د کندهار نړيوال هوايي ډګر

هوايي ډگر په افغانستان کي

د کندهار نړيوال هوايي ډگر د کندهار ښار په سوېل ختيځ لور کې د کندهار ښار له مرکز څخه د ۱۶ کيلو متره په واټن کې پروت دی.

د کندهار نړيوال هوايي ډګر
د کندهار نړيوال هوايي ډګر
د کندهار نړيوال هوايي ډګر

آی‌اِی‌ټي‌اِی: KDH  د (P238) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ، اي‌كاو: OAKN  د (P239) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لنډیز
د هوایی ډګر ډول عام/عسكري
کاروونکي د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت
د افغانستان هوايي ځواک
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت (۲۰۰۱–۲۰۲۱)  د (P137) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د خدمت سيمه کندهار   د (P931) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هیواد افغانستان   د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه کندهار
ويب‌باڼه http://www.kandaharinternationalairport.com/  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالی 3330 فوټ   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کورډېناټونه ۳۱°۳۰′۲۶″شمال ۶۵°۵۱′۰۱″ختیځ / 31.507222222222°شمال 65.850277777778°ختيځ / 31.507222222222; 65.850277777778   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
نقشه
Map
درجې
د کندهار د نړيوال هوايي ډگر ليد له هوا څخه، ۲۰۰۵ کال

لنډه تاريخچه

د كندهار هوايي ډگر د امريكايي مهندسينو لخوا په ۱۳۴۲ لمريزكال كي جوړسو. نوموړى ميدان په منځنۍ آسيا كي يو له نړيوالو ميدانونو څخه دئ، چي ځانگړى اعتبار لري او زموږ ملي هويت ته افتخار وربخښي. په ۱۳۵۳ لمريز كال كي دافغانستان هوايي ځواکونه هم په دې ميدان كي ځاى پرځاى سول. په لومړيو كي دكندهار د ملكي هوايي ميدان د آمريت پرسونل تقريباً ۱۲۰۰ نفرو ته رسېدى. د ډاكټر نجيب الله دواك په وخت كي د داخلي جگړو په وجه او پرهوايي ميدان باندي د مخالفو ځواكونو له خوا د راكټونو د توغوني له امله ملكي الوتني په ټپه ولاړي وي. د طالبانو د واك پر مهال ملكي الوتني بېرته له سره پيل سوي او همدارنگه د عربو متحده اماراتو او هندوستان ته بين المللي پروازونه كېدل. د سپتېمبر د ۱۱ نيټي تر پېښي وروسته دكندهار هوايي ميدان د جگړې په مركز بدل سو، چي د جگړو په اثر د هوايي ډگر عمارتونه تخريب او د هوانوردۍ ټول تاسيسات له منځه ولاړل.

اوسنى حالت

د مؤقت حكومت له دورې څخه بيا تر۱۳۸۴ كال پوري د USAID موسسې لخوا د هوايي ډگر د بيا رغوني كار جريان درلودى او د ۱۳۸۴ كال د مېزان په مياشت كي د هوايي ميدان ترمينل او د هغه مربوط شعبات په فرنېچر او موبل تجهيز او د لومړنيو الوتنو وسايط هم د نوموړي مؤسسې په مرسته برابر سوه، د دې سره سره د مامورينوهستوگنځايونه بېله رغوني پاته سول. په ۱۳۸۶ كال كي د ولايت مقام د خاصي پاملرني او هڅو په نتيجه کي يو باب سالون د بهرنيو او داخلي مېلمنو لپاره د ټولوتجهيزاتو، موبل او فرنېچرسره ورغول سو. د ترمينل شاوخوا سړكونه په قيرورغول سول او د هوايي ميدان پرسونل وستايل سوه.


په دې وروستيو كي يو ملي تجار چي دافغان يونايټيډ بانك مشري هم پر غاړه لري د ۱۱۰۰۰۰ زره امريكايي ډالرو په لگښت د هوايي ډگر عمومي پارك بيا ورغوى او د هوايي ميدان سره يې د فرنيچر مرسته وكړه. د كندهار د هوايي ميدان د هوانوردۍ ملكيت ۱۰ زره جريبه ځمكه ده، چي د دې څخه يوازي ۱۰ جريبه يې د ملكي هوايي ميدان په لاس كي ده او پاته نوره ټوله يې د ايساف ځواكونو، د ملي دفاع وزارت او داخلې وزارت ځواكونو تر خپلي ولکې لاندي ده. د كندهار هوايي ميدان د كندهار ښارد (نوي ښار) په سيمه كي ۸ بابه د هستوگني كورونه لري، مگر د زورواكو لخوا په زوره نيول سوي دي، چي د ډېرو هلو ځلو كولوسره سره د هوايي ميدان آمر په دې نه دئ توانېدلى چي نوموړي هستوگنځايونه د هوايي ډگر په چارو كي وكاروو. د ملكي هوايي ميدان (ټاور) فلج دئ او د الوتكو كنترول دآيساف ځواكونو په لاس كي دئ. د ميدان آمريت يوازي يوه سنافتيكي (زراعتي) دستگاه لري او د موجوده وضعي راپور د ايساف ځواكونو ته وركوي. ملكي هوايي ميدان ۱۸ اطاقونه لري، چي لاندي ارگانونه له هغو څخه گته اخلي:

د هوايي ميدان سرحدي پوليس ۵ خوني د آريانا هوايي شركت دوې خوني د پامير هوايي شركت يوه خونه د كام اېر هوايي شركت يوه خونه د ايساف ځواكونه يوه خونه د گلوبل امنيتي شركت يوه خونه د ميدان د امنيت مديريت يوه خونه د ميدان د گمرك مديريت يوه خونه داوي آيل شركت يوه خونه د هوايي ميدان آمريت څلور خوني

بڼه او پرسونل

د ميدان آمريت ۲۶ نفره پرسونل لري، چي ۱۰ نفره يې مامورين، ۱۳ يې خدمتي اجيران او ۳ نفره يې اجيرباالمقطع دي. د ذكرسوو ۱۰ نفرو مامورينو څخه يې ۵ نفره مسلكي او ۵ اداري دي، چي د الوتنو له شروع بيا ختم پوري همهلته وي.

هغه كمپنۍ چي الوتني كوي

آريانا هوايي شركت، پاميرهوايي شركت، كام اېر هوايي شركت، تيزر هوايي شركت، دUNHAS هوايي شركت، برجر هوايي شركت، هتلر هوايي شركت، د CADG هوايي شركت، د سره صليب او يوناما الوتنې،

  1.     "د د کندهار نړيوال هوايي ډګر اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة)