د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو اعلاميه

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو اعلاميه (چې لنډيز يې DEVAW دی) د ۱۹۹۳ز کال د ديسمبر په شلمه نېټه د ۴۸/۱۰۴ پرېکړه ليک له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له خوا له رايې ورکولو پرته تايید کړې وه. په دې اعلاميه کې «د ټولو انسانانو برابري، خونديتوب، آزادي، تماميت او درناوي په اړوند په نړيواله کچه د ښځو لپاره د ټولو حقوقو او  اصولو د سملاسي تطبيق پر اړتيا اعتراف کول شامل دي». دا اعلاميه د هغو حقوقو او اصولو يادونه کوي، کومو ته چې د بشري حقوقو په نړيواله اعلاميه کې ځای ورکړل شوی. لومړۍ او دويمه ماده يې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو زيات کارېدونکي تعريفونه وړاندې کوي.[۱][۲][۳][۴][۵]

مخینه(شالید) سمول

ښځو ته له تاوتريخوالي خلاص ژوند حق ورکولو منل په نړيواله کچه وروستۍ پېښه ده چې د ۱۹۷۰ز کال په شا اوخوا کې راڅرګنده شوې. له تاريخي اړخه د تاوتریخوالي او له سزا څخه د بښنې په وړاندې د هغوی مبارزه چې ډېر ځله د تاوتریخوالي مرتکبين خوندي کوي، پر توپیري چلند د هغوی د بريالي کېدو له مبارزې سره تړلې ده. ملګري ملتونه له جوړېدو راهيسې د ښځو د حيثيت په اړوند د ملګرو ملتونو د کميسيون (CSW) په څېر ادارو په مټ د ښځو د حقوقو د خونديتابه په موخه خپل ځان مسئول بولي، خو په ځانګړي ډول يې د ښځو هغه لوړه اندازه نه ده په نښه کړې چې تر ۱۹۹۰ز کلونو تر لومړيو پورې د تاوتريخوالي موخه ګرځېدلي دي. د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د ټولو بڼو د ختمولو په اړوند د ۱۹۷۹ز کال کنوانيسيون (CEDAW) کله هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي يادونه نه ده کړې؛ د ۱۹۹۳ز کال د جون مياشتې د ويانا اعلاميه او عمل پروګرام (VDPA) لومړی هغه نړيوال سند دی چې په څرګند ډول د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی غندي. DEVAW پرېکړه ليک د CEDAW د پراخولو په ډول چمتو کړای شوی و او په څرګند ډول روښانه کوي چې د CEDAW پياوړي کول او بشپړول يې يوه موخه ده.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

د ۱۹۹۲ز کال د سپتمبر په مياشت کې، CSW يوه کاري ډله وټاکله، تر څو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد د اعلاميې يوه مسوده چمتو کړي. د دې پرېکړه ليک يوه موخه د هغه حکومتي دريځ ردول و، کوم چې وايي چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی يوه شخصي او کورنۍ موضوع ده او دولتي لاسوهنې ته په کې اړتيا نه شته. هغه مهال څرګنده وه چې د ښځو وهل ډبول (ډېر ځله دا ډول تاوتريخوالی د «کورني تاوتريخوالي» يا «نژدې شريک تاوتریخوالي» په توګه ډلبندي کېږي) د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي تر ټولو عامه بڼه وه. د بېلګې په ډول: ليونسن (۱۹۸۹ز) وموندله چې د نوي مطالعه شويو کلتورونو له منځه شپږ اتيا سلنه کې د مېړنو له خوا د مېرمنو په وړاندې منظم تاوتريخوالی شته؛ په همدې وخت کې ځينو نورو مطالعو د ورته ګڼ توکميزې بېلګې ښودنه کوله. د داسې تاوتريخوالي روغتيايي پايلې د پام وړ وې؛ د نمونې په ډول: په متحده ايالاتو کې، دا د ښځو د ټپي کېدو مخکښ لامل و، له دوه ويشت څخه تر پنځه دېرش سلنه ښځو چې د روغتونونو بېړنيو خونو ته يې مراجعه کړې، همداسې حالت درلود، ځکه چې په هغوی کې د خپل شريک د ناوړه چلند نښې موندل شوي دي، همدا راز د نورو ښځو په پرتله د مېرمنې د وهلو ډبولو له امله د رواني درملنې اړتيا له څلور څخه تر پنځه ځله زياته او د ځانوژنې هڅه پنځه ځلې زياته وه. پر دې سربېره، د جنسي زياتي په ګډون جنسي تاوتريخوالی د يوې داسې ستونزې په توګه پېژندل شوې چې د ټولو ښځو يوه د پام وړ سلنه يې اغېزمنه کړې ده. د ۱۹۹۳ز کال د مارچ مياشتې اتمه نېټه د ښځو نړيوالې ورځې د نومولو په موخه، د ملګرو ملتونو سرمنشي بترس غالي د دې اعلاميې د چمتو کولو په اړه يو بيان صادر کړ، په کوم کې چې نوموړي په څرګند ډول د ښځو د حقوقو په وده او خونديتابه کې د ملګرو ملتونو ونډه بيان کړې وه.[۱۱]

