د ډيزلو سون توکي

د ډیزلو سون توکي چې د ډيزلو د تيلو په نوم هم يادېږي، هغه نرم (مايع/اوبه) سون توکي دي چې په ځانګړي ډول د ډيزلو په ماشینونو کې د کارېدو لپاره جوړ شوي وي، دا د داخلي احتراق يو ډول ماشينونه دي، په کوم کې چې د تيلو سوځېدل د داخلي هوا د تراکم او بيا د سون توکو  داخلېدو له امله، بې له سپرغۍ يا بلېدو څخه منځ ته راځي. په همدې بنسټ، د ډيزلو سون توکي د ښه  تراکم د بلېدو خصوصياتو ته اړتيا لري.

د ډيزلو سون توکو تر ټولو عام ډول د پيټروليم سون توکو د تيلو يوه ځانګړې تصفيه ده، خو د دې بديلونه چې له پيټروليمو څخه نه دي اخيستل شوي، لکه بايوډيزل، له بايوماس څخه مايع (BTL) يا له ګاز څخه مايع (GTL) ډيزل په تېزۍ سره د چمتو کېدو په حال او تر استعمال لاندې دي. د دې ډولونو تر منځ د توپير لپاره، له پيټروليمو څخه اخيستل شويو ډيزلو ته کله کله په ځینو علمي کړيو کې د پيټروډيزل نوم هم ورکول کېږي.[۱]

په ډېرو هېوادونو کې، د ډيزلو سون توکي معياري شوي دي. د بېلګې په ډول په اروپايي ټولنه کې، د ډيزلو سون توکو لپاره معيار EN 590 دی. د ډيزلو سون توکي ډېر عام نومونه هم لري؛ خو په ډېر عام ډول دې ته يواځې د ډيزل نوم اخيستل کېږي. په انګلستان کې، په سرکونو د ډيزلو سون توکو د کارولو لپاره مخفف نوم د DERV په توګه اخيستل کېږي چې مطلب يې د ډيزلو ماشين لرونکی د سرک نقلیه واسطه دی، کوم چې له هغو ډيزلو سون توکو څخه زيات مالياتي لګښتونه لري چې د سرک د استعمال لپاره نه و. په استراليا کې، د ډيزلو سون توکي د «ډيسټليټ» په نوم هم پېژندل کېږي (دا ډيسټليټ بايد د ډيسټليت د هغه معنا سره ګډه وډه نه شي چې د يو جلا موټر د سون توکو لپاره کارول کېږي)، په اندونيزيا کې، د «سولار» په نوم پېژندل کېږي، کوم چې د دې هېواد د پيټروليمو د ملي شرکت سوداګريز نوم «Pertamina» دی. د ګاز تيل اصطلاح (په فرانسوي کې: gazole) هم کله کله د ډيزلو د سون توکو لپاره کارول کېږي.[۲][۳]

د زیات کم سلفر ډيزل (ULSD) د ډيزلو هغه سون توکي دي چې ډېر کم سلفري عناصر لري. تر ۲۰۱۶ز کال پورې، په انګلستان، د اروپا په مرکزي سيمو او شمالي امريکا کې د پيټروليمو څخه تر لاسه شوي د ډيزلو شته سون توکي، د ULSD له ډول دي.

د ډيزلو د سون توکو له معياري کولو مخکې، د ډيزلو اکثريت ماشينونه عموماً په ارزانه سون توکو تيلو چلېدل. دا د تيلو سون توکي اوس هم د ډيزلو ماشينونه لرونکو کښتيو کې کارول کېږي. سره له دې چې په ځانګړي ډول د ډيزلو د ماشينونو لپاره جوړ شوي دي، د ډيزلو سون توکي همدا راز د ګڼو نورو غېر ډيزلي ماشینونو لپاره هم کارېدای شي، د بېلګې په ډول، اکروايډ ماشين، د سټرلينګ ماشين يا د بخار د ماشینونو لپاره ايشوبي (بوايلر).

