د کلاسیکي دورې موسیقي

کابو د ۱۷۳۰ تر ۱۸۲۰ ز کلونو ترمنځ دوره،  د کلاسیکي موسیقۍ دوره وه. [۱]

کلاسیکه دوره د باروک او رومانتیک دورو تر منځ راځي. کلاسیکه موسیقي د باروک له موسیقۍ څخه څرګند او روښانه جوړښت لري، خو د کارولو پېچلي بڼه لري. په عامه توګه همغږې کوونکې ده او د میلوډی د یوې څرګندې کرښې د فرعي کورډل په ملګرتیا یې کارول کېږي، خو د دوی د کرښو ترمنځ اړیکه په هيڅ ډول هېره نشوه ، په ځانګړي ډول، په غږيزه مذهبي موسیقي کې او وروسته بیا د سیکولري دستګاه د موسیقۍ په دوره کې .

همدارنګه د جلانت له سبک څخه هم کار اخلي چې د ډېـر سختوالي پرځای نازکي او لطافت کاروي. دا کار د باروک ستروالی سترګو ته دروي.

بېلوالی او رنګارنګي تر پخوا زیاته شوه او د ارکستر په اندازه ، سیمه ځواک کې ډېـروالی راغی.[۲]      

د موسیقۍ د اصلي کیبورد اله پیانو یا (فورټیپیانو ) د هارپیسیکورد ځای ناستې شوه. د دې برخلاف هارپیسیکورد د کالبونو څخه تارونه وباسي او پیانو د په هغو تڼیو یا څټکونو چې له څرمني جوړشوي پوښونو لري، فشار راوړي او په پایله کې یې سازغږوونکې کولای شي، چې په لوړ او نرم غږ یې وغږوي.

د دې خلاف ، په هغه ځواک سره چې سازغږوونکي هارپیسیکورد غږوي، هغه خپل اواز نه بدلوي. د الاتو موسیقي، د کلاسیکي دورې د کمپوزجوړونکوله خوا ارزښتناکه ګـڼل کېده.

د الاتو د موسیقۍ اصلي ډولونه سونتا، درې ګوني ، د تارڅلورګوني ، پنځه ګوني، سمفوني چې د ( یوه ارکسترله خوا اجرا کېـږي ) او ورو غږوونکی په کوم کې چې یوازې یو غږونکي د ویلون، پیانو ، بانسري او یا د کومه بله اله غږوي.  

د ارکسترله همغږۍ سره غږیزه موسیقي، لکه: د سندرغاړي لپاره سندرې او پیانو غږول ( په ځانګړي ډول د شوبرټ کارو) د سندرغاړو کارونه او نندارتون (د یوه ستېج پرمخ د سندرغاړو او ارکستر ډراماتیک لوبول ) په دغه دوره کې هم ارزښت درلود.

د دغې دورې ترټولو پېژندل شوي کمپوزجوړوونکي جورف هیډن، والفګانګ امودیس موزرت، لودویګ وان بیتهون او فرنز شوبرټ و. د یادونې وړ نور نومونه لکه کارل فیلیپ ایمونل باخ، جوهان کریسټان باخ، لوګي بوکرینی، دومینیکو سیمیرسو، جوزف مارتین کراوس، موزیو کلمنتی، کریستوف ویلیبالد ګلوګ، کارل ډیترس ون ډیترسدروف، انډری ګریټری، پیر الکساندرمونیسنی، لیپولد موذرت، مایکل هیدن، جیوانی پیسیلو، جوهان باپتیست واهل، فرانسیویز اندری دینسین پهیلیدر، نیکلو فیسنی، انتونیو سیلیری، ګیروګ کریستوف وایګینسلی، ګیروګ میتهیس مون، جوهان ګوتلیب ګراون، کارل هینریچ ګرون ، فرنز بیندا، ګیروګ انتون بیندا، جوهان ګیورګ البریچیستس بیرګر، میرو ګیلونی، کریسټن کینبیچ او د مقدس جیورجس اشراف زاده بیتهون دي چې د دواړو، رومانتیکي دورې او کلاسیکي دورې د کمپوزجوړوونکوپه توګه پېـژندلشوي ،څوک چې له رومانتیکي دورې سره د کم وخت لپاره وو.

شوبرت هم لکه جوهان نیپومیک هیومل، لوګي چیروبیني، ګاسپیر سپونټیني، جیوچینو روسیني، کارل ماري وان ویبر، جان لادیسلو دوسک او د نیکولو پاګانینی په څېــر یوه نامنتوڅېره وه.

دغه دوره ځیني وخت د وینیزکلاسیزم (په جرمني ژبه کې ورته واینر کلاسیک وايي) دورې په نوم هم یادېـږي له هغه وخته چې ګلوک، هیډن، موزرات، بیتهون او شوبرت په واینا کې کار کاوه.  

کلاسیـزم سمول

د اتلسمي پېـړۍ په منځ کې اروپا د معمارۍ ، ادبیاتو او هنر په برخه کې د یوه نوي سبک پر لور روانه شوه چې په ټوله کې د کلاسیزم په نوم یادېده. دغه سبک د دې په هڅه کې و چې د لرغوني کلاسیکي دورې او په ځانګړي ډول د کلاسیک یوناني دورې ارمانونه تقلید کړي.