د ښځو د حقوقو لپاره هلې ځلې او د نويو ملګرو متلونو د جوړولو کار، کوم چې کولای شي سوله او هغه ارزښتونه منځ ته راوړي چې د دې سولې ساتنه او پالنه کولای شي، دواړه يو دي. نن سبا له بل هر وخت نه زيات د ښځو قضيه د ټول انسانيت قضيه ده.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي تعريف سمول

د اصلي اوسېدونکو ښځو او نجونو (چې د UNPFII لپاره کار کوي) په وړاندې د تاوتریخوالي سره د مبارزې په موخه د نړيوالو پوهانو د ډلې د ناستې د ۲۰۱۲ز کال د مفهومي يادښت له مخې: د DEVAW  لومړۍ او دويمه ماده «د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو زيات کارېدونکی تعريف وړاندې کوي؛ دې ادعا ته د «Jacqui True» (۲۰۲۱) له خوا انعکاس ورکړل شوی.[۱۲]

لومړۍ ماده:

د دې اعلاميې د موخو لپاره، «د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي» اصطلاح معنا د جنسيت پر بنسټ د تاوتريخوالي هر هغه عمل دی، د کومې پايله چې، يا احتمالي پايله يې، جسماني، جنسي يا رواني زيان يا ښځې ته تکليف رسېدل وي، د دا ډول کارونو د ګواښونو، له آزادۍ څخه په زور يا په خپل سر بې برخې کول، برابره ده که دا عمل په عام ډول وي يا په شخصي ژوند کې وي.

دويمه ماده:

لاندې موارد به د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی وبلل شي، خو تاوتريخوالی تر دې مواردو پورې محدود نه دی:

(الف) په کورنۍ کې رامنځ ته کېدونکی بدني، جنسي يا رواني تاوتريخوالی، وهل ډبول، په کور کې له ښځینه ماشومانو څخه ناوړه جنسي ګټه اخستل، د ولور اړوند تاوتریخوالی، ازدواجي جنسي تېری، د ښځينه جنسي غړي پرې کول او ښځو ته زيانمن نور دوديز کارونه، هغه تاوتريخوالی چې د مېړه او ښځې تر منځ نه وي او د ناوړه ګټې اخستنې اړوند د تاوتریخوالي نور ډولونه؛

(ب) په عامه ټولنه کې رامنځ ته کېدونکي بدني، جنسي يا رواني تاوتریخوالی، د جنسي تيري، جنسي ناوړه چلند، جنسي ځورونې او په کار، تعلیمي ادارو او نورو ځايونو کې جنسي ځورول، د ښځو قاچاق او په زور فحاشۍ ته اړ کول.

(ج) د دولت له خوا په هر ځای کې رامنځ ته کېدونکی يا بښل کېدونکی بدني، جنسي يا رواني تاوتریخوالی.[۱۳]

اغېز سمول

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو اعلان (DEVAW) د بشري حقوقو په يو شمېر نورو تګلارو او ادارو اغېزې غورځولې:

  • د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی: DEVAW له هغو اسنادو څخه يو و چې د ۱۹۹۴ز کال د مارچ مياشتې په څلورمه نېټه د ملګرو متلونو د بشري حقوقو د کميسيون د ۱۹۹۴/۴۵ ګڼه منل شوي پرېکړه ليک په مټ يې غوښتنه شوې وه، په کوم کې چې پرېکړه وشوه چې «راديکا کومارسوامي» د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او د هغې د لاملونو او پايلو په برخه کې د ملګرو ملتونو د لومړۍ ځانګړې راپور ورکوونکې په توګه وګمارل شي. ځانګړي راپور ورکونکې دنده درلوده چې له حکومتونو، د تړونونو له ادارو، ځانګړو ادارو،نادولتي ادارو او نورو اړوندو خواوو څخه معلومات راټول او بيا يې تحليل کړي او په اغېزناک ډول دې معلوماتو ته ځواب ووايي. سربېره پر دې، دوی همدا راز په نړيواله، ملي او سيمه ييزه کچه د وړانديزونو کولو تر څنګ د بشري حقوقو اړوند نورو ځانګړو راپور ورکوونکو، ځانګړو استازو، کاري ډلو او خپلواکو پوهانو سره په اړيکه کې هم خپله دنده لري.[۱۴][۱۵]
  • د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو، سزا ورکولو او له منځه وړلو اړوند بين امريکايي کنوانسيون (Belém do Pará Convention): د ۱۹۹۴ز کال د جون مياشتې د نهمې نېټې د « Belém do Pará» کنوانسيون په سريزه کې د DEVAW يادونه شوې ده.[۱۶]
  • د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو نړيواله ورځ: د ۱۹۹۹ز کال د ديسمبر مياشتې اولسمه نېټه د ملګرو ملتونو ۵۴/۱۳۴ پرېکړه ليک، کوم چې د نومبر پنځه وېشتمه نېټه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو د نړيوالې ورځې په توګه منظوره کړه، همدې قرارداد دوه ځلې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو اعلاميې يادونه وکړه (د ملګرو ملتونو ۴۸/۱۰۴ پرېکړه ليک).[۱۷]

