د نږدې والي تکامل

د نږدې والي تکامل د وخت په اوږدو کې د بېلابېلو دورو یا عصرونو په ډولونو کې د ورته ځانګړتیاوو خپلواک تکامل دی. د نږدې والي تکامل داسې طبیعي جوړښتونه رامنځته کوي چې ورته فعالیت لري، خو د دغو ډلو په وروستیومشترکواجدادو کې نشته دی. د ورته پدیدې لپاره کلاډیسټیک (ډلبندي) اصطلاح هوموپلاسي ده. د الوتنې تکراري تکامل یوه کلاسیکه بېلګه ده، لکه څنګه چې الوتونکي حشرات، مرغۍ، پیتراسور او د ماښام شوپرکونه په خپلواکه توګه د الوتنې ګټور ظرفیت ته وده او بدلون ورکوي. په فعاله توګه ورته ځانګړتیاوې چې د نږدې والي تکامل له لارې راپورته شوې دي، مشابه او ورته دي، په داسې حال کې چې مشابه جوړښتونه او ځانګړتیاوې یو عام اصل لري، خو کېدلای شي بېلابېلې او متفاوتې دندې ولري. مرغان، د ماښامي شوپرک او پېتراسور وزرونه طبیعي جوړښتونه لري، خو د دوی مخکینۍ برخې سره ورته دي چې د بېلابېلو کارونو په ترسره کولو سربېره، اجدادي حالت لري.

د نږدې والي تکامل متضاد توپیر لرونکی تکامل دی چې په هغه کې اړوند ډولونه بېلابېلې ځانګړتیاوې رامنځته کوي. متمایل تکامل موازي تکامل سره ورته دی کوم چې هغه وخت پېښېږي چې دوه خپلواک ډولونه په ورته مسیر وده وکړي او له همدې کبله په خپلواکه توګه ورته ځانګړتیاوې خپلې کړي. د بېلګې په توګه: ګلایډینګ چونګښې د څو ډوله ونو چونګښو څخه په موازي ډول وده او بدلون کړی دی.

د نږدې والي تکامل ډېری نمونې، په نباتاتو کې پېژندل شوې، د هغوی له ډلې  د C4 فوتوسنتیزیس د بهیر مکرره پراختیا، د  د تخمونو وېش په ګډون داسې غوښنو مېوو له خوا، چې له څارویو او غوښه خوړونکو څارویو سره سمون لري.  

لنډه کتنه سمول

په مورفولوژي کې، ورته ځانګړتیاوې هغه وخت را څرګندېږي، کله چې بېلابېل ډولونه په ورته طریقو (ورته چاپېریال کې) ژوند کوي او له همدې امله ورته چاپېریالي عواملو سره مخامخ کېږي. د ورته ایکولوژیکي ځایونواو دندو (یعني د ژوند یوه ځانګړې لاره) د اشغال پرمهال ورته ستونزې، د ورته حل لارو لامل کېدلای شي. بریتانوي اناټومِیست رِچرډ اوون لومړی کس و چې، د انالوژي او هومولوژي ترمنځ یې بنسټیز توپیرونه په نښه کړل.[۱][۲][۳][۴]

په بیوشیمي کې پرميکانیزمونو فزیکي او کیمیاوي محدودیتونه د دې لامل شوي، څو د کتلاک درې ګونو په څېر د فعال ځای ځینې ترتیبات، د سترې کورني په جلا جلا انزایمونو کې، په خپلواکه توګه وده وکړي.[۵]