کلاسیکه موسیقي تشریفاتي ده. په نظم او سلسله مراتب ټینګارکوي او(روښانه) او (سپېڅلی) سبک کاروي ، کوم چې د برخو ترمنځ روښانه وېش ( په ځانګړي توګه یو روښانه یوازې سندره چې د کرښو سره یوځای وي) روښانه ټکرونه او د اوازونو رنګونه دي ( چې د خوځنده بدلونونو او موډلایوشن لخوا  نورو تورو په لاس راوړي) د باروک د دورې د بډایه موسیقۍ په پرتله کلاسیکه موسیقي د پیچلتیا پر ځای د ساده والي لورته روانه شوه. له دې سره د ارکسترانو شمېر ورو په ډېريدو شو چې د ارکسترانو غـږ ته یې پیاوړتیا ورکړه. [۳]

په طبیعي فلسفه کې د فکرونو د پام وړ پرمختګ له پخوا د خلکو په شعورکې ځان ځای پرځای کړي و. په ځانګړې توګه د نیوټن فزیک د یوې نموني په توګه نیول شوی و. جوړښتونه باید په مرکزونو کې بنسټ ولري او دواړه باید په ښه توګه منظم او بیان شي.

د دې جوړښت معلوم خوند په موسیقۍ اغېزه پیل کړه. د باروک دورې له څو ګډغږيــزي موسیقۍ څخه يې د همفوني په نوم د یوه نوي سبک ، چې په هغه کې ملوډي د فرعي هارموني پر مخ غږول کېږي، واټن پیدا کړ .

دغه حرکت دا معنا درلوده چې کورډونه د موسیقۍ په خورا مشهورو ځانګړتیاوو بدل شول. تردې چې که میلودیکي نازکوالي به یوه برخه پرې هم کړه په پایله کې به یې د موسیقۍ د یوې پارچې اواز نور هم د اورېدو شو.[۳]

دغه نوی سبک د اقتصادي او ټولنیز نظم له بدلون سره نورهم وستایل شو. د ۱۸ مې پېړۍ له پرمختګ سره اشراف د الاتو د موسیقۍ لومړني ملاتړي شول. په داسې حال کې چې ټولیزخوند په زیاتېدونکې توګه روښانه ، خندا اوره او کمیډي ننداره جوړوله چې دې شي، د موسیقۍ د وړاندې کولو په چلند کې بدلون راوست.  تر ټولو مهم یې، د معیاري الاتو د ګروپونو لورته حرکت کول او د ګډي غږوني په ارزښت کې د کموالي راوستل و.

د موسیقۍ د یوې برخي ریتمیک اوهارمونیک کارونه معمولاً د یو کيبورد (هارپیسیکورد یا ارګان ) له خوا ترسره کېدل او د باس الاتو د ګروپ سره چې پکې ویولون سل، دوګونی باس، ویول باس او تیوربو شامل و، ورسره یوځای و.

یوه لاره چې د ګډي غږوني او ټاکل شويو کور‌‌ډونو د څارلامل کېږي هغه د ابلیګیټو د اصطلاح ورکېدلو ازمایل دي چې د سالون په موسیقۍ کې یې د یو اجباري الې معنا درلوده.

د باروک موسیقۍ په جوړښتونو کې د ګروپ یا د مشر د غوره توب سره سم، د ګډوغږونکو ګروپ ته نور الات هم ور زیاتېدای شوای. د کلاسیکي موسیقۍ په جوړښتونو کې د ټولو برخو په ځانګړې توګه یادونه شوي، که څه هم هروخت یاداشت شوې نه ده نو له همدې امله د ابلیګیټو اصطلاح کمزورې شوه.

تر ۱۸۰۰ز کال پورې، باسو کانټینیو په عملي ډول له منځه تللی و، یوازې کله کله به د پایپ اورګون اله  د ۱۸۰۰ز کال په لومړیو کې په مذهبي دودونو کې کارول کېده.

اقتصادي بدلونونو هم د موسیقۍ په شتون او د موسیقي غږونکو په کیفیت باندې اغېز درلود . په داسې حال کې چې د باروک په وروستیو کې، یولوی کمپوزجوړوونکی به د کارولو لپاره د ښار د موسیقۍ ټولې سرچينې په لاس کې درلودلې. په یوه اشرافي ښکاري ودانۍ کې او یا هم په یوه کوچني محکمه کې موسیقۍ پالوونکي ځواکونو لږ او ډېر پیاوړي ول، چې دا  د موسیقي غږونکو لپاره د ساده او کوچنیو ټوټو د غږولو لپاره یوه انګیزه وه.

د ځايي هنرمندانو د یو ټولي لپاره د ارزښتناکو او له پند ډکو ټوټو د لیکلو او د ځانګړیو سازونو جوړولو لپاره یو انګيزه هم وه لکه د مانهایم ارکستر او یا د نورو هنرمندانو له خوا د ځانګړیو سازونو د ټوټو لپاره، په ځانګړې توګه د تکړه ویولن او فلوت غږونکو لپاره.  

له دې ورهاخوا د اورېدونکو له لورې له باروک څخه د نوې موسیقۍ په برخه کې د پرله پسې چمتووالی غوښتنو، دا معنا ورکوله چې په ښه توګه د کارونو د سرته رسولو لپاره یو یا دوه ځله تمرین (رهرسل) وکړي. له ۱۷۹۰ ز را وروسته هم موزارټ د تمرین په اړه لیکي چې: د ده د کنسرټونو د اجرا لپاره یوازې یو ځل تمرین ته اړتیا وه.

سرچينې سمول

  1. Burton, Anthony (2002). A Performer's Guide to the Music of the Classical Period. London: Associated Board of the Royal Schools of Music. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86096-1939. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Blume, Friedrich. Classic and Romantic Music: A Comprehensive Survey. New York: W. W. Norton, 1970
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Kamien, Roger. Music: An Appreciation. 6th. New York: McGraw Hill, 2008. Print.