د USS کانسټیټوشن (بېړۍ)

د USS کانسټیټوشن چې د زړې اوسپنې په نوم هم پېژندل کېږي، د متحده ایالتونو د سمندري ځواک یوه لرګي پوښه درې ګونې درنه بېړۍ ده. هغه د نړۍ ترټولو لرغونې بېړۍ ده چې لاتراوسه هم چلېږي. هغه په ۱۹۷۹م کال کې اوبو ته د ننه شوه، یوه له شپږو اصلي بېړیو څخه ده چې د ۱۷۹۴ سمندري قانون لخوا د رغولو لپاره وټاکل شوه او دریمه بېړۍ وه چې جوړه شوه. د «کانسټیټوشن» نوم د هغو لسو نومونو په منځ کې وو چې د ۱۷۹۵م کال په مارچ کې د جګړې وزیر ټیموټي پیکرینګ لخوا د هغو بېړیو لپاره چې د جوړېدو پلان یې وو، ولسمشر جورج واشنګټن ته ولېږدول شو. جاشوا هامفریس دا بېړۍ د سمندري سرمایې ځوانو بېړیو په توګه طراحي کړې، له همدې کبله د کانسټیټوشن بېړۍ او د هغې خور د هغې دورې له سټانډارډ بېړیو څخه لا لویې او په ډېرو وسلو سنبال وې. هغې د بوسټون په شمال کې د اډمونډ هارټ په بېړۍ جوړونې کارخونې کې، ماساچوسټ جوړ کړ. د هغې لومړنۍ دندې له فرانسې سره د نیمه جګړې په اوږدو کې د امریکایي سوداګریزو کښتیو څخه ساتنه او په لومړۍ بربري جګړې کې د بربري سمندري غلو ماتول وو.[۱][۲]

کانسټیټوشن ډېری د بریټانیا په وړاندې د ۱۸۱۲ کال په اوږدو کې د خپلو کړنو له امله د پام وړ ګرځېدلې ده، کله چې هغې ګڼ شمېر سوداګریزې بېړۍ تصرف کړې او پنځه برېټانیایي کوچنۍ جنګي بېړۍ یې ماتې کړې: HMS Guerriere، Java، Pictou، Cyane او Levant. له Guerriere سره د هغې جګړې ورته د «زړې اوسپنې» لقب او همدارنګه عمومي ستاینه ترلاسه کړه چې څو ځلې یې هغه له خرابېدو ژغورلې ده. هغې د مدیترانې او افریقا په سکواډرون کې د یوه غوړيدلي ګل په څېر خپل خدمت ته دوام ورکړ او په ۱۸۴۰مه لسیزه کې له ټولې نړۍ څخه راوڅرخېده. د امریکا کورنۍ جګړې په اوږدو کې، هغې د متحده ایالتونو سمندري ځواکونو اکاډمي لپاره د یوې روزنیزې بېړۍ په توګه خدمت وکړ. هغې امریکایي هنري او صنعتي اثرونه په ۱۸۷۸م کال کې د پاریس نندارتون ته یوړل.

کانسټیټوشن په ۱۸۸۱م کال کې له فعال خدمت څخه تقاعد شوه او تر څو چې په ۱۹۰۷م کال کې د موزیم بېړۍ په توګه وټاکل شوه، د ترلاسه کوونکې بېړۍ په توګه یې خدمت وکړ. په ۱۹۳۴م کال کې، هغې په هېواد کې یو درې کلن ۹۰ بندریز سفر پای ته ورساوه. هغې په ۱۹۹۷م کال کې د خپلې دوه سومې زوکړې او بیا ځلې د ۲۰۱۲م کال په آګسټ کې کې پر Guerriere باندې د بریا په دوه سوم کال لمانځلو لپاره په خپل شخصي واک بېړۍ چلونه وکړه.

د کانسټیټوشن اوسنۍ اعلان شوې دنده، د روزنیزې اطلاع رسونې له لارې په جګړه او سوله کې د سمندري ځواک د رول درکولو وده، تاریخي نمایش او د سمندري میراث او قومندې تاریخ یوې برخې په توګه په عمومي پېښو کې فعال ګډون دی. له هغه ځایه چې هغه د سمندري ځواک بشپړه فرمایشي بېړۍ ده، خو د هغې ۷۵ افسران او بېړۍ چلوونکي په لمانځغونډو، روزنیزو خپرونو او ځانګړو مراسمو کې ګډون کوي په داسې حال کې چې هغه د ټول کال په اوږدو کې د لیدونکو لپاره خلاصه پرېږدي او وړیا سفرونه خلکو ته وړاندې کوي. افسران او کارکوونکي ټول د سمندري ځواک فعاله پرسونل دي او دا دنده ورته د یوې ځانګړې دندې په توګه ورکړل شوې ده. هغه په معمول ډول د پخواني چارلزتون د بېړیو بندر په ۱ برخه کې د بوسټون آزادۍ لارې پای کې درول کېږي.