تاریخ سمول

پيل سمول

د ډيزلو سون توکو پيل د هغو تجربو په پايله کې شوی چې الماني ساينسپوه او مخترع «روډولف ډيزل» د تراکمي احتراق ماشين لپاره کړې وې، کوم ماشين چې هغه په ۱۸۹۲ز کال کې اختراع کړی و.په اصل کې ډيزل په پام کې نه درلوده چې کوم ځانګړي ډول سون توکي وکاروي، د دې پر ځای هغه ادعا کړې وه چې د هغه د تودوخې د ځيرک موټر عملیاتي اصل به په هر ډول سون توکو کې د مادې په هر ډول حالت کې کار وکړي. په هر حال، هم د ډيزلو د ماشين لومړۍ نمونه او د ډيزلو لومړی فعال ماشين دواړه يواځې د مايعو سون توکو لپاره جوړ شوي وو.[۴][۵]

په لومړيو کې، ډيزل له « Pechelbronn» څخه د خامو تيلو تجربه وکړه، خو ډېر ژر يې په پيټرولو او کيروسين (د خاورو تيل) بدل کړل، ځکه ثابته شوه چې خام تېل ډېر سرېښتناک دي، د ډيزل د ماشين لپاره د ازموينې مهم سون توکي د خاورو تيل و. سربېره پر دې، ډيزل له بېلا بېلو سرچينو څخه د څراغونو ډول ډول تيل تجربه کړل، تر څنګ يې د پيټرولو او لیګروين ډول ډول اقسام تجربه کړل چې ټولو د ډيزل د ماشين د تيلو سون توکو په توګه ښه کار وکړ. وروسته ډيزل، د ډبرو سکرو قير کريوسوټ، پارافين تيل، خام تېل، ګاز تيل او سون توکو تيل و ازمايل، کومو چې بالاخره ښه کار وکړ. په سکاټلينډ او فرانسه کې، شيل تيل (د یو ډول ډبرې تيل دی) د ۱۸۹۸ز کال د ډيزل د لومړيو ماشينونو لپاره د سون توکو په توګه کارول شوي و، ځکه نور سون توکي ډېر قيمته و. په ۱۹۰۰ز کال کې، د فرانسې «اوټو» ټولنې د خامو تيلو له کارولو سره د ډيزلو يو ماشين جوړ کړ، ، کوم چې د پاريس د ۱۹۰۰ز کال په نندارتون او د ۱۹۱۱ز کال په پاريس کې په نړيواله مېله کې نندارې ته وړاندې شو. په حقيقت کې دا ماشین د خامو تيلو پر ځای د پليو (مونګ پلي) پر تيلو چلېدو او د پليو د تيلو د فعاليت لپاره پکې هېڅ ډول ترميم ته اړتيا نه وه.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د خپل لومړي ډيزلي ماشين د ازموينې پر مهال، ډيزل رڼا لپاره کارېدونکي تيل د سون توکو په توګه وکارول او وتوانيد چې  هم د پايليټ له داخلولو پرته او هم له پايلټ سره فعاله طرحه جوړه کړي. د ډيزل په وينا، د ۱۸۹۰ز لسيزې په وروستيو کې، نه د ډبرو سکرو څخه د ګرد پیدا کونکی کوم صنعت موجود و، او نه د ښه، لوړ معيار ډبرو سکرو ګرد په سوداګريز ډول پيدا کېدو. همدا دليل دی چې د ډيزل ماشين کله هم د ډبرو سکرو د ګرد ماشين په توګه نه طرحه شو او نه جوړ شو. يواځې د ۱۸۹۹ز کال د ديسمبر په مياشت کې، ډيزل د ډبرو سکرو يوه نمونه و ازمايله، کومه کې چې د بهرني مخلوط جوړښت او د مايعو سون توکو پايليټ داخلول کارول شوي و. ثابته شوه چې دا ماشين کار کوي، خو د ډبرو سکرو د ګرد د جمع کېدو له امله له يو څو دقيقو وروسته د پيسټن کړۍ له خرابېدو سره مخ شو.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

