د متحدې پاچاهۍ شهزادګۍ آلیس

د متحدې پاچاهۍ (بریتانیا) شهزادګۍ آلیس (آلیس موډ مری؛ زوکړه: د ۱۸۴۳ زکال د اپرېل ۲۵ مه – مړینه: د ۱۸۷۸ زکال د ډسمبر ۱۴ مه) د ۱۸۷۷ زکال د جون له ۱۳ مې نېټې څخه په ۱۸۷۸ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د لوی دوک څلورم لوئیس د مېرمنې په توګه د راین له خوا د هسن لومړۍ مېرمن (دوشس) وه. هغه د بریتانیا د ملکې ویکټوریا او د ساکس – کوبرګ او ګوتا د شهزاده البرت دریم اولاد او دویمه لور وه. آلیس د ملکې ویکټوریا له ۹ اولادونو لومړۍ وه چې مړه شوه؛ او همدارنګه د ملکې له هغو دریو اولادونو څخه وه چې په ۱۹۰۱ زکال کې د ملکې له مړینې وړاندې مړه شوي و. نوموړې په ۱۸۶۱ زکال د خپل ملار له مړینې وروسته ویرجن ژوند درلود.

آلیس ماشومتوب له خپل مور او پلار او خویندو او وروڼو سره تېر کړ او د بریتانیا سلطنتي استوګن ځایونو ته یې سفر کاوه. د هغې د روزنیزو چارو طراحي د شاهزاده البرت نږدې ملګري او د سټاکمار بارون فردریش کریسټین کړې وه چې په روزنیزو چارو کې یې د ستنې کارونه، په لرګیو کار او د فرانسوي او جرمني ژبو په څېر د نورو ژبو زده کول و. د ۱۸۶۱ زکال په سپټمبر میاشت کې هغه مهال چې پلار یې شدید ناروغ شو، آلیس یې د مړینې تر مهاله پالنه کړه. د هغه له مړینې وروسته ملکه ویکټوریا د ویر په شدیده دوره کې ښکېل شوه او آلیس هم شپږ میاشتې د خپلې مور غیررسمي منشي توب وکړ. د ۱۸۶۲ زکال د جولای په لومړۍ نېټه په داسې حال چې لا دربار د ویر په اوج کې و، آلیس له کوچني جرمني شاهزاده لویي هسن سره واده وکړ. دغه مراسم – چې په خصوصي او ویرجنه فضا کې په آزبورن ماڼۍ کې ترسره شول – د ملکې له خوا د یو واده پر ځای د جنازې د مراسمو په توګه توصیف شول. په دارمشتات کې د الیس ژوند د بېوزلۍ، کورنیو ستونزو او همدارنګه له مېړه او مور سره د اړیکو د خرابېدو له امله په ناخوښۍ تېرېده.

آلیس له نرسنګ په ځانګړې توګه د فلورانس نایټینګل له چارو سره لېوالتیا پیدا کړه. هغه مهال چې هسن د اتریش او پروس په جګړه کې ښکېل شو، دارمشتات له ټپیانو ډک شو. آلیس چې د امیدوارۍ په وروستیو میاشتو کې وه، خپل ډېر وخت یې د جګړې میدانونو ته نږدې د روغتیايي مرکزونو په جوړولو تېر کړ. د شهزادګۍ الیس د ښځو د بنسټ په نامه د هغې یو بنسټ ورځ تر بلې د دغه ایالت د ډېری پوځي روغتونونو مسئولیت پر غاړه اخیست. د دغو فعالیتونو له امله ملکې ویکټوریا د طبي چارو په ځانګړې توګه د نسایي ولادي په برخو کې د آلیس هڅو اندېښمنه کړه. په ۱۸۷۱ زکال کې نوموړې د آلیس کوچنۍ خور شاهزادۍ لوئیز ته چې نوی یې واده کړی و لیک ولېږه او په کې یې لیکلي و: «اجازه مه ورکوۍ الیس تاسو پمپ کړي، د خپل وجود د داخل اړوند له ډېر احتیاط کار واخلۍ». په ۱۸۷۷ زکال کې پاچاهۍ ته د هغې د مېړه له رسېدو وروسته نوموړې په لویه دوشس یا لومړنۍ مېرمن واوښته؛ دندې یې زیاتې شوې او د هغې روغتیا یې تر فشار لاندې راوسته. د ۱۸۷۸ زکال په وروستیو کې دیفتري ناروغۍ د هسن دربار ته لار ومونده؛ آلیس چې له یوې میاشتې څخه زیاته موده یې د خپلې کورنۍ څخه په پالنې تېره کړه، خپله ناروغه شوه او د همدغه کال په وروستیو کې مړه شوه. [۱]

