د څو ګونو نړيو سپړنه


د څو ګونو نړيو سپړنه (many-worlds interpretation “MWI”) د کوانټم ميخانيک يوه سپړنه يا ژباړه ده، چې بیانوي چې د نړيوالې څپې دنده (په لنډ ډول د څپې دنده) په عيني ډول رښتينې ده او دا چې د څپې د دندې هيڅ له مينځه تلل يا ټوټه کېدل نه شته. دا سپړنه دلالت کوي، چې د کوانتم معيارونو ټول شوني وتنۍ په ځينې نړۍ يا دنيا کې په فزيکي ډول درک کېږي. د ځينو سپړنو يا ژباړنو لکه کوپنهاګن ژباړنې يا سپړنې خلاف د څو ګونو نړيو په سپړنه کې په ټوليز ډول د رښتينولۍ بشپړتيا يا تکامل په کلکه ټاکونکی دی. ډېرې یا څو ګونې نړۍ ته د نږدې حالت جوړښت يا د ایويريت سپړنه “Everett interpretation” هم وايي، چې د فزيکپوه “Hugh Everett” له نوم څخه اخېستل شوې ده، چې په لومړي ځل يې په ۱۹۵۷ ز کال کې وړاندې کړه. برايس ډيويټ “Bryce DeWitt” ياد جوړښت نامتو کړ او په ۱۹۷۰ ز لسیزه کې يې د «څو ګونو نړيو» نوم ورکړ. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

په څو ګونو نړيو کې د څپې دندې د ماتېدلو ځاني ښکاره کېدنه د کوانټم ناتړلتيا “quantum decoherence” د لارو چارو په واسطه تشرېح کېږي. د کوانټم نظريې د ژباړنې په موخه د ناتړلتيا لارې چارې له ۱۹۷۰ ز لسيزې راهيسې په پراخه ډول سپړل شوې او رامنځته شوي او بشپړ نامتو شوي دي. د څو ګونو نړیو سپړنه “MWI” اوسمهال د نورو ناتړليو سپړنو، د کوپنهاګن د ژباړنې يا سپړنې په ګډون له مينځه تللو نظريو او لکه د بوهمي میخانیک “Bohmian Mechanics” غوندې د پټو بې پايښته نظريو “hidden variable theories” تر څنګ يوه اصلي سپړنه ګڼل کېږي. [۸][۹][۱۰]

MWI دلالت کوي، چې نه شمېرېدونکو نامحدودو نړیو خورا شونتیا شته. دا په فزيک او فلسفه کې يو له زياتو ګڼ جوړښتي ګڼنو څخه ده. د څو ګونو نړيو سپړنه وخت ته د ګڼ څانګيزې ونې په سترګه ګوري، چې هره شونې کوانټم وتنۍ په کې درک کېږي. دا  لکه د EPR متقاقضې (له عمومي عقيدې او باور خلاف) وينا او “Schrodinger’s cat” غوندې د کوانټم نظريې د ځينو متناقضو ويناوو د حل کولو په نيت رامنځته شوي دي؛ ځکه چې د کوانټم پېښې هر شونې وتنۍ په خپله نړۍ کې شته. [۱۱]

سپړنې ته کتنه سمول

د څو ګونو نړيو د سپړنو اصلي نظريه دا ده، چې ناوېشلی کوانټم ميخانيک ټوله نړۍ تشرېح کوي. په ځانګړي ډول ياد ميخانيک يوه اندازه د ناوېشلي بدلون او د ټوټه کېدلو منل شوي اصل له کارونې څخه پرته د اړيکې هڅونکي غبرګون په توګه او څارونکي د عادي کوانټم ميخانيکي سيستمونو په توګه تشرېح کوي. دا د کوپنهاګن له سپړنې سره خورا توپير لري. د کوپنهاګن سپړنه کې يوه اندازه «لرغونی» مفهوم دی، چې د ناوېشلي کوانټم ميخانيک په واسطه د تشرېح وړ نه دی. په ياده سپړنه کې نړۍ په يو کوانټم او يو لرغوني ډومېن يا تر نفوذ لاندې سيمې باندې وېشل شوې ده او د له مينځه تللو منل شوی اصل په کې مرکزي ونډه لري. د MWI اصلي پايله دا ده، چې نړۍ (يا په دې برخه کې ګڼ جوړښت) په زياتېدونکي ډول د لرې، يو له بل سره د اړيکې نه نيوونکو موازي نړیو يا کوانټم نړيو د يو لايتناهي يا نه مشخص کېدونکي اندازې يا شمېر له يو کوانټم لوړ حالت “quantum superposition” څخه جوړه شوې ده. یادې موازي نړۍ چې ځينې وختونه د ايويريټ “Everett” نړيو په نوم يادېږي، هره يوه يې يوه ثابته او رښتينې ځايناستې يا بديل تاريخ یا مهالوېش ده.[۱۱] [۱۲][۱۳]

