د ډله ییزو وژنو وسله

د ډله ییزې وژنې وسله (WMD) اتومي، رادیولوژیکي، کیمیاوي، بیولوژیکي، یا هر بل ډول وسلې ته ویل کېږي چې وکړای شي، لوی شمېر انسانان ووژني او هغوی ته په پراخه کچه زیان ورسوي یا د انسان په لاس جوړ شوو بنسټونو، (لکه: ودانیو)، طبیعي جوړښتونو (غرونو) یا ډله ییز ژوند ته زیان ورسوي. د دې اصطلاح ساحه او کارونه پراخه شوې ده او تر شخړې لاندې ده، چې ډېری د تخنیکي اړخ په پرتله سیاسي اړخ ته ډېره اشاره کوي. دا اصطلاح، په اصل کې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د کیمیاوي چاودېدونکو توکو په بمباریو سره منځ ته راغله، وروسته یې بیا د نورو تکنالوژیو، لکه: کیمیاوي، بیولوژیکي، رادیولوژیکي او اتومي جګړې پراخې وسلې تر پوښښ لاندې راوړې.  

د دې اصطلاح لومړنۍ کارونې سمول

د سندونو له مخې: "د ډله ییزې وژنې وسلو" د اصطلاح لومړۍ کارونه، په ۱۹۳۷ ز کال کې د کانتربري مشته ستر راهب کاسمو ګوردن لانګ له خوا د هسپانیا د ګورنیکا د هوایي بمبارۍ په مهال وکارول شوه.    [۱]

په دې زمانه کې ایا څوک کولای شي، د جګړې له امله هسپانیې او چین ته د وېروونکې وژنې، کړاوونو او څو اړخیزو بدبختیو د زړه له درد پرته فکر وکړي؟ ایا څوک له وحشت پرته فکر کولای شي، چې بله پراخه جګړه به څه معنا ولري، پیل یې داسې ښکاري چې دا به د ډله ییزې وژنې له ټولو نوو وسلو سره مل وي؟  [۲]

هستوي وسلې، په هغه وخت کې نه وې را منځ ته شوې. جاپان د بیولوژیکي وسلو په اړه څېړنې ترسره کولې (۷۳۱ برخه وګورئ) او د لومړۍ نړیوالې جګړې ډګر د کیمیاوي وسلو  پراخې کارونې شاهد و. د دې وسلې کارول، د ۱۹۲۵ ز کال د جنیوا پروتوکول کې غیرقانوني و ګڼل شول. ایټالیا په ایتوپیا کې په ۱۹۳۵-۳۶ ز کلونو کې د ملکي وګړو او سرتېرو په وړاندې د سلفر ګاز نه کار واخست.    [۲][۳][۴]

د هیروشیما او ناګاساکي له اتومي بمبارۍ نه وروسته، چې دویمه نړیوالې جګړه یې پای ته ورسوله او د سړې جګړې په ترڅ کې، دې اصطلاح په غیر عادي وسلو (د ډله ییزې وژنو وسلو) دلالت وکړ.د وېلیم سفایر له خوا په کره توګه اتومي او رادیولوژیکي وسلو ته د دې اصطلاح کارول، په دې روسیې عبارت کې "Оружие массового поражения" – oruzhiye massovogo porazheniya د ډله ییزې وژنې وسلې) لیدل کېږي.   [۵]

وېلیم سفایر د دې اصطلاح امتیاز (د بروکینګز انستیتیوټ نه) جمز ګودبي ته ورکوي چې د هیروشیما او ناګاساکي د اتومي بمبارۍ نه  لږ وروسته یې د انګلیسي ژبې لومړنۍ پېژندل شوې کارونه ثبت کړې دي (که څه هم په بشپړه توګه ټکی په ټکی نه ده): د هري ترومن، کلیمینټ اتلي او مکنزي کېنگ د ۱۹۴۵ز کال د نومبر د ۱۵مې نېټې غونډې (د بوش د ۱۹۷۹ ز کال د ادعا له مخې، چې ممکن د وانوار بوش له خوا لیکل شوې وه)  نه یوې اعلامیې "د ډله ییزې وژنې وړ وسلو" ته اشاره کړې ده.    [۶]

سفایروايي: برنارد باروخ په ۱۹۴۶ ز کال کې (په ملګرو ملتونو کې په وینا کې چې ښایي د هربرت بایارد سووپ له خوا لیکل شوې وه) دا کره عبارت وکاراوه. دې عبارت هغه لومړي پریکړه لیک ته لاره وموندله، چې د ملګرو ملتونو په عمومي مجلس کې په لندن کې د ۱۹۴۶ ز کال په جنوري کې تصویب شو، چې د " ملي وسلو له زېرمو نه د اتومي وسلو او د ډله ییزې وژنې وړ د نورو ټولو وسلو له منځه وړل" کلیمات یې وکارول. د دې پریکړه لیک پر بنسټ، د اتومي انرژۍ کمیسیون (چې د نړیوالې اتومي انرژۍ د ادارې (IAEA) مخکنۍ اداره ده، منځ ته راغی.   [۷]

