د ميکروبونو ضد مقاومت

د میکروبونو ضد مقاومت (AMR) هغه مهال منځ ته راځي، کله چې جراثيم داسې جوړښت منځ ته راوړي چې د ميکروبونو ضد له اغېزو يې ساتي. انتي بيتيک مقاومت د AMR یوه فرعي څانګه ده او په ځانګړي ډول په هغو باکترياوو عملي کېږي چې د انتی بيتیک سره مقاومت کوونکې ګرځي.[۱][۲]

هر کال د AMR له امله منځ ته راغلې ناروغۍ د ميليونونه مرګونو لامل ګرځي. د هغو ناروغيو درملنه زیاته ستونزمنه ده چې لامل يې له ميکروبونو سره مقاومت وي، په زياته اندازه د ميکروبونو ضد درملو یا يې بديلو درملو ته اړتيا لري چې شونې ده دا درمل زیات زهرجن وي. دا لارې چارې ډېرې ګران بيه هم وي. د ميکروبونو هغه مقاومت چې له ګڼو ميکروب ضد سره مقاومت کوي د ګڼ درمليز مقاوم (MDR) په نوم يادېږي.

د ميکروبونو ټول ډولونه مقاومت تر لاسه کولای شي. فنګي (چڼاسکي) د فونګي په وړاندې مقاومت پيدا کولای شي. وايرس د وايرس ضدمقاومت لاسته راوړلای شي. پروټوزو د پروټو ضد مقاومت ترلاسه کولای شي او باکتريا انتي بيتيک مقاومت تر لاسه کولای شي. هغه باکتريا چې تر ډېره بريده د درملو په وړاندي مقاومت کوي (XDR)، ياپه ټوله معنا د درملو ضد دي (TDR)، کله کله «سوپربګ» (غېر عادي جراثيم) بلل کېږي. شونې ده چې په باکترياوو کې د جنيتيکي بدلون له امله منځ ته راشي، يا په دې ډول چې يوه نوعه له بلې څخه مقاومت تر لاسه کړي. د بې ترتيبه بدلونونو له امله تصادفي مقاومت څرګندېدای شي. په هر حال، داسې برېښي چې د اوږدې مودې لپاره د ميکروبونو ضد درملو څخه کار اخستل، د بدلونونو په غوراوي کې مرسته کوي، کوم چې د ميکروبونو ضد درمل بې اغېزې کوي.[۳][۴]

د انتی بيتيک د ناسم کارولو په مخنيوي کې يواځې د تجويز پر مهال د انتي بيتيک اخستل شامل دي، کوم چې د انتي بیتيک مقاومت منځ ته راوړلای شي. د انتي بيتيک نازکو لړيو ته د انتي بيتيک پر پراخو لړيو د شونتيا په حالت کې ترجيح ورکول کېږي، ځکه چې په اغېزناکې طريقې او سم ډول ځانګړو ژونديو موجوداتو په نښه کولو سره د مقاومت تر څنګ جانبي عوارض هم پېښېږي. د هغو خلکو سم پوهاوی اړين دی چې دا درمل په کور کې کاروي. روغتيايي کارکونکي کولای شي د لاسونو مينځلو په ګډون د سم پاکوالي او روغتيا ساتنې له لارې د ناروغانو تر منځ د عفونيت د مقاومت خپرېدل کم کړي او دوی بايد ناروغ، د هغه ليدونکي او د کورنۍ غړي دې چارې ته وهڅوي.[۵][۶][۷][۸][۹]