د څو ګونې نړۍ سپړنه د اندازه کوونې د بهير او د نيمه لرغونې نړۍ د راپورته کېدنې د تشرېح کولو په موخه له ناتړلتيا نظریې “decoherence” څخه ګټه پورته کوي. ووجسيچ ايچ زوريک “Wojciech H. Zurek” چې د ناتړلتيا نظريې له سرلارو څخه دی، څرګنده کړه چې: «د چاپيريال له ځير یا کره کتنې له مخې يوازې نښه کوونکي حالتونه په خپل حالت پاتې کېږي. نور حالتونه د ثابتو نښه کوونکو حالتونو په هغه ګډوله يا ترکيبونو کې نه نغښتل کېږي، چې مقاومت کولی شي او په دې ډول شتون لري: دوی ناټاکل شوي دي». زوريک ټينګار کوي چې کار يې پر کومې ځانګړې سپړنې باندې تکیه نه کوي. [۱۴][۱۵][۱۶]

د څو ګونو نړيو سپړنه د ناتړليو تاريخو له سپړنې سره زيات ورته والي شریکوي، چې دا هم د اندازې د بهير یا د څپې دندې د ماتېدنې يا له مينځه تللو د تشرېح کولو په موخه د ناتړلتيا له نظريې څخه ګټه پورته کوي. MWI له نورو تاريخونو يا نړيو سره د رښتينو په توګه ځکه چلند کوي، چې دا سپړنه د نړيوالې څپې دنده د بنسټيزې فزيکي هستۍ یا معادلې په توګه په پام کې نيسي. له بله پلوه ناتړلې تاريخونه د رښتيني اوسېدلو لپاره يوازې يو له تاريخونو (نړيو) ته اړتيا لري. [۱۷]

د وييلر “Wheeler”، ايويريټ “Everett” او ديوچ “Deutsch” په ګډون ډېری ليکوالان څو ګونې نړۍ يوازې د يوې ژباړنې يا سپړنې په پرتله نظريه يا له نظريې پورته بولي. ايوريټ استدلال وکړ، چې «دا د کوانټم ميخانيک او د نړۍ د ښکاره کېدنې د دواړو منځپانګو د تشرېح کولو اړوند بشپړه لاره ده». “Deutsch” دا نظريه رد کړه، چې څو ګونې نړۍ يوه «سپړنه» ده او ويې ويل چې دې ته د سپړنې ويل داسې دي، «لکه د فوسيلي اسنادو د يوې «سپړنې» په توګه د ډيناسور په اړه خبرې کول». [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

جوړښت سمول

ايوريټ د خپل ۱۹۵۷ ز کال د دوکتورا په مقاله کې وړانديز وکړ، چې د ګوښه شويو کوانتم سيستمونو د شننې لپاره پر باندنۍ کتنې باندې د تکيه کولو په پرتله یو څوک کولی شي په ریاضيکي ډول یو جسم او همدارنګه د پاول ډايراک “Paul Dirac” جان اون نيومېن “John von Neumann” او نورو له لورې د رامنځته شوي رياضيکي چوکاټ په دننه کې د سوچه فزیکي سيستمونو په توګه د هغه څارونکي موډل کړي، چې ټول په ګډه د څپې د دندې د له مينځه تللو ځانګړی مېکانېزم له کاره غورځوی. [۲۲][۲۳]

نسبي حالت سمول

د ايوريټ اصلي کار د نسبي يا نږدې حالت مفهوم وړاندې کړ. دوه يا زيات څېرمه يا فرعي سيستمونه له يو عمومي تعامل څخه وروسته يو له بل سره نغښتل کېږي. نوموړي يادونه وکړه چې دا ډول سره نغښتل يا تاو شوي سيستمونه د حالتونو د تولیداتو د مجموعې په توګه څرګندېدلی شي، چې دوه يا زیات څېرمه سيستمونه په کې يو له بل سره په نسبي حالت کې دي. له اندازه کوونې يا کتنې څخه وروسته یوه جوړه یا (درې ګونې) اندازه شوی څيز يا کتل شوی سيستم دی او بل غړی يې د اندازه کولو وسيله ده، چې (ښايي يو څارونکی يا “observer” ولري، چې د اندازه شوي سيستم حالت يې ثبتوه).