جوړونه سمول

په ۱۷۵۸م کال کې، بربري سمندري غلو، په ځانګړې توګه له الجزایرو څخه، د مدیترانې په سمندر کې د امریکایي سوداګریزو بېړیو په درولو پیل وکړ. یوازې په ۱۷۹۳م کال کې، ۱۱ امریکایي بېړۍ ونیول شوې او د هغو کارکوونکي او پلورنځي د باج اخیستنې لپاره وساتل شول. له دې ستونزې سره د مبارزې لپاره، د امریکایي بېړیو ساتلو لپاره جنګي بېړیو ته ځینې وړاندیزونه وړاندې شول چې پایله یې د ۱۷۹۴م کال سمندري قانون وو. دې قانون د شپږ بېړیو جوړونې لپاره بودیجه برابره کړه، خو داسې یو بند یې درلود چې که چېرته له الجزایر سره د سولې تړون وشي په هغه صورت کې به د بېړیو جوړونه درول کېږي.[۳][۴][۵]

د جاشوا همفریس ډیزاین د هغه وخت لپاره غیر معمول وو، داسې چې ژور، د کلنګ په سر اوږد، نري تیر لرونکې (پنډوالی)، او د ډېرو درنو وسلو نصب په کې شامل وو. دې ډیزاین کې تکړه سواره هم شامل وو ترڅو د بېړیو د لرګیو هغه دروند بار سمبال کړي او ځړېدل او ډوبېدل یې محدود کړي. دې ډیزاین د بېړۍ بدن ته د نورو سپکو بېړیو په پرتله لا ډېر ځواک ورکړ. دا د همفریس د درک پراساس وو چې نوی په پښو درېدلي متحده ایالتونه نشي کولی د خپلو سمندري ځواکونو په اندازه کې له اروپایي هېوادونو سره برابري وکړي، له همدې کبله هغوی داسې ډیزاین شوې وې چې د تېښتې په وخت کې وکولی شي له هرې بلې بېړۍ څخه په لیکه کې بریالۍ اوسي.[۶][۷][۸][۹]

د هغې کلنګ د ۱۷۹۴م کال د نومبر په ۱ نېټه په بوسټون کې د اډمونډ هارټ ماساچوسټ بېړۍ جوړونې فابریکه کې، د کاپیټان ساموئل نیکولسون، د بېړیو ماسټر ډګروال جورج کلاګهورن او د مارټا د انګورو باغو آتیرنانو شهزاده آتیرن تر نظارت لاندې کېښودل شو. د کانسټیټوشن د بدن پنډوالی ۲۱ اینچه (۵۳۰ میلي متره) او د دوه عمودونو ترمنځ اوږدوالی ۱۷۵ فوټه (۵۳ متره) وو چې ټول اوږدوالی یې ۲۰۴ فوټه (۶۲ متره) او عرض یې ۴۳ فوټه او ۶ اینچه (۱۳.۲۶ متره) وو. په ټوله کې، د دې بېړۍ جوړونې لپاره ۶۰ هکټاره (۲۴ ha) ونو ته اړتیا وه. لومړني موادو کې یې د انارو او بلوطو ونې شاملې وې، له هغې جملې څخه سوېلي ژوندي بلوط چې له ګاسکوین بلوف څخه راپرې او د ګرجستان په سېنټ سیمونس ټاپو کې چارتراش شول.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د متحده ایالتونو او الجزایرو ترمنځ د ۱۷۹۶م کال په مارچ کې د سولې تړون اعلان شو او د ۱۷۹۴م کال سمندري قانون سره سم د بېړۍ جوړونه ودرول شوه. د ولسمشر واشنګټن له هڅونې او خبرو اترو وروسته، کانګرس ومنله چې بشپړېدو ته نږدې د درې بېړیو جوړولو بودیجه ورکړې ته دوام ورکړي: متحده ایالتونه، کانسټېلاشن، او کانسټیټوشن. د کانسټیټوشن په لار اچونې مراسم د ۱۷۹۷م کال د سپټمبر په ۲۰مه د ولسمشر جان آډامز او د ماساچوسټ مشر انکریز سامنر په شتون کې ترسره شول. په لار اچونې وروسته، له درېدو مخکې هغه یوازې ۲۷ فوټه (۸.۲ مټره) په لارو کې مخته لاړه؛ د هغې دروند وزن د دې لامل شو چې جوړې شوې لارې په ځمکه کې د ننه شي او له لا ډېر حرکت څخه مخنیوی وکړي. دوه ورځې وروسته بله هڅه کې د بېړۍ له درېدو مخکې یوازې ۳۱ فوټه (۹.۴ متره) اضافي سفر ترسره شو. یوه میاشت وروسته د لارو بیارغونې څخه وروسته، کانسټیټوشن بلآخره د ۱۷۹۷م کال د اکټوبر په ۲۱مه د بوسټون بندر ته لاړه او کاپیټان جیمز سیور د مادیرا شرابو یو بوتل د بېړۍ په کمان مات کړ.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