په انسانانو او ژويو کې د درملو مقاومت په عمومي توګه، د ميکروبونو ضد توکو په کارولو او د دواړو تر منځ د مقاومت د فشار په په پراخېدو سره زياتېږي. مخ پر وده مقاومت همدا راز د درمل جوړولو صنعت څخه په نامناسب ډول د معالجه شويو فاضله موادو د خوشې کولو سره هم اړيکه ورکړل شوې ده، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې، چېرې چې په ډېره اندازه درمل جوړېږي. انتي بيتيک باکترياوې په نفوس کې ټاکلي فشار زياتوي، د کمزورو باکترياوو د مړينې لامل ګرځي؛ دا چاره د مقاومو باکترياوو سلنه زياتوي، کوم چې په پرله پسې ډول وده کوي. ان د انتي بيتيک په ډېره کمه کچه کې، شونې ده چې مقاومو باکترياوو ته ګټه ورسوي او په دې ډول د کمزورو باکترياوو په نسبت چټکه وده وکړي. په داسې حال کې چې د انتي بيتيک په وړاندې مقاومت ډېر عام ګرځي، د بديلو درملنو لپاره اړتيا زياتېږي. د نويو انتي بيتيکو درملنو غوښتنه شوې ده، خو د نویو درملو جوړول کم شوي دي.[۱۰][۱۱][۱۲]

مخ په وده هېوادونو کې د انتي بیتيک درملو د نسخو او وېش له امله په نړيواله کچه د ميکروبونو ضد مقاومت مخ په زياتېدو دی. اټکل دا دی چې هر کال له ۷۰۰۰۰۰ څخه نيولې بيا تر څو ميلیونه پورې مړینې منځ ته راځي او دا په ټوله نړۍ کې د عامې روغتيا لپاره په يو ستر ګواښ بدل شوی دی. په متحده ايالاتو کې هر کال، لږ تر لږه ۲.۸ ميلیونه خلک په داسې باکتریاوو اخته کېږي، کومې چې د انتي بيتيک په وړاندې مقاومت کوي، لږ تر لږه ۳۵،۰۰۰ خلک مړه کيږي، د روغتياي پاملرنې په لګښتونو کې زياتوالی او د توليدي وړتياوو د کمۍ له امله  ۵۵ ميلیونه ډالر زيان رسېږي.د نړيوال روغتيايي سازمان (WHO) په وينا، شونې ده چې تر ۲۰۵۰ز کال پورې د مړينې کچه ۳۵۰ ميلیونه ته ورسېږي. د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ دا مهال به کلنۍ مړينه لس ميليونه کسان وي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د دې ګواښ سره د مقابلې لپاره په نړيواله کچه د ټوليزو اقداماتو عامې غوښتنې کېږي، په کومو کې چې د باکتریاوو ضد مقاومت په اړوند د نړيوالو تړونونو وړانديز شامل دی. په نړيواله کچه د انتي بیتيک (د جراثيم ضد/باکتريا ضد درمل) مقاومت په بشپړ ډول نه دی پېژندل شوی، خو هغه بې وزله هېوادونه چې روغتياي نظام يې کمزوری دی زيات اغېزمن شوي دي. د کوويډ-۱۹ وبا پر مهال، له دې امله چې ساينسپوهانو ډېره توجه د SARS-CoV-2 په اړوند څېړنو ته کړې وه، د ميکروب ضد مقاومت په وړاندې اقدامات سست شول.[۲۱][۲۲][۲۳]

پېژند سمول

د روغتيا نړیوال سازمان د ميکروبونو ضد مقاومت د باکتریا ضد درملو په وړاندې د کوچنیو ژونديو موجوداتو مقاومت بللی دی، کوم چې يو وخت د همدې کوچنيو موجوداتو په مټ د عفونیت د درملنې وړ و. يو تن د انتي بيتيک مقاوم نه شي ګرځېدای. مقاومت د ميکروب يوه ځانګړتيا ده، نه د يو شخص يا نورو ژونديو موجوداتو خاصيت، کوم چې له يو ميکروب څخه اغېزمن شوی وي.[۲۴][۲۵]