د جې رابرت اوپن هایمر له لوري په یوه لکچر کې چې "اتومي انرژي د یوې اتومي ستونزې په توګه" تر نامه لاندې و، د دې اصطلاح کره کارونه وړاندې شوه. هغه دا لیکچر د ۱۹۴۷ ز کال د سپتمبر په ۱۷مه نېټه، د بهرنیو چارو د خدماتو ادارې او د بهرنیو چارو وزارت ته وړاندې کړ. دا لکچر د The Open Mind یا پراخ نظر په مجله کې (نیویارک: سایمن او شوستر، ۱۹۵۵ز) د دویم ځل لپاره چاپ شو. هغه وویل:

-      دا له کنترول نه ډېر پراخه دی چې په دې ډګر کې د هېوادونو تر منځ سیالي له منځه یوسي، یا دا چې د یوه ملت د وسلو د پټو هدفونو مخه به یوه بل ملت په وړاندې ونیسي، یا دا چې له اتومي برید نه مخکې او احتمالا د ډله ییزې وژنې وسلو هرډول برید نه وړاندې به یو څه احتیاطي وخت ورکړي، یا دا چې، دا به تر ډېرې کچې د اتومي انرژۍ د حذف لږترلږه د قدرتونو ترمنځ د اوږدو شخړو سرچینه وي. [۸]

د متحده ایالاتو د حکومت د زیات اغېزلرونکي سند په سریزه کې چې، د NSC ۶۸ تر نامه لاندې دی او په ۱۹۵۰ ز کال کې لیکل شوی دا اصطلاح هم کارول شوې ده.  [۹]

ولسمشر جان اف کنېډي، د ۱۹۶۲ ز کال د سپتمبر په ۱۲مه د رایس په پوهنتون کې د یوې وینا په ترڅ کې وویل چې: فضا به "د ډله ییزې وژنې له وسلو څخه نه، بلکې د زده کړې اوپوهې په وسایلو ډکوي. یوه میاشت وروسته " کنېډي د ۱۹۶۲ ز کال د اکتوبر په ۲۲مه د کیوبا د توغندیو د ناورین په اړه د یوې تلویزیوني وینا پر مهال "د ډله ییزې وژنې وسلو ناڅاپه برید" ته اشاره وکړه.   [۱۰][۱۱]

د همدې اصطلاح یوه کارونه، په نړیوال تړون کې چې د ۱۹۶۷ ز کال د بهرنۍ فضا تړون تر نامه لاندې دې، کارول شوې ده، خو نوموړي تړون د دې عبارت هېڅ تعریف نه دی وړاندې کړی او دا تړون په بهرنۍ فضا کې د "وسلو" ځای پرځای کول او د هر ډول "وسلې" ازموینه، په مدار کې یا په آسماني اجسامو کې د هغو ځای پرځای کول، په مشخص ممنوعیت سربېره، "هر ډول شیان چې اتومي وسلې یا د ډله ییزې وژنې هر بل ډول وسلې و لېږدوي" هم په مطلق ډول منع کوي. [۱۲]

د دې اصطلاح د کارونې تکامل سمول

د سړې جګړې پر مهال "د ډله ییزې وژنې وسلې" اصطلاح، په اصل کې اتومي وسلو ته اشاره کوله. په هغه وخت کې ښه تعبیر "ستراتیژیکې وسلې" په لویدیځ کې د امریکا د اتومي سلاکوټ ته د اشارې لپاره کارول کېده، خو د "ستراتیژیک" کره تعریف نه شته، چې نه د اتومي وسلو کچه او نه د هغوی د ویجاړۍ ځواک په پام ونیسي. [۱۳]

د اسرائیلو لومړي وزیر مناخیم بیګن وروسته له هغه چې د اسرائیلو د هوايي ځواک په ۱۹۸۱ ز کال کې د اوپرا په عملیاتو کې د عراق دننه د تازه جوړې شوې اتومي بټۍ وېجاړې کړې، د نیوکې په ځواب کې وویل چې: "هېڅکله به دښمن ته اجازه ورنکړو چې د اسرائیلي خلکو په وړاندې د ډله ییزې وژنې وسلو ته پراختیا ورکړي." که وسلې په رښتیني ډول شتون ولري یا هم وانګېرل شي، د ډله ییزې وژنې وسلو په وړاندې له مخکې ګام کړنلاره د پیل نظریې یا Begin Doctrine په نوم پېژندل شوې ده.  [۱۴]