وسلې سمول

کانسټیټوشن د یوې ۴۴ وسله‌ییزې بېړۍ په توګه درجه بندي کېده، خو هغې ډېری وخت له ۵۰ څخه ډېرې وسلې په یوه وخت کې لېږدولې. د دې دورې بېړیو د سمندري ځواکونو مډرنو بېړیو په شان هیڅ د وسلو دایمي بیټرۍ نه درلودله. وسلې او توپونه داسې ډیزاین شوي وو چې په بشپړ ډول د لېږدولو وړ وي او ډېری وخت د اړتیا په صورت کې د بېړیو ترمنځ یې راکړه ورکړه کېدله. هر قمنده ورکوونکي افسر د زېرمو ټولټال وزن، د بېړۍ پرسونل بشپړتیا، او د سمندري سفر لپاره د پلان شویو لارو په شان عواملو په پام کې نیولو سره خپلې بېړۍ په خپل زړه په وسلو پوښلې. په پایله کې، د بېړیو وسلې ډېری وخت په خپل مسلکي دوره کې بدلېدلې او د بدلونونو ریکارډونه په عموم کې نه ساتل کېدل.[۱۹][۲۰]

د ۱۸۱۲م کال جګړې په اوږدو کې، د کانسټیټوشن د وسلو بیټرۍ په معمول ډول له ۳۰ لوړو ۲۴ پونډي (۱۱ کیلوګرامي) توپونو څخه جوړې شوې وې چې د بېړۍ هرې خوا ته ۱۵ توپونو شتون درلود. ۲۲ نورې وسلې د سپار ډیک په سر ځای پرځای شوې، ۱۱ وسلې په هرې خوا کې، چې هر یو یې یو لنډ ۳۲ پونډي (۱۵ کیلوګرامي) کاروناډ وو. څلور تعقیبي وسلې هم ځای پرځای شوې وې، په شا او کمان کې هرې خوا ته دوه دوه دانې.[۲۱]

د کانسټیټوشن پر سر ټولې وسلې په ۱۹۲۷ – ۱۹۳۱م کلونو کې د هغې د جوړېدو له وخت څخه کاپي شوي دي. له هغو څخه ډېری یې په ۱۹۳۰م کال کې په لاره اچول شوې دي، خو د سپار ډیک پر سر دوه کاروناډان په ۱۹۸۳م کال کې په لار واچول شول. یو مډرن ۴۰ میلي متري (۱.۶ اینچي) تشریفاتي ټوپک په ۱۹۷۳ – ۱۹۷۶م کلونو کې د هغې بیارغونې په لړ کې په دواړو خواوو کې د مخکېنۍ اوږدې وسلې په منځ کې پټ شوی وو ترڅو وکولی شي رسمي تشریفاتو کې ترې کار واخلي.[۲۲][۲۳]

سرچينې سمول

  1. Pickering, Timothy (14 March 1795). Letter to George Washington. Founders Online, National Archives. Retrieved 25 September 2019
  2. Brodine, Charles E.; Crawford, Michael J.; Hughes, Christine F. (2007). Ironsides! the Ship, the Men and the Wars of the USS Constitution (په انګلیسي ژبه کي). Fireship Press. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781934757147. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Allen (1909), pp. 41–42.
  4. Beach (1986), pp. 26–27.
  5. Beach (1986), p. 29.
  6. Gardiner, Robert (2000). Frigates of the Napoleonic Wars. London: Chatham. د کتاب پاڼې 56. OCLC 43456786. د کتاب نړيواله کره شمېره 186176135X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Toll (2006), pp. 49–53.
  8. Beach (1986), pp. 29–30, 33.
  9. Allen (1909), pp. 42–45.
  10. Hollis (1900), p. 48.
  11. [[[:کينډۍ:Naval Vessel Register URL]] "USS Constitution"] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Naval Vessel Register. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "US Navy Fact File – Constitution". United States Navy. 7 جولای 2009. د اصلي آرشيف څخه پر 1 جولای 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه 3 مارچ 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Jennings (1966), pp. 10–11.
  14. "A Century of Lawmaking for a New Nation: U.S. Congressional Documents and Debates, 1774–1875". Library of Congress. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Launching the New U.S. Navy". National Archives. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Allen (1909), p. 47.
  17. Hollis (1900), pp. 55–58.
  18. Reilly, John (31 May 2001). "Christening, Launching, and Commissioning of U.S. Navy Ships". Naval History & Heritage Command. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Jennings (1966), p. 7.
  20. Jennings (1966), pp. 17–19.
  21. Reilly, Jr., John C. "The Constitution Gun Deck". Naval History & Heritage Command. د کتاب پاڼي 1–13. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "FAQ – Guns on board USS Constitution". USS Constitution Museum. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ جولای ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 2 February 1995 باندې). [{{{url}}} Cannon Misfires at Boston Pier]. Chicago Tribune.