د ډبرو لرغونې دوره


د ډبرو لرغونې دوره (په انګلیسي: Paleolithic) تر تاریخ وړاندې دوره ده، مشخصه یې دا ده چې په دې دوره کې ډبرین وسایل جوړ شول چې د بشر د ماقبل‌التاریخ تکنالوژيکې دورې شاوخوا ۹۹ سلنه برخه رانغاړي. دا دوره شاوخوا ۳.۳ میلیونه کاله وړاندې د انسان‌توکمو له‌خوا د ډبرینو وسایلو له کارولو څخه د پلیسټوسن تر پای ته رسېدو پورې پراخه ده چې له نن څخه شاوخوا ۱۱۶۵۰ کاله وړاندې مهال کېږي.[۱][۲]

د ډبرو لرغونې دوره په اروپا کې د ډبرو تر منځنۍ دورې مخکې وه، که څه هم د لېږد نېټه له جغرافیايي پلوه څو زره کاله توپير لري. د ډبرو په لرغونې دوره کې انسانان د موسیقۍ د ډلو په څېر په کوچنیو ټولنو کې سره راټولېدل او د نباتاتو په راټولولو، کب‌نیونې او ښکار یا د وحشي حیواناتو په راټولولو سره به یې د ژوند اړتیاوې پوره کولې. د ډبرې لرغونې دوره د تېرو یا تراشل شویو ډبرینو وسایلو په کارولو سره مشخصېږي، که څه هم هغه مهال انسانانو له لرګیو او هډوکو څخه جوړ وسایل هم کارول. نور ارګانیک توکي چې د وسایلو په توګه د کارولو وړ وګرځېدل، چرم او د نباتاتو سپڼسۍ یا ریښې وې. له دې سره سره، د چټکې تجزیې یا خورېدو له امله دا شیان تر ډېره باقي نه دي پاتې شوي.[۳]

شاوخوا ۵۰۰۰۰ کاله مخکې مصنوعات یا لاسي وسایل په پام وړ ډول زیات شول. په افریقا کې د لرغون‌پوهنې په سوابقو کې له هډوکو جوړ وسایل او لومړني هنرونه را څرګند شول. د انسان د کب‌نیونې لومړني شواهد هم د سوېلي افریقا په ځینو سیمو لکه «بلومبوس» غار کې د لرغونو اثارو له ډلې بلل شوي دي. لرغون‌پوهان د ۵۰۰۰۰ کلونو پخواني اثار په بېلابېلو ډلو وېشي؛ لکه غورځول کېدونکې ډبرې، د حکاکۍ وسایل، چاقو او د سوري کولو نور وسایل.

بشریت د ډبرو د لرغونې دورې په لومړیو کې ورو ورو د هومو جنس له لومړنیو غړو څخه – لکه هومو هابیلیس چې ساده ډبرین وسایل یې کارول – د اناتومۍ او چلند له نظره پر مدرنو انسانانو بدل شو. د ډبرو د لرغونې دورې په پای په ځانګړي ډول د ډبرو په منځنۍ دوره کې یې د لومړنیو هنري اثارو پر تولید پیل وکړ او د تدفین او تشریفاتو په څېر مذهبي او معنوي چلندونو ته یې مخه کړه. د ډبرې په لرغونې دوره کې انسانانو د کنګل لومړۍ او منځنۍ دوره تجربه کړه چې اقلیم یې په دوره‌يي ډول د ګرمۍ او یخنۍ تر منځ په بې‌ثباته حالت کې و. د لرغون‌پوهنې او جنیټیک اطلاعات ښيي چې د ډبرې په لرغونې دوره کې د انسانانو لومړنیو ډلو په کمو شنو سیمو کې ژوند ته دوام ورکړ، په هغو سیمو کې خواره شول چې هلته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کېدو کچه لوړه وه او په عین حال کې یې په ځنګلونو کې له راټولېدو ډډه وکړه.[۴][۵][۶][۷]

تر نن شاوخوا ۴۰۰۰۰ یا ۵۰۰۰۰ کاله وړاندې لومړني انسانان استرالیا ته ورسېدل. ۴۵۰۰۰ کاله وړاندې یې په ۶۱ درجې شمالي عرض‌البلد کې په اروپا کې ژوند پیل کړ. تر نن شاوخوا ۳۰۰۰۰ کاله وړاندې جاپان ته ورسېدل او شاوخوا ۲۷۰۰۰ کاله مخکې د شمالي قطب د دایرې پر سر په سایبریا کې هم انسانان موجود وو. د ډبرو د لرغونې دورې په پای کې د انسانانو یوه ډله له برینګیا څخه تېره شوه او په چټکۍ سره د امریکا په ټوله لویه وچه کې خپره شوه.[۸][۹]