انتي بيتيک مقاومت د باکتريا ضد مقاومت يوه فرعي څانګه ده. په ډېر دقيق ډول مقاومت د «پييوجينيک» باکټريا سره اړه لري او بيا په دوو نورو فرعي څانګو وېشل شوی دی چې هغه مايکروبيالوژيکي او کلینيکي څانګې دي. په مايکروبيالوژيکي ډول د مقاومت اړيکه ډېره عامه ده چې د جينز، بدل شوي يا په وراثت سره منځ ته راغلي حالت څخه منځ ته راځي، کوم چې له باکتريا سره مرسته کوي چې له مشخصو انتي بيتوکونو سره اړوند جوړښتونو سره مقاومت وکړي. روغتيايي مقاومت د ډېرو درملنو لارو چارو د ناکامۍ په مټ ښودل کېږی، کله چې په عام ډول د درملنې په وړاندې حساسې باکترياوې له درملنې څخه له خوندي کېدو وروسته مقاومې ګرځي. د تر لاسه شوي مقاومت په دواړو حالتونو کې، باکتريا کولای شي د «کنجوجيشن»، لېږد يا بدلون په مټ د مقاومت لپاره جنيتيکي چټکونکی ولېږدوي. همدا چاره له مقاومت سره مرسته کوي چې په همدې يو «پيټيجن» (ناروغونکی يا د ناروغۍ پیدا کوونکی) يا په يو شان باکتريايي پيتيجن کې مقامت خپور کړي.[۲۶]

ټولکتنه سمول

د ۲۰۱۴ز کال د اپريل په مياشت کې د روغتيا نړيوال سازمان په خپور شوي راپور کې راغليدي:«دا جدي ګواښ اوس د راتلونکي لپاره وړاندوينه نه ده، اوس مهال د نړۍ په هره سيمه کې پېښېږی او د دې وړتيا لري چې په هر هېواد کې د هر عمر خلک او هر څوک اغېزمن کړي. د انتي بيتيک مقاومت – کله چې باکتريا بدليږي، نو بیا انتي بيتيک په هغو خلکو کې کار نه کوي، چاته چې د ناروغۍ د درملنې لپاره د دې اړتيا وي – اوس د عامې روغتيا لپاره يو ستر ګواښ دی».[۲۷]

په ۲۰۱۹ز کال کې د AMR له امله ۱.۲۷ ميلیونونه مړينې پېښې شوي. په همدې کال کې په پنځه ميليونه مړينو کې AMR برخه درلوده او د AMR له امله په مړو شويو هرو پنځو کسانو کې يو تن له پنځو کلونو څخه عمر لرونکی ماشوم دی.[۲۸]

په ۲۰۱۸ز کال کې، د روغتيا نړيوال سازمان انتي بيتيک مقاومت د نړيوالې روغتيا، خوراکي خونديتابه او ودې په وړاندې يو له سترو ګواښونو څخه شمېرلی دی. AMR ته منسوبې مړينې د سيمې په لحاظ توپير مومي:[۲۹]


ځای


په ۱۰۰،۰۰۹ مرګونو کې AMR ته منسوبې مړينې


شمالي افريقا او منځنی ختيځ


۱۱.۲


سويلي ختيځه او ختيځه اسيا، او اقيانوسيه


۱۱.۷


لاتيني امريکا او کارابين


۱۴.۴


مرکزي او ختيځه اروپا او مرکزي اسيا


۱۷.۶


سويلي اسيا


۲۱.۵


نيمه سهارايي افريقا


۲۳.۷

د ناروغیو د مخنيوي او کنترول لپاره اروپايي مرکز د محاسبې له مخې په ۲۰۱۵ز کال کې په اروپايي اتحادیه او اروپايي اقتصادي سيمو کې ۶۷۱۶۸۹ ناروغۍ د انتي بيتيک مقاومو باکترياوو له امله منځ ته راغلي دي چې له امله يې ۳۳۱۱۰ مړینې شوي. ډېرې د روغتيايي پاملرنې په مرکزونو کې پېښې شوي دي.[۳۰]