ستونزې سمول

د ښځو د حقوقو ډېری پلويانو، څوک چې په بشري حقوقو باور لري، اندېښنې څرګندې کړي چې د دې اعلاميې په مټ د تر لاسه شویو موکو ستره برخه په نړيواله ټولنه کې د زياتو محافظه کارو قوتونو په راپورته کېدو سره له ګواښ سره مخامخ شوې ده. د ۲۰۰۳ز کال د مارچ په مياشت کې، د ښځو د حالت په اړوند د ملګرو متلونو د کميسيون د يوې ناستې پر مهال، د ايران استازولۍ د هغه فقرې په شاملولو نیوکه وکړه، کومه چې له حکومتونو غواړي چې «د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی وغندي او تاوتريخوالي ته د پای ورکولو په اړوند د خپلو مسئوليتونو څخه د خوندي کېدو په موخه د هر ډول دود، دستور يا ديني فکر له تحريکولو څخه هغه شان ډډه وکړي، څه ډول چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د ختمولو په اعلاميه کې يې يادونه شوې ده». د مصر، پاکستان، سوډان او متحده ايالتو استازو هم نيوکې وکړې، دا د ښځو د حالت په اړوند د ملګرو ملتونو د کميسيون لومړۍ ديپلوماتيکه ناکامي ده.[۱۸][۱۹]

سرچینې سمول

  1. "RESOLUTIONS: General Assembly, 48th session". un.org. د اصلي آرشيف څخه پر January 16, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 14, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Manjoo, Rashida; Jones, Jackie (2018). The Legal Protection of Women From Violence: Normative Gaps in International Law. Abingdon: Routledge. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781351732833. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "A/RES/48/104 – Declaration on the Elimination of Violence against Women – UN Documents: Gathering a body of global agreements". un-documents.net. د لاسرسي‌نېټه February 24, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Concept Note – International Expert Group Meeting on Combating violence against indigenous women and girls: article 22 of the United Nations Declaration on the Rights of Indigenous Peoples" (PDF). un.org/esa/socdev/unpfii. United Nations Permanent Forum on Indigenous Issues. 20 January 2012. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. True, Jacqui (2012). The Political Economy of Violence Against Women. New York: Oxford University Press USA. د کتاب پاڼې 8–9. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199755912. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Heise, Lori (1993). "Violence Against Women: The Hidden Health Burden" (PDF). World Health Statistics Quarterly. World Health Organization. 46 (1): 78–85. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Ending Impunity for Violence Against Women and Girls". United Nations Department of Public Information. 8 March 2007. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Korey, William (2001). NGO's and the Universal Declaration of Human Rights: A Curious Grapevine. New York: Palgrave. د کتاب پاڼې 391. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780230108165. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Convention on the Elimination of All Forms of Discrimination against Women". un.org. د لاسرسي‌نېټه February 24, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Vienna Declaration and Programme of Action, Part II, paragraf 38". refworld.org. د لاسرسي‌نېټه June 24, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Secretary-General, in International Women's Day message, sys promotion and protection of women's rights central to work of United Nations". un.org (WomenWatch). 1993. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Concept Note – International Expert Group Meeting on Combating violence against indigenous women and girls: article 22 of the United Nations Declaration on the Rights of Indigenous Peoples" (PDF). un.org/esa/socdev/unpfii. United Nations Permanent Forum on Indigenous Issues. 20 January 2012. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "A/RES/48/104 – Declaration on the Elimination of Violence against Women – UN Documents: Gathering a body of global agreements". un-documents.net. د لاسرسي‌نېټه February 24, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "1994/45. Question of integrating the rights of women into the human rights mechanisms of the United Nations and the elimination of violence against women". ohchr.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Special Rapporteur on violence against women, its causes and consequences". www2.ohchr.org. د لاسرسي‌نېټه February 24, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Inter-American Convention on the Prevention, Punishment, and Eradication of Violence against Women (Convention of Belém do Pará)" (PDF). oas.org. Organization of American States. 9 June 1994. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۱. ...RECALLING the Declaration on the Elimination of Violence against Women, adopted by the Twenty-fifth Assembly of Delegates of the Inter-American Commission of Women... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "International Day for the Elimination of Violence against Women : resolution / adopted by the General Assembly". United Nations Digital Library. United Nations. 7 February 2000. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۱. The General Assembly, Recalling the Declaration on the Elimination of Violence Against Women, adopted by the General Assembly in its resolution 48/104 of 20 December 1993, (...) Reiterating that, according to article 1 of the Declaration on the Elimination of Violence against Women, the term “violence against women” means any act of gender-based violence that results in, or is likely to result in, physical, sexual or psychological harm or suffering to women, including threats of such acts, coercion or arbitrary deprivation of liberty, whether occurring in public or in private life, 1. Decides to designate 25 November as the International Day for the Elimination of Violence against Women... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Reilly, Niamh (2008-02-12). "Violence against Women". awid.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ جولای ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه June 24, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 2003-04-23 باندې). U.N. Pact Sinks on Issue of Violence Against Women | Women's eNews. womensenews.org.