار لپاره مناسب نه دي.[۱۳][۱۴]

هوک په اکسفورډ کې تېرې کړې ورځې د خپل ځان لپاره له علم سره  د هغه د تل پاتې ليوالتيا بنسټ بولي او هغه ملګري چې هوک هلته پیدا کړي وو د هغه لپاره په مسلکي ژوند کې یې ډېر ارزښت درلود. په ځانګړي ډول کريستوفر رن. وادم هغه مهال د جان ويلکينز تر لارښوونې لاندې و، چې هغه په هوک او ملګرو يې ژور اغېز درلود. ويلکلين هم شاهي پلوی و، او په هغه وخت کې له ګډوډيو او بې ثباتیو پوره خبر و. د علمي کارونو د ساتنې لپاره بېړه موجوده وه او دوی داسې انګېرله چې ترلاس لاندې دولت له خوا تر ګواښ لاندې دی. د ويلکينز په مطالعه کې د هغه فلسفي غونډې ډېرې مهمې وې، که څه هم ډېر لږ يې خوندي پاتې دي پرته له هغو تجربو چې بويل په ۱۶۵۸ ز کال کې تر سره کړې وې او په ۱۶۶۰ ز کال کې يې خپرې کړې وې. دې ډلې د شاهي ټولنې اصلي جوهر رامنځ ته کړ. هوک د بويل د تجربو لپاره د رالف ګريتورکس د پمپ پر اساس د هوا يو پمپ جوړ کړ چې د هوک په خبره «ډېر غټ او لوی کار وکړي ». دا روښانه ده چې هوک ډېر ځيرک او ماهر رياضي پوه و چې دغه دواړو ځانګړتياوې په بويل کې نه وې. داسې ويل کيږي چې شونې ده هوک څېړنې تر سره کړي او احتمالاً د بويل رياضياتو قانون ته يې پراختيا ورکړې وي. دغه راز، دا روښانه ده چې هوک د بويل لپاره ارزښتناکه مرستيال و او دواړو يو بل ته درناوی درلود. [۱۵][۱۶]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. O'Connor, J J; Robertson, E F (August 2002). "Robert Hooke". School of Mathematics and Statistics, University of St Andrews, Scotland. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Howard Gest, "The discovery of microorganisms by Robert Hooke and Antoni van Leeuwenhoek, Fellows of The Royal Society", Notes Rec R Soc Lond, 2004 May;58(2):187–201. Howard Gest, "Homage to Robert Hooke (1635–1703): New insights from the recently discovered Hooke folio", Perspect Biol Med, Summer 2009;52(3):392–399.
  3. Drake, Ellen Tan (2006). "Hooke's Ideas of the Terraqueous Globe and a Theory of Evolution". In Michael Cooper; Michael Hunter (المحررون). Robert Hooke: Tercentennial Studies. Burlington, Vermont: Ashgate. د کتاب پاڼي 135–149. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7546-5365-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Drake, Ellen Tan (1996). Restless Genius: Robert Hooke and His Earthly Thoughts. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-506695-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Encyclopædia Britannica, 15th Edition, vol.6 p. 44
  6. 1946-, Gribbin, John & Mary (2017). Out of the shadow of a giant: Hooke, Halley and the birth of British science. London. OCLC 966239842. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0008220594. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: numeric names: قائمة المؤلفون (link)
  7. Chapman, Alan (1996). "England's Leonardo: Robert Hooke (1635–1703) and the art of experiment in Restoration England". Proceedings of the Royal Institution of Great Britain. 67: 239–275. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ مارچ ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. * {{cite book |last=Ward |first=John |title=The lives of the professors of Gresham college: to which is prefixed the life of the founder, Sir T. Gresham |year=1740 |place=Oxford |pages=169–193 |url=https://books.google.com/books?id=jp5bAAAAQAAJ&pg=PA169}}
  9. Jardine, Lisa (2003). The Curious Life of Robert Hooke: The Man who Measured London (الطبعة 1st). New York: Harper Collins Publishers. د کتاب پاڼې 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-00-714944-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Martin, Rob (2000). "The Tragedy of Robert Hooke's Brother". د اصلي آرشيف څخه پر 18 اپریل 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه 9 مارچ 2010. Robert is given forty pounds, a chest and all the books الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. His father had speculated that he might become a watchmaker or limner (a decorator of illuminated manuscripts.
  12. O'Connor, J J; Robertson, E F (اګست 2002). "Hooke biography". School of Mathematics and Statistics University of St Andrews, Scotland. د اصلي آرشيف څخه پر 16 جولای 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه 9 مارچ 2010. He was left £40 by his father, together with all his father's books (the often quoted figure of £100 is a much repeated error) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Shapin, Steven; Schaffer, Simon (1985). "2". Leviathan and the Air-Pump: Hobbes, Boyle and the Experimental Life. Princeton: Princeton University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-08393-3. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Robert Hooke کينډۍ:ISBN p. 98
  15. Fulton, John F. (1960). "The Honourable Robert Boyle, F.R.S. (1627–1692)". Notes and Records of the Royal Society of London. 15: 119–135 (123). doi:10.1098/rsnr.1960.0012. S2CID 145310587. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Gunther, Robert (1923–1967). Early Science in Oxford. 7. privately printed. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)