لاملونه سمول

په بنسټي ډول د ميکروبونو ضد مقاومت د ميکروبونو ضد درملو زياتې کارونې له امله منځ ته راغلی دی. له همدې امله یا خو ميکروبونه د هغو درملو په وړاندې دفاع تر لاسه کوي چې د دې د درملنې لپاره کارول کېږي، یا د ځانګړو ميکروبي انواعو له امله چې د ميکروبونو ضد په وړاندې طبيعي مقاومت لري، د هغو په پرتله زیات خپور شوی دی، کوم چې په اسانۍ سره د درملو په مټ له منځه وړل کېدای شي. په داسې حال کې چې د وخت په تېرېدو سره په طبيعي ډول د ميکروبونو ضد مقاومت پيدا کېږي، د ميکروبونو ضد عواملو کارول، د روغتيايي پاملرنې د صنعت په دننه او له هغې څخه دباندې په دواړه ډول جوړښتونو کې د ميکروبنو ضد مقاومت د ډېر تر ډېره عامېدلو لامل ګرځي.[۳۱][۳۲]

سرچينې سمول

  1. "Antimicrobial resistance Fact sheet N°194". who.int. April 2014. مؤرشف من الأصل في ۱۰ مارچ ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Antimicrobial resistance Fact sheet N°194". who.int. April 2014. مؤرشف من الأصل في ۱۰ مارچ ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. A.-P. Magiorakos, A. Srinivasan, R. B. Carey, Y. Carmeli, M. E. Falagas, C. G. Giske, S. Harbarth, J. F. Hinndler et al. Multidrug-resistant, extensively drug-resistant and pandrug-resistant bacteria.... Clinical Microbiology and Infection, Vol 8, Iss. 3 first published 27 July 2011 [via Wiley Online Library]. Retrieved 28 August 2020
  4. "General Background: About Antibiotic Resistance". www.tufts.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "About Antimicrobial Resistance". www.cdc.gov. 10 September 2018. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Swedish work on containment of antibiotic resistance – Tools, methods and experiences (PDF). Stockholm: Public Health Agency of Sweden. 2014. د کتاب پاڼي 16–17, 121–128. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-91-7603-011-0. مؤرشف (PDF) من الأصل في 23 جولای 2015. د لاسرسي‌نېټه 23 جولای 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Duration of antibiotic therapy and resistance". NPS Medicinewise. National Prescribing Service Limited trading, Australia. 13 جون 2013. د اصلي آرشيف څخه پر 23 جولای 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه 22 جولای 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Gerber JS, Ross RK, Bryan M, Localio AR, Szymczak JE, Wasserman R, et al. (December 2017). "Association of Broad- vs Narrow-Spectrum Antibiotics With Treatment Failure, Adverse Events, and Quality of Life in Children With Acute Respiratory Tract Infections". JAMA. 318 (23): 2325–2336. doi:10.1001/jama.2017.18715. PMC 5820700. PMID 29260224. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "CDC Features – Mission Critical: Preventing Antibiotic Resistance". www.cdc.gov. 4 April 2018. مؤرشف من الأصل في ۰۸ نومبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Changing Markets (February 2016). "Impacts of Pharmaceutical Pollution on Communities and Environment in India" (PDF). Nordea. Nordea. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۰ مې ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Gullberg E, Cao S, Berg OG, Ilbäck C, Sandegren L, Hughes D, Andersson DI (July 2011). "Selection of resistant bacteria at very low antibiotic concentrations". PLOS Pathogens. 7 (7): e1002158. doi:10.1371/journal.ppat.1002158. PMC 3141051. PMID 21811410. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Cassir N, Rolain JM, Brouqui P (2014). "A new strategy to fight antimicrobial resistance: the revival of old antibiotics". Frontiers in Microbiology. 5: 551. doi:10.3389/fmicb.2014.00551. PMC 4202707. PMID 25368610. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 26 March 2018 باندې). Calls to rein in antibiotic use after study shows 65% increase worldwide.