د انساني ژوند ډول سمول

د ډبرو د لرغونې دورې د انسانانو د ژوند او فرهنګ په اړه زموږ کابو ټوله پوهه له لرغون‌پوهنې او د هغو اوسنیو ښکاري قومونو له پرتلنې څخه ترلاسه شوې ده چې د ډبرو د لرغونې دورې انسانانو ته ورته ژوند کوي او دا قومونه «کونګ» او «سان» دي. د ډبرو د لرغونې دورې ټولنیز اقتصاد پر ښکار او راټولونو ولاړ و. انسانانو به د غوښې لپاره وحشي حیوانات ښکار کول او خواړه، واښه او د وسایلو، جامو او استوګنې لپاره یې توکي راټولول.[۱۰][۱۱][۱۲]

د انسانانو د جمعیت تراکم ډېر کم و چې په هر کلیومتر مربع (۱/مایل مربع) کې شاوخوا ۰.۴ کسان کېدل. په ډېر احتمال سره یې دلیل دا و چې د بدنونو چربي یا غوړ کم وو، ماشومان وژل کېدل، ښځې په درنو کارونو کې په منظم ډول ښکېلې وې، ماشومانو د مور کمې شیدې خوړلې او د ژوند ډول متحرک یا کوچیاني وو. د ډبرې د لرغونې دورې انسانانو د اوسنیو ښکاریانو-راټولوونکو په څېر ډېر تش وختونه لرل چې دا ځانګړنه یې د ډبرو د نوې دورې په کرنیزو او اوسنیو صنعتي ټولنو کې بې‌سارې ده. د ډبرو د لرغونې دورې په پای کې انسانانو د غارونو د نقاشیو، د ډبرو د هنر او زرګرۍ په څېر هنري اثارو پر تولید پیل وکړ او د تدفین او تشریفاتو په څېر مذهبي چلندونو ته یې مخه کړه.[۱۳][۱۴][۱۵]

تیتوالی سمول

د ډبرو د لرغونې دورې په پیل کې انسان‌توکمي (hominins) تر ډېره د افریقا په ختیځ کې په لویه ژوره دره (Great Rift Valley) کې پیدا شول. د انسان‌توکمو ډېری پېژندل شوي فوسلیونه چې لرغونوالی یې تر نن یو میلیون کاله مخکې زمانې ته ور ګرځي، په دې سیمه په ځانګړي ډول په کېنیا، تانزانیا او اټوپیا کې پیدا کېږي.

د شاوخوا ۲۰۰۰،۰۰۰ تر ۱۵۰۰،۰۰۰ مخزېږد کلونو تر منځ د انسانانو ځینو ډلو افریقا ته شا کړه او په سوېلي اروپا او اسیا کې یې استوګنې ته مخه کړه. سوېلي قفقاز شاوخوا ۱۷۰۰۰۰۰ کاله مخکې نیول شوی و او شمالي چین ته هم شاوخوا ۱۶۶۰،۰۰۰ کاله مخکې انسانان رسېدلي وو. د ډبرو د لرغونې دورې په پای کې د انسان‌توکمو د کورنۍ ځینو غړو په اوسني چین، لوېديځه اندونیزیا او په اروپا کې د مدیترانې په شاوخوا کې تر شمالي انګلستان، فرانسې، لوېديځ جرمني او بلغاریا پورې ژوند کاوه. د شمال پر لوري د نه تیتېدو دلیل یې ښايي پر اور د کنترول نشتون وي: په اروپا کې د غاري استوګنځیو څېړنې ښيي چې په شاوخوا ۴۰۰۰۰۰ تر ۳۰۰۰۰۰ کلونو وړاندې مهال کې له اور څخه هېڅ منظمه استفاده نه ده شوې.[۱۶]

