د چک جمهوریت پوځ (د چک هیواد پوځ) (په چېکی ژبې کې:Armáda České republiky) د چېک د وسله والو ځواکونو څخه دی چی د دی هېواد په امنیت کی مهم رول لوبوي. نوموړی پوځ د مځکني ځواکونو، هوايي ځواکونو او ولسمشر ادارې گارډ څخه جوړ شوي دي. د چېک د پوځ عالی قوماندان چېکي ولسمشر میلوش زېمان دی . د ۲۰۱۲ کال څخه د چېک پوځ لوی درستېز جنرال پېتر پاول دی. په اوس وخت کی دغه پوځ ۱۹۸۲۷ عسکران لري.د چېک جمهوریت د ۱۹۹۹ کال څخه د ناټو غړیتوبتوب لري

د چېک پوځ

د چېک پوځ نښان
Current form 1993
مرکز پراگ
لارښود
Defense Minister Martin Stropnický
د پوځ سر اعلی بولندوی gen. Petr Pavel
Expenditures
Budget 42,052,4 mil. korun
Percent of GDP 1,11%
Industry
Foreign suppliers Current:


Historical:

Related articles
پېښليک



د چېک پوځ د قوماندانو مرکز (Vitězné náměstí Praha 6)

د چېک پوځ اصلی جوړښت

  • د چېک پوځ قوماندانو مرکز (پراگ)
  • د هوایی ځواکونو قوماندانو مرکز
  • د مځکني ځوانونو قوماندانو مرکز
  • پوځي څارگره اداره (نوموړي اداره یوازې د دفاع وزارت ته مسﺉول دی)

تاریخ

د چېک پوځ په ۱۹۹۳کال کې د چکوسلواک تر تقسیمولو وروسته جوړ شو. د چېک د جمهوریت په جگړه يیزو درندو وسلو کې ۱۶۴ تانکه، ۵۶۰ زړه پوښ موتوره، ۲۶۰ توپه، ۱۸۲ الوتکې او ۷۰۰ موتوره شامل دي. د ناټو د تروڼ په اساس د چېک پوځ د ناټو په پوځي عملیاتو کې کډون کوي او د دي لپاره د چېک پوځ په ۲۰۰۴ کال کې د ایساف د ځواکونو سره په اختفا یو ځاي شو.

افغانستان

د چېک عسکران په ځانکړي ډول د لوگر، وردگ او ننگرهار په ولایتونو کې کار کوي او همداراز د چېک پوځ د لوگر د ولایتي بیا جوړوني (بیارغونې) د ټیم په چوکاټ کې د دغه هېواد سره د ښوونځیو روغتونو او نورو عام المنغمه ودانیو په جوړولو کې مرسته کوي. د وردگ په ولایت کې د افغاني پولیسانو ته په روزنه کې برخه اخلي. د کابل په هوايي ډگر کې د امنیت په ساتلو کې هم مهم رول لري. په همدغه میدان کې یوه کوچنی پوځی روغتون هم لري چی په هغه کې د چېک او افغاني زخمي پوځیانو اعلاج او تداوي کېږي. د ننگرهار په ولایت کې د امنیتی چارو تأمینولو کې ونډ اخلي.

سرچینې