  14. Dramé O, Leclair D, Parmley EJ, Deckert A, Ouattara B, Daignault D, Ravel A (August 2020). "Antimicrobial Resistance of Campylobacter in Broiler Chicken Along the Food Chain in Canada". Foodborne Pathogens and Disease. 17 (8): 512–520. doi:10.1089/fpd.2019.2752. PMC 7415884. PMID 32130036. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. WHO (April 2014). "Antimicrobial resistance: global report on surveillance 2014". WHO. WHO. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ مې ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. O'Neill J (May 2016). "Tackling drug-resistant infections globally: final report and recommendations" (PDF). amr-review.org/. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۴ نومبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Dadgostar P (2019-12-20). "Antimicrobial Resistance: Implications and Costs". Infection and Drug Resistance (په انګرېزي ژبه کي). 12: 3903–3910. doi:10.2147/IDR.S234610. PMC 6929930. PMID 31908502. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  18. "The biggest antibiotic-resistant threats in the U.S." Centers for Disease Control and Prevention (په انګلیسي ژبه کي). 6 November 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 2020-09-10 باندې). 'Superbugs' a far greater risk than Covid in Pacific, scientist warns. The Guardian.
  20. Samuel S (2019-05-07). "Our antibiotics are becoming useless". Vox (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Kwon JH, Powderly WG (July 30, 2021). "The post-antibiotic era is here". Science. American Association for the Advancement of Science. 373 (6554): 471. Bibcode:2021Sci...373..471K. doi:10.1126/science.abl5997. PMID 34326211 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 236501941 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Rodríguez-Baño J, Rossolini GM, Schultsz C, Tacconelli E, Murthy S, Ohmagari N, et al. (March 2021). "Key considerations on the potential impacts of the COVID-19 pandemic on antimicrobial resistance research and surveillance". Trans R Soc Trop Med Hyg. 115 (10): 1122–1129. doi:10.1093/trstmh/trab048. PMC 8083707 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 33772597 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Hoffman SJ, Outterson K, Røttingen JA, Cars O, Clift C, Rizvi Z, et al. (February 2015). "An international legal framework to address antimicrobial resistance". Bulletin of the World Health Organization. 93 (2): 66. doi:10.2471/BLT.15.152710. PMC 4339972. PMID 25883395. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "CDC: Get Smart: Know When Antibiotics Work". Cdc.gov. 29 May 2018. مؤرشف من الأصل في ۲۹ اپرېل ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Antimicrobial resistance Fact sheet N°194". who.int. April 2014. مؤرشف من الأصل في ۱۰ مارچ ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. MacGowan A, Macnaughton E (1 October 2017). "Antibiotic resistance". Medicine. 45 (10): 622–628. doi:10.1016/j.mpmed.2017.07.006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "WHO's first global report on antibiotic resistance reveals serious, worldwide threat to public health" Archived 2 May 2014 at the Wayback Machine. Retrieved 2 May 2014
  28. Murray, Christopher JL; Ikuta, Kevin Shunji; Sharara, Fablina; Swetschinski, Lucien; Aguilar, Gisela Robles; Gray, Authia; Han, Chieh; Bisignano, Catherine; Rao, Puja; Wool, Eve; Johnson, Sarah C. (2022-01-19). "Global burden of bacterial antimicrobial resistance in 2019: a systematic analysis". The Lancet (په انګرېزي ژبه کي). doi:10.1016/S0140-6736(21)02724-0. ISSN 0140-6736. PMID 35065702 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 246077406 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  29. "Antibiotic resistance". www.who.int (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 7 November 2018 باندې). Antibiotic-resistant bacteria responsible for over 33,000 deaths in Europe in 2015, study finds. Pharmaceutical Journal
  31. Holmes AH, Moore LS, Sundsfjord A, Steinbakk M, Regmi S, Karkey A, et al. (January 2016). "Understanding the mechanisms and drivers of antimicrobial resistance". Lancet. 387 (10014): 176–87. doi:10.1016/S0140-6736(15)00473-0. hdl:10044/1/32225. PMID 26603922. S2CID 1944665. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Antimicrobial Resistance " Cambridge Medicine Journal" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]