د ختیځې اسیا هغه فوسیلونه چې د دغې دورې اړوند دي، معمولاً د «هومو ارکټوس» له جنسه بلل کېږي. په اروپا کې د ډبرو د لرغونې دورې د وروستیو وختونو په استوګنځایونو کې فوسیلي شواهد ډېر کم دي، خو باور دا دی چې هغه انسان‌توکمي هم «هومو ارکټوس» وو چې په دغو ځایونو کې اوسېدل. په دې زماني دوره کې په امریکا، استرالیا او یا د اقیانوسیې په هېڅ ګوټ کې د انسانانو د اوسېدو شواهد نه‌شته.[۱۷]

تکنالوژي سمول

وسایل سمول

د ډبرو د لرغونې دورې انسانانو له ډبرو، هډوکو او لرګیو څخه وسایل جوړول. د دغې دورې لومړني انسان‌توکمي «اسټرالوپیټکوس» د ډبرینو وسایلو لومړني کاروونکي وو. د ایتوپیا په ګانا سیمه کې د شویو کیندنو په لړ کې زرګونه لاسي وسایل موندل شوي او د «راډيو ایزوټوپیک» او «مګنټوسټراټیوګرافۍ» له لارې یې د لرغونوالي تاریخ ۲.۶ میلیونه پخوا زمانه ټاکلی شو. موندنې ښيي چې دغو لومړنیو انسان‌توکمو د تېرو څوکو لرونکو وسایلو د تولید لپاره د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په موخه په مناسبو اندازو داسې ډبرې انتخاب کړې دي چې د ټوټه کولو ښه وړتیا لري.[۱۸][۱۹]

د ډبرو د لرغونې دورې انسانانو د لاسي تبر او ساتول په ګډون بېلابېل ډبرین وسایل کارول. که څه هم داسې ښکاري چې دوی تر ډېره لاسي تبرونه کارول، خو د کارولو په اړه یې د نظرونو اختلاف موجود دی. د څيروونکو او ټوټې کوونکو، کیندونکو او نورو بېلابېلو وسایلو په اړه تفسیرونه مختلف دي. ویلیم کالوین وايي چې ځینې لاسي تبرونه به ښايي د دې لپاره کارېدل چې د حیواناتو ګلې ته ور وغورځول شي او یو حیوان په کې بېهوښه شي. هېڅ داسې نښانه نه‌شته چې ګواکي دغو وسایلو به لاستي هم لرل، ځینې خو یې تر دې کچې ډېر لوی دي. له دې امله، لاسي تبر به غورځول کېده او دومره ژور به ننوت چې سخت زیانونه به یې اړول. د دې تر څنګ د ښکاریانو په مقابل کې د یوې ګټورې وسلې لپاره هم کار ترې اخیستل کېدای شو. ډېر احتمال لري چې ساتولونه او رندې یې د حیواناتو د پوست لرې کولو او قصابۍ لپاره او تېره لرګي یې د خوړو د ریښو لرې کولو لپاره کارول. احتمالاً چې لومړنیو انسان‌توکمو د ۵ میلیونه کاله مخکې مهال په لومړیو کې د کوچنیو حیواناتو د ښکار کولو لپاره لرګینې نیزې کارولې، لکه څرنګه چې «شمپانزي ګان» د افریقا په سېنېګال کې لیدل شوي دي. دغو انسانانو په «تېرا اماټا» کې کوچنیو کورونو ته ورته استوګنځي جوړ کړي وو.[۲۰][۲۱][۲۲]

مجسمې جوړول او نقاشي سمول

د هنري څرګندونو لومړنۍ بېلګې لکه د تان-تان وینوس او د «تورینګیا» په «بیلزینګسلبن» کې د فیل د هډوکو پر مخ موندل شوې نښانې ښايي د ډبرو د منځنۍ دورې تر پیل وړاندې د «هومو ارکټوس» په څېر اشولي کاروونکو له‌خوا تولید شوې وي. له دې سره سره، په سوېلي افریقا کې د «بلومبوس» غار په څېر د ډبرو د منځنۍ دورې له استوګنځایونو څخه ترلاسه شوي لومړني هنري شواهد د لاس‌بندونو یا وښیو، مهرو او غاري نقاشیو په ډول دي. د هنر منل شوي شواهد د لرغونې دورې په وروستیو کې دود شوي دي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچینې سمول