"د ډله ییزې وژنې وسلې" اصطلاح، په پر له پسې توګه، په بېلابېلو دورو کې کارول شوې ده، معمولاً د اتومي وسلو د کنټرول په مفهوم کې، رونالد ریګن په ۱۹۸۶ ز کال د ریکیاویک سرمشریزې په غونډه کې دا اصطلاح هغه وخت وکاروله چې د ۱۹۶۷ ز کال بهرنۍ فضا تړون ته یې اشاره وکړه. د ریګن ځای ناستي، جورج اچ ډبلیو بوش، ملګرو ملتونو ته د ۱۹۸۹ز کال په وینا کې، دغه اصطلاح، په  اصل کې کیمیاوي وسلو ته په اشاره وکاروله. [۱۵][۱۶]

د سړې جګړې پای، په اټومي وسلو باندې د یوه مخ نیوونکي عامل په توګه، د متحده ایالاتو تکیه کمه کړه او د دې لامل شوچې، خپله مخه بې وسلې کولو ته واړوي. پر کویټ باندې د ۱۹۹۰ ز کال د یرغل او د ز۱۹۹۱ ز کال د خلیج جګړې، د عراق د اتومي، بیولوژیکي او د کیمیاوي وسلو پروګرامونه د بوش د لومړۍ ادارې ځانګړې اندېښنې لامل شو. له جګړې وروسته، بل کلنټن او نورو لوېدیځو سیاستوالو او رسنیو دا اصطلاح، د عراق د وسلو د پروګرامونو ویجاړولو لپاره د پرله پسې هڅو په توګه کاروله.  [۱۷]

په متحده ایالاتو کې د ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر د ۱۱ مې له بریدونو او د ۲۰۰۱ ز کال د تبک (انتراکس میکروب) له بریدونو نه وروسته، په ډېرو هېوادونو کې د غیر عادي وسلو او نامتناسبو جګړو وېره حاکمه شوه. دا وېره، د ۲۰۰۲ ز کال د عراق د بې وسلې کړکېچ او په عراق کې د ډله ییزې وژنې د وسلو د شتون ادعا سره لوړې کچې ته ورسېده، چې په ۲۰۰۳ ز کال کې پرعراق باندې د برید لومړنی توجیه وګڼل شوه، خو امریکايي ځواکونو په عراق کې هېڅ ونه موندل. دوی د کیمیاوي وسلو پخوانۍ ذخیرې وموندلې، چې په کې د سارین او د سفلر ګاز شامل وو، مګر ټول د زنګ یا تخریب له امله د کارونې وړ نه و. که څه هم عراق، په ۲۰۰۹ ز کال کې د کیمیاوي وسلو زیرمه اعلان کړه ،چې د ۱۹۹۱ ز کال خلیج جګړې وروسته د ملګرو ملتونو کارکوونکو خوندي کړې وه. په ذخیره کې، په عمده توګه کیمیاوي مخکیني توکي شامل وو، مګر ځینې مهمات د کارونې وړ پاتې شول. [۱۸][۱۹][۲۰]

د امریکایي لهجې ټولنې، د دې دورې په ترڅ کې د هغې د پراخې کارونې او (په ټوله نړۍ کې) د عامه پېژندنې له امله په ۲۰۰۲ ز کال او په  ۲۰۰۳ ز کال کې د "ډله ییزې وژنې وسلې" (او مخفف یې، WMD د کال کلیمه وټاکله. د لیک سوپریرایالتي پوهنتون WMD، د خپلو اصطلاحاتو په هغه لېست کې اضافه کړه چې، "د ناسمې کارونې، د ډېرې کارونې او د عمومي نه کارونې" (او "د داسې کارت په توګه چې، د تېري له ټولو ډولونه نه مخکښ دی") اېستل شوې ده. [۲۱][۲۲]

د امریکا فدرالي پولیسو، د ۲۰۱۳ ز کال د اپریل د ۱۵مې د بوستن ماراتن بمي برید، د اصلي شکمن په وړاندې په خپل جنایي شکایت کې په دیګ بخار کې ځای پر ځای شوی بم، "د ډله ییزې وژنې وسلې" په توګه یاد کړی و.     [۲۳]