شهزادګۍ الیس د متحدې پاچاهۍ د اووم اډوارډ او د جرمنۍ ملکې ویکټوریا (د دریم فریدریک ښځه) خور، د روسیې د ملکې الکساندرا فئودورونای مور (د دویم نیکولاس مېرمن)، د سویډن د ملکې لوئیس (د شپږم ګوسټاف اډولف دویمه ښځه) او د برما د مونټ باټن د لومړي ارل لوئیس مونټباټن (د هند د وروستي وایسرا) مورنۍ انۍ او د ایدنبورګ د دوک شاهزاده فیلیپ (د بریتانیا د دویمې الیزابت مېړه) نیا وه. د هغې بله لور الیزابت چې د روسیې له مشر دوک سرګی الکساندرویچ سره یې واده کړی و د الکسندرا او د هغې د کورنۍ په څېر په ۱۹۱۸ زکال کې د بلشویکانو له خوا ووژل شوه.

وروستۍ ناروغي او مړینه سمول

د ۱۸۷۸ زکال په نومبر میاشت کې د لوی دوکال کورنۍ په دیفتري اخته شوه. د آلیس مشره لور ویکټوریا لومړنۍ وه چې ناروغه شوه او د نومبر د ۵مې نېټې پر ماښام یې د خپل ورمېږ له شخ کېدو شکایت وکړ. راتلونکی سهار د هغې ناروغي دیفتري وبلل شوه او دېر ژر دغې ناروغې د آلیس نور ماشومانو الیکس، ماری، ایرنه او ارنست ته هم سرایت وکړ. مېړه یې لوئیس له لږ مهال وروسته په دغه ناروغۍ اخته شو؛ د نوموړې په ماشومانو کې یوازې الیزابت جوړه پاتې شوه او مور یې هغه د خپلې خواښې شاهزادګۍ چارلز ماڼۍ ته ولېږله. [۲]

ماري د نومبر په ۱۵ مه شدیده ناروغه شوه او آلیس یې خپل بستر ته راوغوښتله، هغه مهال چې آلیس دلته ورسېده ماري ژوند له لاسه ورکړی و. آلیس په ډېرې خواشینۍ سره خپلې مور ملکې ویکټوریا ته ولیکل چې «درد یې په کلماتو کې نه ځایږي». آلیس له خپلو نورو ماشومانو څخه د ماري د مړینې خبر د څو اونیو لپاره پټ وساته؛ خو هغې بالاخره د ډسمبر په لومړیو کې ارنست ته دا خبره وکړه. د هغه غبرګون له هغه څه ډېر بد و چې دې یې وړاندوینه کړې وه. په پیل کې هغه وه نه منله، خو په داسې حال کې چې هغه ناست و او ژړل یې آلیس له ناروغ سره د تماس نه لرلو اړوند خپل قانون مات کړ او هغه یې ښکل کړ. آلیس په پیل کې ناروغه نه شوه. هغه مهال چې خور یې ویکټوریا له دارمشتات څخه په تېرېدو انګلستان ته پر لار وه، له هغې سره یې ولیدل او خپل مور ته یې ولیکل «د روغتیا نښانې بېرته راپیدا شوې». له دې سره د ډسمبر په ۱۴ مه د شنبې په ورځ چې د پلار د مړینې کالیزه یې وه هغه د دیفتري ناروغۍ له امله چې له زوی څخه یې ورته سرایت کړی و شدیده ناروغه شوه. د هغې وروستی کلمه چې وه یې ویله؛ «زما ګران پلاره» و او د سهار په ۲:۳۰ بجو بېهوښه شوه او د سهار په ۸:۳۰ بجو مړه شوه. آلیس د ۱۸۷۸ زکال د ډسمبر په ۱۸ مه له دارمشتات څخه بهر په روزن هوهي (Rosenhöhe) کې د لوی دوک په هدیره کې په داسې حال کې خښه کړای شوه چې د اتحادیې بیرغ د هغې پر تابوت راځوړند و. د آلیس او د هغې د لور ماري د ځانګړي یادګار څلی په همدغه ځای کې د جوزف بوهم له خوا جوړ شو. [۳][۴][۵][۶][۷]