  1. Christian, David (2014). Big History: Between Nothing and Everything. New York: McGraw Hill Education. د کتاب پاڼې 93. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Toth, Nicholas; Schick, Kathy (2007). "Overview of Paleolithic Anthropology". In Henke, H. C. Winfried; Hardt, Thorolf; Tatersall, Ian (المحررون). Handbook of Paleoanthropology. 3. Berlin; Heidelberg; New York: Springer. د کتاب پاڼي 1943–1963. doi:10.1007/978-3-540-33761-4_64. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-540-32474-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. McClellan (2006). Science and Technology in World History: An Introduction. Baltimore: JHU Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8018-8360-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) pp. 6–12
  4. "Human Evolution". Microsoft Encarta Online Encyclopedia 2007 Archived 2009-10-28 at the Wayback Machine. Contributed by Richard B. Potts, B.A., Ph.D.
  5. Philip Lieberman (1991). Uniquely Human. Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-92183-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Kusimba, Sibel (2003). African Foragers: Environment, Technology, Interactions. Rowman Altamira. د کتاب پاڼې 285. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7591-0154-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Gavashelishvili, A.; Tarkhnishvili, D. (2016). "Biomes and human distribution during the last ice age". Global Ecology and Biogeography. 25 (5): 563–74. doi:10.1111/geb.12437. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. John Weinstock. "Sami Prehistory Revisited: transactions, admixture and assimilation in the phylogeographic picture of Scandinavia". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  9. Goebel, Ted; Waters, Michael R.; O'Rourke, Dennis H. (2008-03-14). "The Late Pleistocene Dispersal of Modern Humans in the Americas" (PDF). Science (په انګلیسي ژبه کي). 319 (5869): 1497–502. Bibcode:2008Sci...319.1497G. doi:10.1126/science.1153569. ISSN 0036-8075. PMID 18339930. S2CID 36149744. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Leften Stavros Stavrianos (1997). Lifelines from Our Past: A New World History. New Jersey: M.E. Sharpe. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-357005-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) pp. 9–13 p. 70
  11. Leften Stavros Stavrianos (1991). A Global History from Prehistory to the Present. New Jersey: Prentice Hall. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-357005-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) pp. 9–13
  12. Leften Stavros Stavrianos (1991). A Global History from Prehistory to the Present. New Jersey: Prentice Hall. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-357005-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) pp. 9–13
  13. Felipe Fernandez Armesto (2003). Ideas that changed the world. New York: Dorling Kindersley limited. د کتاب پاڼې 400. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7566-3298-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); p. 10
  14. Hillary Mayell. "When Did "Modern" Behavior Emerge in Humans?". National Geographic News. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The Consequences of Domestication and Sedentism by Emily Schultz, et al". Primitivism.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جولای ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "On the earliest evidence for habitual use of fire in Europe", Wil Roebroeks et al, PNAS, 2011
  17. Callaway Ewen (2011). "First Aboriginal genome sequenced". Nature News. doi:10.1038/news.2011.551. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Semaw, Sileshi (2000). "The World's Oldest Stone Artefacts from Gona, Ethiopia: Their Implications for Understanding Stone Technology and Patterns of Human Evolution Between 2.6–1.5 Million Years Ago". Journal of Archaeological Science. 27 (12): 1197–214. doi:10.1006/jasc.1999.0592. S2CID 1490212. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Leften Stavros Stavrianos (1991). A Global History from Prehistory to the Present. New Jersey: Prentice Hall. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-357005-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) pp. 9–13
  20. Clark, JD, Variability in primary and secondary technologies of the Later Acheulian in Africa in Milliken, S and Cook, J (eds), 2001
  21. Roche H et al., 2002, Les sites archaéologiques pio-pléistocènes de la formation de Nachuku 663–673, qtd in Scarre, 2005
  22. Klein, R. (1999). The Human Career. University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226439631. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Miller, Barbra; Bernard Wood; Andrew Balansky; Julio Mercader; Melissa Panger (2006). Anthropology. Boston: Allyn and Bacon. د کتاب پاڼې 768. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-205-32024-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Sean Henahan. "Blombos Cave art". Science News. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Jonathan Amos (په 2004-04-15 باندې). Cave yields 'earliest jewellery'. BBC News.
  26. Hillary Mayell. "Oldest Jewelry? "Beads" Discovered in African Cave". National Geographic News. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Sean Henahan. "Blombos Cave art". Science News. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Human Evolution," Microsoft Encarta Online Encyclopedia 2007 Archived 2009-10-31 at the Wayback Machine. Contributed by Richard B. Potts, B.A., Ph.D.