داسې غوښتنې شته چې، د سایبري وسلو لږ تر لږه ځینې ډلې باید د WMD په توګه طبقه بندي کړل شي، په ځانګړې توګه هغه چې په لویه کچه د بنسټیزې زېربنا د (فزیکي) ویېجاړتیا لامل کېږي. که څه هم ځینو پوهانو د WMD په توګه د سایبري وسلو د طبقه بندي کولو په اړه په دې دلیل نیوکه کړې چې، "اوس مهال نه شي کولی، انسانانو ته په مستقیمه توګه د ټوپک یا بم په څېر مرګ ژوبله واړوي" یا په روښانه ډول د WMD  "قانوني او تاریخي تعریفونه، نه پوره کوي". [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچینې سمول

  1. "Weapon of mass destruction - weaponry". Encyclopedia Britannica. 1952-11-01. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ "Biological Weapons Program – Japan". Fas.org. مؤرشف من الأصل في ۲۷ جولای ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Eric Croddy (1997). Chemical and Biological Warfare: An Annotated Bibliography. Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 30. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780810832718. مؤرشف من الأصل في ۰۲ جنوري ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. William R. Cullen (2008). Is Arsenic an Aphrodisiac?: The Sociochemistry of an Element. Royal Society of Chemistry. د کتاب پاڼې 241. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780854043637. مؤرشف من الأصل في ۰۲ جنوري ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Safire, William (1998-04-19). "On Language; Weapons of Mass Destruction". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Safire, William (1998-04-19). "On Language; Weapons of Mass Destruction". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. کينډۍ:UN document
  8. Pais, A.; Crease, R.P. (2007). J. Robert Oppenheimer: A Life (په الماني ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب پاڼې 158. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-532712-0. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "NSC-68 United States Objectives and Programs for National Security". Fas.org. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "John F. Kennedy Moon Speech—Rice Stadium". nasa.gov. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جولای ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kennedy JF (22 October 1962). Televised remarks to the American people re "the Soviet military buildup on the island of Cuba"
  12. Treaty on Principles Governing the Activities of States in the Exploration and Use of Outer Space, including the Moon and Other Celestial Bodies, Art. IV, Jan. 27, 1967, T.I.A.S. No. 6347, 610 U.N.T.S. 205, 18 U.S.T. 2410 (effective Oct. 10, 1967). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Brian Alexander, Alistair Millar, المحرر (2003). Tactical nuclear weapons : emergent threats in an evolving security environment (الطبعة 1.). Washington DC: Brassey's. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57488-585-9. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Country Profiles -Israel Archived 2014-10-06 at the Wayback Machine., Nuclear Threat Initiative (NTI), updated May, 2014
  15. (په 18 May 2008 باندې). CNN Cold War – Historical Documents: Reagan-Gorbachev transcripts.
  16. (په 26 September 1989 باندې). Excerpts From Bush's Speech at the Opening of the U.N. General Assembly –. The New York Times.
  17. MICHAEL WINES, Special to The New York Times (په 30 September 1990 باندې). Confrontation in the Gulf; U.S. Explores New Strategies to Limit Weapons of Mass Destruction –. The New York Times.
  18. (په 17 June 2019 باندې). Global Nuclear Arsenal Declines, But Future Cuts Uncertain Amid U.S.-Russia Tensions. Radio Free Europe/Radio Liberty.
  19. Munitions Found in Iraq Meet WMD Criteria Archived 1 October 2012 at the Wayback Machine., Military.com, report filed by American Forces Press Service, 29 June 2006
  20. "India Completes Chemical Weapons Disposal; Iraq Declares Stockpile | Analysis | NTI". nti.org. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جنوري ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "American Dialect Society". Americandialect.org. 13 January 2003. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جون ۲۰۰۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Lake Superior State University:: Banished Words List:: 2003". Lssu.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. . Criminal Complaint United States vs Dzhokhar Tsarnaev.
  24. Hatch, Benjamin B. (December 2017). "Defining a Class of Offensive Destructive Cyber Weapons As Weapons of Mass Destruction: An Examination of the Merits" (PDF). United States Air Force Center for Unconventional Weapon Studies Trinity Site Papers. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ جولای ۲۰۲۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Kumar, Davinder (March 2013). "Cyber Weapons – The New Weapons of Mass Destruction". United Service Institution of India (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ جنوري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "The Pentagon Thinks Cyber Ops Could Be The Next WMDs". Government Executive (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Carr, Jeffrey (2013-09-01). "The misunderstood acronym: Why cyber weapons aren't WMD". Bulletin of the Atomic Scientists. 69 (5): 32–37. Bibcode:2013BuAtS..69e..32C. doi:10.1177/0096340213501373. ISSN 0096-3402. S2CID 143681333. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Caves, John; Carus, W. Seth (June 2014). "Future of Weapons of Mass Destruction: Their Nature and Role in 2030". Center for the Study of Weapons of Mass Destruction, Occasional Paper 10. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)