په ۱۹۸۹ ز کال کې، سټیفن جی ګولډ په خپل کتاب "ښکلی ژوند" کې داسې استدلال وکړ چې:  که چېرته یو څوک وکولای شي، چې "د خپل ژوند فیته بېرته شاته وګرځوي او له ورته حالاتو سره یو ځل بیا مخامخ شي، نو تکامل کولای شي، یو بل جلا مسیر خپل کړي." سایمن کونوی موریس دا پایله ردوي او استدلال کوي: نږدې والی په تکامل کې یو غالب ځواک دی او د دې په پام کې نیولو سره چې ورته چاپېریال او فزیکي خنډونه په کار کې دي، ژوند به د بدن "غوره" پلان ته وده ورکړي او په ځینو ځایونو کې تکامل، باید په ځیرکتیا تېروتنه وکړي چې دا یوه داسې ځانګړنه ده، چې اوسمهال لږ تر لږه د غولانځولرونکو ژوو، د کارغانو کورنۍ الوتونکو او د اوبو تی لرونکو ژوو سره پېژندل کېږي.[۶][۷]

توپیرونه سمول

ډلبندي سمول

په ډلبندۍ کې، هوموپلاسي هغه ځانګړتیا ده چې په دوه یا ډېر ټیکاو سره، د بل کوم دلیل لپاره شریک شوي، پرته له دې چې دوی یو ګډ نسب لري. هغه ټیکاو چې نسب شریکوي، د ورته کورنۍ برخه ده؛ ډلبندي هڅه کوي ، څو د خپل فیلوژني د تشرېح کولو په موخه د دوی د تړاو درجې سره سم دوی سره تنظیم کړي. له همدې کبله، د ډلبندۍ له نظره د نږدې والي له امله رامنځته شوې هوموپلاستیکيځانګړنې داسې ګډوډوونکي عوامل دي چې په ناسمې شننې تمامېدلای شي.[۸][۹][۱۰][۱۱]

اتاویزم سمول

په ځینو حالاتو کې، دا ویل ستونزمن دي چې ایا یوه ځانګړتیا له منځه تللې ده او بیا یې په متقابل کې ډول وده کړې ده، یا ایا یو جین یوازې بند شوی دی او وروسته بیا فعال شوی دی. دا ډول څرګنده شوې ځانګړتیا د اتاویزم په نوم یادېږي. د ریاضیاتو له نظره، یو ناکارول شوی جین (په ټاکنیزه توګه بې پرې) د وخت په تېرېدلو سره د احتمالي فعالیت د ساتلو احتمال په ثابت ډول راکمېږي.[۱۲]

د موازي په پرتله د نږدیوالي تکامل سمول

کله چې دوه ډولونه په یوه ځانګړي شخصیت کې سره ورته وي، نو تکامل هغه وخت د موازي په توګه تعریف کېږي. کله چې یې اجداد او پلرونه هم ورته وي او هغه وخت، د نږدې والي تکامل ګڼل کېږي چې له دوی سره ورته او نږدې نه وي. ځینې ساینس پوهان استدلال کوي چې د موازي او نږدې والي تکامل ترمنځ دوام شته دی، په داسې حال کې چې نور بیا یادونه کوي چې، په ځینو زیاتونو سربېره، د دې دواړو ترمنځ بیا هم مهم توپیرونه شته دي.[۱۳][۱۴][۱۵]

کله چې د میراثي(اصلي بڼې) نام  ناڅرګندې وي یا د پام وړ ځانګړتیاو لړۍ په روښانه توګه مشخصه نه وي، نو د موازي او نږدیوالي تکامل ترمنځ توپیر ډېر موضوعي ګرځي. د بېلګې په توګه: د ورته پلاسنتي او مرسوپیال بڼو په زړه پورې بېلګه د د رِچرډ ډاکینز له خوا د "ړوند ساعت جوړوونکي" په نوم کتاب کې د نږدیوالي تکامل د یوې قضیې په توګه تشرېح شوې ده، ځکه چې په هره وچه کې تی لرونکي ژوو، د ډیناسورونو د له منځه تللو څخه وړاندې اوږد تکاملي تاریخ درلود، څو د هغه تر چتر لاندې اړوند توپیرونه راټول کړي.[۱۶]