هغه د ملکې ویکټوریا د اولادونو څخه لومړۍ وه چې مړه شوه او مور یې هم له هغې شل کاله زیات عمر وکړ. ویکټوریا د البرت او الیس هم مهاله مړینه «تر ډېره نه باور کېدونکې او شکمنه» وګڼله. ملکې ویکټوریا د خپلو خاطراتو په کتابچه کې د خپلې کورنۍ د وروستیو غمونو اړوند لیکلي: «دغه وحشتناکه ورځ یو ځل بیا راغله!» هغې چې له ډېر غمه شوک لیدلی و خپلې لور ملکې ویکټوریا ته یې ولیکل: «زما ګرانه لور؛ چې اوولس کاله وړاندې د دغه ډول شدیدې او وژونکې ناروغۍ په خوا کې له ماسره ودرېده او له ما یې ملاتړ وکړ ... هغه د خپل ګران پلار خوی او همدارنګه د دندې پر وړاندې د هغه په څېر فداکارانه شخصیت او بې باک والی درلود!». له دې سره هغه ستونزه چې د الیس او د مور ترمنځ یې رامنځته شوې وه؛ نور یې شتون نه درلود. شاهزادګۍ ویکټوریا چې آلیس ته تر ټولو نږدې وه خپل غم یې مور ته په ۳۹ پاڼو خط کې ولیکه. له دې سره د جرمني سترواک چې د هغوی د روغتیا اندېښمن و اجازه یې ورنکړه چې هغه او مېړه یې د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي. [۸][۹][۱۰][۱۱]

میراث سمول

آلیس په ۱۸۶۹ زکال کې په دارمشتات کې د دغه ښار د ناروغانو او ټپیانو د درملنې په موخه د آلیس د بنسټ په نامه روغتون جوړ کړ. دغه بنسټ د آلیس له مړینې وروسته هم خپلې پراختیا ته دوام ورکړ او په ۱۹۵۳ زکال کې د هغې لمسي لوئیس چې د برما د مونټ باټن ارل و د دغه روغتون اړوند یې وینا وکړه. هغه د آلیس ستاینه وکړه او وه یې ویل: «[د هغې لپاره] تر ټولو مهمه چاره له هغه ناروغ انسان سره مرسته وه چې د سولې او یا جګړې پرمهال یې ورته اړتیا لرله».[۱۲][۱۳]

سرچينې سمول

  1. Dromi, Shai M. (2020). Above the fray: The Red Cross and the making of the humanitarian NGO sector. Chicago: Univ. of Chicago Press. د کتاب پاڼې 96. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226680101. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Packard, p. 166
  3. Packard, p. 167
  4. Noel, p. 239
  5. (په 16 December 1878 باندې). [{{{url}}} Death of the Grand Duchess of Hesse].
  6. Noel, p. 241
  7. Reynolds, K. D. (August 2004). "Princess Alice". Oxford Dictionary of National Biography. Oxford University Press. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Longford, p. 425
  9. "Queen Victoria's Journals". Princess Beatrice's copies. RA VIC/MAIN/QVJ (W). 14 December 1878. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Packard, p. 169
  11. Packard, p. 170
  12. Quoted in Noel, p. 141.
  13. Packard, p. 157