له شلمې پېړۍ راهيسې سمول

د ډيزلو د سون توکو له معياري کولو مخکې، ډيزلي ماشينونه عموماً په ارزانه سون توکو تيلو چلېدل. په متحده ايالاتو کې، دا له پيټروليمو څخه تصفيه شوي و، په داسې حال چې په اروپا کې، د تيلو قير کريوسوټ تيل کارېدل. ځينې ډيزلي ماشينونو ته د ګڼو سون توکو له مخلوط څخه سون توکي مهيا کېدل، لکه پيټرول، کيروسين، د شړشمو تيل، يا غوړونکي تيل، ځکه په دوی ماليه نه وه او ارازنه و. د ۱۹۳۰ز په لسيزه کې، Mercedes-Benz OM 138 په څېر د موټر لرونکو نقليه وسايطو ډيزلي ماشينونو د متعارف کېدو مطلب دا و چې د سوځېدو د مناسبو ځانګړتياوو لرونکو د لوړ معيار سون توکو اړتيا لېدل کېده. په لومړيو کې د موټر لرونکو نقليه وسايطو ډيزلو سون توکو په کيفيت کې کوم پرمختګونه نه و شوي. له دويمې نړيوالې جګړې وروسته، لومړي نوي د لوړ معيار ډيزل سون توکي معياري کړای شول. د بېلګې په ډول دا معيارونه دا و، DIN 51601، VTL 9140-001 او NATO F 54 معيارونه. په ۱۹۹۳ز کال کې، د DIN 51601 معيار د نوي EN 590 معيار له امله له کارېدو پرېښودل شول، کوم چې له هغه وخته په اروپايي ټولنه کې کارول کېږي. په سمندر کې تلونکو بېړيو کې د دويزو موټرو نقليه وسايطو د ډيزلو د سون توکو پر ځای، ارزانه درانده سون توکو تيل بیا هم کارېدل، ځکه چې د ۱۹۷۰ز لسيزې تر پاي پورې، د ۱۹۷۰ز لسيزې د انرژۍ د بحران له امله د سون توکو د زياتېدونکو لګښتونو په سبب د ډيزلو په مټ چلولو مقبوليت تر لاسه کړی و. دا درانده سون توکي تيل (چې ډېر ځله د Bunker C په نوم يادېږي) په ډېزلو چلېدونکي او په بخار چلېدونکې بېړيو کې هم استعمالېدای شي.[۱۷][۱۸][۱۹]

اقسام سمول

د ډيزلو سون توکي له ګڼو سرچينو څخه تولید کېدای شي، تر ټولو عام يې پيټروليم دي. په نورو سرچينو کې يې بايوماس، د ژويو وازده، بايوګاز، طبيعي ګاز او د ډبرو سکرو مايعات شامل دي.

د پيټروليمو ډيزل سمول

د پيټروليمو ډيزل چې د پيټروډيزل، فوسيلي ډيزل يا کاني ډيزلو په نوم هم پېژندل، د ډيزلو د سون توکو تر ټولو عامه بڼه ده. دا د ۲۰۰ او ۲۵۰ سانتيګراد (۳۹۲ او ۶۶۲ فارنهايت) تر منځ د خامو تيلو د جذوي تصفيې څخه په اتموسفيري فشار کې توليديږي، د کوم په پايله کې چې د کاربن ځنځيرونو مخلوط (د کاربن د تړل شويو اتومونو ليکه) منځ ته راځي، په کوم کې چې عموماً په يو ماليکول کې له ۹ څخه تر ۲۵ پورې کاربني اتومونه موجود وي. [۲۰][۲۱]