په مالیکولي کچه سمول

پروټینونه سمول

د پروتیزونو انزایمولوژي، د نږدی والي تکامل ځینې روښانه بېلګې وړاندې کوي. دا بېلګې په انزایمونو کې داخلي کیمیاوي محدودیتونه منعکسوي او دا کار د تکامل لامل کېږي، څو په خپلواکه او مکرره توګه په مساوي حل لارو کې سره یوځای شي. [۱۷]

سیرین او سیستین پروتیز د نیوکلیوفیل په توګه د امینو اسید بېلابېل فعال ګروپونه (الکول یا تیول) کاروي. د دغه نیوکلیوفیل د فعالولو په موخه، دوی په کتلاک درې ګونو کې یو تیزابي او بنسټیز پاتې شونی تنظیموي. د انزایمونو په کتالیز کې کیمیاوي او فزیکي محدودیتونه د دې لامل شوي، څو ورته( مشابه) درې ګونو ترتیباتو ته د انزایمونو په بېلابېل سترو کورنیو کې، له ۲۰ ځله څخه زیات په خپلواکه توګه وده وکړي.[۱۸]

تریونین پروتیزونه، د خپلو کتلاک نیوکلیوفیل په توګه، د امینو اسید تریونین څخه ګټه پورته کوي. د سیستین او سیرین برعکس، تریونین یو ثانوي الکول دی (لکه د میتایل ګروپ لري). د تریونین میتایل ګروپ د درې ګونو او سبسټریټ احتمالي اړخونه ډېر محدودوي، ځکه چې میتایل د انزایم د ملا هډوکي یا د هسټیډین بنسټ سره ټکر کوي. په پایله کې، ډېری تریونین پروتیزونه، د دې ډول فضایي نښتو څخه د مخنیوي لپاره د N-terminal تریونین کاروي. د بېلابېلو پروټین پوښونو درلودونکي د انزایمونو څو خپلواکو سترو تکاملي کورنیو د نیوکلیوفیل په توګه د N-terminal پاتې شونو څخه ګټه پورته کوي. د فعال ځای مشترکیت خو د پروتین د پوښ توپیر په ګوته کوي چې په دغو کورنیو کې فعال سایټ په متقابل ډول وده کړې ده.