د “Schrodinder’s cat” په بېلګه کې وروسته له هغې چې پېټۍ يا بکس خلاصېږي، تړل شوی سيستم پيشو، زهري بوتلګی او څارونکی دی. د حالتونو يو نسبي درې ګونی ښايي ژوندۍ پيشو، نامات شوی بوتلګی او هغه څارونکی وي، چې ژوندۍ پيشو ويني. د حالتونو يو بل نسبي درې ګونی ښايي مړه پيشو، مات شوی بوتلګی او هغه څارونکی وي، چې مړه پيشو ويني.

د اندازه کوونې يا کتنې بهير ياد سيستم په نسبي حالتونو باندې وېشې، چې د نسبي حالتونو هره ټولګه چې د نړيوالې څپې دندې يوه څانګه جوړوي، په خپل ځان کې يو ثابت يا بدلون نه منونکی دی او ټولې راتلونکې اندازې به (د ګڼو څارونکو په ګډون) دا ثبات يا مقاومت تاييد کړي.

د څو ګونو نړيو سپړنه د ډيويټ له لورې د ايويريټ د سپړنې نامتو کول دي. نوموړی د څارونکي او جسم يو ګډ سيستم ته اشاره کړې وه، چې د يوې کتنې په واسطه وېشل شوی و او هره بېله شوې برخه د يو کتونکي د بېلابېلو يا ګڼو شونو وتنيو سره سمون لري. دا ټوټه کېدنې يا وېشونه يوه څانګه لرونکې ونه رامنځته کوي. ډيويټ په پای کې د یو کتونکي د بشپړې اندازې تاريخ د تشرېح کولو په موخه د «نړۍ» اصطلاح راوپېژندله، چې د هغې ونې له يوې مفردې څانګې سره سمون کوي، چې يو ثابت تاريخ دی. د هرې څانګې په اړه ټولې کتنې يو له بل سره ثابتې دي. [۲۴][۲۵]

د څو ګونو نړیو د سپړنې له مخې د “Schrodinger” معادله يا نسبيتي پرتليز ورته والی هر وخت هر چېرته ساتل کېږي. يوه کتنه يا اندازه پر ټول سيستم باندې د څپې مساوات د پلې کولو په واسطه موډل کېږي، چې کتونکی او جسم رانغاړي. يوه پايله دا ده، چې د هرې کتنې په اړه فکر کېدلی شي، چې د ګډ څارونکي او جسم د څپې دنده اړ کوي، چې د دوه يا زياتو نه تعامل کوونکو څانګو د کوانټم پورتني حالت کې بدلون راولي يا يې پر ډېرو «نړيو» باندې ووېشي. دا چې زياتې کتنې ته ورته پېښې پېښې شوي دي او په ثابت ډول پېښېږي، نو د په ورته وخت کې د شته حالتونو يوه لويه او مخ پر وده ګڼه يا شمېر شته.