سرچينې سمول

  1. Knothe, Gerhard; Sharp, Christopher A.; Ryan, Thomas W. (2006). "Exhaust Emissions of Biodiesel, Petrodiesel, Neat Methyl Esters, and Alkanes in a New Technology Engine†". Energy & Fuels. 20: 403–408. doi:10.1021/ef0502711. S2CID 53386870. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The UK oil industry over the past 100 years" (PDF). Department of Trade and Industry, UK Government. March 2007. د کتاب پاڼې 5. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۲ سپټمبر ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. The Macquarie Dictionary 3rd ed, The Macquarie Library 1997
  4. کينډۍ:Patent: "Alle Brennmaterialien in allen Aggregatzuständen sind für Durchführung des Verfahrens brauchbar."
  5. Rudolf Diesel: Die Entstehung des Dieselmotors, Springer, Berlin/Heidelberg 1913, کينډۍ:ISBN p. 125
  6. Rudolf Diesel: Die Entstehung des Dieselmotors, Springer, Berlin/Heidelberg 1913, کينډۍ:ISBN p. 107
  7. Rudolf Diesel: Die Entstehung des Dieselmotors, Springer, Berlin/Heidelberg 1913, کينډۍ:ISBN p. 108
  8. Rudolf Diesel: Die Entstehung des Dieselmotors, Springer, Berlin/Heidelberg 1913, کينډۍ:ISBN p. 110
  9. Rudolf Diesel: Die Entstehung des Dieselmotors, Springer, Berlin/Heidelberg 1913, کينډۍ:ISBN p. 111
  10. Rudolf Diesel: Die Entstehung des Dieselmotors, Springer, Berlin/Heidelberg 1913, کينډۍ:ISBN p. 114
  11. Rudolf Diesel: Die Entstehung des Dieselmotors, Springer, Berlin/Heidelberg 1913, کينډۍ:ISBN p. 115
  12. Ayhan Demirbas (2008). Biodiesel: A Realistic Fuel Alternative for Diesel Engines. Berlin: Springer. د کتاب پاڼې 74. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84628-994-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Rudolf Diesel: Die Entstehung des Dieselmotors, Springer, Berlin/Heidelberg 1913, کينډۍ:ISBN p. 116
  14. Rudolf Diesel: Die Entstehung des Dieselmotors, Springer, Berlin/Heidelberg 1913, کينډۍ:ISBN p. 126
  15. Rudolf Diesel: Die Entstehung des Dieselmotors, Springer, Berlin/Heidelberg 1913, کينډۍ:ISBN p. 127
  16. Friedrich Sass: Geschichte des deutschen Verbrennungsmotorenbaues von 1860 bis 1918, Springer, Berlin/Heidelberg 1962, کينډۍ:ISBN p. 499
  17. Hans Christian Graf von Seherr-Thoß (auth.): Die Technik des MAN Nutzfahrzeugbaus. In: MAN Nutzfahrzeuge AG (ed.): Leistung und Weg: Zur Geschichte des MAN Nutzfahrzeugbaus. Springer, Berlin/Heidelberg 1991. کينډۍ:ISBN. p. 436
  18. Hans Christian Graf von Seherr-Thoß (auth.): Die Technik des MAN Nutzfahrzeugbaus. In: MAN Nutzfahrzeuge AG (ed.): Leistung und Weg: Zur Geschichte des MAN Nutzfahrzeugbaus. Springer, Berlin/Heidelberg 1991. کينډۍ:ISBN. p. 437
  19. Günter Mau: Handbuch Dieselmotoren im Kraftwerks- und Schiffsbetrieb, Springer-Vieweg, Braunschweig/Wiesbaden 1984, کينډۍ:ISBN. p. 13
  20. macCompanion Magazine Archived 2008-04-09 at the Wayback Machine.
  21. ITRC (Interstate Technology & Regulatory Council). 2014. Petroleum Vapor Intrusion: Fundamentals of Screening, Investigation, and Management. PVI-1. Washington, D.C.: Interstate Technology & Regulatory Council, Petroleum Vapor Intrusion Team. [۱] Archived 2020-04-04 at the Wayback Machine.