د مایعاتو ډینامیک

په فزیک او انجنیرۍ کې د مایعاتو ډینامیک د مایعاتو د میخانیک یوه فرعي څانګه ده چې د بهېدونکو-مایعاتو او ګازاتو جریان تشرېح کوي. دا څانګه ګڼې فرعي څانګې لري چې ایروډینامیک (د هوا او نورو حرکت لرونکو ګازونو څېړنه) او هایډروډینامیک (د حرکت لرونکو مایعاتو څېړنه) یې د بېلګې په توګه یادولی شو. د مایعاتو ډینامیک په ګڼو ځایونو کې کارول کېږي چې څو بېلګې یې دا دي: په الوتکه کې د قوو او حرکاتو محاسبه، د پایپ‌لاینونو له لارې د تېلو د حجمي جریان کچه ټاکل، د بدلېدونکو اقلیمي نښو وړاندوېینه او د ستورو په منځ کې د واقع فضا پر ورېځو پوهېدنه.

د مایعاتو ډینامیک یو سیستماتیک جوړښت وړاندې کوي چې د دغو عملي څانګو لپاره د بنسټ حیثیت لري – تجربوي او نیمه تجربوي قوانین په کې شاملېږي چې د جریان له اندازه‌ګیرۍ څخه ترلاسه کېږي او د عملي ستونزو د حل لپاره کارول کېږي. د مایعاتو د ډینامیک د ستونزې په حل کې د فضا او وخت د تابع په توګه معمولاً د بېلابېلو بهاندو یا سیالو خواصو لکه سرعت، فشار، غلظت او تودوخې محاسبه شاملېږي.

تر شلمه پېړۍ وړاندې هایډروډینامیک د مایعاتو له ډینامیک سره مترادف و. لا هم د مایعاتو د ډینامیک په ځینو نومونو لکه مګنټوهایډروډینامیک او هایډرولیک پایدارۍ کې منعکسېږي چې دا دواړه د ګازونو لپاره هم کارول کېږي.[۱]

ترمینالوژي سمول

د مایعاتو د سټایټیک او مایعاتو د ډینامیک څېړلو لپاره د فشار مفهوم ډېر مهم دی. د بهېدونکي بدن د هرې نقطې لپاره، مهمه نه ده چې دغه بهېدونکی بدن د حرکت په حال کې وي یا نه، کولای شو فشار تشخیص کړو. فشار د انروييډ، بورډن ټیوب او نورو وسایلو یا بېلابېلو نورو لارو په مرسته اندازه کولی شو.

د مایعاتو د ډینامیک په څېړنه کې ځینې اړین اصطلاحات په ورته نورو څېړنیزو برخو که نه موندل کېږي. په ځانګړي ډول، ځینې هغه اصطلاحات چې د مایعاتو په ډینامیک کې کارول کېږي، هغه د مایعاتو په سټاټیک کې نه کارول کېږي.

د مایعاتو د تراکم منونکي ډینامیک ترمینالوژي سمول

د مجموعي فشار او ډینامیکي فشار مفاهیم د برنولي له معادلې څخه سرچینه اخلي او د ټولو بهاندو یا سیالو جریانونو په څېړنه کې مهم دي. (دا دوه هغه فشارونه نه دي چې موږ یې په عامه معنا پېژنو – دا فشارونه د انرویډ، بورډن ټیوب یا نورو وسایلو په مرسته نه‌شو اندازه کولی.) د احتمالي ابهام د مخنیوي لپاره ډېری لیکوالان د مایعاتو په ډینامیک کې فشار ته د اشارې پر مهال د سټایټیک فشار اصطلاح کاروي تر څو له مجموعي او ډینامیکي فشار سره یې توپیر وشي. سټاټيکي فشار له فشار سره مساوي دی او د بهاند یا سیال جریان د ساحې په هره نقطه کې د پېژندلو وړ دی.

د بهاند یا سیال جریان هغه نقطه چې هلته جریان درېدلی دی (یعنې په بهاند جریان کې د ډوب شوي جامد جسم سرعت له صفر سره برابر دی) ډېر ځانګړی اهمیت لري. اهمیت یې دومره ډېر دی چې ځانګړی نوم «د رکود نقطه» ورکول کېږي. سټایټیک فشار بیا د رکود په نقطه کې ځانګړی اهمیت لري او خپل ځانګړی نوم لري چې «د رکود فشار» بلل کېږي. په تراکم نه منونکو جریانونو کې په یوه راکده یا ولاړه نقطه کې د رکود فشار د جریان د ټول میدان له مجموعي فشار سره برابر دی.

د مایعاتو د تراکم نه منونکي ډینامیک ترمینالوژي سمول

د احتمالي ابهام د مخنیوي لپاره چې کله بهاندو یا مایع خواصو ته اشاره کېږي، د حرکت پر ځای معمولاً «سټاټیک» مختاړی ورسره کارول کېږي (سټاټیک تودوخه او سټاټیک انټالپي). چېرته چې هېڅ مختاړی ورسره نه وي، بهېدونکی خاصیت سټاټیک شرایط دي (له دې امله د «غلظت» او «ستاټیک غلظت» معنا یوه ده).

سرچينې سمول

  1. Eckert, Michael (2006). The Dawn of Fluid Dynamics: A Discipline Between Science and Technology. Wiley. د کتاب پاڼې ix. د کتاب نړيواله کره شمېره 3-527-40513-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)