سرچينې سمول

  1. Everett, Hugh; Wheeler, J. A.; DeWitt, B. S.; Cooper, L. N.; Van Vechten, D.; Graham, N. (1973). DeWitt, Bryce; Graham, R. Neill (المحررون). The Many-Worlds Interpretation of Quantum Mechanics. Princeton, NJ: Princeton University Press. د کتاب پاڼې v. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-691-08131-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Tegmark, Max (1998). "The Interpretation of Quantum Mechanics: Many Worlds or Many Words?". Fortschritte der Physik. 46 (6–8): 855–862. arXiv:quant-ph/9709032. Bibcode:1998ForPh..46..855T. doi:10.1002/(SICI)1521-3978(199811)46:6/8<855::AID-PROP855>3.0.CO;2-Q. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hugh Everett Theory of the Universal Wavefunction, Thesis, Princeton University, (1956, 1973), pp 1–140
  4. Everett, Hugh (1957). "Relative State Formulation of Quantum Mechanics". Reviews of Modern Physics. 29 (3): 454–462. Bibcode:1957RvMP...29..454E. doi:10.1103/RevModPhys.29.454. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Bryce S. DeWitt (1970). "Quantum mechanics and reality". Physics Today. 23 (9): 30–35. Bibcode:1970PhT....23i..30D. doi:10.1063/1.3022331. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) See also Leslie E. Ballentine; Philip Pearle; Evan Harris Walker; Mendel Sachs; Toyoki Koga; Joseph Gerver; Bryce DeWitt (1971). "Quantum‐mechanics debate". Physics Today. 24 (4): 36–44. Bibcode:1971PhT....24d..36.. doi:10.1063/1.3022676. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Cecile M. DeWitt, John A. Wheeler eds, The Everett–Wheeler Interpretation of Quantum Mechanics, Battelle Rencontres: 1967 Lectures in Mathematics and Physics (1968)
  7. Bryce Seligman DeWitt, The Many-Universes Interpretation of Quantum Mechanics, Proceedings of the International School of Physics "Enrico Fermi" Course IL: Foundations of Quantum Mechanics, Academic Press (1972)
  8. H. Dieter Zeh, On the Interpretation of Measurement in Quantum Theory, Foundations of Physics, vol. 1, pp. 69–76, (1970).
  9. Wojciech Hubert Zurek, Decoherence and the transition from quantum to classical, Physics Today, vol. 44, issue 10, pp. 36–44, (1991).
  10. Wojciech Hubert Zurek, Decoherence, einselection, and the quantum origins of the classical, Reviews of Modern Physics, 75, pp 715–775, (2003)
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Osnaghi, Stefano; Freitas, Fabio; Olival Freire, Jr (2009). "The Origin of the Everettian Heresy". Studies in History and Philosophy of Modern Physics. 40 (2): 97–123. Bibcode:2009SHPMP..40...97O. CiteSeerX = 10.1.1.397.3933 10.1.1.397.3933. doi:10.1016/j.shpsb.2008.10.002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Wallace, David (2012). The Emergent Multiverse: Quantum Theory According to the Everett Interpretation. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-954696-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. David Wallace (2010). "Decoherence and Ontology, or: How I Learned To Stop Worrying And Love FAPP". In S. Saunders; J. Barrett; A. Kent; D. Wallace (المحررون). Many Worlds? Everett, Quantum Theory and Reality. Oxford University Press. arXiv:1111.2189. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. David Wallace (2010). "Decoherence and Ontology, or: How I Learned To Stop Worrying And Love FAPP". In S. Saunders; J. Barrett; A. Kent; D. Wallace (المحررون). Many Worlds? Everett, Quantum Theory and Reality. Oxford University Press. arXiv:1111.2189. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Saunders, Simon (2010). "Many Worlds? An Introduction". In S. Saunders; J. Barrett; A. Kent; D. Wallace (المحررون). Many Worlds? Everett, Quantum Theory and Reality (PDF). Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Zurek, Wojciech (March 2009). "Quantum Darwinism". Nature Physics. 5 (3): 181–188. arXiv:0903.5082. Bibcode:2009NatPh...5..181Z. doi:10.1038/nphys1202. S2CID 119205282. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Saunders, Simon (2010). "Many Worlds? An Introduction". In S. Saunders; J. Barrett; A. Kent; D. Wallace (المحررون). Many Worlds? Everett, Quantum Theory and Reality (PDF). Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Osnaghi, Stefano; Freitas, Fabio; Olival Freire, Jr (2009). "The Origin of the Everettian Heresy". Studies in History and Philosophy of Modern Physics. 40 (2): 97–123. Bibcode:2009SHPMP..40...97O. CiteSeerX = 10.1.1.397.3933 10.1.1.397.3933. doi:10.1016/j.shpsb.2008.10.002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Brian Skyrms (1976). "Possible Worlds, Physics and Metaphysics". Philosophical Studies. 30 (5): 323–332. doi:10.1007/BF00357930. S2CID 170852547. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Letter from Everett to David Raub, 1980-04-07, UCI. Accessed 12 April 2020.
  21. Peter Byrne (2010). The Many Worlds of Hugh Everett III: Multiple Universes, Mutual Assured Destruction, and the Meltdown of a Nuclear Family. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-955227-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Hugh Everett Theory of the Universal Wavefunction, Thesis, Princeton University, (1956, 1973), pp 1–140
  23. Everett, Hugh; Wheeler, J. A.; DeWitt, B. S.; Cooper, L. N.; Van Vechten, D.; Graham, N. (1973). DeWitt, Bryce; Graham, R. Neill (المحررون). The Many-Worlds Interpretation of Quantum Mechanics. Princeton, NJ: Princeton University Press. د کتاب پاڼې v. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-691-08131-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Hugh Everett Theory of the Universal Wavefunction, Thesis, Princeton University, (1956, 1973), pp 1–140
  25. Everett, Hugh; Wheeler, J. A.; DeWitt, B. S.; Cooper, L. N.; Van Vechten, D.; Graham, N. (1973). DeWitt, Bryce; Graham, R. Neill (المحررون). The Many-Worlds Interpretation of Quantum Mechanics. Princeton, NJ: Princeton University Press. د کتاب پاڼې v. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-691-08131-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)