مخروط بڼه لرونکی حلزون او د کب انسولین سمول

کونس جغرافیه (Conus geopraphus) د انسولین یوه داسې ځانګړې بڼه تولیدوي چې خورا ورته نرم بدن لرونکي ژوو څخه د ترلاسه کېدونکي انسولین په پرتله، د کب انسولین پروټین ترتیبونو سره ډېر ورته دی او د نږدې والي تکامل وړاندیز کوي.[۱۹]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Kirk, John Thomas Osmond (2007). Science & Certainty. Csiro Publishing. د کتاب پاڼې 79. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-643-09391-1. مؤرشف من الأصل في ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۱۷. evolutionary convergence, which, quoting .. Simon Conway Morris .. is the 'recurring tendency of biological organization to arrive at the same "solution" to a particular "need". .. the 'Tasmanian tiger' .. looked and behaved like a wolf and occupied a similar ecological niche, but was in fact a marsupial not a placental mammal. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Reece, J.; Meyers, N.; Urry, L.; Cain, M.; Wasserman, S.; Minorsky, P.; Jackson, R.; Cooke, B. (2011-09-05). Cambell Biology, 9th Edition. Pearson. د کتاب پاڼې 586. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4425-3176-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Homologies and analogies". University of California Berkeley. مؤرشف من الأصل في ۱۹ نومبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Thunstad, Erik (2009). Darwins teori, evolusjon gjennom 400 år (په ناروېجي ژبه کي). Oslo, Norway: Humanist forlag. د کتاب پاڼې 404. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-82-92622-53-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Buller, A. R.; Townsend, C. A. (19 Feb 2013). "Intrinsic evolutionary constraints on protease structure, enzyme acylation, and the identity of the catalytic triad". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 110 (8): E653–61. Bibcode:2013PNAS..110E.653B. doi:10.1073/pnas.1221050110. PMC 3581919. PMID 23382230. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Gould, S.J. (1989). Wonderful Life: The Burgess Shale and the Nature of History. W.W. Norton. د کتاب پاڼي 282–285. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-09-174271-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Conway Morris, Simon (2005). Life's solution: inevitable humans in a lonely universe. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 164, 167, 170 and 235. doi:10.2277/0521827043. OCLC 156902715. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-60325-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Chirat, R.; Moulton, D. E.; Goriely, A. (2013). "Mechanical basis of morphogenesis and convergent evolution of spiny seashells". Proceedings of the National Academy of Sciences. 110 (15): 6015–6020. Bibcode:2013PNAS..110.6015C. doi:10.1073/pnas.1220443110. PMC 3625336. PMID 23530223. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Lomolino, M; Riddle, B; Whittaker, R; Brown, J (2010). Biogeography, Fourth Edition. Sinauer Associates. د کتاب پاڼې 426. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87893-494-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. West-Eberhard, Mary Jane (2003). Developmental Plasticity and Evolution. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 353–376. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-512235-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Sanderson, Michael J.; Hufford, Larry (1996). Homoplasy: The Recurrence of Similarity in Evolution. Academic Press. د کتاب پاڼي 330, and passim. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-08-053411-4. مؤرشف من الأصل في ۱۴ فبروري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Collin, R.; Cipriani, R. (2003). "Dollo's law and the re-evolution of shell coiling". Proceedings of the Royal Society B. 270 (1533): 2551–2555. doi:10.1098/rspb.2003.2517. PMC 1691546. PMID 14728776. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Arendt, J; Reznick, D (January 2008). "Convergence and parallelism reconsidered: what have we learned about the genetics of adaptation?". Trends in Ecology & Evolution. 23 (1): 26–32. doi:10.1016/j.tree.2007.09.011. PMID 18022278. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Pearce, T. (10 November 2011). "Convergence and Parallelism in Evolution: A Neo-Gouldian Account". The British Journal for the Philosophy of Science. 63 (2): 429–448. doi:10.1093/bjps/axr046. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Zhang, J.; Kumar, S. (1997). "Detection of convergent and parallel evolution at the amino acid sequence level". Mol. Biol. Evol. 14 (5): 527–36. doi:10.1093/oxfordjournals.molbev.a025789. PMID 9159930. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Dawkins, Richard (1986). The Blind Watchmaker. W. W. Norton. د کتاب پاڼي 100–106. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-31570-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Dodson, G.; Wlodawer, A. (September 1998). "Catalytic triads and their relatives". Trends in Biochemical Sciences. 23 (9): 347–52. doi:10.1016/S0968-0004(98)01254-7. PMID 9787641. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Ekici, O. D.; Paetzel, M.; Dalbey, R. E. (December 2008). "Unconventional serine proteases: variations on the catalytic Ser/His/Asp triad configuration". Protein Science. 17 (12): 2023–37. doi:10.1110/ps.035436.108. PMC 2590910. PMID 18824507. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Safavi-Hemami, Helena; Gajewiak, Joanna; Karanth, Santhosh; Robinson, Samuel D.; Ueberheide, Beatrix; Douglass, Adam D.; Schlegel, Amnon; Imperial, Julita S.; Watkins, Maren; Bandyopadhyay, Pradip K.; Yandell, Mark; Li, Qing; Purcell, Anthony W.; Norton, Raymond S.; Ellgaard, Lars; Olivera, Baldomero M. (10 February 2015). "Specialized insulin is used for chemical warfare by fish-hunting cone snails". Proceedings of the National Academy of Sciences. 112 (6): 1743–1748. Bibcode:2015PNAS..112.1743S. doi:10.1073/pnas.1423857112. PMC 4330763. PMID 25605914. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)